عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

كه له طالبانو سره د سولې خبرې ناكامې شي، افغانستان به يو ځل بيا كورنۍ جګړې ته ننوځي

د برېتانيا د پارلمان دفاعي جرګه ګۍ وايي، چې له طالبانو سره د سولې هوكړه د با ثباته افغانستان ضمانت كولاى شي. دغې كمېتې ويلي كه له وسله والو طالبانو سره د سولې پروسه ناكامه شي، په افغانستان كې يو ځل بيا كورنۍ جګړه پيلېداى شي. د بريتانيا د پارلمان …

نور... »

د هغو وكيلانو نومونه دې افشا شي، چې له وزيرانو يې باج اخيستى دى

له استيضاح شويو وزيرانو څخه د ولسي جرګې د ځينو غړو د تړونونو اخيستو د دغې جرګې د نورو غړو غوسه را پارولې ده. د ولسي جرګې يو شمېر غړي د جرګې په يو شمېر  نورو غړو تور لګوي، چې په  تېرو دوو اوونيو كې يې له استيضاح شويو وزيرانو …

نور... »

د بلخ پوهنتون په نوې ودانۍ د پاكستان له خوا ۱۸ ميليونه ډالره لګېدلي دي

د بلخ پوهنتون نوې ودانې د افغان او پاكستاني چارواكو له خوا پرانيستل شوه. په دې ودانى د پاكستان له خوا ۱۸ ميليون ډالره لګېدلي دي. په كابل كې د پاكستان سفير، چې په همدې موخه مزارشريف ته سفر كړى له افغانستان سره د خپلو د همكاريو په دوام ټينګار …

نور... »

د هېواد په ختيځ كې د لويدلې چورلكې دوه سرتېري وژل شوي

په كابل كې د آيساف ځواكونو مطبوعاتي دفتر په ډاگه كړې، چې: د افغانستان په ختيځ كې د سه شنبې په ورځ( د وري۲۰) د لويدلې چورلكې دوه بهرني سرتېري وژل شوي دي. آيساف د پېښې د دقيق ځاى او د قربانيانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي. …

نور... »

په افغانستان كې د ښځو ټولنيزې چارې ټكنۍ شوي

د افغان ميرمنو د ملاتړ بنسټونه وايي: نالوستي، ناامني، اقتصادي ستونزې او د قانون د پلي كيدو په وړاندې خنډونه هغه اړخونه دي، چې د ښځو په وړاندې يې د تاوتريخوالي پيښې زياتې او د ښځو اړوند ټولنيزې چارې يې ټكنۍ كړې دي. له دموكراسي څخه د افغان ميرمنو د …

نور... »

د ټاكنو خپلواك كميسيون د رييس ټاكنه وځنډول شوه

ولسمشر حامد كرزي په ارگ كې د سه شنبې په ورځ(د وري۲۰) يوه مشورتي ناسته را بللې وه، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د نوي رييس پر ټاكلو سلا مشوره وكړي. په دې ناسته كې جهادي مشرانو، د سياسي گوندونو او مدني ټولنو استازيو برخه درلوده. بلخوا د سياسي گوندونو …

نور... »

د افغانستان د قضايي او عدلي بنسټونو د كاركوونكيو پر حقوقي زده كړو ټينگار وشو

د هېواد په شمال كې د امريكا ملكي استازى وايي: امريكا هڅه كوي د افغانستان په قضايي او عدلي بنسټونو كې د ښونيزو او عامه پوهاوي پروگرامونو له لارې په افغانستان كې د قانون د حاكميت كچه لوړه شي. د حقوقو د پراختيا نړيوال سازمان له لوري په بلخ كې …

نور... »

هندوستان : پاكستان يو ستونزې جوړونكى هېواد دى

د هند د بهرنيو چارو وزير وايې، هېواد به يې د افغانستان د حالت په باب بې تفاوته نه وي. دغه هندي جګپوړى ديپلومات په افغانستان كې د جګړې دوام د خپل هېواد پر زيان بولي او په افغانستان كې د جګړې د پاى ته رسېدو غوښتونكى دى. نوى ډيلى …

نور... »

د امنيت ټينګښت د ټاكنو د شفافيت يوازينى ضمانت دى

كه د ټاكنو تر پيل پورې امنيتي حالت ښه نه شو نو د تېرو ټاكنو ترخه تجربه به بيا تكرار شي. د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، تر څو چې د ټاكنو امنيت ټينګ نه شي د ټاكنو شفافيت به تر پوښتنې لاندې …

نور... »

د ولسي جرګې يو شمېر غړي بايد استجواب شي

د مشرانو جرګې ځينو غړو د سه شنبې په ورځ ( د وري ۲۰ ) په عمومي ناسته كې وويل، د ولسي جرګې هغه استازي بايد وضاحت وركړي، چې وايې، په ولسي جرګه كې ځينې معاملې كېږي. تېره اوونۍ ولسي جرګې د كابينې اووه وزيران د خپلو پراختيايي بوديجو د …

نور... »

په كابل كې د افغان ديني علماوو درېيمه ناسته جوړه شوه

په كابل كې د دوشنبې په ورځ(د وري۱۹) د افغانستان د سوله ييز راتلونكې په موخه د اسلامي همكاريو درېيم نړيوال كنفرانس تر سرليك لاندې د دغه كنفرانس دوه يمه برخه جوړه شو. په دې ناسته كې ديني علماوو، مدني بنسټونو او يو شمېر ښځو گډون كړى و او په …

نور... »

گاونډ استخباراتي كړۍ د لويو كانونو د استخراج مخنيوي كوي

د كانونو وزارت وايي، چې: د سيمي هېوادونو استخباراتي كړۍ هڅه كوي، چي د افغا نستان د لويو كانونو د استخراج په وړاندې خنډونه جوړكړي. دغه وزارات همداراز وايي، چي په نږدي راتلونكي كي به دشپږ نورو كانونو قرادادونه هم له نړيوالو كمپنيو سره لاسليك شي. د كانونو وزارت وزير …

نور... »

په افغانستان كې به له ۲۰۱۴ م كال وروسته هم جگړه روانه وي- د امريكا ستردرستيز

د امريكا ستر درستيز وايي، چې: په افغانستان كې به له يوې لسيزې جگړو وروسته هم  ستونزې دوام لري. د ده په وينا: ځكه، چې افغانستان د تاريخ په اوږدو كې د دغه حقيقت شاهد دى. د دغه امريكايي پوځي چارواكي د څرگندونو په غبرگون كې د ملي شورا يو …

نور... »

افغان ولسمشر په فراه کې د وروستي ډله ییز ځانمرګي برید د قربانیانو له کورنیو سره وکتل

د فراه ولايت خلكو افغان ولسمشر حامد كرزي ته له امنيتي ارګانونو شكايت وكړ، چې په وېنا يې د تېرې اوونۍ له ډله یيز مرګوني بريد څخه يې هېڅ كشفي معلومات نه درلودل. تېره اوونۍ په فراه كې د وسلوالو مخالفينو په ډله بيزو ځانمرګو او وسله والو بريدونو كې …

نور... »

په ملي او دولتي اشخاصو بريدونه بايد د سولې د بهير مخه ونه نيسي

د افغانستان د ملي امنيت رئيس وايي، پردولتي شخصيتونو او چارواكو د بريدونو دوام بايد د سولې په بهير ناوړه اغېزه ونه كړي. د افغانستان د ملي امنيت دا لوړ پوړى چارواكى، چې د طالبانو په يوه بريد كې سخت ټپي شوى و ژمنه كوي، چې افغانستان ته د سولې …

نور... »

د وينې لوړ فشار او شكرې ناروغيو افغانان گواښلي

د عامې روغتيا وزارت په هېواد كې د غيرانتاني ناروغيو له كبله د مړينې پر زياتوالي اندېښنه ښيي. د عامې روغتيا وزيره وايي: د وينې لوړ فشار او د زړه او شكرې ناروغۍ هركال د زرگونو افغانانو ژوند اخلي او په افغانستان كې د مړينې پېنځه دېرش سلنه جوړوي. د …

نور... »

د آيساف په هوايي بريد كې ۱۰ ماشومان وژل شوي دي

د کونړ چارواکي وايي: آيساف د كونړ ولايت په شيگل ولسوالۍ کې پرهغو کورونو بمبارد کړى، چې وسله وال طالبان په کې پټ شوي ول. دوی وايي: په دغوعملیاتو کې یو شمېرمهم طالب جنگیالي هم وژل شوي دي. د کونړ والي ویاند واصف الله واصفي وايي: تېره شپه(د وري ۱۸) …

نور... »

د بگرام زندان د زندانیانو د دوسیو څېړلو جرگه گۍ جوړه شوه

د ولسمشر د ویندوۍ دفتر په یوه خبر پاڼه کې څرگنده كړې، چې: ولسمشر حامد کرزي د بگرام زندانیانو د دوسیو د څېړنی لپاره یوې جرگه گۍ ته دنده سپارلې، چې د بگرام په زندان کي دې بې گنا او بې اسنادو بندیان په گوته كړي. ولسمشر کرزي مخکې له …

نور... »

ډېر ژر به د غزني هوايي ډگر د مسافروړونكيو الوتكو ناستې او الوت ته چمتو شي

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي: د غزني هوايي ډگر به له شپږ مياشتو په كمه موده كې د  كوشنيو مسافروړونكيو الوتكو ناستې او الوت ته چمتو شي. د دې وزارت د مسولينو په وينا، په روان لمريز كال كې به د كابل د يوه هوايي ډگر په گډون …

نور... »

هغه طالب مشران، چې د سولې له شورا سره خبرو ته حاضرېږي پاكستان يې وژني

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، هغه طالب مشران چې د سولې له شورا سره خبرو ته حاضرېږي پاكستان يې يا وژنې او يا يې هم ګواښي. د خبرو مېز ته د طالب مشرانو راوستل په تېرو دوو كلونو كې د افغان حكومت يوه مهمه غوښتنه ده، هغه …

نور... »