عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

په كابل يوې ښځې بهرنى سلاكار وژلى

د كابل په امنيه كوماندانۍ كې يوې ښحې يو بهرنى سلاكا د تومانچې په ډزو وژلى. د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې: دا بهرنى سلاكار د كابل د امنيه كوماندانۍ په دفتر كې د يوې ښځې له خوا په ډزو وژل شوى دى. نوموړى زياتوي: بريد كوونكې …

نور... »

په روان ژمي كې د احتمالي پېښو په وړاندې چمتووالى د اندېښنې وړ دى

چارواكي وايي: سږني ژمي ته چمتوالى او په كابل ښار كې د بېوزلو كورنيو د كېږديو ژوند د اندېښنې وړ دى. د ولسي جرگې د چاپېريال ساتنې او طبيعي سرچنو كميسيون د يكشنبې په ورځ(دمرغومي۳) د اړوند چارواكو په گډون په دې اړه يوه گډه ناسته تر سره كړه. په …

نور... »

د آقينې بندر د نفتي زيرمو وړتيا به تر سل زره ټنه لوړه شي

آقينه بندر د دولت د عايداتي سرچينې په توگه ښه ځليدلى دى. دې بندر ته ډېر غير نفتي توكي وارديږي، خو د دولت  نفتي خدمتونه هم دغلته فعال دي. د آقينې بندر د نفتي توكو مدير آرین مرادي وايي: د نفتي توكو لوى رياست پرېكړه كړې، چې د آقينې بندر …

نور... »

په كابل كې د وزلوبې ۳۰ چاپندازان ملي لوبډلې ته غوره شول

په كابل كې د افغانستان د وزلوبې اتلولۍ ملي سيالۍ د درې سياليو په ترسره كيدو پاى ته ورسيدې. په دې سيالۍ كې، چې د يكشنبې په ورځ (د مرغومي۳) تر سره شوې؛ د پنجشېر ولايت لوبډلې اتلولي وگټله، بدخشان دوه يم مقام خپل كړ او د كونړ او لغمان …

نور... »

د ناوړه چاپېريال او ككړې هوا له امله خلك په تنفسي ناروغيو اخته شوي دي

مشرانو جرگه وايي، چې د ناوړه چاپېريال او ككړې هوا له امله خلك د زړه او په تنفسي ناروغيو اخته شوي دي او د چاپېريال ساتني اداره تر اوسه د چاپېريال ساتني د ستونوزو د اورولو په اړه د پام وړكارونه ندي كړي. مشرانو جرگه په هېواد كې په خپل …

نور... »

په اساسي قانون كې بدلون راوستل د افغانستان د خلكو دنده ده

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د فرانسې په ناسته كې د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي غوښتنې رد كړې. په اوسنې نظام او اساسي قانون كې بدلون راوستل هغه شرط دى، چې وسله والو طالبانو او د گلبدين حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي يې د سولې په خبرو …

نور... »

بېات بنېاد د نورو كلونو په څېر په روان ژمي كې هم خپلې ژمنۍ مرستې پېل كړې

په دغه مرستو كي د خوراكي توكو په شمول د ژمي گرمې جامي او يو شمېر نور تو كي شا مل و، چي له كابل څخه پېل او په  پروان كي  يې هم په بې وزلو او دا خلي بېځاېه شويو خلكو ووېشلي. د بېات بنېاد له خوا په بې …

نور... »

د كابل ښار په منډيي كې اور لگيدلى

د كابل ښار په منډيي كې اور لگيدنه د تېرې شپې له يوې بجې پيل شوې، چې  ډېر مالي زيان يې رامنځته كړى دى. امنيتي سرچينو په ډاگه كړې،چې دا اورلگيدنه د شاهزاده سراى ته نږدې رامنځته شوې، چې تر دې دمه يې لامل څرگند نه دې. دوى وايي: كيدى …

نور... »

د افغان ټولنې ښځې له رواني ناروغيو ډېرې اغېزمنې شوي

د روغتيا وزارت د پلټنو له مخې، ښځې  د افغان ټولنې هغه قشر دى، چې د نرينه وو په پرتله دوه برابره په رواني ناروغيو اخته دي. د دغو ناروغيو مهم لاملونه جگړه، د ژوند ناوړه شرايط، ناوړه دودونه او بيوزلي بلل شوې دي. د رواني ناروغيو كارپوهان د ښوونځيو، …

نور... »

د فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو خلك له برېښنا بې برخې شوې

د فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو چارواكو او خلكو له دولت څخه وغوښتل، چې  د برېښنا رسولو په اړه در ورته  پاملرنه وشي. يوه اوونۍ كيږي، چې له تركمنستان څخه نوموړو ولايتونو ته غزيدلې برښنا  پرې شوې ده. د انرژۍ او برېښنا وزير محمد اسماعيل وايي، چې: د برېښنا ليږدونكي …

نور... »

په هېواد كې د ميوې او سبو صادرات زيانمن شوي

په افغانستان كې د ميوې او سبو صادرات د تېركال په پرتله ۶۵ سلنه كم شوي دي. د ميو، سبو او مميزو د صادراتو پراختيا اداره وايي: له پاكستان سره د ترانزيتي ستونزو دوام او د صادراتي جواز ليكونو يو لړ ستونزې د دې لامل شوي، چې د دې توكو …

نور... »

د فساد لسگونه دوسيې ترعدلي او قضايي څارلاندې ندې نيول شوي

په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ورځ په داسې حال كې نمانځل كيږي، چې د رڼښت نړيوال بنسټ د څېړنو له مخې، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو د ليكې په سر كې راغلى، چې اداري فساد په كې نه يوازې خپل اوج ته رسيدلى، بلكې …

نور... »

له طالبانو سره د خبرو په موخه بايد لومړى روانه جگړه ودرول شي

تر هغه، چې په افغانستان كې جگړه پاى ته ونه رسېږي په اساسي قانون كې د بدلون او نړېوالو ځواكونو څخه د وتلو په اړه د خبرو احتمال وجود نه لري. د پاريس د ناستې يو گډونوال د دغه ناستې د پاېلو په اړه وايي، چې له طالبانو او د …

نور... »

ولسي جرگې د ۱۳۹۲ لمريز كال بودجه رد كړه

د ولسي جرگې غړي د دې كار لامل په بودجه كې د توازن نشتوالى او د ولسمشرۍ دفتر ته ډېره بودجه په پام كې نيول گڼي. دوى وايي د ولسمشرۍ دفتر له سترې محكمې او ملي شورا څخه ډېره بودجه لري. د بودجې تصويب په هرهېواد كې د حكومت او …

نور... »

بارك اوباما د افغانستان د ملي امنيت د ټپي شوي رئيس اسد الله خالد ليدو ته ورغلى

ملي امنيت وايي، چې د دې بنست د رئيس اسد الله خالد روغتيايي وضيعت د اندېښني وړ ندى او تر درملني وروسته هېواد ته ستنېږي او بېرته خپلي دندې ته دوام وركوي. د ملي امنيت چارواكي كه څه هم پر اسدالله خالد د بريد كوونكو په اړوند خبردارى څرگندوي، خو …

نور... »

بريتانيا په افغانستان كې خپل روان ماموريت بريالى بولي

د بريتانيا لومړى وزير ديويد كامرون، چې په يوه نااعلام شوي سفر كې افغانستان ته رارسيدلى وايي: له افغانستان څخه د بريتانوي سرتېرو وتل د ناټو د بريالي ماموريت پايله ده. په هلمند كې د بريتانوي ځواكونو كوماندان وايي: اوس هم په افغانستان كې امنيتي گواښونه شته، خو افغان ځواكونو …

نور... »

په سمنگانو كې د څه نا څه اته ميليون ډالرو په ارزښت برېښناكوټ پرانيستل شو

په سمنگان ولايت كې د څه باندې اته ميليون ډالرو په ارزښت برېښناكوټ جوړ او د اوبو او انرژۍ د وزير له خوا پرانيستل شو. د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل وايي: دا برېښنا كوټ د دې توان لري، چې ۲۵ زره كورنيو ته منظمه او پرلپسې برېښنا وركړي. …

نور... »

په كندز كې د مستوفيت عوايد ۲۱۶ميليون افغانيو ته رسيدلي

د كندوز د مستوفيت ادارې په يوه رپوټ كې ويلي: د۱۳۹۱لمريز كال د اته نيمو مياشتو عوايد د تېركال د ورته مودې په تناسب دولس نيم ميليون افغانۍ زيات شوي دي. د مالياتو ژرغونډول او د مالياتي چارو د تنظيم لپاره پرمختللى سيستم د عوايدو د ډېروالي عوامل بلل شوي …

نور... »

بيات بنياد اته كلن شو

اته كاله وړاندې بيات بنياد د لوى مشرانجنيراحسان الله بيات له خوا جوړ شو او تراوسه يې بشر دوستانه او عامه خدمتونه دوام لري. بيات بنياد په بنسټيزو برخو كې مهم كارونه كړي؛ په بېړنيو حالاتو كې يې مرستې رسولي، اړكسان يې له مرستو برخمن كړي او له روغتيايي او …

نور... »

د گرديز گوهرتاج بيگم نسايي ولادي روغتون، پكتيا پوهنتون ته وسپارل شو

د پكتيا ولايت په گرديز ښار كې د بيات بنياد له خوا جوړ شوى د مور او ماشوم شل بستريز روغتون د عامې روغتيا او لوړو زده كړو د وزارتونو په هوكړه، پكتيا پوهنتون ته وسپارل شو. دغه روغتون دوه كاله وړاندې د پكتيا د خلكو او روغتيا رياست په …

نور... »