عاجل خبرونه

ورزش

په هلمند کې د شهيد خبریال نعمت الله زهیرپه نوم د والیبال۱۵ ورځنی سیالي پیل شوې

د هلمند دبدني روزنېآمروایې، چې په هلمند کې د شهيد خبریال نعمت الله زهیرپه نوم د والیبال۱۵ ورځنی  سیالي پیل شوې. دهلمند دبدني روزنې آمر زلمی هڅاند وایي؛ شهيد زهیرخپله هم دوالیبال یو لوبعاړی و؛نو، ځکه  د هغه د یاد په موخه مو دغه تورنمنت پیل کړ، چې لس لوبډلي …

نور... »

د بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې د افغانستان له ملي لوبډلې د لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان او بنګله دېش کرکت لوبډلو تر منځ د درې يو ورځينو سياليو د لړۍ وروستۍ لوبه کوربه هېواد بنګله دېش په ۱۴۱ منډو وګټله. بنګله دېش ته په لوبهکې د منډو پیل ورپه برخه شو او په ۵۰ اوورونو کې يې د اته لوبغاړیو په سوځیدو افغان لوبډلې …

نور... »

د افغانستان او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې نن یوه بجه وروستۍ لوبه کوي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان او بنګله دېش کرکت لوبډلو ترمنځ د درې يو ورځنيو سياليو د لړۍ وروستۍ لوبه نن له غرمې وروسته ترسره شي. دا لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وروسته يوه بجه پيل شي. په تېره لوبه کې د افغانستان كركت ملي لوبډلې …

نور... »

بنګله دېش کرکت لوبډلې افغان لوبډلې ته په اووه منډو ماته ورکړې

د افغانستان او بنګله دېش کرکت لوبډلو تر منځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه بنګله دېش په اوو منډو وګټله. دا لوبه، چې پرون د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شوه، پچه يې بنګله دېش ګټلې او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې …

نور... »

د افغانستان او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې نن نړیواله سیالي کوي

د افغانستان د کرکت ملي لوبډله به نن د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله سیالي وکړي. د افغانستان د کرکت بورد مرستیال عزیزالله فضلي وایي؛ دغه سیالۍ، چې د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې ترسره کېږي د افغانستان لوبډلې ته مهمي دي. ښاغلی فضلي …

نور... »

د افغانستان او بنګله دېش کرکت لوبډلې درې نړیوالې ۵۰ اووریزې لوبې کوي

د افغانستان کرکت ملي لوبډله له خپلې سیالې بنګله دیشۍ لوبډلې سره درې نړیوالې پنځوس اووریزې لوبې کوي. د افغانستان کرکت بورد اداره څرګندوي؛ د بنګله دېش کرکت بورد له ادارې سره له خبرو وروسته هوکړې ته رسیدلي، چې د روان کال د سپتمبر په ورستیو کې د ملي لوبډلو …

نور... »

د افغانستان کرکت ملي لوبډله نن د ایرلند له ملي لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډله نن د ایرلند له ملي لوبډلې سره خپله یوه ورځنۍ پنځوس اوره لوبه وکړي. د کرکت بورد ویاند فرید هوتک ویلي، چې د کرکت ملي لوبډله د دغو سیالیو له پاره پوره چمتوالی لري. له دې وړاندې د افغانستان او سکاتلند د …

نور... »

نن د افغانستان کرکت ملي لوبډله په اروپا کې له سکاتلند سره لوبه کوي

نن د افغانستان کرکت ملي لوبډله په اروپا کې د اووه یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ سیالۍ لومړنۍ لوبه د سکاتلند په ایدنبرا کې کوي. په دوه زره پېنځلسم کال کې د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو له هغې تاریخي لوبې را وروسته،چې افغانستان په کې سکاتلند ته ماتې ورکړه؛ …

نور... »

د نړۍ د سوکوهنې نړیوال اتل محمد علي کلي ومړ

د امریکا د تورپوستو د سوکوهنې یوه پېژندل شوې څېره محمد علی کلي د ۷۴ کلونو په عمر د تنفسي ناروغۍ پر لامل ومړ. کلي، چې له ۱۹۸۴ کلونو څخه د پارکینسون له رنځه کړیده؛ څو ورځې وړاندې ورته تنفسي ناروغي پیدا شوه او د فونیکس د ښار په آریزونا …

نور... »

ریال مادرید په یوولسم ځل د اروپا اتلولي خپله کړه

تېره  شپه ریال مادرید په پنالتۍ کې اتلاتیکو مادرید ته په  ماته ورکولو د یوولسم ځل له پاره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله او ریالان په دې لوبه کې خوښ او بریالي کور ته ستانه شول. د لومړۍ نیمايي لوبې په پاتې شېبو کې هیڅ یوې لوبډلې د ګول وهلو فرصت پیدا نکړ؛ خو  ریال مادرید …

نور... »

افغان اتل بازمحمد مبارز خپل روسي سیال په ګونډو کړ

د افغانستان د ګډو رزمي لوبو د آزادې برخې اتل بازمحمد مبارز، خپل روسي سیال ماکسیم کتکوف ته ماته ورکړه. د افغانستان د دغې لوبې اتل د خپل هېواد په وخت د یکشنبې په شپه له خپل سیال سره د سیالۍ ډګر ته ننوت او د لوبې په لومړي پړاو …

نور... »

ټاکل شوې، چې افغان فوتبال ملي لوبډله سبا سې شنبه له سنګاپورسره ولوبیږي

د ۲۰۱۸ کال د فوتبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې د لومړنیو لوبو په لړکې ټاکل شوې، چې سبا سې شنبه افغانستان او سینګاپور ولوبیږي. د افغانستان د فوتبال فدراسیون ویاند سید علی کاظمي ویلي، چې افغان فوتبال ملي لوبډله په همدې نیت تېره ورځ له جاپان څخه ایران …

نور... »

په کابل ښار کې د نجونو د بایسکل چلونې سیالۍ پیل کیږي

ټاکل شوې سبا ته په کابل ښار کې د نجونو د بایسکل چلونې سیالۍ تر سره شي. د بایسکل چلونې فدراسیون مشر عبدالصادق صادقي ویلي چې دغه سیالۍ د فرخندې جام په نوم تر سره ګېږي چې له کابل، پروان او بامیان ولایتونو څخه به دولس ښځینه لوبغاړې په کې …

نور... »

افغان فوتبال ملي لوبډله د سې شنبې په ورځ له سینګاپور سره لوبیږي

د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه راتلونکې سې شنبه د سنګاپور له ملي لوبدلي سره سیالي کوي. د افغانستان د فوتبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول سید علي کاظمي ویلي، چې افغان لوبغاړي د دغې سیالۍ د تر سره کولو …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډله سبا له ویست اندیز ملي لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې، چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله سبا د ویست اینډیز له ملي لوبډلي سره سیالي وکړي. د افغانستان د کرکت بورد مرستیال عزیزالله فضلي رسنیو ته ویلي، چې دغه سیالۍ به د افغانستان په وخت د ماسپښین په درې بجو د هندوستان په ناګپور ښار کې تر …

نور... »

سویلي افریقا افغانستان ته د ۳۷ په توپیر ماته ورکړه

د کرکت په شل اوریز نړيوال جام سیالیو کې سویلي افریقا افغانستان ته د او دیرش منډو په توپیر ماته ورکړه. د تېرې ورڅې د لوبې پچه افریقا وګټله او د بیټنګ پرېکړه یې وکړه، چې د شل اورونو په لوبولو سره وتوانیدل د پېنڅه لوبغاړیو په سوځیدو دوه سوه …

نور... »