لوبی

ریال مادرید په یوولسم ځل د اروپا اتلولي خپله کړه

تېره  شپه ریال مادرید په پنالتۍ کې اتلاتیکو مادرید ته په  ماته ورکولو د یوولسم ځل له پاره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله او ریالان په دې لوبه کې خوښ او بریالي کور ته ستانه شول. د لومړۍ نیمايي لوبې په پاتې شېبو کې هیڅ یوې لوبډلې د ګول وهلو فرصت پیدا نکړ؛ خو  ریال مادرید …

نور... »

د افغانستان د نجونو بایسکل ځغلونې تیم نن فرانسې ته سفر کوي

ټاکل شوې، چې د افغانستان د نجونو د بایسکل ځغلونې تیم  نن  فرانسې ته سفر وکړي او د دغه هېواد په سیالیو کې برخه واخلي. د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون رییس عبدالصادق صادقي ویلي، چې په دې سیالیو کې زما په ګډون ۵ نجونې ګډون کوي. د نوموړي په …

نور... »

افغان اتل بازمحمد مبارز خپل روسي سیال په ګونډو کړ

د افغانستان د ګډو رزمي لوبو د آزادې برخې اتل بازمحمد مبارز، خپل روسي سیال ماکسیم کتکوف ته ماته ورکړه. د افغانستان د دغې لوبې اتل د خپل هېواد په وخت د یکشنبې په شپه له خپل سیال سره د سیالۍ ډګر ته ننوت او د لوبې په لومړي پړاو …

نور... »

ټاکل شوې، چې افغان فوتبال ملي لوبډله سبا سې شنبه له سنګاپورسره ولوبیږي

د ۲۰۱۸ کال د فوتبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې د لومړنیو لوبو په لړکې ټاکل شوې، چې سبا سې شنبه افغانستان او سینګاپور ولوبیږي. د افغانستان د فوتبال فدراسیون ویاند سید علی کاظمي ویلي، چې افغان فوتبال ملي لوبډله په همدې نیت تېره ورځ له جاپان څخه ایران …

نور... »

په کابل ښار کې د نجونو د بایسکل چلونې سیالۍ پیل کیږي

ټاکل شوې سبا ته په کابل ښار کې د نجونو د بایسکل چلونې سیالۍ تر سره شي. د بایسکل چلونې فدراسیون مشر عبدالصادق صادقي ویلي چې دغه سیالۍ د فرخندې جام په نوم تر سره ګېږي چې له کابل، پروان او بامیان ولایتونو څخه به دولس ښځینه لوبغاړې په کې …

نور... »

افغان فوتبال ملي لوبډله د سې شنبې په ورځ له سینګاپور سره لوبیږي

د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه راتلونکې سې شنبه د سنګاپور له ملي لوبدلي سره سیالي کوي. د افغانستان د فوتبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول سید علي کاظمي ویلي، چې افغان لوبغاړي د دغې سیالۍ د تر سره کولو …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډله سبا له ویست اندیز ملي لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې، چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله سبا د ویست اینډیز له ملي لوبډلي سره سیالي وکړي. د افغانستان د کرکت بورد مرستیال عزیزالله فضلي رسنیو ته ویلي، چې دغه سیالۍ به د افغانستان په وخت د ماسپښین په درې بجو د هندوستان په ناګپور ښار کې تر …

نور... »

سریلانکا له افغانستان څخه کرکت لوبه وګټله

د کرکت په نړيوالو شل اووريزو سياليو کې د سريلانکا لوبډلې افغانستان ته پر۶ ویکتو ماته ورکړه. پچه په لومړي سر کې افغانستان وګټله او د بیټنګ پرېکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د اووه لوبغاړیو په سوځیدو د شل آورونو په لوبولو کې یو سلو دریپنځوس منډې وکړې، چې سریلانکا …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډله نن له سریلانکا سره لوبیږي

د افغانستان د کرکت ملي لوبډله نن له سریلانګا سره د ۲۰۱۶ د نړیوالو ۲۰ آوریزو لوبو په لړ کې لوبیږي. دغه لوبه به نن ماښام د افغانستان په وخت شپږنیمې بجې د هند په کلکته ښار کې ترسره شي. د افغانستان د کرکت بورد رسنیز مرکز مشر فرید هوتک …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډله زیمبابوې ته په ۵۹ منډوماته ورکړه

د هندوستان په ناګپور ښار کې د کرکت د نړیوال جام په شل آوریزو سیالیو کې افغان کرکت ملي لوبډلې تېره ورځ په درېیمه لوبه کې زیمبابوې ته په ۵۹ منډو تاریخي ماته ورکړه. افغان کرکت ملي لوبډلې لومړی د لوبې پچه وګټله او د بیټنګ پرېکړه یې وکړه ، …

نور... »

په مزارشریف ښار کې د تکواندواتلوالی جام سیالیو پېنځم پړاو پیل شوی

په مزار شریف ښار کی د تکواندو اتلوالی جام پېنځم پړاو سیالۍ د عبدالعلی مزاری د وژل کیدو د ۲۱ تلین په مناسبت د شنبې په ورځ پیل شوې. د بلخ تکواندو فدراسیون مسوول سید بشیر رسا وایي، چی دا سیالۍ به د دوه ورځو له پاره دوام ولري او …

نور... »

افغان سوکوهونکی نن له خپل روسي سیال سره لوبه کوي

د افغانستان تکړه سوکوهونکی بازمحمدمبارز نن له خپل روسي سیال امیرستاروف سره د سوکوهنې سیالۍ ته وردانګي. دغه سیالي د مسکو په لوژینسکي جمنازیوم کې ترسره کیږي. مبارز وایي، چې دې سیالۍ ته یي په تایلیند کې څه نا څه یوه میاشت پوره چمټووال ينیولی او د پنجشنبې په ورځ …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډله نن له زیمبابوې سره د سیالۍ ډګر ته ننوځي

د هندوستان په ناګپور ښار کې د کرکت د نړیوال جام په شل آوریزوسیالیو کې افغان کرکتملي لوبډله په درېیمه لوبه کې له زیمبابوې سره دسیالۍ ډګر ته ورځي. دغه لوبه له دې امله دواړو تيمونو ته ارزښت لري، چې کولی شي د لوبې په ګټلو د دغو سیالیو دوه …

نور... »

افغانستان هانګ کانګ ته پر شپږ ویکټو ماته ورکړه

په هند کې د کرکت نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې افغانستان په خپله دوه یمه لوبه کې هانګ کانګ ته پر شپږ ویکټو ماته ورکړه. لوبه د هند په ناګپور کې ترسره شوه. د تېرې ورځې لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه …

نور... »

ګیاني انفنتینو د فیفا د مشرتابه له پاره بیا د رایو غوڅ اکثریت خپل کړی

  تېره ورځ د سویس په زوریخ کې فوتبال نړیوال فدراسیون فیفا   مشر ګیاني انفنتینو یو ځل بیا د یو سل و پېنځلس رایو په ګټلو  د فیفا د نوي رییس په توگه غوره  شو ښاغلي انفنتینو د فیفا د مشرتابه له دوه سوه اووه رایو څخه یو سل و …

نور... »

افغانستان د کرکت د نړیوالې شورا د دوه یمې درجې لومړنی هېواد شو

افغانستان د کرکت د نړیوالې شورا د دوه یمې درجې لومړنی هېواد شو، چی د دغې شورا له اولې درجې هېواد څخه د لوبو سیریز گټي. افغانستان له زمبابوې څخه د پېنځه لوبو په لړ کی درې وگټلې او په کرکت کې یې یو نوی تاریخ جوړ کړی. له افغانستان …

نور... »

د افغانستان کرکت لوبډله به سبا ته له هانگ کانگ سره لوبه کوي

افغانستان به د کرکت شل اووریز نړیوال جام د غوراوي سیالیو په دوه یم پړاو کې له هانگ کانگ سره لوبه کوي. د غوراوي دا سیالۍ، چې په سکاتلیند او ایرلیند کې روانې دي، څوارلس لوبډلې برخه لري. د دغو لوبډلو د گروپي سیالیو لړۍ تېره ورځ پاي ته ورسیده، …

نور... »

سبا ته د ایرلند او جنوبي افریقا لوبډلې د سیالۍ ډگر ته راوځي

د کرکت نړېوال جام د لوبو په لړ کې ټاکل شوې، چې سبا د ایرلنډ او جنوبي افریقا لوبډلې د سیالۍ ډگر ته راووځي. په پرونیو لوبو کې پاکستان د شل منډو په توپیر زیمبابوې ته ماتې ورکړه او سریلانکا انگلستان په نهه ویکتو مات کړ. د افغانستان لوبدلې په …

نور... »