عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

په روان کال کې ۹۳ زره ټنه ممیز او طبي بوټي صادر شوي

د هېواد د ممیزو صادراتو ادارې مسوولین وايي؛ په روان کال کې ۹۳ زره ټنه ممیز او طبي بوټي صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ممیزو صادراتو ادارې مسوولین وايي؛ دې ادارې دا ظرفیت …

نور... »

آریانا افغان هوايي شرکت د یوه مسافر وړونکي الوتکه پېرودلې- نادرعمر

آریانا افغان هوايي شرکت د دوه اشاریه پېنځه څلوېښت میلیون دالرو پر ارزښت یوه مسافر وړونکي الوتکه پېرودلې ده. د آریانا افغان هوايي شرکت دغې الوتکې په نورو هېوادونو کې هم له دې مخکې الوتنې کړي. د یاد شرکت مسوولین وایي،  د نوې الو تکي د پېرودلو لپاره مو پوره …

نور... »

ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو یوه ډله انسان تښتوونکي نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو انسان تښتوونکیو په وژنو، وسلوالو غلاوو او له سوداګرو څخه د پیسو په اخیستو کې هم لاس درلود. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغې ډلې په کابل کې د رییس عبید په مشرۍ ورانکارې هڅې تر سره کولې. د خبرپاڼې د …

نور... »

د ټاکنیز قانون له تعدیل سره سم به د کمیسیونونو کمیشنران ګوښه شي- حکومتي سرچینې

حکومتي سرچینې وايي، چې د ټاکنو قانون له تعدیل وروسته به د کمیسیونونو ټول کمیشنران له دندو ګوښه شي. د ټاکنو د کمیسیونونو په اړه د فساد د تورونو له زیاتیدو وروسته اوس حکومتي سرچینې وايي، چې د ټاکنو قانون له تعدیل وروسته به ټول کمیشنران له دندو ګوښه شي. …

نور... »

حکومتي مشران د سولې ملي اجماع په رامنځته کولو کې بریالي نشول- عبدالله عبدالله

د حکومت اجرائیه رييس وايي، چې حکومتي چارواکي بریالي نشول، چې په خلکو او مدني بنسټونو کې د سولې لپاره د ملي اجماع استازیتوب رامنځته کړي. د سولې په اړه روانو هڅو د اجرائيه رییس اندېښنې را وپارولې او وايي؛ حکومت ندی توانیدلی، چې د سولې د اجماع استازیتوب وکړي. …

نور... »

په ننګرهار کې د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو ورکوونکی ونیول شو

په ننګرهار کې چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو د ورکړې مدیر ظابط خان د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د هغوی د حقونو د ورکړې پر مهال د رشوت په تور نیول شوی دی.  د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، د ولایت مقام …

نور... »

د افغان سیاستوالو پلاوي د مسکو غونډې ته چمتوالی ښودلی

د افغان سیاستوالو پلاوي ټینګار کړی، چې د افغانانو تر منځ د خبرو او د یوې نیمې لسیزې له لاسته راوړنو څخه د دفاع لپاره غواړي د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر منلې، چې له یو شمېر سیاستوالو …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په قمبر څلورلاري کې اړو کورنیو ته البسه او خوراکي توکي ووېشل

بیات بنیاد له اړو کسانو سره د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل ښار د قمبر څلورلاري لسګونه اړې کورنۍ له خپلو مرستو برخمنې کړې. بیات بنیاد، چې په هر ژمي کې له اړو کورنیو سره د مرستو تابیا نیسي دا ځل یې د کابل په قمبر …

نور... »

سوله له ډاډ پرته د منلو نده- اشرف غني

ولسمشر غني ويلي، د سولې هغه هوکړه به لاسلیک نکړي، چې افغان امنیتي ځواکونه، آزادي او دیموکراسي په کې خوندي نه وي. ولسشر غني تېر ماښام د شنبې پر ورځ( د سلواغې ۱۳) په چارچنار ماڼۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خپلو ځانګړیو خبرو کې وویل: هغه کسان، …

نور... »

تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو بودجې ته اړتیا نلرو- سادات

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو بودجې ته اړتیا نلرو. په افغانستان کې ټاکنې له هماغه پیله له ډېرو ننګونو سره مخ وې؛ د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بې نظمیو وروسته اوس د ولسمشرۍ ټاکنې د دې بنسټ بله لویه ستونزه ده. که څه …

نور... »

په بلخ کې به د لوړې مالیې او نه ملاتړ له کبله د کارخونو تولیدات ودریږي

په بلخ کې د یو شمېر کارخونو لرونکيو ویلي؛ له کورنیو تولیداتو د دولت او خلکو نه ملاتړ، لوړه مالیه او د بازار نشتوالی د دې لامل شوی، چې له کبله یې تولیدات ودریږي. په مزار ښار کې د اوړو د تولید یوه کارخونه، چې نږدې دوه میلیون دالره پانګونه …

نور... »

په کورنیو چارو وزارت کې نوې ټاکنې وشوې

د امنیت شورا د ویاند طارق آرین د څرګندونو له مخې؛ په کورنیو چارو وزارت کې لاندې نوې ټاکنې شوې دي: ۱- د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه عبدالصبور قانع ټاکل شوی. ۲-  د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه خوشحال سادات وټاکل شو. ۳- …

نور... »

د بلخ په چمتال کې ګازنللیکه ونښلول شوه

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر وایي د چمتال ولسوالۍ د بارګاه د اړوند سیمې په عملیاتو کې د کارخانې ګازنللیکه وروسته له ۱۵ ورځو بیا ونښلول شوه. امنیتي چارواکي وايي؛ د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې ولید ۳۴ عملیات روان ساتل شوي او د دې ولایت د …

نور... »

که د هېواد اوبه سمې مدیریت نشي، ستره جګړه به رامنخته شي

طبیعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزیر وایي؛ که د هېواد اوبه مدیریت نه شي، ستره جګړه به پرې رامنخته شي . طبیعي پېښو ته د لاسرسۍ په چارو کې د دولت وزیر خبرداری ورکړ، چې که د هېواد اوبه په ځانګړي توګه د ځمکې لاندې …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په کمپنۍ کې لسګونه کورنیو ته خوراکي توکي او جامې ووېشلې

بیات بنیاد په داسې حال کې، چې سړې هوا د خلکو ژوند تریخ کړي؛ د خپلو بشر دوستانه مرستو په لړ کې د کمپنۍ د اړوند سیمې لسګونه کورنۍ د خوراکي توکو او جامو له مرستې برخمنې کړې. د بیات بنیاد رییس انجنیر احسان الله بیات وایي؛ د ژمنیو مرستو …

نور... »

ولسمشر غني ترمپ ته د لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په اړه وړاندیزکړی

ولسمشر غني خپل امریکایي سیال ته یو لیک لیږلی، چې په کې یې د سولې، لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په تړاو هغه ته وړاندیزونه کړي دي. د نیویارک تایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ولسمشر غني په دې لیک کې د سولې په تړاو د امریکا د بیړنۍ …

نور... »

اورښتونو د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د ۹ درو لارې وتړلې

د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ د ډېرې واورې د اورښت له کبله د دې ولسوالۍ د ۹ درو لارې تړل شوې دي.   د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ ولسوال نورآقا سامع ویلي، چې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د واورې او توپان له کبله د دې ولسوالۍ د …

نور... »

طالبانو په فراه ښار کې د نجونو یوه لیسه سوځولې- ولایتي شورا

د فراه ولایتي شورا مرستیال نن له غرمې مخکې په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه په فراه ښار کې د نجونو یو ښوونځی الوځولی؛ خو طالبانو دا عمل غندلی دی. د فراه ولایتي شورا مرستیال دا هم ویلي، چې طالبانو لومړی د فراه ښار د ګنهکان اړوند د …

نور... »

د پکتیکا د سرروضې سیمه ییز قومندان ابدالی له چاودنې روغ ووت

د پکتیکا امنیه قومنداني وایي، نن مازدیګر د دې ولایت په مرکز ښرنه کې پر موتر سایکل ځای پرځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې، چې څلور سیمه ییز پولیس یې ټپیان کړي دي.  د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد آرین آریانانیوز ته وایي: د چاودنې موخه د دې ولایت د سرروضې …

نور... »

د خصوصي سکتور۹ کانتینره کالي هند ته صادریږي- وریماچ

د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي؛ دا به لومړي ځل وي، چې د چابهار بندر له لارې هندوستان ته د خصوصي سکتور د سوداګریزو توکو یوه  ټولګه واستول شي. د هېواد د ترانسپورت وزارت مسوولینو څرګنده کړې، چې هند، افغانستان او ایران خصوصی سکتور ته د چابهار بندر د فعالو لپاره …

نور... »