سیمه ییز خبرونه

په كندوز كې ۷ ماين جوړوونكيو ته مرگ و ژوبله اوښتې

په شمال كې د پوليسو چارواكي وايي: د كندزپه چاردره او ارچي ولسواليو كې د ځانگړيوعملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو دوه ماهرين وژل شوي او پېنځه نورنيول شوي دي. په شمال كې د ۳۰۳ پامير زون كوماندان جنرال بابه جان وايي: په تېره يوه …

نور... »

د فارياب د دارالحفاظ آمر مولوي حقيار ووژل شو

مولوي بسم الله حقيار درې ورځې مخكې د مسلمانانو وژنه او ځانمرگي بريدونه د اسلام د اوامرو خلاف بللي ول. د ميمنې ښار يو شمېر اوسيدونكي وايي: كه دولت په بيړه د فردي وژنو مخه ونه نيسي، خلك به پخپله د دې ستونزې په وړاندې يو موټى شي. بلخوا د …

نور... »

يو شمېر لوړ پوړي چارواكي له جنايي مجرمينو دفاع كوي

د كابل د جنايي جرمونو د څېړنو رييس خبر دارۍ وركوي، چې: كه يو شمېر دولتي لوړ پوړي چارواكي د مجرمينو له دفاع څخه لاس په سر نه شي؛ نو ډېر ژر به يې رسنيو ته نومونه افشا كړو. په همدې وخت كې كابل پوليسو د سړي تښتوونكو له منگولو …

نور... »

په خاص روزگان ولسوالۍ کې اتلس تنه وسله وال طالبان د سولې له بهیرسره یو ځای شول

د روزگان ولایت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې اتلس تنه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره یو ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شول. دې اتلس کسیزې ډلې د ملاعبیدالله په مشرۍ د روزگان ولایت په بېلابېلو سیمو او دغه راز د هلمند او کندهار ولایتونو په …

نور... »

په سويل لويديځه حوزه كې به د كرنې بنسټيزې پروژې پلې شي

په افغانستان كې د امريكا د پرمختيا نړيوالې ادارې مشر كندهارته په خپل سفركې څرگنده كړه، چې : د امريكا له لوري د اقتصاد د پياوړتيا په خاطر به د دې حوزې د كرنې په برخه كې بنسټيزې پروژې پلې شي. په افغانستان كې د امريكا د متحده ايالاتو د …

نور... »

له افغانستان څخه ايران ته د ډالرو قاچاق د افغانيو ارزښت را ټيټ كړى

د افغانستان بانك چارواكي وايي، چې: له افغانستان څخه ايران ته د ډالرو قاچاق د دې لامل شوى، چې د ډالرو په وړاندې د افغانيو ارزښت را ولويږي. دوي ټينگار كړى، چې: له افغانستان څخه ايران ته د  ډالرو د قاچاق د مخنيوي په مو هڅې پيل كړې دي. د …

نور... »

د ټاكنو د نېټې اعلان د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ شوى

د افغانستان يو شمېرمدني بنسټونو د ټاكنو د نېټې له اعلام څخه هركلى كړى او وايي، چې: په افغانستان كې د كال هرفصل ځينې خپلې ستونزې لري؛ خو افغان دولت ته پكارده، چې په ليرې پرتو سميو كې د آيساف په همكارۍ، خلكو ته زمينه برابره كړي، چې په ټاكنو …

نور... »

د تېركال په پرتله د جرايمو كچه لوړه شوې

لويه څارنوالي وايې، چې: څه باندې ۱۵زره دوسيو ته يې لاسرسى موندلى؛ خو د قانون د تطبيق په وړاندې ناامني اوس هم تر ټولو ستره ننگونه ده. په همدې حال كې د كورنيو چارو وزارت د قانون پلي كيدل د پوليسو يو لومړيتوب بولي او ټينگار كوي، چې: په هغو …

نور... »

د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې پنځوس سلنه كمښت راغلى دى

په ختیځ کې د ملي اردو اوسرحدي پولیسو چارواکي وايي، د تېرو شپږو میاشتو په موده کې یې د بېلا بېلوعملیاتو او نښتو په ترڅ کې پنځه سوه او اویا تنو وسله والومخالیفینو ته مرگ ژوبله اوړولې . د۲۰۱سیلاب قولې اردو كرارگاه، چې د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالیو کې …

نور... »

په افغانستان غوندې ټولنه كې سياسي او مدني مبارزه ډېرې هسكې ژورې لري

يوه افغان مېرمن، چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه كوي، درې ځله پرې وسله وال بريد شوى او ټپي شوې، خو له هر ځل ټپي كېدو وروسته بيا پاڅېدلې او خپلې مبارزې ته يې زور وركړى. له ښځو سره تاوتريخوالى په افغاني ټولنه كې څه نوې خبره نده، دا  …

نور... »

په كابل كې د اختطاف كچه صفر ته ټيټه شوې ده

په کابل کې له جنايي جرمونو سره د مبارزى د پوليسو چارواكي وايي، د تېر په پرتله يي په كابل ښار کې د اختطاف كچه صفرته ټیټه کړې ده او په وروستیو دوو میاشتو کې یو شمېر هغه کسان نیول شوی، چې د کورونو په لوټ کې یې لاس درلود. …

نور... »

تر څو، چې افغانستان كې فقر له منځه ولاړ نشي د سولې راتلل امكان نلري

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال په كابل كې د يو كرنيز نندارتون د پرانيستلو پر مهال ووېل، ترهغو، چي په افغانستان كي فقر له منځه ولاړ نه شي تر هغو د سولي راتلل امكان نلري. د ولسمشر دوهم مرستيال محمد كريم خليلي، چي د كرنيزو محصولاتو په دغه نړيوال ننداتون …

نور... »

د امريكا ملكي استازي په افغانستان كې د خپلو هڅو په دوام ټينگار وكړ

په شمال كې د امريكا ملكي استازي هم په افغانستان كې د وسله والو طالبانو پر وړاندې په مبارزې ټينگار كړى. د امريكا د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د بارك اوباما له برياليتوب سره سم د افغانستان په شمال كې د امريكا يوه لوړ پوړي ډپلومات په افغانستان كې د …

نور... »

د څرخي پله زندان د زندانيانو لپاره د نشه يي توكو ډك بازار دى

د څرخي پله په زندان كې يو شمېر بنديان د دې مطلب په بيانولو سره  وايي، ډېر كله د زندان ساتونكي بنديانو ته نشه يي توكي وروړي. د عامې روغتيا وزيرې د چهارشنبې په ورځ ( د لړم ۱۷ ) د كابل په څرخي پله زندان كې د روغتيايي خدمتونو …

نور... »

د ۱۳۹۲ لمريز كال مالي بوديجه مشرانو جرگې ته د تائيد لپاره وړاندې شوه

د ماليې وزير حضرت عمرزاخېلوال وايي: په دې بوديجه كې د تېرې بوديجې په پرتله په عادي بوديجه كې ۴۶ سلنه او په پراختيايي بودجه كې ۴۷ سلنه زياتوالى په پام كې نيول شوى دى. د ماليې وزير زياتوي، چې: په عادي بودجه كې د  ملي دفاع، كورنيو چارو او …

نور... »

كه غوښتنه وشي خپل پوځي ماموريت به جاري وساتو

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن وايي: كه د ملگرو ملتونو امنيت شورا او يا د افغانستان حكومت له موږ څخه غوښتنه وكړي؛ نو له ۲۰۱۴ ز. كال وروسته به هم خپل پوځي فعاليت ته دوام وركړي. دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكل شوي مهالوېش له …

نور... »

د ملگرو ملتونو امنيت شورا حقاني شبكه په خپل تور ليست كې شامله كړه

ملگري ملتونه وايې: دا ډله په افغانستان كې د ډېرو خونړيو بريدونو مسووله ده، چې ملكيانو ته يې ډېرتلفات اړولي دي. دا په داسې حال كې ده، چې وړاندې له دې د امريكا دولت هم حقاني شبكه په خپل تور ليست كې شامله كړې وه. په افغانستان كې د حقاني …

نور... »

د ننگرهار په عامه روغتون كې اورلگيدنې مالي او ځاني زيان اړولى

د ننگرهار د عامې روغتيا روغتون د ماشومانو په څانگه کې د اورلگیدنې له كبله یوماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او گڼ شمېر طبي وسایل سوزیدلي دي. چارواکي د دې اور لگيدنې لامل د ماشومانو د څانگې په نوې ودانۍ كې، چې د ولايتي بيا رغونې ډلې پرمالي لگښت …

نور... »

د پلاستيكي توكو توليدي كارخانې اومه توكي نه لري

د افغانستان د صنعت كارانو ټولنه وايي: كه تر۱۵ ورځو د پلاستيكي توكو توليدي كارخانو ته اومه توكي ونه رسيږي، تړل كيږي. د ايران د حكومت وروستۍ پرېكړې، چې افغانستان ته يې د ځينو اومه او پخو توكو صادرات ودرول، كورني توليدات يې زيانمن كړي دي. د سوداگرۍ وزارت وايې: …

نور... »