عاجل خبرونه

نړۍ

امریکایان د افغانستان په اړه نړیوال بحث ته لیوالتیا لري-زخارووا

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ټاکل شوې د مسکو کنفرانس د اپریل پر څوارلسمه جوړ شي ، چې د افغانستان پر امنیت او لرلید به متمرکز وي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې د امریکا متحده ایالات به …

نور... »

د راروانې دوشنبې په ورځ به له پاکستان څخه د ستنیدو لړۍ بیا پیليږي

له څه باندې څلور میاشتو ځنډ وروسته د راروانې دوشنبې په ورځ به له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنیدلو لړۍ بیا پیل شي. په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ویاندې میرمن دنیا اسلم خان په ډاګه کړې، چې؛ د …

نور... »

د چین په شینجیانګ کې د ښځینه و پرحجاب او اوږدې ږیرې بندیز ولګیده

د چین د شینجیانګ ځایي چارواکو د افراطې اسلام پر وړاندې د مبارزی لپاره یو شمېر قوانین تصویب کړې، چې له مخې یې، په ځانګړي توګه د نوموړې سیمې اوسیدونکیو ته به د اوږدې ږیرې لرلو، ښځو ته د حجاب اغوستلو او په بشپړه توګه د مخ پټولو اجازه ور …

نور... »

د پاکستان استخباراتي سازمان له ستونزو او فساد ډک دی

د امریکا د کانګرس یو غړی، چې په واشنګټن ګې د پاکستان د سفارت په کوربتوب یوې غونډې ته وربلل شوی و وایي؛ له کانګرس او سپینې ماڼۍ غواړم، چې د ترهګرو خلاف مبارزې ته ډېر پام وکړي او د امریکا مالي او بشري سرچینې په دې لار کې بې …

نور... »

امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره د روسیې په همکاریو اندېښنه لري

امریکایي جنرالانو له څه مودې راهیسې په پرله پسې توګه له طالبانو سره د مسکو پر اړیکو اندېښنې وښودې او ښکاري، چې  اوس دې اندېښنو د پنتاګون مشرانو ته هم سرایت کړی دی. د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس، چې د جمعې په ورځ په لندن کې له خپل انګلیس …

نور... »

ناتو په افغانستان کې له سره د سولې خبرو پیل غواړي

د ناټو سرمنشي وایي، د افغانستان ټول شریکان په بشپړ ډول د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي، مونږ په افغانستان کې د سولې له بهیر ملاتړ کوو او د دې خبرو اترو له سره پیل غواړو. نوموړي زیاته کړې؛ زمونږ …

نور... »

په پاړه چنار کې موتربم چاودنې نږدې ۱۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په پلازمېنه پاړه چنار کې موتر بم چاودنې نن سهار  نږدې ۱۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده. رپوتونه وايي، له چاودیدونکیو توکو ډک موتر د جومات هغې دروازې ته نږدې درول شوی و، چې د جمعې د لمانځه لپاره ښځې پرې ننوتې. ویل …

نور... »

د چین ولسمشر شي جین پینګ د ترمپ د لیدلو هیله من شوی

چینايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد ولسمشر شي جین پینګ راتلونکې اوونۍ د امریکا متحده ایالتونو ته سفر کوي او له خپل امریکايي سیال سره به وګوري. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ په ډاګه کړې، چې ولسمشر شي به د اپریل پر شپږمه او اوومه له …

نور... »

روسیه وسلوالو طالبانو ته وسلې ورکوي – جنرال ووتل

د امریکا د مرکزي قومندې قومندان وايي؛ فکر کوم، چې روسیه وسلوالو طالبانو ته وسلې ورکوي.  د امریکا د مرکزي قومندې قومندان جنرال  جوزف ووتل د دغه هیواد ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې ښايي روسیه به له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ولري؛ خو په وینا یې …

نور... »

په افغانستان کې د پېنځه زره نورو سرتېرو د رالیږلو اړتیا رامنځته شوې

په افغانستان کې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د پېنځه زره نورو سرتېرو د رالیږلو غوښتونکی شوی دی. په افغانستان کې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن وايي، چې په افغانستان کې سرتېري د داعش د ګواښونو د راکمولو لپاره یوه اړینه اړتیا ده. …

نور... »

اروپايي ټولنې له اداري فساد سره د مبارزې پر چارو نیوکه کړې

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي، چې د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه تر ټولو فاسد دي. د وسلوالو طالبانو له واکمنۍ را پدیخوا اداري فساد د افغان حکومتونو پرلمن تور داغ پاتې شوی دی. نړیوالې څېړونکې ادارې یو پر بل پسې د افغانستان په ادارو کې د …

نور... »

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اغزن تار لګول بیا پیل شول

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اغزن تار لګول پیل شوي دي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په ډاګه کړې؛ کټارې به لومړی په هغو سیمو کې لګول کیږي، چې وسلوال پرې په آسانۍ تګ راتګ …

نور... »

امریکا په روسیه کې د جوړیدونکې غونډې بلنه رد کړه

امریکا د افغانستان په اړه د روسیې په کوربتوب د جوړیدونکې غونډې بلنه رد کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي؛ امریکا په دې غونډه کې ګډون نه کوي. روسیې د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو د …

نور... »

روسیه له طالبانو ملاتړ کوي- امریکایي جنرال

یو جګپوړی امریکایي جنرال وایي، چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او پر طالبانو یې په دې وروستیو کې خپل نفوذ پراخه کړی دی. په اروپا کې د امریکایي پوځ قومندان جنرال کورتیس اسکاپروتي ویلي، مسکو په افغانستان کې د طالبانو تجهیز او ملاتړ کوي. نوموړی زیاتوي، زه په دې …

نور... »

ایران په افغانستان کې د طالبانو اعمال دښمنانه بولي

په امریکا کې د ایران د ګټو د ساتنې دفتر سرپرست په افغانستان کې د طالبانو اعمال دښمنانه بولي. په امریکا کې د ایران د ګټو د ساتنې دفتر سرپرست مهدي عاطفت له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ ایران به هیڅکله له طالبانو څخه ملاتړ ته هیله من …

نور... »

د داعش د ځپلو لپاره د ۶۸ هېوادونو نړیواله غونډه تر سره شوه

په واشنګتن کې د داعش ضد نړیوال ائتلاف نړیواله ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د نړۍ د ۶۸ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، استازیو او نړیوالو مؤسسو برخه اخیستې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تېلرسن د غونډې ګډونوالو ته په ډاګه …

نور... »

افغان دولت دې د ترهګرو له ګواښونو سره مقابله وکړي- د م.م.امنیت شورا

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا له افغان دولت وغوښتل، چې د ترهګرو له ګواښونو سره دې مقابله وکړي. د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا یو ځل بیا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه و، چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د …

نور... »

انګیلا میرکل دونلد ترمپ ته د افغانستان ماموریت او د آلمان شتون مهم ښودلی

د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ او د آلمان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل پرون په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان ماموریت او د آلمان شتون مهم ښودلی دی. دواړو مشرانو د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال همداراز پر یو شمېر نورو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو او سوداگرۍ خبرې کړې …

نور... »

سپینه ماڼۍ دې افغانستان ته نور سرتېري هم واستوي- جولیبرمن

یو مخکښ امریکایي سناتور له سپینې ماڼۍ غواړي، چې افغانستان ته نور سرتېري هم واستول شي. د افغانستان د ناامنیو تازه پېښې د دې سبب شوي او په امریکا کې دا غوښتنه ډېره مطرح شوې، چې دې هېواد ته دې باید نور سرتېري ولیږل شي. سناتور جولیبرمن آریانا نیوز ته …

نور... »

تورخم ته نږدې د پاکستان د پوځيانو پر پوسته برید شوی

د خیبر ايجنسۍ په اړوند سيمه کې ديورند کرښې ته نږدې د پاکستان د پوځ پر پوستې په بريد کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر تورنجنرال آصف غفور په خپل تويت کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان له خاورې پر …

نور... »