سیمه ییز خبرونه

وسلوالو طالبانو د کلات- کندهار لویه لار تړلې

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې وسلوالو طالبانو د کلات- کندهار لویه لار د شهرصفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سیمه کې نن سهار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.  له کلات څخه د کندهار پر لوري تلونکې سپرلۍ بېرته کلات ته ګرزيدلي دي.  د زابل د امنیت آمر سمونوال غلام …

نور... »

په رای پاڼو کې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو پچه اچونه پیل شوه

چارواکي وايي، چې په رای پاڼو کې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو پچه اچونه به د نړیوالو څارونکیو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او رسنیو په مخ کې په بشپړ ړنښت تر سره شي. د ولسي جرګې د نوماندانو نوملړ وروستی شوی او د یکشنبې پر ورځ( د زمري پر …

نور... »

ټاکل شوې، چې په ۱۱ ولایتونو کې به ۲۹ پرمختیايي پروژې پلې شي

د کلیو د پراختیا وزارت وایي؛ په یوولس ولایتونو کې د ۲۹ پرمختیايي پروژ تړونونه له رغنیزو شرکتونو سره لاسلیک شول، چې درې سوه میلیون افغانۍ به پرې ولګیږي. په دغو ۲۹ پرمختیايي پروژو کې کانالونه، سربندونه، سړکونه او استنادي دیوالونه شامل دي، چې ګټه به یې اووه شپېته زره …

نور... »

ځوانان په ننګرهار کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کوي

د ننګرهار ځوانانو د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د روزګار، رڼو ټاکنو او عدالت غوښتنه کړې ده. د زمري ۲۱، چې د ځوانانو نړیوالې ورځ منل شوې؛ د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې ونمانځل شوه، چې په کې د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو …

نور... »

افغان ځواکونه هڅه کوي، چې غزني ښار د طالبانو له شتون پاک کړي- لوی درستیز

د ملي ځواکونو لوی درستیز ویلي، چې د غزني ولایت مهمې برخې د دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې دي؛ خو طالبانو د ښاري سیمې په کورونو او پلورنځیو کې ځای نیولی دی. د افغان ځواکونو لوی درستیز شریف یفتلي د یکشنبې له غرمې وروسته( د زمري ۲۱) یوې خبرې ناستې …

نور... »

په غزني کې له طالبانو څخه د سیمو نیولو عملیات پیل شوي

حکومتي ځواکونو د غزني ښار د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، چې له طالبانو سره دي؛ خو د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې په دغه ښار کې روانې دي. غزني ښار ته د سلګونه تازه دمو سرتېرو په ځانګړي توګه کوماندو ځواکونو له رسیدو …

نور... »

ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ۳۵ نوماندان له وروستي نوملړه حذف کړل

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ضیاالحق امرخېل، فوزیه کوفي، مولوي ترخېل، مریم کوفي، زرداد فریادي، قیس حسن او اکبر ستانکزي په ګډون ۳۵ نوماندان له خپل وروستي نوملړه حذف کړي، چې په اړه يې د غصب، تښتونې او قانون ماتونې شکایتونه ثبت شوي دي. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د …

نور... »

له زر ډېر کومندو ځواکونه غزني ته رسیدلي

افغان امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې زرګونه کومندو ځواکونه او بېلابېل پوځي تانکونه او موتر د د شپې ناوخت د غزني ښار ته ورسیدل. که څه هم وسلوالو طالبانو د میدان وردګ- غزني پر لویه لار پلونه او پلچکونه له منځه وړي، خو دغه ځواک ځان موخې ته ورساوه. سرتېرو …

نور... »

په بغلان کې له ۱۶ امنیتي سرتېري او څلور طالبان وژل شوي

د بغلان ولایتي شورا وایي، په بغلان کې د وسلوالو په برید کې ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني ویلي، چې طالبانو د مرکزي بغلان د انګورباغ په سیمه کې د پولیسو او ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي؛ ۱۶ سرتېري وژل …

نور... »

د زابل پر مرکز کلات ښار د وسلوال برید مخه نیول شوې

د  زابل امنیه قومندان سمونوال محمد مصطفی مایاروایي،  تېر ماښام  شاوخوا دېرش وسلوالو غوښتل، چې د مرکز کلات د ښادو او حاجي اصغر کلیو له اړوند سیمو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. هغه وایي، د امنیتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ په دغه جګړه کې …

نور... »

پاکستان پر دیورند کرښه د سرحري ځواکونو شمېر۶۰۰۰۰ ته لوړوي

بلومبرګ نومې امریکایي رسنۍ د پاکستان د چارواکو له قوله څرګنده کړې، چې دغه ۶۰ زره ځواکونه به پر پټ هویت د کرښې دواړو خواوو ته د مخالفانو د اوښتو را اوښتو مخنیوي وکړي. اسلام آباد په ښکاره داسې ښیي، چې له خپل لویدیځ ګاونډ افغان حکومته زیان ویني؛ په …

نور... »

په لومړي ځل د هرات انګور نړیوال بازار ته لیږل کیږي

مسوولین وايي، چې په هرات کې انګور په پخیدو دي؛ سږ کال به هند، پاکستان او نورو هېوادونو ته د دې ولایت د انګورو یو سل و شل زره ټنه محصول راټول او په راتلونکیو څو ورځو کې به یوازې پاکستان ته اووه زره پېنځه سوه ټنه انګور صادر شي. …

نور... »

په ننګرهار کې له بډو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده

په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګری مخې ته راټول شوي کسان وایي،  له بډو ورکولو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده. په جلال آباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته هره ورځ سلګونه افغانان د وېزې اخستلو په هیله ولاړ وي. وېزه غوښتوونکی نورمحمد وايي، چې د رشوت …

نور... »

ولسمشر غني په کابل هوایي ډګر کې د رادار ملي سیستم پرانست

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې په کابل هوایي ډګر کې د رادار د نوی سیستم له پرانستې سره سم د افغانستان د فضايي حریم څارنه افغانانو ته وسپارل شوه. ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په سهار( د زمري ۱۸) په کابل هوايي ډګر کې د رادار د نوی سیستم …

نور... »

د کندوز په چاردره کې طالب قومندان وژل شوی

د کندوز ولایت د ارچي ولسوالۍ په پشه یي کلي کې A29 الوتکو پر وسلوالو طالبانو برید کړی، چې په کې طالب قومندان مولوي شمس الدین وژل شوی او ۲ وسلوال ملګري یې سخت ټپیان شوي دي. په دې هوایي برید کې دوه موترسایکلونه او د طالبانو یو مرکز ویجاړ …

نور... »

د کابل- تهران اړیکې دې د امریکا په بندیزونو کې خوندي پاتې شي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له امریکا غواړي، چې د ایران په بندیزنو کې د کابل او تهران تر منځ سوداګریزې راکړې ورکړې او سیاسي اړیکې شاملې نه کړي. د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وایي، که د کابل- تهران اړیکې په دې بندیزونو کې خوندي نشي؛ د افغانستان ډېرې زیربناوې …

نور... »

په کابل کې نړیوال بانک د تېرو شپږ میاشتو اقتصادي راپور خپور کړ

په کابل کې د نړیوال بانک مسوولین وايي؛ د اقتصادي حالت د ساتنې لپاره باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه ګډې هڅې وکړي، چې روان اقتصادي حالت پخپل حال پاتي شي. په افغانستان کې د نړیوال بانک راپور د افغانستان روان اقتصادي حالت تر یوه بریده د قناعت وړ ښودلی؛ …

نور... »

د لوګر د ازرې ولسوالۍ په هوایي برید کې پولیس وژل شوي

سیمه ییزو چارواکو آریانا نیوز ته ویلي، چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ په هوایي برید کې پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د ازرې ولسوال حمیدالله زیاته کړې؛ تېره شپه( د زمري ۱۵) په ازره ولسوالۍ کې هغه مهال لس پولیس ووژل شول، چې هوایي ځواکونو په تېروتنه …

نور... »

ولسمشر غني له بېلابېلو سیاسي او جهادي شخصیتونو سره مشورې وکړې

ولسمشرۍ ویلي، چې ولسمشراشرف غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد له سیاسي او جهادي رهبرانو او شخصیتونو سره د سولې، اوربند، ټاکنو او د افغانستان د ځینو مهمو روانو موضوعاتو په اړه بحث او مشورې وکړې. د ولسمشر د دفتر سرپرست …

نور... »

د فاریاب په شیرین تګاب کې نږدې ۳۰ سرتېري محاصره دي

هغه سرتېري، چې په سیمه بند پاتې دي له آریانا نیوز سره په اړیکه کې وايي، چې د دغه ولایت د شیرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو ترمنځ د عامه نظم ۲۷ سرتېري د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او مهمات یې هم خلاص شوي دي. دوی زیاتوي، چې که …

نور... »