عاجل خبرونه

ورزش

افغانستان له هندي کرکت لوبډلې سره تیست لوبه کوي

افغانستان د هند په بنګلور ښار کې له هندي کرکت لوبډلې سره لومړنۍ تیست لوبې په کولو په خپل کرکتي تاریخ کې یو نوی او مهم څپرکی پرانېزي. لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په اته-نیمو بجو پیلېږي، چې د اصغر ستانکزي په مشرۍ ورته د ۱۶ لوبغاړیو …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډله نن شپه درېمې بریالۍ لوبې ته وردانګي

د هېواد کرکت لوبغاړي نن شپه له بنګلدیش سره په داسې حال کې خپله درېیمه شل اوریزه لوبه تر سره کوي، چې دغه هېواد یې په دوه تېرو لوبو کې ګټلی او نن شپه د خپلې درېیمې لوبې بریاته مخامخ کیږي.   ټاکل شوې، چې افغان ملي لوبډله به په …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډلې له بنګله دیشه لوبه وګټله

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرکت ۲۰ اوريزو سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان پر ۴۵ منډو وګټله. د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۶۷ …

نور... »

له هند او بنګلدیش سره د افغان کرکت لوبډلې د سیالیو نوملړ اعلان شو

د بنګلدیش پر وړاندې د ۳ شل اوریزو او د هندوستان پر وړاندې د تاریخې تیست لوبې لپاره د افغانستان ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو. د نوروز منګل په مشرۍ د افغانستان غوراوي کمیتې د هغو شپاړس کسیزو لوبډلو نوملړ په ډاګه کړ، چې د بنګلدیش پر وړاندې په درې …

نور... »

راشد خان د نړۍ غوره توپ اچونکی دی- ټنډولکر

د هندوستان کرکت لوبډلې مشهور توپوهونکي سچن ټنډولکر ویلي، چې راشد خان د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچونکی دی. نوموړي په خپل تویت کې لیکلي: هر وخت مې احساس کاوه، چې راشد خان یو ښه توپ اچونکی دی؛ خو اوس زړه نازړه نه یم، چې ووایم هغه په شل …

نور... »

د افغانستان د المپیک ملي کمیتې نوي رییس وټاکل شو

د افغانستان المپیک ملی کمیتې ریاست ټاکني نن له غرمي مخکی د آسیا المپیک شورا د استازی حیدر فرمان پر څارنه او نظارت ترسره شوې. د دې څوکۍ لپاره حفیظ ولي رحیمي، ضیا دشتي او شمس الحق مسعود مبارز ځانونه نومولي وه، چی د مسعود مبارز له  تېریدو سره ضیا …

نور... »

کرکت ملي لوبډله هېواد ته بریالۍ راستنه شوه

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د غوراوي سیالیو اتلولي پخپل نوم کړه او نن غرمه په داسې حال کې هېواد ته بریالي راستنه شول، چې د غواروي سیالیو جام اصغر ستانکزي په لاس کې نیولی و، د کابل له هوايي ډګر راووتل او د کرکت بورد او مینوالو لخوا له تود هرکلی …

نور... »

افغانستان پایلوبې ته لار وموندله او ویست اندیز ته یې ماته ورکړه

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام غوراوي سياليو پايلوبه افغانستان له ویست انديز څخه په اووه ویکتو کې وګټله. د نننۍ لوبې پچه ویست اندیز وګټله او په ۴۷ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړیو په سوځیدو یې ۲۰۴ منډې جوړې کړې. افغان لوبډله وتوانیده، چې په ۴۱ اورونو کې …

نور... »

افغانستان له ایرلنده د لوبې په ګټو نړيوال جام ته ووت

افغانستان کرکت نړيوال جام ته د وتلو په دوه يم پړاوو کې د لوبې پچه ایرلیند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړیو په سوځیدلو  یې ۲۰۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وړاندېکړ. د افغانستان …

نور... »

دیارلس سوه شپږ نوییم کال د افغانستان ورزش ته ښه کال و

په دې کال کې د ملي وحدت حکومت د ورزش په ډګر کې غوره ګامونه پورته کړل؛ ورزشکارانو هېواد ته ۲۱۷ مدالونه وګټل او حکومت د المپیک موازې ادارې او فدراسیونونه له منځه یوړل. په ۱۳۹۶ کال کې ولسمشرۍ ماڼۍ د المپیکونو او فدراسینونو موازي ادارې له منځه یوړې او …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډلې سوپر سیکس پړاو ته لار وموندله

افغان کرکت ملي لوبډلې نن د هانګ کانګ او نیپال لوبډلو سره له سیالۍ وروسته د نړیوال جام د غوراوي سیالیو سوپر سیکس پړاو ته لار وموندله. د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام یو ورځینيو لوبو ته په غوراوي سیالیو کې افغانستان د نیپال بریا ته په تمه(طمع) و، چې نیپال …

نور... »

په کابل کې د ښځو د هیندبال سیالي وشوه

د مارچ د اتمې  یا د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې  په مناسبت په کابل کې د ښځو د هیندبال سیالي تر سره شوه. په کابل ښار کې د ښځو د هیندبال سیالۍ د هیندبال الف لوبډلې د کابل د ښځو د هیندبال له ب لوبډلې سره مقابله وکړه. لوبه …

نور... »

له سرتېرو څخه د ملاتړ په موخه په کابل کې د ځغاستې لوبه تر سره شوه

په پلازمېنه کابل کې د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو[ د سرتېرو ملي ورځ (د کب نهمه)] څخه د ملاتړ په موخه د ځغاستې ګډه لوبه تر سره شوه. په دغو سیالیو کې د بېلا بېلو سپورتي څانګو نږدې زر میرمنو او نرینه وو لوبغاړیو ګډون کړی و او د …

نور... »

د افغانستان تکواندو فدراسیون ټاکني ترسره شوې

د افغانستان تکواندو فدراسیون ټاکنې د سې شنبې پر ورځ(د کب ۸)  له غرمې مخکي ترسره شوې. د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره نثار احمد بهاوي او محمود حیدري هم ځانونه نومولی وه، چي په پای کي نجیب الله سکندري د ډېرو …

نور... »

په کابل کې ولچر باسکیتبال سیالۍ پيل شوې

په کابل کې د ولچرباسکیتبال سیالۍ پیل شوې او د بدخشان معلولو لوبغاړیو د دېرش په درویشت پایلې کندهار لوبغاړي مات کړل. په دغو سیالیو کې د کابل، کندهار، بدخشان، وردګ، فاریاب، بلخ، پروان، ننګرهار او هرات لوبډلو ګډون کړی دی. ګډون کوونکي لوبغاړي وایي، چې د دغو لوبو سطحه …

نور... »

د کرکت ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي پر کور بمي برید شوی

د ننګر هار ولایت په جلال آباد ښار کې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي حمید حسن پر کور د لاسي بم برید شوی دي. برید ځاني او مالي زیان نلري؛ خو د افغانستان د کرکت بورد لخوا غندل شوی دی او دغه برید ترهګریز نه بولي …

نور... »

افغانستان له زمبابوي کرکت لوبه وگټله

د افغانستان او زمبابوي ترمنځه لومړۍ شل اوریزه لوبه افغانستان پر پېنځه ویکتو وگټله. په دې لوبه کې افغان لوبډلې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه. افغانستان لپاره راشد خان ۳، شرف الدین اشرف ۲ او افتاب عالم، گلبدین نایب او محمد نبي یوه یوه ویکیته واخیسته؛ خو که زمبابوي …

نور... »

د افغانستان۱۹ کلنو کرکت لوبډلې څلورم مقام خپل کړ

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکت لوبډلې د ۲۰۱۸ کال په نړیوال جام سیالیو کې څلورم شو. دا سیالۍ د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه په نیوزیلند کې د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې، چی ټولې لوبډلې په څلور ګروپونو وېشل شوې وې؛ د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د دغو سیالیو په …

نور... »

د افغانستان کرکت ۱۹ کلنو لوبډله له آسترالیا سره نیمه پای لوبې ته چمتوالی نیسي

د افغانستان کرکت ۱۹ کلنو لوبډله د آسترالیا په وړاندي نړیوال جام نیمه پای لوبې ته چمتوالی نیسي. د هېواد کرکت نولس کلنو لوبډلې نن په نیوزیلاند کي خپل تمرینات پیل کړل . له دی مخکي د هېواد نولس کلنو لبډلې د دی سیالیو د اتم پړاو په نیمه پای …

نور... »

د افغانستان د کرکت ۱۹ کلنو لوبډلې نيوزیلیند ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکت ١٩ کلنو لوبډلې د نړيوال جام سياليو په دوه يم پړاو کې کوربه هېواد نيوزیلیند ته په سترې ماتې ورکولو نيمه پاىلوبې ته لار پيدا کړه. د ١٦ هېوادونو په ګډون د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ په نيوزيليند کې روانې دي؛ خو افغانستان په دې ګروپي …

نور... »