عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري خوشې شو

چارواکو په ډاګه کړې، چې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشې شو. د مسوولینو په خبره، قیصاري د بشري حقونو د نقض پر تور نیول شوی و؛ خو د ملي امنیت له بنده په معتبر ضمانت آزاد شو؛ دوسیه …

نور... »

د آسیا پراختیایي بانک په اقتصادي برخه کې پانګونه کوي

مسوولین وایي، د آسیا پراختیایي بانک غواړي په افغانستان کې د دوه میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه وکړي. په کابل کې د آسیا پرمختیايي بانک مسوولین وايي، چې تر راتلونکيو درې کلونو پورې به په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې تر دوه میلیارد دالرو پورې پانګونه ترسره شي. دوی وايي؛ …

نور... »

وسلوال طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته هیله من شوي

پاکستانيو چارواکو څرګنده کړې، چې وسلوال طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته هیله من شوي. اسلام آباد، تهران، مسکو او واشنګتن لګیا دي، چې وسلوال طالبان د کابل له حکومت سره خبرو ته کښینوي؛ خو د دغو هېوادونو یو شمېر، وسلوال طالبان او افغان حکومت دواړه نه خفه کوي. …

نور... »

محمد حلیم فدایي د خوست ولایت نوي والي شو

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې څرګنده کړې، چې د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې؛ محمد حلیم فدایي د خوست د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی. ویل کیږي، چې ښاغلی فدایي په خوست ولایت کې د ښاغلي حکم خان حبیبي پر ځای دغه ولایت ته ټاکل شوی …

نور... »

پېنځه وسلوال طالبان پخپل موتر بم کې وژل شوي

د غزني ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې پېنځه وسلوال طالبان پخپل موتر بم چاودنه کې وژل شوي دي. د غزني امنیه قومندانۍ زیاته کړې؛ طالبانو غوښتل، چې د دغه موتر بم  پر مټ پر ده یک ولسوالۍ وسلوال برید وکړي؛ خو پخپله …

نور... »

د کرکت ۵۰ آوره نړیوال جام سبا کابل ته راوړل کیږي

ټاکل شوې، چې د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام سبا چارشنبه کابل ته راورسیږي او په دارالامان ماڼۍ کې له یو لړ مراسمو وروسته بامیان، کندهار او هرات ولایتونو ته ولیږدول شي او بیا به انګلستان ته واستول شي. دغه نړیوال جام تېر ځل هم په ۲۰۱۵م کال کې افغانستان …

نور... »

عبدالرزاق وحیدي وبښل شو

د وزیرانو ځانګړې محکمې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومې ۴) د خپلې درېیمې علني ناستې په پای کې  د دلایلو د نشتوالي له مخې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی رییس عبدالرزاق وحیدي له پړتیا وویست او وبښل شو.   د محکمې له حکم وروسته ښاغلي عبدالرزاق وحیدي …

نور... »

د ارزانه او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په موخه نوره پانګونه کیږي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، ډېر ژر به مخابراتي او انترنتي خدمتونو د ښه والي لپاره نوي اقدامات تر سره شي. د مخابراتو او معلو ماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، افغان دولت د مخابراتي او انترنتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې شاوخوا ۲۱ میلیارد افغانۍ پانګونه …

نور... »

د کابل ښار په دوه ودانیو کې بریدګرو ۶۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل پولیسو منلې، چې تېر مازیګر ۳ بجې د کابل ښار د ۱۶ ناحیې د اړوند سیمې ټولګټو وزارت تر څنګ د شهداوو او معلولینو معینیت مخې ته موتر بم برید رامنځته شوی دي. د آریانا نیوز د خبریال د څرګندونو له مخې؛ برید ګرو  درې چاودنې تر سره …

نور... »

د کندهار په عینو مېنه کې ځانمرګي مرګ و ژوبله رامنځته کړې

د راپورونو له مخې؛ د سې شنبې د مازیګر پر څلور بجو د کندهار د کندهار ولایت د عینو مېنې په درېیم سړک کې ځانمرګي ۱۵ کسان وژلي دي. د  کندهار والي ویاند څرګنده کړې؛ په دې ځانمرګي برید کې، چې د پولیسو تر څارنې لاندې و؛ دوه ملکي وګړي …

نور... »

عدلیې او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیران پخپلو دندو پاتې شول

د عدلیې او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیران د ولسي جرګې له استیضاحیه غونډې بریالي را ووتل. د دوشنبې پر ورځ ولسي جرګې د عدلیې وزیر او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره د پرمختیايي بودجې په لګښت کې د پاتې راتلو له کبله استیضاح …

نور... »

په هېواد کې باید نور د غصب فرهنګ پای ومومي- اشرف غني

ولسمشر غني د ښاري ژوند په پېنځمه غونډه کې وویل، چې نور باید د غصب فرهنګ پای ومومي. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې شاوخوا دولس سوه کسان د ښاري ژوند په اړه په جوړه شوې پېنځمه غونډه کې راټول شول. د غونډې ګډونوالو په ښارونو کې د پرمختګونو او ستونزو په …

نور... »

که ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه ونشي، وخت به یې وغزول شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، که څوک د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماند په توګه نوملیکنه ونکړي، دوی به د نوملیکنې موده وغزوي. په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د مرغومې پر لومړۍ نېټه پیل شوی؛ خو اوس هم هیچا د ولسمشریزو ټاکنو …

نور... »

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له مشرانو سره ولیدل

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومې ۳) له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ د سولې د دوه اړخیزو خبرو لپاره کابل ته راغی او د افغان حکومت له مشرانو سره یې دوه اړخیزې خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنیو …

نور... »

پر ولسمشر نیوکه کوونکي نوماندان پاتې راغلل

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو د بل پسې د ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي؛ خو ښکاري دا، چې په لومړنیو پایلو کې د ولسمشر سرسخته نیوکه کوونکي ندي بریالي شوي. د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې پر ولسمشر سخت نیوکه کوونکي کاندیدان پاتې …

نور... »

د راتلونکي کال ملي بودجه له ګواښ سره مخ ده- د شفافیت بنسټ

د افغانستان د شفافیت بنسټ وايي، چې ښايي د راتلونکي کال  له ملي بودجې څخه حکومت او بانفوذه کسان ناوړه ګټه پورته کړي. د افغانستان د شفافیت بنسټ مسوولینو څرګنده کړې؛ حکومت میلیونونه دالر لګولي، چې د ملي بودجې په اړه د خلکو نظریات راټول کړي، خو د بودجې د …

نور... »

کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته سرپرست وزیران منظورشول

د اساسي قانون د ۶۴ مادې د۱۱ او ۱۳ فقرو له مخې ولسمشرۍ د ملي دفاع وزارت ته د سرپرست وزیر په توګه د ښاغلی اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د امرالله صالح د ټاکلو او ملي شورا ته د دوی دې ورپېژندلو حکم …

نور... »

طالبانو د تخار د پولیسو یو قومندان وژلی

امنیتي چارواکو ویلي، چې د تخار د پولیسو د عامه نظم او امن د کندک قومندان شاه طاووس د یکشنبې پر سهار( د مرغومي ۲) د طالبانو په کمین کې له خپلو دوه ساتونکیو سره وژل شوی او څلور سرتېري یې ټپیان دي. د تخار پولیسو د امنیت آمر نظام …

نور... »

دا مهال په هېواد کې نږدې لس میلیون وګړي انترنت کاروي- شهزاد ګل آریوبي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت مسوولین وایي، په هېواد کې د انترنت د کاروونکیو شمېر ډېر شوی او دا مهال نږدې لس میلیون وګړي انترنت کاروي. مسوولینو ویلي، هڅه کوو، چې د انترنت بیې را ټیټې شي او د کاروونکیو شمېر نور هم ډېر کړي. د مخابراتو او معلوماتي …

نور... »

د ټولګټو وزیر د خپل مقام پر ساتلو بریالی شو

ولسي جرګې د ټولګټو وزیر د دیارلس سوه شپږ نوییم مالي کال د پراختیایي بودجې د نه لګولو کبله  استیضاح کړی و؛ خو نوموړی د خپل مقام پر ساتلو بریالی شو. د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون رییس محمد عظیم محسني وایي؛ ځینې اختیاري پراختیایي پروژې په …

نور... »