عاجل خبرونه

نړۍ

چین په کاسا زر او تاپي پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري

 په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې چین په کاسا زر او تاپي پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري؛ ځکه، چې په سیمه ییزو پروژو کې افغانستان د چین په لومړیتوب کې دی. په کابل کې د چین سفیر یو جینګ له آریانا نیوز سره د یوې ځانګړي مرکې …

نور... »

د بهرنیو سرتېرو پرځای اړتیا ده، چې افغان ځواکونه پیاوړي شي

د ناتو سرمنشي وایي، افغانستان ته د بهرنیو سرتېرو د لیږلو پرځای اړتیا ده، چې افغان ځواکونه ډېر پیاوړي شي. د امریکا دفاع وزارت بیا وایي، د جګړې په دې په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره اړتیا ده، چې افغانستان ته له درې تر پېنځه زره نور امریکایی سرتېري …

نور... »

روسیه دې په افغانستان کې له امریکا سره همکاري وکړي

د امریکا د کانګرس یوه غړي له روسیې غوښتي، چې له امریکا سره په افغانستان کې همکاري وکړي؛ ځکه، چې د واشنګتن  موخه د دغه هېواد د سولې او ثبات ټینګښت دی. دغه امریکایي قانون جوړونکی تام ګرید وایي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هڅه کې …

نور... »

غوره ده، چې د نړیوالو سرتېرو تشه پر ملي ځواکونو ډکه شي

د ناتو یو جګپوړی قومندان وایي؛ افغانستان ته  د نورو نړیوالو سرتېرو د لیږلو پر ځای غوره ده، چې د ځواکونو تشه د ملي اردو ځواکونه ډکه کړي. په بروکسل کې د ناتو د پوځي کمیتې یوسل و شپږ اویایمه ناسته د جګپوړیو پوځي قومندانانو په حضور کې پای ته …

نور... »

امریکا دې په هوایي بریدونو کې د ولسي وګړیو ژوندانه ته پام ډېر کړي

په افغانستان کې د تېر کال جګړو د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله ډېره کړه او د روان میلادي کال په اړه وروستي رپوتونه هم د اندېښنې وړ دي. همدې  خونړي حالت د بشر حقونو د څار نړیوال بنسټ اړ کړ، چې د امریکا دفاع وزیر جیمس متیس ته یو …

نور... »

په امریکا کې افغانستان ته د ۵۰۰۰۰ سرتېرو د لیږد غوښتنه شوې

د امريکا د ملي امنيت هغو چارواکو، چې د افغانستان په اړه د نوې ستراتيژۍ په اړه يې معلومات لرل؛ ستار اند سترايپس خپرونې ته په ډاګه کړې، چې د استخباراتي شبکو د ارزونو د پټ سند له مخې د افغانستان لپاره د ولسمشر دانلد ترمپ د جگپوړیو پوځي چارواکو …

نور... »

سهیلي کوريا د بالیستیک ۴ توغنديو آزموينه کړې

د يونهاپ خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ سهیلي کوريا د بالستیکي توغنديو یوه بله آزموينه کړې؛ خو دوی په دې اړه نور جزئیات نه لري. د سویلي کوريا پوځي سرچينو په ډاګه کړې، چې دغه باليستيکي توغندي د پلازمېنې پيونگ يانگ سهیل لویديځ لوري ته په کوسانگ ښار کې آزمايل …

نور... »

امریکا افغانستان ته د نورو عسکرو لیږلو ته خپل متحدین هڅوي

د امریکا د پوځ لوی درستیز اروپا ته ځي، چې د امریکا متحدین افغانستان ته د نورو سرتېرو لیږلو ته وهڅوي. هغه په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې د اروپا پوځي ماموریت نه دی بشپړ شوی، خو یو شمېر اروپایي هېوادونه علاقه نه لري، چې افغانستان ته نور سرتېري ولیږي. …

نور... »

په آذربایجان کې د اسلامی هېوادونو المپیک سیالیو څلورم پړاو پیل شو

د آذربایجان په باکو ښار کې د اسلامی هېوادونو المپیک سیالیو څلورم پړاو پیل شوی. د سیالیو په دی پړاو کی د پېنځه پنڅوس اسلامی هېوادونو لوبغاړي په اتلس بېلابېلو لوبو کي د لس ورځو لپاره لوبې کوي. د سیالیو په دې پړاو کي دېرش لوبغاړي په انفرادي او رزمي …

نور... »

د افغانستان امنیتي وضعیت نور هم خرابیدونکی دی

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې رییس افغانانو ته د ستونزمن امنیتي  وضعیت اټکل کوي؛ د طالبانو د تحرکاتو زیاتوالی، د افغان ځواکونو لوړ تلفات او د افغان پوځ کمزوری مشرتابه هغه عوامل بولي، چې په وینا یې په راتلونکیو اتلس میاشتو کې به حالات نور هم خراب کړي. د …

نور... »

جرمني به افغانستان ته نور سرتېري ونه لیږي- انگلا میرکل

د جرمني لومړۍ وزیرې ویلي، چې که متحدین افغانستان ته د نورو سرتېرو د لیږلو په تړاو د امریکا غوښتنه  منظور هم کړي؛ جرمني به  نور سرتېري دې هېواد ته ونه لیږي. افغانستان د نړۍ څلورم ناامنه هېواد دی، چې نه یوازې يې حکومت له شاوخوا شل ترهګرو ډلو سره …

نور... »

روسیې له طالبانو څخه خپل پوځي ملاتړ رد کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په واشنګتن کې له طالابانو څځه پوځي ملاتړ رد کړ او وايي، چې روسیه یو ځل بیا د دې ادعا د ثبوت غوښتنه لري، چې وایي: روسیه له طالبانو پوځي ملاتړ کوي.  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاووروف تېره ورځ یوې خبري …

نور... »

د افغانستان د ثبات لپاره لوی ګواښ په بهر کې د ترهګرو پناه ځایونه دي

له آریانا نیوز سره په ځانګړیو خبرو کې د اروپایي ټولنې استازی له افغانستان څخه بهر د ترهګرو پناه ځایونه د دې هېواد د بې ثباتي عامل بولي. د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی فرانز میشل میلیبن  وایي، امریکا او اروپا هر کال په افغانستان کې پر پوځي …

نور... »

په سیمه کې د سخت دریځۍ د ودې لپاره هڅې روانې دي- جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په خپل سفر کې په ډاګه کړې، چې په سیمه کې د سخت دریځۍ د ودې لپاره هڅې روانې دي. د ملي وحدت حکومت له جوړښت را پدیخوا دا لومړی ځل دی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف کابل …

نور... »

امریکا به خپلې کلنۍ مرستې ۲۳ میلیارد دالرو ته پورته کړي

امریکا به له افغانستان سره خپلې کلنۍ مرستې ۲۳ میلیارد ډالرو ته پورته کړي. ځینو سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د دونالد ترمپ حکومت به د افغانستان په اړه په نوې تګلاره کې طالبانو ته هیڅ خوندي ځای پرینږدي، د طالبانو خلاف به شپني او هوایي عملیات زیات شي، …

نور... »

کیدی شي نور لس زره بهرني سرتېري افغانستان ته راشي

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه د سرتېرو زیاتولو له پلان تود هرکلی کوي. دغه غوښتنه پنتاګون له سپینې ماڼۍ کړې ده. ټاکل شوې امریکایی پوځي چارواکي تر یوې اوونۍ پورې له ولسمشر دونالد ترمپ وغواړي، چې افغانستان ته د نورو پېنځه زره امریکایي سرتېرو د لیږلو پلان تائید کړي. …

نور... »

امریکا په افغانستان کې د مشروع سولې په لټه کې ده- ریکس تیلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، دا هېواد په افغانستان کې د مشروع سولې په لټه کې دی. په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو جګړې روانې دي؛ خو داسې نه ښکاري، چې پر  جګړو  دې سوله راغلي وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن په افغانستان …

نور... »

کمزورې رهبرۍ او اداري فساد د افغانستان جګړه پېچلې کړې- جان سپکو

په افغانستان کې د امریکا د مرستو سرمفتش وايي، چې کمزورې رهبرۍ او اداري فساد د افغانستان جګړه پیچلې کړې ده. په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار رییس جان سپکو خپل رپوت د امریکا کانګرس ته وړاندې کړ. په دغه دوه سوه دري اویا …

نور... »

د مور بم او توماهاګ توغندي پر کارولو مو نړۍ ته خپل ځواک ښودلی- مایک پنس

د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د مور بم یا تر ټولو د ستر غیراتومي بم  او په سوریه کې  پر توماهاګ توغندیو د موخو پر ویشتو مو نړۍ ته خپل زور ښودلی دی. د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د دونالد ترمپ د سلو …

نور... »

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

  جنرال جیمز متیس په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی، چې د ترمپ د حکومت سل ورځې بشپړې شوي؛ خو اوس یې هم د افغانستان په اړه تکلاره نه ده روښانه شوې. له ده مخکې د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار هم له افغانستان څخه لیدنه کړې …

نور... »