عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

حکومت د خلکو او خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی- ولسي جرګه

د کابل په ځانمرګو بریدونو کې د خبریالانو پر وژل کیدو، ولسي جرګې هم جدي اندېښنه وښوده او پر حکومت یې نیوکه وکړه، چې ګواکي د خلکو او په ځانګړي توګه د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی. په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کبله د ولسي وګړیو مرګ …

نور... »

پر خبریالانو ځانمرګی برید یو بشري جنایت دی

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې په کابل کې پر خبریالانو ځانمرګی برید یو بشري جنایت ګڼي او د  ملګرو ملتونو د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي، چې دغه برید په جدي توګه وڅېړل شي. د کابل په شش درک کې پر خبریالانو شوی ځانمرګي برید، چې په کې …

نور... »

د غویی لسمه د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ ورځ ونومول شوه

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون د کابل په شش درک کې پر خبریالانو د برید د غندلو تر څنګ د یو پرېکړه لیک په لوستلو د غویی لسمه د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ ورځ ونوموله. د کابل په شش درک سیمه کې د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۱۰) د …

نور... »

په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو کاروان له موتر بم برید سره مخ شوی

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د ملا عبدالله خېل په اړوند سیمه کې د رومانیایي ځواکونو د موترو یو کاروان له موتر بم برید سره مخ شوی دی. سیمه ییزو چارواکو پېښه منلې او وایي، چې په دې پېښه کې ۱۱ ملکي کسانو، چې ټول ماشومان دي ژوند له …

نور... »

په کابل کې چاودنو د خبریالانو په ګډون له ۲۵ کسانو خوږ ژوند واخیست

د کابل په شش درک سیمه کې د دوشنبې پر سهار اته بجې(د غویی۱۰) دوه غبرګو چاودنو د کابل شنه سیمه ولړزوله، چې لږ تر لږه یې د ۲۵ کسانو خوږ ژوند واخیست او له۴۰ ډېر کسان یې ټپیان کړل. له راپورونو سره سم لومړی د شش درک پر سړک …

نور... »

په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

په هرات ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چې د دې ولایت د کشک باط سنګي ولسوالۍ په تونوش بیګ کلي کې یو شمېر کسانو …

نور... »

د جلال آباد ښار د نوملیکنې په مرکز کې چاودنه شوې

د جلال آباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د يوه جومات په دروازه کې، چې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې مرکز په کې جوړ شوى و، د ځاى پرځاى شويو چاودیدوونکیو توکو له کبله چاودنه شوې.  د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، چاودیدونکي توکي په يو زرنج کې ځاى …

نور... »

په ننګرهار کې چاودنې د يوې کورنۍ درې کسان وژلي

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د فتح آباد په اړوند سيمه کې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي؛ د شنبې په مازيګرد سره رود ولسوالۍ په فتح آباد په سيمه کې د …

نور... »

طالبانو له افغان چاوراکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي- جان نیکلسون

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان وایي، طالبانو له افغان چارواکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي او دا لړۍ اوس هم روانه ده. د ناتو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بروکسل په دوه ورځنۍ ناسته کې د نورو مسایلو تر څنګ …

نور... »

هر طالب جګړه نه غواړي- اشرف غني

ولسمشر غني په ارګ کې د مجاهدینو د بریالیتوب په شپږویشتمه کلیزه کې، چې د شنبې پر ورځ( د غویی۸) ونمانځل شوه؛ په خبرو کې وویل: مونږ باید ومنو، چې هر طالب جګړه نه غواړي، جګړه د یوشمېر محدودو کسانو لخوا پر ډیریو تپل شوې ده. هغه که څه هم …

نور... »

د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي- د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې د ټاکنو د نوملیکنې لپاره د خلکو پیکه ګډون به د راتلونکیو ټاکنو مشروعیت راټیټ کړي. څه باندې دوه اوونۍ کیږي، چې د  رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر پیل شوی او تر اوسه پورې د ولایتونو په مرکزونو کې څه باندې شپږ سوه …

نور... »

په هلمند کې موتر بم چاودنې د یو سرتېري په ګډون ۵ کسان ووژل

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې موتر بم چاودنې د یوه سرتېري په ګډون ۵ کسان ووژل او لس نور یې ټپیان کړي دي. ویل کیږي، چې په ټپیانو کې درې امنیتي سرتېري هم شته. د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې د ملي اردو پر …

نور... »

د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې ۵ طالب جنګیالي وژل شوي

د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ۵ جنګیالي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خبرپاڼې له مخې؛ افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ په بابه غایب کلي کې دغې ولسوالۍ ته د طالبانو د …

نور... »

امنیتي ګواښونو د لومړي پړاو د نوملیکنې ۷۳ مرکزونه وتړل

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په وروستیو دوه اوونیو کې د امنیتي ګواښونو پر دلیل د رای ورکوونکیو د لومړي پړاو د نوملیکنې ۷۳ مرکزونه تړل شوي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رای ورکوونکیو د نوملیکنې په لومړي پړاو کې د رایه ورکولو لپاره د نوملیکنې د یوزر و …

نور... »

د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکیب د طالبانو په کمین کې ووژل شو

د دوه سوه درې تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا د رسنیو مسوول احمد شکیل تسل آریانا نیوز ته وویل، چې پېښه نن له غرمې وروسته د محمدآغې ولسوالۍ د واغجان په بازا ر کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړې، چې په پېښه کې د والي ویاند سلیم …

نور... »

تر هغې، چې امنیت خوندي شوی نه وي؛ ټاکنو ته نوملیکنه مکوئ- شیعه عالمانو شورا

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا، چې مشر یې آیت العظمی شیخ آصف محسني دی له خلکو غوښتي؛ تر هغې، چې بشپړ امنیت ټینګ شوی نه وي، د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې په پروګرام کې ګډون مکوئ.   دوی په کابل ښار کې د یکشنبې ورځې له خونړي برید وروسته …

نور... »

د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې ۱۳ سرتېری وژل شوي

د کندوز ولایتي شورا په ډاګه کړې، چې د کندوز ولایت د ارچي ولسوالۍ په قرلق کلي کې د طالبانو په یوه برید کې ۱۳ سرتېري وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي. د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري ویلي، چې تېره شپه طالبانو د قرلق …

نور... »

که له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه شي، حکومت به وشړیږي- جان سپکو

د افغانستان په بیارغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې رییس خبرداری ورکړ، چې که له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه شي، حکومت به له دننه وشړیږي او په روانه جګړه کې به بریا هم له ننګونو سره مخ شي. د اروپایي ټولنې څلورمه ناسته له …

نور... »

په تېرو درې میاشتو کې امریکا پر افغانستان ۱۱۸۶ بمونه غورزولي

د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې امریکا د افغانستان د وسلوالو طالبانو او سخت دریځو ډلو پر مرکزونو ۱۱۸۶ بمونه غورزولي دي. د امریکا د هوايي ځواک مرکزي قومندانۍ په ډاګه کړې، چې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې یې د سخت دریځو پر …

نور... »

له بیات پاور شرکت سره د ۴۲ میګاواته ګازي برښنا د تولید تړون لاسلیک شو

د انرژۍ او اوبو وزیر د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۴ ) له بیات پاور شرکت سره د دوه څلوېښت میګاواته ګازي برښنا د تولید تړون لاسلیک کړ؛ ځکه، چې له داخلي سرچینو د برښنا تولید پر وارداتي برښنا د افغانستان تړښت پای ته رسوي. ټاکل شوې، چې …

نور... »