عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

د مشرانو جرگې غړيو د څرخي پله له زندان ليدنه وكړه

د مشرانو جرگې د نړيوالو اړيكو كميسيون غړيو د څرخي پله له زندان څخه ليدنه وكړه. د مشرانو جرگې غړي او د بيات بنياد رييس انجنيراحسان الله بيات، چې په دغه پلاوي كې يې گډون درلود؛  په ياد زندان كې يې له بهرنيو زندانيانو د ليدنې او د هغوى د …

نور... »

د افغانستان په ولسي جرگه كې د ډيموكراسۍ نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د ولسي جرگې رييس وايي: ډيموكراسي هغه نظام دى، چې د خلكو د هوساينې خنډونه ليرې كوي او افغانان بايد د يو ډيموكرات حكومت خاوندان شي. د ولسي جرگې غړي وايي، چې: په تېرو ټاكنو كې د خلكو گډون دا ښكاره كړه، چې خلك د ډيموكراسۍ غوښتونكي دي، خو يو …

نور... »

په سرپل ولايت كې به د آيساف پوځي اډه ډېر ژر وتړل شي

دغو ځواكونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې دغه پوځي اډه د مسووليتونو د ليږد د دوه يم پړاو په بنسټ د افغان ولسمشر په دستورتړل كيږي. له دې وړاندې د دغه ولايت امنيتې مسووليتونه د سويډنې او فلنډي سرتېرو په غاړه ول . په خبر پاڼه كې راغلي، …

نور... »

د سرښندونكي پوليس بچيانو د لوړو زده كړو د تر سره كولو غوښتنه وكړه

د سرښندونكي پوليس سميع الله  بچيان له دولت څخه غواړي، چې دوى ته د تحصيل زمينه برابره كړي. سميع الله  تېره اوونۍ د امنيت د ټينگښت او د خلكو د ژوند د خوندي توب په موخه د ځانمرگي بريد كوونكي مخه ونيوله. د وردگو والي د سميع الله د كورنۍ …

نور... »

په افغانستان كې څلورميليون جريبه ځمكه د زور واكانو له خوا غصب شوې – رحيمى

د كرنې وزيروايي: يوازې د غاصبينو د نوم افشا كول د حل لاره نه ده، بلكې د ځمكې له مافيا سره بايد قانوني چلن وشي. گل احمد اعظمي د مشرانو جرگې غړى وايي: ډېرې ځمكې او دولتي ملكيتونه د لوړ پوړيو دولتي چارواكو له خوا غصب شوي دي . كابل …

نور... »

پارلمانى ائتلاف د ولسي جرگې اداري پلاوى له قانون څخه په سرغړونه تورن كړ

د قانون ملاتړى پارلماني ائتلاف د ولسي جرگې د شنبې ورځې غونډه، چې د ماليې او كرنې وزيران او د مركزي بانك سرپرست رييس ورته رابلل شوي وه، غير قانوني بولي او د ولسي جرگې اداري پلاوى له قانون څخه په سرغړونه تورنوي. له بلې خوا، د ولسي جرگې په …

نور... »

ولسمشرحامد كرزى به په روانه اوونۍ كې امريكا ته سفر وكړي- موسى زى

د افغانستان د بهرنيو چاروزارت اعلام وكړ، چې: ولسمشرحامد كرزى په روانه اوونۍ كې د ملگرو ملتونو په شپږ شپيتمه  عمومي غونډه كې د گډون په موخه امريكا ته سفركوي. د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې: تردې غونډې وړاندې به ولسمشر حامد كرزى د امريكا له …

نور... »

د پاكستان په اسلام آباد كې د سولې كميسيون دوه يمه ناسته تر سره شوه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت  چار واكي  وايې، چې: د افغانستان او پا كستان  د سولې د دوه اړخيز كميسيون  دوه همه غونډه  په پاكستان كې  تر سره شوه. د بهرنيو چارو وزات وياند وويل، چې: پاكستاني لوري يو ځلي بيا  د سولې له بهير  سره د مرستې ټټر …

نور... »

په واشنگټن كې د افغانستان د خپلواكۍ ۹۲ كليزه په ځانگړيو مراسمو ونمانځل شوه

په هغه غونډه كې، چې په همدې وياړ جوړه شوې وه؛  په امريكا كې د افغانستان د سفارت د كاركوونكيو تر څنگ يو شمېر امريكايي چارواكو او د افغانساتان د سوداگرۍ وزيرانوارالحق احدي گډون درلود، په ياده غونډه كې  د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړى استازى مارك گروسمن …

نور... »

په زابل کی د ځوانانو نوی ټولنیز بنسټ رامنځته شوى- زابلي

دغه ټولنيز نادولتي بنسټ دا مهال ۱۲۰ غړي لري، چې د دغه ولایت ځوانان په کې برخه لري. په مشرانوجرگه کې د زابل د خلکو استازى ډاکترزلمي زابلي وایی: دغه ځوانان بايد وهڅيږي، چې سیمې ته د خلکو لپاره له دولت څخه مرسته راجلب کړي . که څه هم پدغه …

نور... »

د نړۍ ۳۲ ميليون وگړي د انساني قاچاق ښكار شوي

د انسانانو قاچاق اوسمهال يوه جدي ستونزه ده، چې يو هېواد هم ترې په امان كې نه دى . د مهاجرت نړيوال سازمان يا IOM وايي، چې: اوس مهال د نړۍ ۳۲ ميليون انسانان د دغې پديدې ښكار شوي دي . په هغه غونډه كې، چې په همدې اړه د …

نور... »

په بدخشان كې د مخالفينو ورستي پټنځايونه هم ونيول شول- نصرتي

د دغه ولايت امنيتې ځواكونو ويلي، چې: د دغه ولايت په تگاب ولسوالۍ كې د دولت د وسله والو مخالفينو پريو پنځوس كسيږې ډلې يې عمليات تر سره كړي، چې په پايله كې كې يې د دغې ډلې درويشت كسان وژلي دي . دوى زياتوي، چې: وژل شوي پېنځه تنه …

نور... »

د افغانستان او ايران د پوله ساتو ځواكونو ترمنځ دوه ساعته وسله واله نښته شوې

په نښته كې كوم لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې . د دغه ولايت والي وايي چې څو ځلې يې له مركزي دولت څخه غوښتي چې د افغانستان او ايران تر مينځ پر يوه سيمه باندې را پورته شوې څو كلنه  لانجه هواره كړي خو تر اوسه په دې …

نور... »

وروستى بريد حقاني شبكې كړى، چې موخه يې د امريكا سفارت و- رايان كراكر

د كابل بريدونه د امريكا او ناټو سازمان له خوا په كلكه غندل شوي  او وايي، چې: دا ډول پېښې به له افغانستان سره د دوى همكاري اغېزمنه نه كړي. په كابل كې د امريكا سفيررايان كراكر وايي، چې: دا بريد د حقاني شبكې د غړيو له خوا شوى، چې …

نور... »

ولسي جرگې د افغانستان د لوړ پوړيو امنيتي چارواكو د استعفا غوښتنه وكړه

د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، چې: د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت سرپرست د ترهگريزو بريدونو په مخنيوي كې پاتې راغلي او بايد له خپلو دندو گوښه شي. د ولسي جرگې غړى داوود كلكاني پرپاكستان تور لگوي، چې په افغانستان كې د كړه …

نور... »

په كابل كې وسله والو مخالفينو پربېلابېلو سيمو وسله وال بريدونه كړي

امنيتي چارواكي وايي، چې: څلور بريد كوونكيو په درېيمو مكروريانو كې د نيم كاره ديارلس پوړيزې ودانۍ ساتونكي وواژه او وسله وال ودانۍ ته پورته شول. دغه راز د كابل لويديځ هم ځانمرگو بريدونو او چاودنو ولړزاوه. وسله والو طالبانو د بريدونو مسووليت په غاړه اخيستى دى. د سه شنبې(د …

نور... »

افغانستان په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر جوړيدو مشروط ملاتړ كوي- جاويد لودين

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين كه څه هم په قطر كې د طالبانو لپاره د يوه سياسي دفتر د جوړولو په اړه د امريكا د ليوالتيا  خبر نه تائيدوي، خو وايي كه جوړهم شي  دا دفتر به نړيوال رسميت ونه لري او يوازې د سولې د …

نور... »

افغانستان له تروريزم سره په جگړه كې تكړه ملگرو او زور ته اړتيا لري- سپنتا

د افغانستان د ملي امنيت د شورى رييس او د ولسمشر سلاكار وايي، چې: افغانستان  په ستراتيژيك سند كې له امريكا سره د امريكايي ځواكونو د زندانونو د څرنگوالي او د شپې له پلوه د افغانانو د كورونو د تلاشۍ په اړه د نظر اختلافونه لري. د ولسمشر حامد كرزي …

نور... »

له امريكا سره پرسترتيژيك تړون خبرې كړكېچنې شوې

په داسې حال كې، چې طمع كيږي د افغانستان او امريكا د ستراتيژيكو همكاريو طرحه د روان كال له دسمبر مخكې د دواړو هېوادونو له خوا لاسليك شي، خو تراوسه هم  په دې اړه بحثونه دوام لري، چې داهمكاري د يوه تړون په بڼه وي او كه د اعلاميې په …

نور... »

مسعود د بن لادن په دستور وژل شوى دى- احمد ولي مسعود

د شهيد احمدشاه مسعود ورور احمد ولي مسعود وايي:   د القاعده شبكې د رهبراسامه بن لادن د كورنۍ يوه غړي ويلي، چې مسعود د بن لادن په دستور وژل شوى دى.   په همدې وخت كې د تغيير و اميد ائتلاف رهبرعبد الله عبد الله وايي:   د افغانستان …

نور... »