عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

د راتلونكي كال په ملي بودجه كې انډول په پام كې ندى نيول شوى

مشرانو جرگه وايي، چې د ديارلس سوه دوه نويم كال په پرمختيايي بودجه كې ځينې ولايتونه له پامه غورځول شوي دي. مشرانو جرگه د ديارلس سوه دوه نويم كال په ملي بودجه كې د يو لړ ستونزو او د ولاياتو ترمنځ د نا انډولتوب له امله د ماليې وزير عمومي …

نور... »

د انتخاباتي شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيو غړيو شتون رد شو

مشرانوجرگې د انتخاباتي شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيو غړيو شتون رد كړ. وړاندې له دې ولسي جرگې د ټاكنو خپلواك كميسيون د جوړښت، دندو او واكونو د قانون په ۳۳ ماده كې د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيو وگړيو شتون تصويب كړى و. مشرانو جرگه …

نور... »

افغانستان له نړيوالو سره د فرهنگي اړيكو هڅې پيل كړي

د بهرنيو چارو وزارت د نړى له هېوادونو سره د افغانستان د ښو اړيكو په موخه فرهنگي هڅې پيل كړي دي. د دغه وزارت لوړ پوړي چارواكي وايي: د فرهنگي ديپلوماسۍ شتون به د دې لامل شي، چې د نړى هېوادونه د افغانستان په اړه مثبت انځور ولري؛ نه د …

نور... »

په سرپل كې د امنيتي همغږۍ د پياوړتيا غوښتنه وشوه

د سرپل والي وايي: په دې ولايت كې د افغان ځواكونو ترمنځ د همغږۍ نشتون د ورانكارو فعاليتونه پراخه كړي دي. د سرپل والي، چې د سه شنبې په ورځ(دلړم۳۰) دې ولايت د امنيه  كوماندان په توگه د عبدالروف تاج د پېژندنې په مراسمو كې خبرې كولې، له نوموړي وغوښتل، …

نور... »

د لوگر د مس عينك كان د كيندنې تړون له بشپړ رڼښت بې برخې دى

د گلوبل ويتنس په نامه نړيوال بنسټ وايي، چې: د لوگر د مس عينك كان په تړون كې له نه رڼښت سره سره يو لړنيمگړتياوې شته، چې كه په وخت ورته لارې چارې ونه موندل شي؛ په راتلونكې كې به د ستونزو لامل شي. د دغه بنسټ چارواكي، چې د …

نور... »

د كابل په وزير اكبر خان سيمه كې ځانمرگي درې تنو ته مرگ و ژوبله واړوله

په كابل كې نن سهار ځانمرگي خپل چاوديدونكي توكي وچول، چې په كې يو تن وژل شوى  او دوه نور ټپيان دي. د كابل امنيتي چارواكي وايي، چې: دا بريد نن سهار لس باندې اته بجې د وزير اكبر خان په سيمه كې د ايگر كمپ او د سترې محكمې …

نور... »

له ۱۶ په اعدام محكومو كسانو څخه اته اعدام شول

افغان ولسمشر حامد كرزي شپاړس كسانو ته د اعدام حكم لاسليك كړى دى. د ولسمشرۍ رياست عدلي او قضايي بورد وايي: دا شپاړس كسان، چې اته اعدام شوي؛ د محكمې له خوا په درندو جرمونو لكه پرښځو او ماشومانو د جنسي تېريو، تښتونو او وژنو گرم پېژندل شوي دي. د …

نور... »

د ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو د ټاكنو پر ټاكلې نېټې دې بيا كتنه وشي

د ولسي جرگې غړي وايي، چې: ښايي په ځينو برخو كې خلك له خپل حق څخه محروم شي. د ټاكنو خپلواك كميسيون څرگنده كړې، چې: دغه نېټه د اساسي قانون پربنسټ اعلام شوې، چې په اړه يې بيا كتنه ناشونې ده. د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس ټينگار كړى، چې: په …

نور... »

يوشمېرهېوادونه په بېلابېلو بڼو د افغانو ملي يوالي ته زيان رسوي

د افغانستان علومواكاډمي وايي: په هېواد كې د ملي يوالي د ټينگښت په موخه بايد خلك د اسلامي اصولو په رڼا كې ژوند وكړي او پرينږدي، چې خلك په بېلابېلو نومونو ووېشل شي. د افغانستان علومواكاډمۍ له خوا د دوشنبې په ورځ (د لړم۲۹) د ملي يووالي د ارزښت په …

نور... »

له بنده خوشې شوي طالبان له خپلو كورنيو سره يو ځاى شول

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې: د پاكستان له زندانه د وسله والو طالبانو نهه لوړپوړي خوشې شوي چارواكي، اوس له خپلو كورنيو سره يوځاى شوي دي. دغه شورا تمه لري، چې د وسله والو طالبانو د دغو نهو چارواكو هڅې به د افغانستان د سولې په  بهير …

نور... »

افغان بيسيم افغانانو ته پراخې مخابراتي اسانتياوې برابرې كړي

افغان بيسيم په افغانستان كې لومړنى مخابراتي شركت دى، چې د ميليونونو ډالرو پرلگښت يې افغانانو ته پراخې مخابراتي اسانتياوې برابرې كړې دي. د ولسي جرگې د شكايتونو د اوريدو كميسيون مرستيال محمد عارف طيب او غړي محب الله فرقاني د افغان بيسيم د مخابراتي شركت د كار له څرنگوالي …

نور... »

په بلخ كې د شمالي ولايتونو د سيمه ييزو او ولايتي شوراگانو د همغږۍ مركز جوړشو

مسوولين وايي، چې: دغه مركز به د حكومت او ولايتي شوراگانو ترمنځ د چارو په همغږۍ كې رغنده رول ولوبوي. د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواكې ادارې د سيمه ييزو شوراگانو د همغږۍ مسوول سيد احمد خاموش وايي، چې: د حكومت او سيمه ييزو شوراگانو ترمنځ د لازمې همغږۍ نه …

نور... »

د كابل بانك د پيسو په اختلاس د تورنو كسانو محاكمه پاى ته ورسيده

د محاكمې په بهيركې له در ويشتو تورنو كسانو څخه پوښتنې وشوې. د كابل بانك د قضيې لپاره د جوړې شوې محكمې رييس وايي، چې: د تورنو كسانو په اړه له بشپړې څېړنې وروسته به محكمه خپله فيصله وكړي. د دغې قضيې ټاكلى پلاوي به له دوه تورنو كسانو سره …

نور... »

له وسله والو مخالفينو سره د خبرو پروگرامونه يو اړخيز او مبهم دي

مشرانو جرگه د سولې پربهير د نيوكې ترڅنگ وايي، چې: د دولت وسله وال مخالفين د دغه بهير په اړه بې پروا دي. د مشرانو جرگې يو شمېرغړي د سولې عالي شورا په هڅو د پاكستان له بند څخه د نهه طالب بنديانو خوشې كول، د وسله والو مخالفينو د …

نور... »

د سولې عالي شورا نه شي کولی، چې وسله وال طالبان د خبرو میز ته کینوي

د ننگرهاروالي گل اغا شېرزي له اریانا تلویزون سره د یوې ځانگړې مرکې  پرمهال وویل، چې: د سولې عالي شورا په اډانه کې د روغې جوړې اوسنۍ هڅې نمایشي دي او دوی به ونه توانیږي، چې وسله وال مخالیفین د خبرو میزته کينوي. نوموړى د دې کارعلت په یاده شورا …

نور... »

په هلمند كې پوليسو څلور تنه د نيشه يي توكو د قاچاق په تورنيولي

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې: د نشه يي توكو له څلور قاچاق وړونكيو سره مو لسگونه كيلوگرامه وچ تارياك او هيرويين نيولي ، غوښتل يې فراه ولايت ته يې وليږدوي. دوى دا هم وايي، چې: په هلمند كې د كوكنارو له كر وړاندې گړندۍ مبارزه پيل شوې او په دې …

نور... »

په كندهاركې درې انسان تښتوونكې په بند محكوم شول

په كندهاركې د يو يوولس کلن هلک د تښتولو په تور درې تنه په ۱۵، ۱۵ كاله بند محكوم شول. د کندهاراستناف محکمې د يوې علني محاكمې پرمهاال هغو درې تنو ته د پېنځلس کلونو بند فيصله واوروله، چي۶ مياشتې وړاندي يې يو يوولس کلن هلک د پيسو په بدل …

نور... »

په تخار كې يو سړك جوړ او گټې اخيستنې ته چمتو شو

په تخار كې د پېنځه كيلومترو په اوږدوالي  يو سړك جوړ او گټې اخيستنې ته چمتو شو. په دې پروژه دوه ميليون ډالرلگښت راغلى، چې د المان له خوا وركړشوى دى. د دغه سړك د پرانيستې په مراسمو كې د تخار پرچارواكو سربېره په كابل كې د المان سفارت مرستيال …

نور... »

د كابل بانك د بحران په اړه ابتدائيه محكمه پيل شوه

د كابل  بانك پخواني رييس خليل الله فروزي وايي، چي: له ما وروسته د كابل بانك سلگونه زره ډالرغلا او ليږدول شوي. هغه ادعا كوي، چې له كابل بانك څخه له وتلو وروسته له ما څخه هيچ راز تسليمي نده اخيستل شوې. د نوي كابل بانك رييس بيا دا تورونه …

نور... »

په نورستان کې د افغانستان بانک له څانگې، ساتونکيوغلا کړى

چارواکي وايي: د افغانستان بانك په دې څانگه كې له لس میليون افغانیو ډېرې پیسې وې. له پيښې سره د تړاو په توراووه تنه نیول شوي، چې پولیس او د بانک ساتونکي په کې شامل دي. د نورستان ولایت مطبوعاتي مسوول محمد زرین وايي: د جمعې په شپه(د لړم۲۶) د …

نور... »