عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

يو افغان ماين پاكوونكى د نړۍ د ماين پاكوونكيو د پلار په توگه ونومول شو

د ملگرو ملتونو د ماين پاكۍ سازمان يو افغان ماين پاكوونكى د نړۍ د ماين پاكوونكو پلار پېژندلى دى. دغه افغان ماين پاكوونكي په افغانستان كې د ماين پاكۍ د يوې موسسې بنسټ ايښى او په دې برخه كې يې نږدې پنځوس مډالونه ترلاسه كړي. ماين د انسان پټ او …

نور... »

افغان بيسيم مخابراتي شركت د ولسي جرگې ستاينليك تر لاسه كړ

افغان بيسيم مخابراتي شركت د غوره خدمتونو د وړاندې كولو له مخې د ولسي جرگې د شكايتونو د اوريدو كميسيون لخوا وستايل شو. د ولسي جرگې د شكايتونو د اوريدو كميسيون دوشنبې په ورځ(د مرغومي۱۸) په خپله كاري ناسته كې افغان مخابراتي شركت يو غوره شركت ونوماوه. د شكايتونو د …

نور... »

افغان ولسمشر له خپل امريكايي سيال سره د خبرو په موخه واشنگتن ته روان شو

د امنيتي مسئوليتونو لېږد، د سولې له بهيره د امريكا ملاتړ، امريكايي سرتېرو وتل، د افغان ځواكونو سمبالتيا او له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كې د امريكا حضور په اړه خبرې د دې سفرمهم ټكي دي. هغه څه، چې په دې سفر كې ډېر د اهميت وړ دي …

نور... »

د وزيرانو استيضاح په ولسي جرگه كې له حكومت څخه د امتياز اخيستلو په وسيله اوښتې ده

د ولسي جرگې لخوا د كابينې د يوولس وزيرانو د استيضاح پرېكړې د دغې جرگې غړي په دوو برخو ويشلي دي. ولسي جرگې نږدې يوه مياشت مخكې پرېكړه وكړه، چې د كابينې يوولس وزيران ځكه استيضاح كوي، چې نه دي توانېدلي د خپلې پرمختيايي بودجې پنځوس په سلو كې مصرف …

نور... »

تر هغې، چې پاكستان عملا لاس په كار نه شي، يوازې په ژمنو بايد زړه ونه تړل شي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې د عالي شورا په پخواني رئيس او د ملي امنيت پر رئيس د شويو بريدونو د طراح د موندنې په اړوند د پاكستان تياري ته هيله منه شوې ده. ويل كېږي پر دغو دوو مهمو كسانو بريدونه په كوئټه كې طرحه شوي وو. افغان …

نور... »

د كندهار ښار په ۹ ناحيه كې درې سرتېرو ته مرگ و ژوبله اوښتې

په كندهارښار كې نن  د ماين په چاودنه كې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى. د كندهار چارواكي وايي: چاودنه نن سهار لس نيمې بجې د ښار په نهمه ناحيه كې رامنځته شوې ده. د كندهار د نهمې امنيتي حوزې آمر فريدالله وايي: د …

نور... »

له اساسي قانون څخه سرغړونه به خلك له تدريجي مرگ سره مخ كړي

د ولسمشر دوه يم مرستيال د ځينو زورلرونكيو او دولتي چارواكو له خوا له قانون څخه د سرغړونو په اړه اندېښنه څرگنده كړه. د ولسي جرگې منشي وايي: د قانون نه تطبيق د خلكو استازي د قوانينو له تصويب څخه ستړي او ناهيلي كړي دي. د ولسمشر دوه يم مرستيال …

نور... »

په فراه كې د ښاروالۍ پنځوس جريبه ځمكه دغاصبينو له منگولو خلاصه شوه

د فراه ښاروال وايي: د ځمكو غاصبينو په وروستيو كلونو كې د ښاروالۍ  سلگونه جريبه ځمكه نيولې، خو د دې ځمكو د بېرته خپلولو په موخه مو گړندۍ هڅې پيل كړي دي. د هېواد د نورو سيمو په څېر په فراه ولايت كې هم د زور واكانو لخوا د دولتي …

نور... »

د بيات بنياد د ژمنيو مرستو لړۍ د پنجشېرولايت رخې ولسوالۍ ته ورسيده

د پنجشېر ولايت رخې ولسوالۍ اړو كورنيو ته د بيات بنياد ژمنۍ مرستې، چې غذايي مواد او جامې په كې دي؛ د دې بنياد د مرستيال او د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رييس له خوا ووېشل شوې. د بيات بنياد په دې مرستو كې خوراكي توكي، كمپلې، گرمې جامې …

نور... »

مشرانو جرگې د بغلان ولايت د دوو پخوانيو دولتي چارواكو د ډاگيزې محاكمې غوښتنه وكړه

مشرانو جرگې د بغلان ولايت د دوو پخوانيو دولتي چارواكو، چې د ملي اردو د درېيو افسرانو په وژلو تورن دي، د ډاگيزې محاكمې غوښتنه وكړه. شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د ملي اردو درې افسران د بغلان ولايت په مركزي بغلان ولسوالۍ كې په يوه وسله وال بريد كې …

نور... »

له امريكايي چارواكو سره په امنيتي تړون كې به د افغانستان گټې روښانه او په ډاگه شي

افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، چې كه امريكا د افغانستان ملي حاكميت ته احترام وكړي، له دغه هېواد سره په امنيتي تړون كې به د امريكا گټې په پام كې ونيول شي. افغان ولسمشر حامد كرزي په ارگ كې د شنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۶ ) د امريكا …

نور... »

په امنيتي ارگانونو كې د ښځو ونډه كمه ده

د ښځو مدافع ټولنې وايي، چې د افغانستان په امنيتي ارگانونو كې د ښځو وڼده كمه ده او په كار ده، چې په دغو ارگانونو كې د ښځو رول زيات شي. د اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې د ښځو ائتلاف رئيسې آمنې افضلي د كورنيو چارو او …

نور... »

د كندهار ولايت په سپين بولدك كې دوه ځانمرگو ۲۱ تنو ته مرگ و ژوبله واړوله

سرحدي چارواكي وايي: نن غرمه مهال د كندهار ولايت په سپين بولدك كې د دوه ځانمرگو چاودنو له كبله شپږ تنه ووژل شول او پېنځلس نور ټپيان دي. د سيمې د عامه روغتون چارواكو هم د مرگ و ژوبلې وړاندې شوې شمېره منلې ده. د چارواكو په وينا: بريد كوونكي …

نور... »

په كابل كې زورواكانو د استوگنې غيرقانوني ښارگوټي جوړ كړي

د كرنې وزارت او كابل ښاروالۍ چارواكي وايي: په تېرو لس كلونو كې د زورواكانو له خوا د استوگنې غير قانوني  ښارگوټي جوړ شوي ، چې له دې وروسته به د كرنې وزارت له اجازې پرته په ښار كې هيچاته د ودانيو د جوړولو جواز نه وركول كيږي. د كرنې …

نور... »

د حقوق پوهانو ټولنه: ولسمشر او د هغه مرستيالانو له اساسي قانون څخه سرغړونې كړې دي

له ولسمشره نيولې په افغانستان كې تر ميشتو نړيوالو ځواکونو پورې  ټول له اساسي قانون څخه سرغړونې كوي. د ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۶ ) په كابل كې د اساسي قانون د اوونۍ په مناسبت غونډه جوړه كړې وه. د اساسي قانون د تطبيق …

نور... »

د مسئوليتونو د لېږد پروسه بريالۍ پرمخ روانه ده

د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران وايي، د افغان ځواكونو د وړتيا لوړېدو د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروسه بريالۍ كړې ده. ولسي جرگې د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران د امنيتي مسئوليتونو د لېږد د څلورم پړاو د معلوماتو لپاره عمومي غونډې ته ور بللي وو. د …

نور... »

د امريكايي سرتېرو د پاتې كيدو وړانديز پنتاگون ته وليږل شو

په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو عمومي كوماندان له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د پاتې كيدو په اړه خپل وړانديز پنتاگون ته وړاندې كړ. په دغه وړانديز كې غوښتنه شوې، چې: له دوه زره څوارلسم كال وروسته پكار ده، چې په افغانستان كې …

نور... »

د كابل د قره باغ پرنامسوولو افرادو د وسلې وېش اندېښنې راپورته كړي

د كابل د قره باغ ولسوال ځينو نامسووله افرادو ته  د كورنيو چارو د وزارت لخوا د وسلو د جواز پر وركړې نيوكه كړې ده. سيمه ييز چارواكى په ډاگه كوي، چې: د كورنيو چارو وزارت دې اقدام په دې ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو په وړاندې ځينې ننگونې را …

نور... »

د آمو سيند څنډو ته ميشت سلگونه كورنۍ بېځايه شوي

د ولسي جرگې رييس د آمو سيند څنډو ته د پرتو كورونو د ويجاړيدو او د خلكو پر بېځايه كيدو اندېښنه څرگنده كړه. هغه له مسوولو ارگانونو وغوښتل، چې: د آمو سيند غاړې پخې كړي. د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل خان وايي، چې: كه څه هم د آمو …

نور... »

د چرخي پله او بگرام زندان اتيا شكمن بنديان خوشې شول

چارواكي وايي: د چرخي پله او بگرام  له زندانونو شاوخوا اتيا هغه زندانيان خوشې شول، چې امنيتي ځواكونو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې له وسلوالو مخالفينو سره د همكارۍ په شك نيولي ول. د جمعې په ورځ(د مرغومي ۱۵) په هغو مراسمو كې، چې خپلوانو ته د بنديانو د …

نور... »