نړۍ

جرمني د افغان پناه غوښتونکیو د ویستو بهیر ودراوه

د جرمني لومړۍ وزیره وایي، یوازې به هغه افغانان له جرمني وویستل شي، چې جرمي مخینه ولري. په کابل کې د چهارشنبې له برید وروسته، چې د جرمني سفارت ته نږدې وشو؛ د جرمني لومړۍ وزیرې انگلا میرکل وویل؛ یوازې به هغه  کډوال  وویستل شي، چې د خپل مهاجرت اسناد …

نور... »

د کابل خونړی برید د ترهګرو اصلي څېره بربڼدوي

د امریکا ولسمشر وایي، د کابل خونړی برید د ترهګرو اصلي څېره بربڼدوي، چې د ټولو متمدنو خلکو دښمنان دي. د کابل د وروستي برید د قربانیانو لپاره د درناوي په موخه په پاریس کې د ایفل څلې څراغونه مړه شول. د امریکا ولسمشر له خپل افغان سیال سره په …

نور... »

پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ کمولو په موخه له ترهګرو ملاتړ کوي

د امریکا د پوځ دفاعي استخباراتو رییس وایي؛ پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ د راکمولو   په موخه له ترهګرو ملاتړ کوي او تر هغې، چې افغانستان له هند سره نږدې اړیکې ولري، په دې هېواد کې سوله او امنیت نه شي ټینګیدای. د امریکا د پوځ دفاعي استخباراتو رییس …

نور... »

په پېښور کې د حکمتیار ځانګړی سکرتر وژل شوی

د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار سکرتر او د مشر زوى سخر  نن سهار په پېښور  ښار کې وژل شوی دی.  د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد پېښه منلې او خبر ورکوي، چې نن سهار د پاکستان د پېښور ښار د تاج آباد په اړوند سيمه کې د حکمتيار …

نور... »

ناتو تړون په افغانستان کې د سرتېرو په اړه وروستۍ پایلې ته نه دی رسیدلی

د ناتو غړي هېوادونه د افغانستان لپاره د سرتېرو د کمولو او یا ډېرولو په اړه وروستۍ پایلې ته ونه رسیدل، له داعش ضد نړیوال ائتلاف سره یو ځای شوي او د روسیې له تحرکاتو سره د هڅو پر همغږي یې بحث وکړ. د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي، مونږ …

نور... »

امریکا له افغانستان سره د ۷۷ میلیون دالرو یو تړون وروستی کړ

د امریکا پوځ د ۷۷ میلیون دالرو پر ارزښت افغانستان ته د جنګي چورلکو پېریدلو یو تړون وروستی کړی دی. د دغو چورلکو تړون د امریکا د اریزونا ایالت د الوتکو جوړولو یو شرکت ته سپارل شوی دی. ټاکل شوې، چې د دغو چورلکو د سپارلو بهیر د ۲۰۱۸ کال …

نور... »

ناتو په داعش ضد نړیوال ائتلاف کې خپل غړیتوب اعلام کړ

د ناتو مشران د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې را ټول شوي او په داعش ضد نړیوال ائتلاف کې یې خپل غړیتوب اعلام کړ. له دې نړیوال ائتلاف سره د ناتو د یو ځای کیدو موخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو له منځه وړل بلل کیږي. په دې غونډه کې …

نور... »

د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکاران مهمو هوکړو ته رسیدلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې له تېرو دوه ورځو را پدیخوا د روسیې په پلامېنه مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو په اتم کلني کنفرانس ګډون لري؛ د خپلو لیدنو او ملاقاتونو په …

نور... »

د بلجیم پلازمېنه بروکسل نن د ناتو د ناستې کوبتوب کوي

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو ګډه ناسته پیل شوې او د دغه تړون غړي هېوادونه په کې ګډون لري. په دې ناسته کې د غړیو هېوادونو پر ستونزو سربېره د افغانستان او سوریې پرامنیتي وضعیت بحث کیږي   دغه راز افغانستان ته د نورو سرتېرو استول به …

نور... »

ولسمشر غني او ترمپ په لومړي ځل ولیدل

د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو او امریکا د ګډې ناستې په څنډه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي. سپینه ماڼۍ منلې، چې ترمپ له افغان ولسمشر سره د غونډې په څنډه کې لنډ لیده کاته کړي دي.  د …

نور... »

ترمپ د مسلمانو هېوادونو د ملاتړ غوښتونکی شو

د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ له ولسمشرۍ وروسته سعودي عربستان ته پخپل لومړني بهرني سفر کې د سخت دریځۍ پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د مشرانو د ملاتړ جلبولو په موخه په خپله وینا کې د مسلمانو هېوادونو د ملاتړ غوښتونکی شو. نوموړي د یکشنبې په ورځ( دغویی ۳۱) د …

نور... »

ناتو په افغانستان کې له پوځي طرحې ملاتړ کړی

د امریکا پوځ وایي، چې د ناتو ټولو اته ویشت غړیو هېوادونو په افغانستان کې د پوځي حضورد دوام او ترهګرو خلاف مبارزې له طرحې ملاتړ کړی دی. د امریکا نوي حکومت له پراخو سلا مشورو او بحث وروسته د داعش ضد تګلاره اعلام کړه. د دغې تګلارې له مخې، …

نور... »

د نړیوالې ټولې نه لاسوهنه او د حکومت ښه مدیریت رڼې ټاکنې رامنځته کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایی پروګرام رییس وایي، زما په نظر په ټاکنو کې بریا دا ده، چې د نړیوالې ټولنې لاسوهنې بندې او د مدیریت په برخه کې یې چارواکي رڼې او معتبرې ټاکنې ولري او د خلکو غږ په کې انعکاس ومومي. هغه زیاتوي؛ …

نور... »

غني او ترمپ به په سعودي عربستان کې لیدنه ولري

ټاکل شوې، چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن په سعودي عربستان کې د ترورزم په وړاندې د نړیوالې مبارزې د غونډې په څنده کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره یوه کاري لیدنه ولري. دغه غونډه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې تر سره کیدونکې ده. د …

نور... »

چین په کاسا زر او تاپي پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري

 په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې چین په کاسا زر او تاپي پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري؛ ځکه، چې په سیمه ییزو پروژو کې افغانستان د چین په لومړیتوب کې دی. په کابل کې د چین سفیر یو جینګ له آریانا نیوز سره د یوې ځانګړي مرکې …

نور... »

د بهرنیو سرتېرو پرځای اړتیا ده، چې افغان ځواکونه پیاوړي شي

د ناتو سرمنشي وایي، افغانستان ته د بهرنیو سرتېرو د لیږلو پرځای اړتیا ده، چې افغان ځواکونه ډېر پیاوړي شي. د امریکا دفاع وزارت بیا وایي، د جګړې په دې په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره اړتیا ده، چې افغانستان ته له درې تر پېنځه زره نور امریکایی سرتېري …

نور... »

روسیه دې په افغانستان کې له امریکا سره همکاري وکړي

د امریکا د کانګرس یوه غړي له روسیې غوښتي، چې له امریکا سره په افغانستان کې همکاري وکړي؛ ځکه، چې د واشنګتن  موخه د دغه هېواد د سولې او ثبات ټینګښت دی. دغه امریکایي قانون جوړونکی تام ګرید وایي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هڅه کې …

نور... »

غوره ده، چې د نړیوالو سرتېرو تشه پر ملي ځواکونو ډکه شي

د ناتو یو جګپوړی قومندان وایي؛ افغانستان ته  د نورو نړیوالو سرتېرو د لیږلو پر ځای غوره ده، چې د ځواکونو تشه د ملي اردو ځواکونه ډکه کړي. په بروکسل کې د ناتو د پوځي کمیتې یوسل و شپږ اویایمه ناسته د جګپوړیو پوځي قومندانانو په حضور کې پای ته …

نور... »

امریکا دې په هوایي بریدونو کې د ولسي وګړیو ژوندانه ته پام ډېر کړي

په افغانستان کې د تېر کال جګړو د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله ډېره کړه او د روان میلادي کال په اړه وروستي رپوتونه هم د اندېښنې وړ دي. همدې  خونړي حالت د بشر حقونو د څار نړیوال بنسټ اړ کړ، چې د امریکا دفاع وزیر جیمس متیس ته یو …

نور... »

په امریکا کې افغانستان ته د ۵۰۰۰۰ سرتېرو د لیږد غوښتنه شوې

د امريکا د ملي امنيت هغو چارواکو، چې د افغانستان په اړه د نوې ستراتيژۍ په اړه يې معلومات لرل؛ ستار اند سترايپس خپرونې ته په ډاګه کړې، چې د استخباراتي شبکو د ارزونو د پټ سند له مخې د افغانستان لپاره د ولسمشر دانلد ترمپ د جگپوړیو پوځي چارواکو …

نور... »