عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

په پلازمېنه کابل کې له ځانمرګي برید وروسته د تذکرو د وېش ټول مرکزونه تړل شوي

په کابل کې د تذکرو د وېش پر مرکز له ځانمرګي برید وروسته په پلازمېنه کې د تذکرو د وېش ټول مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوي دي. د کابل په لویدیځه څنډه کې د تذکرو د وېش پر مرکز ځانمرګي برید له کبله خلکو ته اوښتی زیان …

نور... »

د ننګرهار په څوارلس ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي

سږکال د ننګرهار په څوارلس ولسوالیو کې پر شاوخوا دولس زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې د کښت ډېرې سیمې د حکومت په ولکه کې نه دي.  کروند ګر عتیق الرحمان وايي؛ د هوا له لارې مو پر کوکنارو زهري مواد شیندل شوي، چې له کبله یې د کوکنارو …

نور... »

په ننګرهار کې ۱۷ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند د ۱۷ داعشیانو له وژلو خبر ورکوي او وایي، چې دا کسان تېره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګوري سیمه کې د دوی پر مرکزونو او پټنځایونو د توپونو په بریدونو کې وژل شوي دي. د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي؛ په …

نور... »

په ننګرهار داعشیانو له درې وروڼو سرونه پرې کړي

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي، چې په چپرهار ولسوالې کې داعشیانو له درې وروڼو سرونه پرې کړي دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي؛ داعش وسلوالو تېره شپه د دې ولسوالۍ په تیریلي سیمه کې له دغو وروڼو سرونه پرې کړي دي. هغه زیاتوي، دغو کسانو له دولت سره …

نور... »

په سرپل کې یوې ۱۶ کلنه نجلۍ د ځانوژنې له هڅې وروسته سا ورکړې

د سرپل د سوزمه قلعه یوې ۱۶ کلنې نجلۍ، چې د حکومت په تر واک لاندې سیمه کې یې له صحرایي محاکمې وروسته د ځانوژنې هڅه کړې وه؛ نن یې په مزارشریف ښار کې ساه ورکړه. د دغې نجلۍ کورنۍ، چې د هغې مړې یې د سرپل ولایت د ښځو …

نور... »

د بلخ ولایت د چاربلوک ولسوالۍ امنیه قومندان سا ورکړه

د بلخ ولایت امنیتي چارواکو منلې؛ څو ورځې وړاندې د بلخ د چار بولک ولسوالۍ امنیه قومندان محمد حلیم خنجر، چې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی و، تېره شپه یې سا ورکړه. د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شېر جان دراني آریانا نیوز ته ویلي، چې …

نور... »

چین په افغانستان کې یوه غرنۍ لوا تجهیزوي

د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې د چین او بدخشان تر منځ په سرحدي سیمه کې، چې موخه یې له ترهګریزو تحرکاتو سره مبارزه ده، یوه لوا جوړیږي. د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه وایي، دا پرېکړه چین ته د ملي امنیت د شورا د …

نور... »

د کابل ښار د برچي په تذکرو مرکز کې ځانمرګي برید ۵۲ کسان وژلي

امنیتي چارواکو ویلي، چې نن لس بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزه د قلعه ناظر د اړوند سیمې د تذکرو د وېش او ټاکنو لپاره د نوملیکنې پر مرکز ځانمرګی برید شوی، چې په  کې له ۳۰  ډېر کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي. د …

نور... »

کیدی شي د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر تمدید شي- کمیسیون

د دې بهیر له پیل څخه د جمعې ورځې تر پایه څه باندې یو سل و نهه اتیا زره کسانو په ۳۴ ولایتونو کې ځانونه په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون لپاره ثبت کړي دي؛ کمیسیون په همدې خاطر ناراض دی او وایي، ممکن د ولایتونو په مرکزونو کې دغه …

نور... »

د کندوز د پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي- دیني عالمان

په ننګرهار کې سلګونه دیني عالمانو او د مدرسو یو شمېر زدکوونکیو په یوه غونډه کې له حکومت غوښتنه کړې، چې د کندوز د خونړۍ پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري او کنه ټاکنې به تحریم کړي. د ختیځو ولایتونو دیني عالمان او شاګردان د کندوز د پېښې …

نور... »

یونس قانوني( د بُن ناستې ناویلې) راښکاره کړې

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني د پنجشنې پر ورځ( د وري ۳۰) د بُن ناویلو خبرو تر سرلیک لاندې ناستې ته په خبرو کې په ډاګه کړه؛ کله، چې امریکا او متحدانو یې په افغانستان کې د طالبانو رژیم د راپرځولو پرېکړه وکړه؛ نو د نورو چارو …

نور... »

هند د کاپیسا ولایت د باغ درې برښنا بند جوړولو ته لیواله شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې هند په کاپیسا ولایت کې د پنجشېر او غوربند پر سیندونو د باغ درې برښنا بند جوړولو ته لیواله شوی، چې د ۲۵۰ میګاواته برښنا ظرفیت په لرلو به په ۵ کلونو کې جوړ شي.   د اوبو او انرژۍ وزارت د …

نور... »

په فاریاب ولایت کې۲۰ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د ګزارش له مخې؛ طالبانو تېره شپه د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په قریش سیمه کې د سیمه ییزو پاڅونوالو او ملي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي وه، چې د تازه دمو مرستندویو ځواکونو په راتګ دغه بریدونه پر شا تمبول …

نور... »

بهرنیو چارو وزارت له تحصیلي سند پرته یو شمېر دیپلوماتانو ته دندې سپارلي

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون وايي، چې په بهرنیو چارو وزارت کې داسې کسان پر دنده ګومارل شوي، چې هیڅ ډول تحصیلي سند نه لري. د بهرنیو چارو وزارت له نړۍ سره د افغانستان سیاسي او ديپلوماتیکې اړیکې ټينګوي؛ خو اوس تور دا دی، چې په دغه وزارت …

نور... »

له شپږ زره ډېر ماشومان، چې زړونه یې سوري دي د درملنې په تمه دي- سره میاشت

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي؛ له شپږ زره ډېر ماشومان، چې زړونه یې سوري دي، د درملنې په تمه دي او په دې ناروغۍ اخته ۲۵ ماشومان د درملنې لپاره چین ته روان دي. د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې له چین سره ژمنه کړې، چې د دغو …

نور... »

په روانه میاشت کې د ننګرهار درې ښوونځي سوځول شوي

په روانه میاشت کې د ننګرهار درې ښوونځي سوځول شوي، چې دا کار د عالمانو له سخت غبرګون سره مخ شوی او د ښوونځيو سوځوونکي له اسلام وتلي بولي. د سې شنبې پر ورځ(د وري ۲۸) د ننګرهار ولایت  دیني عالمانو په یوه خبري ناسته کې د مخالفینو دې کار …

نور... »

د ننګرهار په هسکه مینه کی د داعش د امر بلمعروف مسوول نیول شوی

د ننګرهارامنیه قومندانۍ ویاند وايي، د داعش دا غړی له دوه نورو کسانو سره نیول شوی دی. د ننګرهارامنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي؛ پولیسو د یاغی بند په ساحه کې د پلټنې پر مهال منور نومی دا شخص په چادرۍ کې نیولی دی. سرچینې ویلي، د داعش دا غړی او …

نور... »

د ټاکنو تر وخته به لس میلیون تذکرې ووېشل شي- چارواکي

د وګړیو د احوال ثبتولو اداره وايي، چې د ټاکنو تر وخته به لس میلیون نوې تذکرې ووېشل شي، چې د جعل کولو امکانات یې ډېر کم دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویلي، چې افغانان به دا ځل په پارلماني ټاکنو کې د …

نور... »

په جعلي او نمایشي ټاکنو کې ګډون نکوو- طالبان

وسلوالو طالبانو د ولسمشر اشرف غني د غوښتنې او بلنې په ځواب کې، چې طالبان دې په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون وکړي؛ ویلي، چې : په جعلي او نمایشي ټاکنو کې ګډون نکوو. دوی له خلکو هم غوښتي، چې په دې ټاکنو کې ګډون ونکړي. په هغه خبرپاڼه کې، چې …

نور... »

په بغلان کې یو کس څلور میرمنې وژلي

ځایي اوسیدونکي وایي، چې تېره شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو کس لومړی څلور میرمنې پر ډزو وژلي او بیا یې ځانوژنه کړې ده. د بغلان ولایت امنیه قومندان اکرام الدین سریع د یوه نرینه او څلور میرمنو د وژل کیدو د پېښې پخلی کوي؛ خو …

نور... »