سیمه ییز خبرونه

سوداگرۍ وزارت د سوداگريزو آسانتياوو نوې تگلاره وړاندې كوي

د افغانستان د سوداگرۍ  وزارت مسوولين وايي، چې: په هېواد كې د صادراتو او وارداتو په اړه د آسانتياوو لپاره يوه تگلاره د كار لاندې ده. د سوداگرۍ وزير انورالحق احدي، چې د جمعې په ورځ(د سلواغې۲۷) د افغانستان شمالي ولايتونو ته په سفر تللى وايي، چې په دغو ولايتونو …

نور... »

په هرات كې افغان ځوان په خپل لاس جوړه شوې الوتكه هوا ته پورته كړه

له هرات څه تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې د دغه ولايت يو  اوسيدونكى، چې له ماشومتوبه يې د الوتكې له جوړلو سره مينه درلوده؛ څو ورځې وړاندې يې د هرات ښار تر څيرمه له دشت حوض له سيمې د خپلو ملگرو په ملاتړ په خپله جوړه كړې الوتكه كې …

نور... »

د افغانستان په دفاعي بنسټونو كې فساد لوړې کچې ته رسيدلی- مارك پيمان

د برتانیا د نړیوال شفافیت ټولنه وايي: د افغانستان په دفاعي او امنیتي برخو کې د فساد ضد یوه کارنده سیستم د نشتوالي له کبله اوس فساد، معافیت او مفسدو کسانو ته د سزا نه ورکول عام وگړي سخت ناهیلي کړي دي. د اغې ټولنې مشر وايي: د افغانستان په …

نور... »

د افغانستان ملي جبهه ولسمشريزو ټاكنو ته ځانگي نوماند وړاندې كوي

د افغانستان ملي جبهه وايي: له ځينو بنسټونو او سياسي گوندونو سره په تفاهم كې به د ۱۳۹۳ ل كال ولسمريزو ټاكنو ته ځانگړى نوماند وړاندې كړو. د افغانستان د ملي جبهې رييس احمد ضيا مسعود په ټاكنو كې د ښځو رول ډېر مهم  بولي. د ملي جبهې يوه لوړپوړي …

نور... »

د نيالگيو له كښينولو ډډه كونكي هټيوال به زر افغانۍ جريمه شي- ښاروال

كابل ښاروالي وايي: د هغو پلورنځيو لرونكي به زر افغانۍ جريمه كړي، چې د خپلو پلورنځيو مخې ته نيالگۍ نه كښينوي. كابل ښاروال وايي، چې: دا كار د ښار د سمسورتيا لپاره كوي او په راتلونكي كال كې به دا جريمه درې زره افغانيو ته لوړه شي. په همدې حال …

نور... »

په جبري ودونو كې ۲۸ سلنه زياتوالى راغلى

په افغانستان كې د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره د نړيوالو او كورنيو بنسټونو له هڅو سره سره له ښځو سره زور زياتى مخ پر زياتېدو دى. د بشري حقونو خپلواك كميسيون وايي، چې: له ښځو سره د تاوتريخوالي  ثبت شوې زياتره پېښې له جبري ودونو سرچينه اخلي. د …

نور... »

افغانستان او ايران د سوداگريزو توكو د ليږد را ليږد هوكړه لاسليك كړه

افغانستان او ايران د سوداگريزو توكو د ليږد را ليږد په برخه كې د آسانتياوو برابرولو هوكړه لاسليك كړه. د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي: د دې هوكړې موخه دا ده، چې په دواړو هېوادونو كې د ترانسپورتي ليږد راليږد چارې چټكې او هغه ستونزې حل شي، چې د توكو …

نور... »

د ولسمشرۍ ماڼۍ په كونړ ولايت كې د ناتو هوايي بريد وغانده

له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې: افغان ولسمشر حامد كرزي د ناتو ځواكونو هغه هوايي بريد په كلكه وغانده، چې له كبله يې د كونړ په شيگل ولسوالۍ كې لس ملكي وگړي وژل شوي دي. دغه بريد د چهارشنبې په شپه(د سلواغې۲۴) ترسره شوى، په  كې …

نور... »

له كندوز څخه تخار ته د وارداتي برېښنا غزول پيل شول

له كندوز څخه تخار ولايت  ته د تاجكستان د وارداتي برېښنا د ليږد لپاره ۲۴۵ ستنو ته اړتيا ده، چې څه نا څه ۳۷ميليون دالر لگښت لري. د تخار ولايت اوسيدونكيو د پروژې د كار پر پيليدو خوښي ښكاره كړې او وايي، چې دغه كار دې چټك تر سره شي. …

نور... »

د افغان ځانګړو ځواكونو لخوا شپني عمليات هېڅ ملكي تلفات نلري

د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواكونو ځانګړې قطعه له يو كال راهيسې د هېواد په څلور دېرشو ولايتونو كې عمليات كوي او نړيوال ځواكونه يوازې هغوى د عملياتو سيمې ته په الوتكو كې لېږدوي. د لوى درستيز مرستيال جنرال محمد اكرم وایی: افغان ځانګړی ځواكونه زياتره د شپې …

نور... »

امریکا تر راتلونکو لسو میاشتو پوری ۳۴ زره سرتېري له افغانستان څخه وباسي

د امريكا ولسمشر بارك اوباما ويلي، چې تر راتلونكو لسو مياشتو پورې له افغانستان څخه خپل څلور ديرش زره محاربوي سرتېري وباسي. بارك اوباما زياته كړې، چې په افغانستان كې د امريكا جنګي ماموريت د دوه زره څوارلسم كال تر پاېه، ختمېږي. افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد په بهير …

نور... »

يان كوبېش: افغان دولت ته په كار ده، چې له نړيوالې ټولنې سره په كړيو ژمنو ودرېږي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، چې افغان دولت ته په كار ده، چې د بشري حقونو د خونديتوب او د غېر قانوني اقتصاد سره مبارزې ته جدي پام وكړي. نوموړي ټينګار كړى، چې افغانستان له دوه زره څوارلسم كال وروسته د ملګرو ملتونو زياتو همكاريو ته …

نور... »

كابل به په راروانه مياشت كې د دين پوهانو د ناستې كوربه وي

افغان او پاكستاني ديني عالمانو پرېكړه كړې، چې: په راتلونكې ميلادي مياشت كې به كابل د دواړو هېوادونو د پېنځه سوه ديني عالمانو د غونډې كوربتوب وكړي. په دې غونډه كې به په افغانستان او پاكستان كې د امنيت او ثبات د ټينگښت په اړه بحثونه وشي. د همدې اوونۍ …

نور... »

په كابل كې پر نړيوالو مرستو د نظارت او انسجام نولسمه غوڼده جوړه شوه

افغان حكومت د توكيو له ناستې وروسته  پر نړيوالو مرستو د نظارت او انسجام نولسمه غوڼده  جوړه كړه . د افغانستان د ماليې وزارت وايي: افغانستان په راتلونكيو درې كلونو كې د څلور ملي  پروگرامونو د پلې كولو لپاره شپږ اعشاريه څلور ميليارد دالرو ته اړتيا لري. د دغه وزارت …

نور... »

د بيات بنياد مشرانو او چارواكو د اندراگاندي روغتون له لوكيميا څانگې ليدنه وكړه

ميرمن فاطمه ليا بيات، د عامې روغتيا وزيرې او سناتور انجنير احسان الله بيات د گلونو له گيډيو سره په  لوكيميا ناروغۍ د اخته ماشومانو ليدنه وكړه او له  دوى سره  يې د درملو او نغدو پيسو مرسته وكړه . په دې مرسته كې درمل، نغدې پيسې او نور توكي …

نور... »

له پاكستان سره په ترانزيټي تړون كې ملي گټو ته پاملرنه نه ده شوې

په كابل كې يو شمېر ملي سوداگر وايي: د افغانسان د ماليې او سوداگرۍ وزيران بايد  له پاكستان سره په ترانزيټي تړون كې د افغانستان ملي گټو ته د نه پاملرنې له امله محاكمه شي. د غوښې او هگيو يو شمېر واردوونكي وايي، چې: د اپتا په تړون كې  شتو …

نور... »

شمېرې ښيي، چې تر اوسه هم افغانستان د نړى نوي سلنه نشه يي توكي توليدوي

د امريكا متحده ايالات د افغانستان له هغو اوه لس ولايتونو سره څه د پاسه اتلس ميليون ډالره مرسته كوي، چې د كوكنارو كر په كې صفر شوى دى. د دغې مرستې هوكړه ليك د سې شنبې په ورخ ( د سلواغې ۲۴ ) په كابل كې د امريكا د …

نور... »

طالب بندیان باید له افغان حکومت سره په همغږی کې خوشې شي

د افغانستان د سولې عالي شورا له پاكستان ځخه غواړي، چې طالب بنديان له افغان حكومت سره په همغږي كې خوشې كړي. دا غوښتنه له هغو رپوټونو سره په يوه وخت مطرح كېږي چې وايې، ځينې طالب مشران، چې د پاكستان له زندانونو خوشې شوي، د دويم ځل لپاره يې …

نور... »

كورنيو چارو وزارت له همغږۍ پرته امنيتي مسوولين بدلوي

د فارياب والي د دغه ولايت د امنيت آمرله تبديلۍ وروسته د مسوولينو د بدلون په بڼه نيوكه كوي او وايي: هغه كسان، چې په يوه سيمه كې ښه اغېزمن وي، بلې سيمې ته بدليږي. د كورنيو چارو وزارت وايي: له دې تبديليو مو موخه داده، چې د پوليسو وړتيا …

نور... »

د ننگرهار سره رود او بهسودو ولسواليو ته د جاپان مرسته ځانگړې شوه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي: دغه پيسې به د ننگرهار په دوه ولسواليو كې د ښوونځيو، د وړو پلونو او روغتيايي كلنيكونو پر جوړلو ولگول شي. د دغه وزارت چارواكي څرگندوي، چې: جاپان په تېرو لس كلونو كې د افغانستان لپاره له لويو مرسته كوونكيو هېوادونو څخه شمېرل …

نور... »