سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار کې داعش د پرمختګ په حال کې دی

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدیر د دغه ولایت د بېلابېلو قومي مشرانو ناستې ته په ډاګه کړې، چې داعش د پرمختګ په حال کې دی. د ظاهر قدیر پر هڅو د ننګرهار د بېلابیلو سیمو مشرانو  د چارواکو د ناسمو کړنو په غبرګون کې راټول او …

نور... »

په فاریاب کې د ولسي پاڅونوالو سل کسیزه ډله مخالفینو ته اوښتی

د فاریاب ولایتي شورا غړي وایي، د ګرزیوان په دره زنګ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکیو یو قومندان له خپلو سل کسانو سره د دولت د وسلوالو مخالفینو له لیکو سره یوځای شوی دی. د فاریاب ولایتي شورا مرستیال اندېښنه څرګندوي او وایي، چې په ګرزیوان ولسوالۍ کې د …

نور... »

په جوزجان کې پر ۱۰ کلنې نجلې جنسي تېری شوی

د جوزجان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت د قوش تیپې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی. د جوزجان د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي آریانا نیوز ته منلې، چې دغه پېښه د دې ولایت …

نور... »

د بریتانیا دفاع وزیر په کابل کې له خپل سیال سره لیدلي

په کابل کې د بریتانیا سفارت په ډاګه کړې، چې نن غرمه مهال د دغه هېواد دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن د افغانستان له دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او بریتانیایي ځواکونو سره لیدلي دي. کابل ته دا د بریتانیا د دفاع وزیر ښاغلي ویلیامسن لومړنی سفر دی.   د بریتانی …

نور... »

د غزني ولایت په لویدیځه څنډه کې طالبانو پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

د غزني والي ویاند آریانا نیوز ته ویلي، چې تېره شپه له سل ډېرو طالبانو د غزني ښار د لویدیځې څنډې د قله قاضي او خاک غریبانو پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه پیل کړل، چې په کې ۵ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.   د دغه ولایت …

نور... »

د خوست محلي ادارې ته د غلام خان بندر د تړلو امر شوی

د خوست ولایتي شورا غړي وایي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د خوست محلي ادارې ته  د غلام خان بندر د تړلو امر کړی دی. له هغې وروسته، چې تېره اوونۍ پاکستان د غلام خان بندر پرانست؛ افغان حکومت اوس ویلي، چې په سرحدي صفري ټکي کې د نظامي …

نور... »

د غزني د قرباغ ولسوالۍ د خلکو لانجه د بندیانو په تبادله پای ته ورسیده

د غزني د قرباغ ولسوالې د نیخته او شېرآباد کلیو د اوسیدونکیو لانجه د دواړو لوریو د بندیانو په تبادله پای ته ورسیده . د غزني د قرباغ ولسوالۍ د نیخته او شېرآباد کلیو د اوسیدونکیو ترمنځ له پخوا راهیسې د اوبو لانجه وه؛ خو هغه وخت یې زور واخیست، …

نور... »

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په عملیاتو کې لس کسان وژل شوي

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د هِدیه خېلو او مندرخېلو اوسیدونکي وایي، چې د شنبې شپې په شپنیوعملیاتو کې لس ولسي وګړي وژل شوي. د اړوند سیمې خلکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه په ماڼو، ګراتک او مندرخېلو کلیو کې د ګډو عملیاتو  پر مهال لس هغه ملکیان …

نور... »

ولسمشر غني د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره وکتل

ولسمشرۍ ماڼې په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه او راغلي پلاوي سره وکتل. د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې، چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې تر سره شوې، دواړو غاړیو د …

نور... »

په کابل کې موتر بم چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار ۹ بجې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې موتربم چاودنې دوه کسان وژلي او درې نور ټپيان دي. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد آریانا نیوز ته زیاته کړې؛ د دې برید موخه یو بل پرادو ډوله موتر و، چې …

نور... »

د کابل امنیت ساتنه مو کاري لومړیتوب دی

په دې وروستیو کې ولسمشر ویلي، چې کابل ښار د جنګي ډلو لخوا کلابند دی؛ خو د ناتو پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان لستوڼي رابډوهل او د امنیتي ځواکونو د روزنې تر څنګ یې وویل، چې د کابل امنیت ساتنه مو کاري لومړیتوب دی؛ خلک او نړیوالې ټولنې به په کې …

نور... »

سیاسي څېرو له کنایو ډکې غوښتنې او پوښتنې راپورته کړې

د ملي وحدت اجرائیه رییس وایي؛ څوک، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي؛ باید خپلو کړنو او ویناوو ته پام وکړي او د افغانانو تر منځ له کرکې پیداکولو ځان وساتي. د افغان حکومت د سولې له تازه طرحې سره جوخت دا خبرې اوس تودې شوي، چې …

نور... »

په پکتیکا کې یو برمته شوي کس؛ ۲۵ طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د سیمه ییزو پولیسو د قومندان ورور اول خان برمته کړی و؛ خو نوموړي د طالبانو پر وسله وسلوالو ته مرګ و ژوبله اړولې او پخپله یې بریالۍ تېښته کړې ده. چارواکو ویلي، چې  اول خان نومي برمته شوي کس له …

نور... »

په نوي کال کې به د ښوونکیو معاشونه د مبایلونو له لارې ورکړشي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره تړون لاسلیک کړی، چې په نوي کال کې به لومړی د ښوونکیو او بیا د ټولو دولتي مامورینو معاشونه د مبایل له لارې ورکړ شي. د مخابراتو او معلو ماتي تکنالوژۍ وزیر محمد شهزاد اریوبي  وايي، له فساد …

نور... »

د ننګرهار کانال خصوصي سکتور ته سپارل کېږي- درانی

په ننګرهار ولایت کې چارواکو په ډاګه کړې، چې د حکومتي پرېکړې له مخې د ننګرهار کانال خصوصي سکتور ته سپارل کېږي؛ خو خلک اندېښمن دي، چې د قراردادونو په بهانه د تېر په څېر د کانال پاتې ځمکې غصب نشي. د ننګرهار کانال زرګونه جریبه ځمکه لري، چې په …

نور... »

طالبانو د فراه ښار د شمالګاه په اړوند سیمه کې ۵ پولیس وژلي

د فراه ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې د فراه په شمالګاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې  طالبانو برید کړی، چې په کې ۵ کسه وژل شوي او د پوستې ټول تجهیزات یې وړې دي. د فراه ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزایي وایي، دغه پوسته د فراه په …

نور... »

د پوهنتونونو استادان دې علمي څېړنې وکړي- د لوړو زدکړو وزارت

د لوړو زدکړو وزیر د پوهنتونونو له استادانو د علمي څېړنو غوښتنه کړې؛ ځکه، چې په خبره یې د محصلینو د تحصیلي کچې له لوړولو سره مرسته کوي. په کابل کې د علمي څېړنو په یوه کنفرانس کې د لوړو زدکړو وزیر نجیب الله خواجه عمري وویل، چې د پوهنتونونو …

نور... »

یو شمېر وړو طالب وسلوالو خبرو ته لیوالتیا ښودلې-متیس

کابل ته په ناڅاپي سفر راغلي د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې د طالبانو یو شمېر وړو وسلوالو ‌ډلو له افغان حکومت سره خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده. له هغې وروسته، چې امریکا له وسلوالو طالبانو سره د مخامخ خبرو وړاندیز رد کړ؛ د دغه هېواد دفاع وزیر جیمز متیس …

نور... »

محمد اسحق رهگذر د بلخ د نوي والی په توګه وټاکل شو

یوې باوري حکومتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ ولسمشر غني د محمد اسحق رهګذر تر څنګ فرهاد عظیمي او میرویس بلخي هم د پوهنې وزارت لپاره د کاندیدانو په توګه منلي، چې دا دواړه هم عطا محمد نور ته باوري کسان دي.  سرچینه وايي، چې د اقتصاد وزارت لپاره د …

نور... »

په ننګرهار کې پولیسو د یوې کورنۍ ۶ غړي د انسان تښتونې پر تور نیولي

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې پولیسو د یوې کورنۍ څلور تنه نرینه او دوه ښځینه د یوې څلورکلنې ماشومې د تښتونې په تور نیولي؛ خو نیول شویو کسانو د ځان په اړه دا یوه دسیسه ګڼلې ده. د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، دې …

نور... »