عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

په هلمند کې چاودنو۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د هلمند د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د شنبې پر سهار( د کب ۵) د دې ولايت لښکرګاه ښار اړوند د ملي امنيت دوه یمې حوزې مخې ته يو مازدا ډوله موتر بم بريد شوی، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پېنځه کسان وژل شوي …

نور... »

تاپي پروژه به په هېواد کې اقتصادي بدلون رامنځته کړي

  د افغانستان د سوداګري او صنایع وزارت مسوولین تمه ښيي، چې د تاپي پروژې د عملي چارو له پیلیدو سره به په افغانستان کې د پام وړ اقتصادي بدلون رامنځته او افغانستان به د سیمه ییزې سوداګرۍ پر څلور لارې بدل کړي. د چارواکو په وینا؛ سبا جمعه( د …

نور... »

سبا به له کابل څخه قزاقستان ته د هوایي دهلیز له لارې سوداګریز توکي واستول شي

ټاکل شوې، چې سبا د جمعې پر ورځ( د کب ۴) د هوايي دهلیز له لارې له کابل څخه قزاقستان ته لومړنۍ سوداګریزه الوتنه ترسره او په کې څلور اعشاریه شپږ ټنه توکي دغه هېواد ته واستول شي. د ولسمشرۍ د مالي چارو او اړیکو مسوول سمیررسا وايي، چې قزاقستان …

نور... »

په غزني کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي

تېره شپه طالبانو په یو ډله ییز برید کې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اته سیمه ییز پولیس وژلي دي.   د غزني والي ویاند محمد عارف نوري پېښه منلې او وایي؛ تېره شپه لس نیمې بجې د دې ولسوالۍ د رباط په کلي کې د سیمه ییزو …

نور... »

په فراه کې ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي- امنیه قومندان

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د افغان او ناتو ځواکونو پر ځمکنیو او هوایي بریدونو ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي او په همدې شمېر ولسي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. په فراه کې بهرني ځواکونو یو ځل بیا د هوا او ځمکې له …

نور... »

افغانستان په اداري فساد کې څلورم ککړهېواد شو

د روڼتیا نړیواله اداره وایي، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تېر کال په کې ډېر فساد شوی دی. دغې ادارې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د اداري فساد په برخه کې د ۱۷۷ هېواد یاد کړی، چې ورپسې سوریه، سوډان او سومالیا له …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په چهارآسیاب کې راستنو شویو ته مرستې ووېشلې

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل له پاکستان څخه بېرته راستنو شویو ته، چې د کابل د چهارآسیاب ولسوالۍ د چهل دختران د میاخېلو په کلي کې میشت شوي؛ مرستې ورسولې. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعېل د دې مرستو د وېش پر مهال …

نور... »

د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو زیانمنول ګټه نلري- خلیلي

د سولې عالي شورا رییس وایي؛ هغه ډلې، چې فکر کوي په خونړیو بریدونو خپلو موخو ته رسیږي، غولیدلي دي. د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د ولایتي شورا ګانو له استازیو، قومي او جهادي مشرانو سره په جوړه شوې مشورتي دوه ورځنۍ ناسته کې وغوښتل، چې د …

نور... »

طالبانو په فراه کې درې امنیتي پوستې نیولې، ۲۱ پولیس یې وژلي

د فراه ولایت چارواکو ویلي، چې تېره شپه طالبانو د دې ولایت درې امنیتي پوستې نیولې، چې په کې  ۲۱ پولیس وژل شوي او څلور نور یې ژوندي نیولي دي.   د دې ولایت د ولایتي شورا غړی فرید بختور وایٍي، طالبانو د بالابلول د فراه رود په اړوند سیمه …

نور... »

د ننګرهار په مرکز کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار والي ویاند وایي، نن غرمه مهال دولس نیمې بجې په جلال آباد ښار کې د يوې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوږياڼی زیاتوي، چې چاودنه د دوه یمې امنيتي حوزې اړوند د برښنا سب ستیشن ته …

نور... »

د ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې د سمنګان نوې والي معرفي شو

د سمنګان لپاره نوی ټاکل شوی والي عبداللطیف ابراهیمي نن سهار د کلکو او ټینګو امنیتي تدابیر لاندې د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ د مرستیال لخوا د ولایت مقام ته وروپېژندل شو. د ورکړ شویو ګزارشونو له مخې؛ د سمنګان له نوي والي او پلاوي څخه د بغلان او …

نور... »

په سرپل کې یو سړی د خپلې ښځې د وژلو په تور ونیول شو

چارواکي وایي؛ د سرپل د مرکز په یکاب دشت کلي کې یوه ۳۰ کلنه ښځه د خپل میړه له خوا په بی رحمانه توګه وژل شوې ده. د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وایي؛ څېړنې ښيي، چې د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی دی، خو د پېښې د رڼښت په موخه …

نور... »

په افغانستان کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل شو

د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل او یوه امریکايي پانګوال د افغانستان درې کلنه ویزه تر لاسه کړه. افغان چارواکو په هېواد کې د پانګونې لپاره د آسانتیاوو د برابرولو د هڅو په لړ کې داسې پروګرام …

نور... »

له نوي امنیتي پلان سره د سخت دریځو ډېر پلانونه شنډ شوي- برمک

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، چې په پلازمېنه کابل کې له نوي امنیتي پلان سره د سخت دریځو ډلو ډېر پلانونه شنډ شوي دي. که څه هم په دې وروستیو کې د سخت دریځو ډلو لخوا خونړي بریدونه وشول؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي، …

نور... »

په ننګرهار کې د ۹ کسانو ډله ییز قبر موندل شوی

په ننګرهار کې د هغو ۱۲ کسانو له ډلې د نهه کسانو ډله ییز قبر موندل شوی، چې یونیم کال وړاندې داعش له کوټ ولسوالۍ تښتولي وه. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږياڼی وايي، دا قبر تېره ورځ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مومندرې سیمه کې موندل شوی دی. …

نور... »

د جمعیت اسلامي د والي عبدالکریم خدام د لیرې کولو فرمان رد کړ

د جمعیت اسلامي افغانستان رهبرۍ شورا په یوه اعلامیه کې د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۳۰) د ملي وحدت حکومت هغه فرمان رد کړ، چې له مخې یې عبدالکریم خدام د سمنګان د ولایت له مقامه لیرې شوی او پر ځای یې عبداللطیف ابراهیمې دغه مقام ته ټاکل شوی …

نور... »

په مزارشریف کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

په جوزجان کې پر اړو او بېځایه شویو کورنیو د مرستو له وېش وروسته بیات بنیاد په مزار شریف کې له بیځایه شویو او اړو کورنیو سره مرسته وکړه. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې دغه بنسټ هر کال د بېلابېلو ولایتونو اړو کورنیو ته ژمنۍ مرستې …

نور... »

د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي- لوی پاسوال عبدالرازق

د کندهار امنیه قومندان وايي، چې د برښنايي تذکرو لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي. له تېرو څو کلونو را په ديخوا د برښنايي تذکرو د وېش پر سر د حکومتي مشرانو او سياسي حزبونو اختلاف روان دى؛ خو هېوادوال يې د ژر پيليدو غوښتنه کوي. دا، چي …

نور... »

د سمنګان والي هم د ارګ پرېکړه رد کړه

د سمنګان والي عبدالکریم خدام د یکشنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۹) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه نه مني او د سمنګان د والي په توګه به پر خپل مقام پاتې وي. نوموړي دا هم ویلي، چې ملي وحدت حکومت دا صلاحیت نلري، چې …

نور... »

میلیوني حرکت به مو د حکومت سقوط او کړکیچ رامنځته کړي- نور

له ترک توکمو سره په لیدنه کې عطامحمد نور ویلي، چې میلیوني حرکت به مو حکومت له سقوط سره مخ او اشرف غني به له ارګه وتلو ته اړ کړي. نوموړی ولسمشر په هېواد کې د کړکېچ په را منځته کیدو تورنوي او خبرداری ورکوي، چې له ارګه به یې …

نور... »