عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

پر لوګر والي د موتربم په برید مې ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

نن سهار د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل– لوګر پر لویه لار د محمداغې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې د لوګر والي د موترو پر کاروان موتر بم برید تر سره شوی. د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزی برید تائیدوي او وایي، چې والي محمد …

نور... »

غر ښویېدنې په بدخشان کې ۸ کان کیندونکي لاندې کړل

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په زرند آب کلي کې غرښویېدنې د سره زرو د کان ۸ کارکوونکي لاندې کړي دي. د دغه ولایت د راغستان ولسوال ویلي، چې د پنجشنبې پر سهار ۱۰ بجې( د مرغومي ۲۷) د اړوند ولسوالۍ په زرند آب کلي کې، چې وسلوال طالبان …

نور... »

د پامیر قرغزیانو ته۴۵۰ کیلو متره پوخ او اساسي سړک جوړیږي

د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د لومړي ځل لپاره به د پامیر قرغزیانو لپاره پوخ سړک جوړ او ورسره به کاري آسانتیاوې هم رامنځته شي. د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره به د بدخشان پامیر سیمې هغو اوسیدونکیو ته پوخ …

نور... »

په ننګرهار کې غټ چرګان او غوښې اوس هم محصولیږي

کرنې وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې صنعت ته د ودې ورکولو لپاره شاوخوا شل ورځې وړاندې هېواد ته پرغټو چرګانو او د هغو پرغوښو راوړلو بندیز لګولی؛ خو اوس هم غوښې محصولیږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي څرګنده کړې، چې د رسمي معالوماتو له مخې …

نور... »

ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر تیلیفوني خبرې وکړې

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبې پر ورځ غرمه مهال د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر او همکاریو په اړه تیلیفوني خبرې وکړې. د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو تیلیفوني خبرو کې د هېواد …

نور... »

د سولې ولسي کاروان بیا د اوربند غوښتنه وکړه

له هلمند ولایت څخه د پاڅیدلي سولې ولسي کاروان سلګونه غړیو د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي۲۷) په کندهار کې د سولې او اوربند رامخته کولو په موخه لاريون تر سره کړ. له دوی سره، چې په لاريون کې د کندهار اوسیدونکیو هم ملتيا کوله د جګړې له ښکېلو غاړیو …

نور... »

هوایي ځواکونو په بلخ ولایت کې ۱۸ وسلوال طالبان وژلي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې په ولید ۳۴  عملیاتو کې د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ ۱۸ وسلوال طالبان د امنیتي ځواکونو پر بمبارد وژل شوي دي. دغه هوایي بریدونه په داسې حال کې تر سره شوي، چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په …

نور... »

د کابل پر ګرین ویلیج میلمستون د تېرې شپې د برید قربانیان اکثره ملکیان دي

د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند پر ګرین ویلیج میلمستون د تېرې شپې د برید قربانیان اکثره ملکیان دي. له موتربم چاودنې دولس ساعته وروسته، د ګرین ویلیج میلمستون په شاوخوا کې نه یوازې کنډوالې ولیدل شوې، بلکې نیم خوړل شوي خواړه هم لیدل کیږي، چې د تر سره …

نور... »

د کابل د لومړنیو پایلو له اعلام وروسته، پاتې نوماندانو اعتراض کړی

د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلام وروسته، څه نا څه څلور سوه نوماندانو اعتراض کړی او اړوند اعلام شوې لومړنۍ پایلې نه مني. د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایله له پېنځه شپیته ورځني ځنډ وروسته اعلام شوه او د ځینو نوماندانو …

نور... »

د افغانستان د سولې امریکایي استازی کابل ته راورسیده

د افغانستان په سوله کې د امریکایي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد کابل ته رارسیدلی دی. په کابل کې د امریکا سفارت په ډاګه کړې، چې ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر په اړه د راتلونکیو ګامونو …

نور... »

د کابل په بمي چاودنه کې زیانمن خلک د حکومت همکاري غواړي

د تېرې شپې( د مرغومي ۲۴) د بمي چاودنې له کبله د سیمې د خلکو په سلګونه کورونه ویجاړشوي او له حکومته د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي. د نهمي امنیتي حوزې اړوند د کابل بای په سیمه کې د تېرې شپې موتر بم چاودنې خلکو ته میلیونونه افغانۍ مالي …

نور... »

زلمي رسول ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر زلمي رسول د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۵) له غرمې مخکې د خپل لومړي مرستیال عبدالجبار تقوا او دوه یم مرستیال خان محمد وحدت پر ملتیا ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه. د ولسمشرۍ دغه نوماند له ټاکنو خپلواک کمیسیون وغوښتل، …

نور... »

د سولې عالی شورا طالبان د سیاسي او پوځي ډلې په توګه پېژني- داوودزی

د سولې عالي شورا د دارالانشاُ رييس محمد عمر داوودزی وسلوال طالبان د سیاسي او پوځي ډلې په توګه پېژني. په داسې حال کې، چې د نړۍ ستر او ځواکمن هېوادونه د افغانستان د سولې په اړوند فعال شوي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم لګیا …

نور... »

د کابل او کوچیانو د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوشنبې پر ماښام( د مرغومي ۲۴) د کابل او کوچیانو د پارلماني ټاکنو د نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلام کړې. د ټاکنو کمیسیون لخوا په اعلام شوي نوملړ کې حاجي اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه، فدا محمد الفت صالح، جاوید جیحون، رمضان بشر دوست، خان آقا رضایي، …

نور... »

حکومتي چارواکي باید خلکو ته ستونزې جوړې نکړي- عبدالله عبدالله

اجرائیه رييس وايي، چې د ملي وحدت حکومت چارواکي باید د مسوولیت تر وروستۍ ورځې پورې په ورځنیو سیاسي چارو کې ملت ته د خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې ستونزې جوړې نکړي. که څه هم، چې د ملي وحدت حکومت پای ته رسیدل د هرې ورځې پر تېریدو …

نور... »

په افغانستان کې د انترنت بیه پنځوس په سلو کې راټيټيږي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي؛ له اروپا سره د ختیځې او لویدیځې آسیا نښلوونکې TA SIM پروژې غړیتوب مو ترلاسه، چې د دغې پروژې له درکه به افغانستان د پام وړ عواید تر لاسه او په افغانستان کې به د انترنت بیې سمې نیمې را ولویږي. د مخابراتو او …

نور... »

معترضینو په تخار کې د ولایت د مقام په ګډون د یو شمېر ادارو دروازې تړلي

په تخار ولایت کې له څوارلس ورځو راپدیخوا د ولایت مقام او د یو شمېر دولتي ادارو دروازه د معترضینو لخوا تړل شوې او د تخار اوسیدونکي له نوماندانو، د هغو له ملاتړ کوونکیو او سیمه ییزې ادارې غواړي، چې د دې کار مخه دې ونیول شي. په تخار کې …

نور... »

د فاریاب پولیسو د ۴۱ وسلوالو طالبانو له مرګ و ژوبلې خبر ورکړی

د فاریاب د امنیه قومنداني ویاند ویلي، چې د دغه ولایت پّ خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د افغان او پرېکنده ماموریت ځواکونو پر ځانګړيو عملیاتو د ۴۰ کسیزې ډلې د مشرقاري تاج الدین په ګډون ۲۰ وسلوالو طالبانو وژل شوي ۱۴ ټپیان دي او ۷ نور له وسلو سره نیول …

نور... »

طالبانو په فراه ښار کې امنیتي پوسته نیولې او ۴ ملي پولیس یې وژلي

د فراه ولایتي شورا غړي وایي، چې تېره شپه طالبانو د فراه ښار د سلطان میر اغا پر امنیتي پوستې ډله ییز برید کړی او د پوستې د نیولو په بهیر کې یې څلور ملي پولیس وژلي او اړوند جنګي تجهیزات یې هم له ځان سره وړي دي. د فراه …

نور... »

د هرات په ۶ امنیتي حوزې کې وسلوال بریدګرو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

نن ماسخوتن څه نا څه اووه بجې د هرات ولایت د پل رنګینه په اړوند سیمه کې وسلوال بریدګر د پولیسو ۶ امنیتي حوزې ته ننوتل او له پولیسو سره په نښته کې ښکېل شول. عیني شاهدانو ویلي، چې وسلوالو طالبانو له برید سره سم پر پولیسو ډزې پیل کړي، …

نور... »