عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

په آذربايجان كې به پرسيمه ييزو ستونزو د آسيا زړه هېوادونه بحث وكړي

په ازربايجان كې د آسيا زړه د هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړيږي . سيمه ييزې ستونزې، له نشه يې توكو او ترهگرۍ سره مبارزه به هغه موضوگانې وي، چې په پام كې ده راتلونكې اوونۍ كې پرې بحث وشي. د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې: سيمه ييزو ستونزو …

نور... »

په هلمند كې ۱۸ تنه وسلوال طالبان او درى پوليس ووژل شول

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې: د هلمند ولايت په نادعلي او نهرسراج ولسواليو كې د پوليسو او ملي اردو د سرتېرو گډ عمليات ترسره شوي دي. په همدې حال كې د يكشنبې په ورځ په مارجه ولسوالۍ كې د ماين په چاودنه كې څلور پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. …

نور... »

په ننگرهار کې د امام البخاري روزنتون د بیات بنیاد له ژمنيو مرستو برخمن شو

په ننگرهارکې د امام البخاري د یتیمانو له یوه روزنتون سره بیات بنیاد د ژمنیو کالیو، قرطاسیې ، بکسو او بخاریو مرسته وكړه. چارواکي وايي: په نوموړي روزنتون کې سلگونه یتیم ماشومان زده کړې كوي. بلخوا د نوموړي روزنتون  ماشومان د بیات بنیاد له دې مرستوخوښي ښيي او وايي، چې: …

نور... »

په كابل كې ايران د ديزلي برېښنا ۵۰ ميگاواټه پروژې پرانيسته وكړه

د دواړو هېوادونو د اقتصادي همكاريو د غزيدنې په موخه د ايران د انرژۍ وزير په يو رسمي سفر د يكشنبې په ورځ(د سلواغې ۸) افغانستان ته راغلى دى. د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير له خپل ايراني سيال سره يو ځاى  په كابل كې د ديزلي برېښنا ۵۰ …

نور... »

كه د بلخ والي په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې ځان ونوموي نو ملي جبهه به ترې ملاتړ وكړي

ملي جبهې غړي خبردارۍ وركوي، چې كه په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې پراخې درغلى وشي نو افغانستان به يو ځل بيا د بحران او بې ثباتۍ په لور ولاړ شي. د ولسمشريزو ټاكنو په رانږدي كېدلو سره د رايو جلب لپاره د سياسي گوندونو هڅې زياتې شوې دي. له همدې …

نور... »

اوس د پاكستان وار دى، چې طالبان د خبرو ميز ته حاضر كړي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايې، اوس د دې وخت را رسېدلى، چې پاكستان وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر كړي. د دې وزارت چارواكي همدا راز په دې باور دي، چې د طالبانو په مشرتابه كې ډېر افراد له افغان حكومت سره د خبرو د پېل …

نور... »

درې جهادي تنظيمونو د شمال د بندرونو عواېدو كې په ميليونونو افغانۍ اختلاس كړى دى

د بلخ والي، د ملي جنبش د گوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم او د ولسي جرگې غړي او د افغانستان د خلكو د اسلامي وحدت د گوند مشر د لويې څارنوالۍ هغه تورونه رد كړل، چې وايې، دوى د شمال د بندرونو عوايدو كې په ميليونونو افغانۍ اختلاس كړى دى. …

نور... »

چاپان د افغانستان د كليو د وضعيت د ښه كېدو لپاره شل ميليونه ډالر مرسته كوي

د كليو د پراختيا وزارت چارواكي وايي، دغه پېسې به د سيمه ييزې حكومت دارۍ د ښه كېدو تر څنگ په كليو كې د بنسټيزو پروژو، د ښځو او بزگرانو د ظرفېتونو پر لوړولو هم ولگول شي. جاپان د نړى دوهم هېواد دى، چې د افغانستان په امنيتي او اقتصادي …

نور... »

سياسي گوندونو د ولسمشريزو ټاكنو د رڼښت غوښتنه وكړه

د افغانستان د سياسي گوندونو او ائتلافونو د همكارۍ شورا د ولسمشرۍ د راتلونكيو ټاكنو په نه روڼتيا اندېښنه ښكاره كړې او له حكومت او نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې د ولسمشرۍ د راتلونكيو ټاكنو د روڼتيا په موخه جدي هلې ځلې وكړي. دغه شورا  له ولسمشرحامد كرزي وغوښتل، چې …

نور... »

په هېواد كې د اريانا بلخ ځانگړيو ټلويزيوني خپرونو يو كلن گام پورته كړ

د افغانستان شمالي او شمال ختيځو ولايتونو ته له بلخ ولايت څخه د اريانا راديو- ټلويزيون د سيمه ييزو خپرونو يو كال پوره شو. اريانا بلخ په لومړي ځل د ۱۳۹۰ ل كال د سلواغې په شپږمه خپرونې پيل كړې، چې په پيل كې يې د نيم ساعت لپاره د …

نور... »

كام ايرهوايي شركت د نشه يې توكو د ليږد تور رد كړ

كام ايرهوايي شركت د امريكايي ځواكونو لخوا پر دغه شركت هغه لگيدلي تورونه رد كړل، چې گواكې د دغه شركت په الوتكو كې تاجكستان ته نشه يي توكي وړل كيږي. د دغه شركت رييس زمري كامگار دا تورونه يوه دسيسه او له دوى سره د بهرنيو هوايي شركتونو ناسالم رقابت …

نور... »

د نشه يې توكو د روږدې كيدو په مخنيوى كې دې هېوادوال مرسته وكړي

له نشه يي توكو سره د مبارزې چارواكي وايي: افغانان او په افغانستان كې ټول كورني بنسټونه بايد د نشه يې توكو د روږدې كيدو په مخنيوى كې له دولت سره مرسته وكړي. له نشه يې توكو سره د مبارزې وزارت معين محمد ابراهيم ازهر وايي: كه څه هم په …

نور... »

د مسئوليتونو د لېږد بهير به د افغانانو په اقتصادي حالت ناوړه اغېزه وكړي

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو سازمان اندېښنه څرگندوي، چې له دغه هېواده د نړيوالو پوځونو له وتو وروسته به د افغانانو اقتصاد نور هم د خرابۍ خوا ته ولاړ شي. ملگري ملتونه زياتوي، چې همدا اوس په افغانستان كې د بشري مرستو لپاره څه كم پنځه سوه ميليون ډالرو …

نور... »

د غزني په ځانمرگي بريد كې د بريد كوونكي په گډون درې تنه ووژل شول

په غزني كې د شنبې ورځ غرمه په يو ځانمرگي بريد كې د بريد كوونكي به گدون درې تنه وژل شوي او ديارلس نور ټپيان شوي دي. د دغه ولايت امنيتي چاروكي وايي، په وژل شويو كسانو كې يو پوليس او يو ملكي وگړى هم شامل دي. د غزني په …

نور... »

د امريكا د نظامي بودجې كمول به د افغانستان په ثبات ناوړه اغېزه وكړي

د امريكا د دفاع وزارت خبردارى وركوي د دغه هېواد د نظامي بودجې كمول به د افغانستان په جگړه منفي اغېزه وكړي. د امريكا كانگرس په داسې حال كې د خپلې نظامي بودجې د لس فيصدو پر كمولو غور كوي، چې افغان پوځ د امريكا له مالي ملاتړه برخمن دى. …

نور... »

په كابل ښار كې د دولتي او عادي موټرو پلټنې جدي شوې دي

د كابل پر يو شمېر سيمو د وسله والو طالبانو وروستيو ډله ييزو بريدونو سره د كورنيو چارو وزارت په پلازمينه او ولايتونو كې د دولتي او عادي موټرو پلټنې جدي كړي دي، د دغه وزارت چارواكي وايي، دغه پلټنې به په دايمې ډول روانې وي او په ترڅ كې …

نور... »

په ۲۰۱۴ م کال کې که د منلو وړ ټاكنې غواړو- جان كيري

كه څه هم  د افغانستان راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو ته شاوخوا يو كال او دوه مياشتې پاته دي، خو امريكايي سناتورجان كيري، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ته هم نوماند دى وايي: په پام كې ده د افغانستان ولسمشريزې ټاكنې ترسره شي او دا ټاكنې بايد د منلو وړ …

نور... »

په نوي ډيلي كې د آريانا ۲۰۱۲ كال د هنري ډاليو اوومه ننداره تر سره شوه

د آريانا راديو – تلويزيون د ۲۰۱۲م كال په هنري جشن كې  يو شمېرافغان چارواكو، پياوړيو او پېژندل شويو او ځوانو هنرمندانو، د هند د فرهنگي او هنري ټولنې وتليو څېرو او ميه والو گډون درلود او د دې نندارې له مراسمو يې تود هركلى وكړ. آريانا راديو- تلويزيون د …

نور... »

افغان ولسمشر حامد كرزي د مراد خانۍ له بيا رغونې ليدنه وكړه

افغان ولسمشر حامد كرزي د كابل ښار د مراد خانۍ د تاريخي سيمې د بيارغونې له بهير او  د فيروز كوه انستيتوت څخه ليدنه وكړه. ولسمشر د مراد خانۍ د تاريخي سيمې پروژه په هېواد كې يوه مهمه پروژه وبلله. ولسمشر همدا راز له قيروز كوه انستيتوت څخه د ليدنې …

نور... »

په خوست كې د يوشمېر ولسواليو خلك له دولت څخه وسلې او مهات غواړي

د خوست ولايت د موسى خېلو او قلندر ولسواليو يو شمېر ځوانانو د خپلې سيمې د ساتنې لپاره له دولت څخه د وسلو او مهاتو غوښتونه كړې. قلندراو موسې خېل د خوست په شمال لويديځ كې څنگ په څنگ پرتې غرنۍ ولسوالۍ دي، چې له پكتيا سره اوږده گډه پوله …

نور... »