عاجل خبرونه

نړۍ

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې سیلابونو ځاني زیانونه اړولي

د ایران په جنوبي ولایت پارس کې د سیلابونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي. د ایران د بېړنیو روغتیایي خدماتو مشر پیر حسین کولیوند د دوشنبې پر ورځ ایرنا خبري آژانس ته ویلي، چې د دې ولایت په مرکز شیراز کې سیلابونو ۱۰۰ نور …

نور... »

په واشنګتن کې د افغانستان د سولې په اړه مشورې کیږي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په واشنګتن کې د سولې په اړه د روسیې، چین او اروپایي ټولنې ځانګړیو استازیو ته د سولې په اړه څرګندونې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې …

نور... »

هند په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له جوړیدو ملاتړ نکوي

هند په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له جوړیدو ملاتړ نکوي؛ خو د یو ټاکنیز حکومت غوښتونکی دی. دغه څرګندونې په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ویجي ګوکلي په واشنګتن کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره  د لیدنې پرمهال کړي …

نور... »

امریکا په روان کال کې د سولې د خوندي کولو په هڅه کې ده- جاتان کوهن

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په تړاو د وروستي جوجاړي هڅه نکوي، بلکې غواړي افغانستان نور نړۍ ته ګواښ نه وي. تېره ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د نړۍ یو …

نور... »

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د خبرو کولو ټټر وهلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې غواړي په څو راروانو ورځو کې قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره پخپله وغږیږي. ټاکل شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوه اوونیو په دننه کې قطر ته ولاړ شي او له افغان طالبانو سره …

نور... »

هندي الوتکو په پاکستان کې د جیش محمد مرکزونه بمبارد کړي

هندي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد جنګي الوتکو په پاکستان کې د جیش محمد د وسلوالې ډلې مرکزونه بمبارد کړي دي. د هندوستان د کرنې وزیر په خپل یو تویت کې لیکلي، چې نن سهار زمونږ هوایي ځواکونو د پولې په پورې غاړه کې د ترهګرو پر مرکزونو بمبارد …

نور... »

پاپ فرانسیس نن د ابو ظبي، د ادیانو په کنفرانس کې ګډون کوي

پاپ فرانسیس، چې پرون ناوخته ابوظبي ته رسیدلی؛ نن به د ادیانو په اړه په یوه کنفرانس کې ګډون کوي او د قاهرې د الازهر جومات له ملا امام شیخ احمد ال طیب سره به وګوري. د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس پرون متحده عرب اماراتو ته رسیدلی …

نور... »

ترمپ دې له افغان او پاکستانیو چارواکو سره وګوري- امریکایي سناتور

امریکايي سناتور لیندسي ګراهام له ولسمشر ترمپ غوښتي، چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره دې له افغان او پاکستانیو چارواکو سره وګوري. د افغان سولې په اړه سیمې ته د سفرونو په لړ کې زلمی خلیلزاد قطر ته رسیدلی او ټاکل شوې، چې له طالب استازیو سره …

نور... »

افغانستان به څو کاله نور هم د امریکا مرستو ته اړ وي

یو شمېر امریکايي پوځي کارپوهانو نیویارک تایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې امریکا په تېرو ۱۱ کلونو کې پر افغان هوایي ځواکونو ۸ میلیارد دالر ولګول؛ خو دا ځواکونه اوس هم پخپلو پښو نه دي ولاړ. نیویارک تایمز ورځپاڼې د امریکايي پوځي کارپوهانو په حواله لیکلي، چې امریکا په تېرو ۱۱ …

نور... »

هڅه کوو، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته قانع شي- خان

د پاکستان لومړي وزیرعمران خان ژمنه کړې، چې له افغان حکومت سره د وسلوالو طالبانو خبرو ته به زمینه برابروي. د ترکیې له ټي آر ټي تلویزیون سره په مرکه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې خپلې هڅې به تر هغه وخته روانې ساتي، چې وسلوال طالبان …

نور... »

پټریک ایم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت سرپرست شو

تېره ورځ( د مرغموي ۱۲) پټریک ایم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار پیل کړ. شنهن، چې مخکې یې د دې وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، له هغې وروسته د ولسمشر ترمپ له‌خوا ورته دغه مسوولیت وسپارل شو، چې پخواني دفاع وزیر …

نور... »

جګړه به په افغانستان کې تر سیاسي روغې روانه وي- جنرال میلر

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکات میلر، چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه رهبري کوي، له امریکایي سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وایي، د افغانستان جګړه  له پوځي لارې ګټونکی نلري. میلر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا …

نور... »

امریکا دې د فرانسې په سیاسي مسلو کې لاسوهنه نکوي- فرانسه

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان د امریکا له ولسمشره وغوښتل، چې د دغه هېواد په سیاسي مسلو کې لاسوهنه ونکړي. نوموړي ویلي؛ پاریس د واشنګتن په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي، سپینه ماڼۍ هم باید دا ډول سیاست خپل کړي. د امریکا ولسمشر د شنبې پر …

نور... »

په سومالیا کې درې چاودنو لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل

راپورونه وایي، چې په سومالیا کې ۳ موتربم چاودنو لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل. د دغه هېواد د روغتیا مسوولینو ویلي، څلور بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. د سومالیا پولیس وايي، چاودنې په څو دقیقو کې صفحا هوتل ته څيرمه رامنځته شوې دي. …

نور... »

پر ایران د امریکا نوي؛ خو تر ټولو سخت بندیزونه ولګیدل

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ایران د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۱۴) تازه؛ خو تر ټولو سخت بندیزونه ولګول. د دونلډ ترمپ په مشرۍ د امریکا حکومت پر ایران ټول هغه بندیزونه لګوي، چې د ۲۰۱۵ کال له اتومي تړون وروسته ترې لیرې شوي وه. په دې بندیزونو …

نور... »

مولانا حامد الحق د سمیع الحق ځایناستی شو

پاکستانیو رسنیو په ډاګه کړې، چې د جمعیت العلماء اسلام (س) ګروپ مرکزی شوری د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق د هغه ځایناستی او د ګوند عمومي مشر ټاکلی دی. د رسنیو د خبر له مخي، د مولانا سمیع الحق له جنازې او ښخولو وروسته، د پېښور په اکوړه …

نور... »

روسیه د جمعې پر ورځ د یوې نړیوالې ناستې کوربتوب کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د مسکو په غونډه کې به د افغانستان حکومت او د طالبانو استازي هم برخه ولري. د فرانسې خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله په ډاګه کړې؛ افغان ولسمشر او وسلوالو طالبانو منلې، چې یادې غونډې ته …

نور... »

په ګرجستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي

په ګرجستان کې نن یکشنبه د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوي، چې ۳ نیم ميلیون وګړي په کې د رای ورکولو پر شرایطو برابر ګڼل شوي دي. د راپورونو له مخې؛ ګرجستان به ممکن د قفقاز لومړی هېواد وي، چې یوه ښځه د ولسمشرۍ چوکۍ ته ټاکي. په ګرجستان کې د …

نور... »

پر ریاض د پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو بندیز، امریکا ته سزا ورکول دي

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي؛ پر ریاض د پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو بندیز به دا معنی ولري، چې امریکا ځان ته سزا ورکوي. دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: نورې زورورې لارې هم شته، چې امریکا يې خپلولی شي؛ خو د جزئیاتو له ورکولو …

نور... »

زلمي خلیلزاد ۵ هېوادونو ته لس ورځنی سفر پیل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د افغانستان د سولې لپاره د د دغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په هڅو کې د همغږۍ لپاره افغانستان، پاکستان، عربي متحده اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لس ورځنی سفر پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په …

نور... »