نړۍ

امریکا افغانستان ته د ۴۰۰۰ نورو سرتېرو د رالیږلو پرېکړه کړې

د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد دفاع وزیر جیم متیس پرېکړه کړې، چې ۴۰۰۰ زره نور امریکایي سیرتېري هم افغانستان ته راولیږي. دغه پرېکړه به په ځو راتلونکیو ورځو کې رسماً اعلام شي. امریکايي رسنۍ په داسې حال کې د نورو پوځيانو له رالېږلو خبر ورکوي، …

نور... »

د داعش رهبر البغدادي کیدی شي روسانو وژلی وي

د روسیې دفاع وزارت د څېړنو په حال کې دی، چې کیدی شي د اسلامي دولت یا داعش رهبر البغدادي د دوی لخوا د سوریې په کوم هوایي برید کې وژل شوی وي که نه؟ مسکو په ډاګه کړې، چې کیدی شي ابوبکر البغدادي د دوی لخوا د می د …

نور... »

امریکا دې د افغانستان د حاکمیت او ځمکني بشپړتیا درناوی وکړي

چین له امریکا غوښتي،  چې د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړي. د چین دا غوښتنه له هغې وروسته مطرح کیږي، چې د  امریکا ولسمشر دونالد  ترمپ دفاع وزیر ته واک ورکړ، چې افغانستان ته د استول کیدونکیو امریکایي سرتېرو په اړه پریکړه وکړي. د امریکا دفاع وزیرمنلې؛ …

نور... »

د ملگرو ملتونو سرمنشي د افغان کړکېچ پر سیاسي حل ټینگار کړی

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش کابل ته په خپل لومړني سفر کې له افغان چارواکو سره له ناستې وروسته رسنيو ته په ډاګه کړې، چې د افغانستان کړکېچ د جگړې نه، بلکې يوازې د خبرو له لارې حل کیدای شي. نوموړی وایي، چې افغانان نه يوازې د کورنيو وسلوالو …

نور... »

په منځني ختیځ کې دې د اخوان المسلمین له ترهگر گڼلو ډډه وشي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ترهگرۍ په نوملړ کې د اخوان المسلمین د ډلې زیاتول به د منځني ختیځ  امنیت او سیاست ز یانمن کړي. د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، چې د چارشنبې په ورځ یې د امریکا د …

نور... »

د امریکا دفاع وزارت په ننګرهار کې د خپلو ۳ سرتېرو وژنه ومنله

د امریکا د دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د خپلو ۳ سرتېرو وژنه ومنله او په ډاګه شوې؛ یوه افغان سرتېري پر امریکایانو ډزې وکړې، چې په کې ۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او یو بل یې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ د پېښې څېړنه روانه ده، …

نور... »

افغانستان د سیمې او نړۍ په استازیتوب د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی- غني

د شانګهای سازمان اووه لسمه سرمشریزه نن د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې تر سره شوه. ولسمشر محمد اشرف غني سرمشریزې ته په خبرو کې د ترهګرۍ خلاف پر ګډې مبارزې ټینکار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د نورو هېوادونو په استازیتوب د  جګړې لومړۍ  کرښه کې دی. افغان …

نور... »

په قزاقستان کې د افغانستان ولسمشر د چین له ولسمشر سره ولیدل

د ولسمشر مرستیال ویاند رسنیو ته په ډاګه کړې، چې په قزاقستان کې د افغانستان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر سره لیدلي او پر بېلابېلو برخو کې یې د خپلمنځیو اړیکو پر پراختیا ور سره خبرې کړې دي.  د چین ولسمشر شي جینگ پنگ د قزاقستان په پلازمېنه …

نور... »

چین په پاکستان کې د یوې پوځي اډې د جوړولو په هڅه کې دی

د امریکا دفاع وزارت وایي، چین د پوځي پراختیا په ځانګړي توګه په پاکستان کې د یوې پوځي اډې د جوړولو په هڅه کې دی. پنتاګون په خپل ګزارش کې څرګنده کړې، چې پاکستان د چین لپاره د یوې پوځي اډې د جوړولو یو ښه او مناسب  ځای ګڼل شوی …

نور... »

د روسیې او امریکا په هستوي نښته کې به هیڅ څوک ژوندی پاته نه شي- پوتین

د روسیې ولسمشر پوتین دا نظر رد کړې، چې که د روسیې او امریکا تر منځ هستوي نښته وشوه، نو امریکا بریالۍ کیږي. هغه زیاتوي، په دې نښته کې به د ځمکې پر سر هیڅ څوک هم ژوندی پاتې نه شي. پوتین دغه څرګندونه په یوه مرکه کې، چې کاري …

نور... »

پر لاریون کوونکیو ډزې کوونکي دې محاکمه شي- د بښنې نړیوال سازمان

د بښنې نړیوال سازمان د هغو کسانو محاکمه غوښتې، چې په کابل کې یې پر لاریون کوونکیو ډزې کړي دي. د کابل ښار په وروستي لاریون کې د پېنځه اعتراض کوونکیو وژل کیدو او د شل نورو ټپي کیدو د نړیوالو بنسټونو غبرګونونه را وپارول. د بښنې نړیوال سازمان د …

نور... »

جرمني د افغان پناه غوښتونکیو د ویستو بهیر ودراوه

د جرمني لومړۍ وزیره وایي، یوازې به هغه افغانان له جرمني وویستل شي، چې جرمي مخینه ولري. په کابل کې د چهارشنبې له برید وروسته، چې د جرمني سفارت ته نږدې وشو؛ د جرمني لومړۍ وزیرې انگلا میرکل وویل؛ یوازې به هغه  کډوال  وویستل شي، چې د خپل مهاجرت اسناد …

نور... »

د کابل خونړی برید د ترهګرو اصلي څېره بربڼدوي

د امریکا ولسمشر وایي، د کابل خونړی برید د ترهګرو اصلي څېره بربڼدوي، چې د ټولو متمدنو خلکو دښمنان دي. د کابل د وروستي برید د قربانیانو لپاره د درناوي په موخه په پاریس کې د ایفل څلې څراغونه مړه شول. د امریکا ولسمشر له خپل افغان سیال سره په …

نور... »

پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ کمولو په موخه له ترهګرو ملاتړ کوي

د امریکا د پوځ دفاعي استخباراتو رییس وایي؛ پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ د راکمولو   په موخه له ترهګرو ملاتړ کوي او تر هغې، چې افغانستان له هند سره نږدې اړیکې ولري، په دې هېواد کې سوله او امنیت نه شي ټینګیدای. د امریکا د پوځ دفاعي استخباراتو رییس …

نور... »

په پېښور کې د حکمتیار ځانګړی سکرتر وژل شوی

د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار سکرتر او د مشر زوى سخر  نن سهار په پېښور  ښار کې وژل شوی دی.  د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد پېښه منلې او خبر ورکوي، چې نن سهار د پاکستان د پېښور ښار د تاج آباد په اړوند سيمه کې د حکمتيار …

نور... »

ناتو تړون په افغانستان کې د سرتېرو په اړه وروستۍ پایلې ته نه دی رسیدلی

د ناتو غړي هېوادونه د افغانستان لپاره د سرتېرو د کمولو او یا ډېرولو په اړه وروستۍ پایلې ته ونه رسیدل، له داعش ضد نړیوال ائتلاف سره یو ځای شوي او د روسیې له تحرکاتو سره د هڅو پر همغږي یې بحث وکړ. د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي، مونږ …

نور... »

امریکا له افغانستان سره د ۷۷ میلیون دالرو یو تړون وروستی کړ

د امریکا پوځ د ۷۷ میلیون دالرو پر ارزښت افغانستان ته د جنګي چورلکو پېریدلو یو تړون وروستی کړی دی. د دغو چورلکو تړون د امریکا د اریزونا ایالت د الوتکو جوړولو یو شرکت ته سپارل شوی دی. ټاکل شوې، چې د دغو چورلکو د سپارلو بهیر د ۲۰۱۸ کال …

نور... »

ناتو په داعش ضد نړیوال ائتلاف کې خپل غړیتوب اعلام کړ

د ناتو مشران د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې را ټول شوي او په داعش ضد نړیوال ائتلاف کې یې خپل غړیتوب اعلام کړ. له دې نړیوال ائتلاف سره د ناتو د یو ځای کیدو موخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو له منځه وړل بلل کیږي. په دې غونډه کې …

نور... »

د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکاران مهمو هوکړو ته رسیدلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې له تېرو دوه ورځو را پدیخوا د روسیې په پلامېنه مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو په اتم کلني کنفرانس ګډون لري؛ د خپلو لیدنو او ملاقاتونو په …

نور... »

د بلجیم پلازمېنه بروکسل نن د ناتو د ناستې کوبتوب کوي

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو ګډه ناسته پیل شوې او د دغه تړون غړي هېوادونه په کې ګډون لري. په دې ناسته کې د غړیو هېوادونو پر ستونزو سربېره د افغانستان او سوریې پرامنیتي وضعیت بحث کیږي   دغه راز افغانستان ته د نورو سرتېرو استول به …

نور... »