عاجل خبرونه

لوبی

په کابل کې له شل کلونو د کم عمره ځوانانو د فوتسال د غوراوي لوبې پیل شوې

له شل کلونو د کم عمره ځوانانو د فوتسال پدغو لوبو کې له څلور زونونو څخه څلور لوبډلو ګډون کړی، چې د مسوولینو په وینا هدف یې ملي لوبډلې ته د  فوتسال ۲۰ کلنو ځوانان لار موندل دي. نن په لومړۍ لوبه کې د لویدیځ زون لوبډلې د شمال لوبډلې …

نور... »

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د دوشنبې پر ورځ له سریلانکا سره کوي

د اسیا جام د کرکت سیالۍ تېره ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې؛ د لومړي پړاو شپږ لوبډلې پر دوه ډلو ووېشل شوې؛ الف او ب ډله، چې له هرې ډلې به درې لوبډلې د مقابل لوري له درې لوبډلو سره سیالي کوي. د افغانستان دوه یمه لوبه …

نور... »

په دبۍ کې د افغانستان د غوره لیګ لوبغاړیو د پېر(Draft) مراسم نن ترسره کیږي

افغان کرکت بورد چارواکي وايي، چې د دوشنبې پر ورځ ( د وږي ۱۹ / د سپتمبر ۱۰) به د متحدو عربي اماراتو په دبۍ کې د افغانستان غوره لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړیو د پېر مراسم  تر سره شي. د افغانستان کرکت بورد له لوري په یوه اعلامیه کې …

نور... »

افغانستان د آسیا جام لپاره د کرکت ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ

د افغانستان غوراوي ډلې د ۲۰۱۸ کال آسیا جام سیالیو ته، چې ټاکل شوې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي؛ د ملي لوبډلې لوبغاړیو اوولس کسیز نوملړ په ډاګه کړ. د افغانستان کرکت بورد د لوبډلې په خپاره شوي نوملړ کې په لومړي ځل د یو ښه توپوهونکي او …

نور... »

د موی تای لوبې اتل جلال الدین نجمي مړی خاورو ته وسپارل شو

د موی تای لوبې اتل جلال الدین نجمي په مزار شریف ښار کې د موی تای په لوبه کې له بریا وروسته د مغزي سکتې له کبله ومړ. ملي لوبغاړي، چې د نوموړي د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، نوموړی د موی تای د لوبې اتل بولي. …

نور... »

د افغانستان کرکت په یوه ورځني سریزه کې هم بریا ترلاسه کړه

د هېواد  کرکت ملي لوبډله په وروستۍ اودرېیمه پنځوس اوره لوبه کي د ایرلند په وړاندي د لوبې ډګر ته ووته او په پای کي یې د اته ویکتو په توپير ماتې ورکړه او د یادو لوبو لړۍ یې ۱-۲ وګټله. یاده لوبه د هېواد د ملې لوبډلې ۱۰۱ نړیوال …

نور... »

د ایرلیند په وړاندې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې خپله ماته ومنله

د افغانستان لوبډلې توپوهونکي د چارشنبې پر ورځ په یو ورځنۍ سیالۍ کې ناکام شول او بریالي نشول، چې ایرلیند ته ستر هدف وټاکي او د ۳ ویکتو په توپير یې ماتې وخوړه. دغه لوبه د افغانستان لوبډلې سلمه یو ورځنۍ سیالي وه، چې دوی ته په دې سیالۍ کې …

نور... »

سبا ماښام به کابل د فلسطین او افغانستان د فوتبال ملي لوبډلو د لوبو کوربه وي

په کابل کې د افغانستان او فلسطین فوتبال لوبډلو سرروزونکیو د یوې خبرې ناستې پر مهال د زمري پر اته ویشتمه، چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو له ۹۹ کلیزې سره برابره ده؛ ماښام مهال په کابل کې د فلسطین او افغانستان د فوتبال لوبډلو له لوبیدو خبر …

نور... »

په کابل کې د ښځینه لوبغاړیو د باولینګ سیالۍ جوړې شوې

د بیات بنیاد پر مالي مرسته په کابل کې د ښځینه لوبغاړیو تر منځ د باولینګ سیالۍ تر سره شوې، چې په دې لوبو کې به ۱۶ لوبغاړې سیالي کوي او  د هرې یوې موخه اتلولي او د پلازمېنې غوره لوبډلې ته لار موندل دي. لوبغاړي هڅه کوي، چې د …

نور... »

د هېواد فوتبال ۱۵ کلنو لوبډلې ترکمنستان ته پر درې ګولونو ماتی ورکړه

د هېواد فوتبال تنکیو ځوانانو تېره ورځ په خپله څلورمه لوبه کې د ترکمنستان له ۱۵ کلنو سره د لوبې ډګر ته ووتل، چی په پای کي یې وکولی شول یادې لوبډلې ته دری پر صفر ماتی ورکړي او د شپږ امیتازونو لرونکي شول. د هېواد فوتبال ۱۵ کلنو ملي …

نور... »

د هېواد وزن پورته کولو ملي لوبډله د آسیا المپیک سیالیو ته ځان چمتوکوي

میرویس رازقي او زبیرنظري د هېواد وزن پورته کولو د برخې دوه لوبغاړي دي، چی د افغانستان په استازیتوب د آسیا المپیک په سیالیو کي ګډون کوي. د هېواد وزن پورته کولو ملي لوبډلې روزونکي وایي؛ د ملي لوبډلې دا دوه لوبغاړي له دوه میاشتو راپدیخوا دې لوبو ته چمتوالی …

نور... »

د هېواد کرکت ملي لوبډله د دوستانه لولو لپاره لندن ته وخوځیده

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛  د هېواد کرکت ملي لوبډله د دوستانه لولو لپاره لندن ته وخوځیده  او په پام کي ده، چی هلته دوه دوستانه لوبی کوي او له ایرلند سره د لوبی چمتوالی ته به دوه اوونی تمرینات هم تر سره کړي. د یادولو وړ ده، چي …

نور... »

د هېوااد فوتبال ۱۵ کلنو ملي لوبډله له تاجکستان سره د لوبی ډګر ته وځي

د هېوااد فوتبال ۱۵ کلنو ملي لوبډله د ازبکستان په ملی لوبغالي کې له تاجکستان سره د لوبی ډګر ته وځي. د هېواد پېنځلس کلنو لوبډلې تېر کال وکولای شول، چی د دی سیالیو د اتلوالۍ لومړی جام ترلاسه کړی. د مرکزي آسیا فوتبال پېنځلس کلنو سیالیو دوه یم پړاو …

نور... »

فرانسه د فوتبال نړیوال جام ګټونکې شوه

فرانسې  په مسکو ښار کې د فوتبال نړیوال جام په پایلوبه کې کروشیا ته د دوه پر څلور ګولونو ماته ورکړه، چې له دې سره یې د ۲۰۱۸ کال د فوتبال نړیوال جام خپل کړ. د فرانسې د ګول کیپر هیوګو لوریس د یوې تېروتې له کبله کروشیا دوه یم …

نور... »

په کابل کي المپیکي سیالیو ته د مدیرانو او مربیانو د زدکړې درېیم پړاو پیل شو

په کابل کي المپیکي سیالیو ته د هېواد د ملي لوبډلو د مدیرانو او لوبڅارانو د زدکړې درېیم پړاو پیل شو. مسوولین له دی کارځي(ورکشاپ) څخه موخه په المپیکي لوبو کې د ملي لوبډلو اداري او فني همغږی بولي. د زدکړې په دی کارځي کې د المپیک بېلا بېلو لوبډلو …

نور... »

په کابل کې د فوتبال فدراسیون ولایتي رییسانو د تحصن خیمه ودروله

د ولایتونو فوتبال فدارسیون یو شمېر رییسانو او لوبغاړیو د فوتبال فدارسیون د ټاکنو د نه ترسره کیدو له کبله نن له غرمې مخکې د  تحصن خیمه ودروله. دوی له فوتبال فدراسیون څخه غواړي، چې شفافو ټاکنو ته زمینه برابره کړی. د فوتبال فدراسیون ویلي، چې د فیفا له خوا …

نور... »

په روسیه کې د فوتبال نړیوال جام سیالیو ۲۱ پړاو تر سره کیدونکی دی

 آریانا نړیوال تلویزیون په روسیه کې د فوتبال نړیوالو جام سیالیو ۲۱ پړاو په قانوني بڼه خپروي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو خوښ کړی دی. په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال فوتبال نړیوال جام سیالیو لړۍ روانه ده، چې په کې د جرمني حذفیدل حیرانونکې خبره وه. …

نور... »

له آریانا پرته نورې انځوریزې رسنۍ د فوتبال نړیوال جام سیالیو د خپرولو حق نلري

آریانا تلویزیون د خپلې څارنې په لړ کې موندلې، چې  په روسیه کې د فوتبال نړیوال جام سیالۍ په غیر قانوني توګه لس نورې تلویزیوني رسنۍ هم خپروي. په روسیه کې د دوه زره اتلسم کال د فوتبال نړیوال جام سیالۍ د غبرګولي له پېنځمې پیل شوي، چې په افغانستان …

نور... »

افغانستان له هندي کرکت لوبډلې سره تیست لوبه کوي

افغانستان د هند په بنګلور ښار کې له هندي کرکت لوبډلې سره لومړنۍ تیست لوبې په کولو په خپل کرکتي تاریخ کې یو نوی او مهم څپرکی پرانېزي. لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په اته-نیمو بجو پیلېږي، چې د اصغر ستانکزي په مشرۍ ورته د ۱۶ لوبغاړیو …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډله نن شپه درېمې بریالۍ لوبې ته وردانګي

د هېواد کرکت لوبغاړي نن شپه له بنګلدیش سره په داسې حال کې خپله درېیمه شل اوریزه لوبه تر سره کوي، چې دغه هېواد یې په دوه تېرو لوبو کې ګټلی او نن شپه د خپلې درېیمې لوبې بریاته مخامخ کیږي.   ټاکل شوې، چې افغان ملي لوبډله به په …

نور... »