عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

د اوسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د هېواد سوداګر وایي؛ په کابل کې د اوسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې  پرې شل میلیون دالر پانګونه شوې ده. د هېواد یو ملي سوداګر په نړیوال معیار برابره د وسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده. د …

نور... »

که غوښتنې مو ونه منل شي، د مرګ تر بریده به ودریږو- نور

عطا محمد نور خبرداری ورکړ، چې که د ولسي جرګې په ټاکنو کې بایومتریک سیستم پلی نه شي؛ بېرته به خپل اعتراضونه پیل کړي. سیاسي ګوندونه د دې لپاره، چې وکړای شي د ټاکنو په بهیر کې بدلون رامنځته کړي؛ د ټاکنو کمیسیون د څو ولایتي دفترونو دروازې وتړلې؛ خو …

نور... »

په کابل کې د مهاتما ګاندي۱۵۰ کلیزه ونمانځل شوه

په کابل کې د هند سفیر او ځینو دیپلوماتانو د هند د خپلواکۍ د پلار مهاتما ګاندي یو سل و پنځوسمه کلیزه ونمانځله. په کابل کې د هند سفیر ویني کمار، ګاندي جي رښتینی، د سولې او پخلاینې غوښتونکی یاد کړ او ټینګار یې وکړ؛ کوم هېوادونه، چې غواړي سولې …

نور... »

په ننګرهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند په غونډه کې ځانمرګی برید شوی

 د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیانی وایي، د دې ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند په غونډه کې ځانمرګی برید شوی. شاهدان وايي؛ دفتر ته عام خلک د یوې غونډې لپاره  راټول شوي وه او کله، چې خلک ډوډۍ خوړلو ته کېناستل  چاودنه …

نور... »

په پکتیا کې پر وسلوالو طالبانو هوایي او ځمکني بریدونو شوي

په سویل ختيځ زون پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو امنیتي مسوولین وایي، په زرمت ولسوالۍ کې پر هوایي او ځمکنیو بریدونو وسلوالو طالبانو ته درانده زیانونه اوښتي دي. د ۲۰۳ تندر قول اردو امنیتي مسوولین زیاتوي، چې د دې ولایت د زرمت ولسولۍ د بکاوه، کوتي خېل او …

نور... »

په ارګ کې د ښاروالانو درېیمه ناسته جوړه شوه

د افغانستان ولسمشرۍ د افغانستان د ښاروالانو د درېیمې ناستې کوربتوب وکړ او ولسمشر غني په کې د ښاري پراختیا په برخه کې د حکومت له ناکامیو ګیله وکړه او وایي، چې د ښاروالیو بدې حکومت دارۍ او نیمګړیو لنډمهال پروګرامونو په هېواد کې د ښار او ښاري اوسیدا کړکیچ …

نور... »

د پارلماني ټاکنو د رای ورکوونکیو لومړنی نوملړ اعلام شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د رای ورکوونکیو د لومړني نوملړ له مخې، اته میلیون او اته سوه زره کسان کولی شي د ټاکنو پر ورځ خپلې رایې وکاروي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول رای ورکوونکي په معلوماتي بانک کې راجستر کړي او په څلور ورځني ځنډ یې د رای …

نور... »

که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ په درې ورځو کې نیسو-عطامحمد نور

د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس حکومت ته خبرداری ورکوي او وایي: که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ به په درې ورځو کې ونیسو. د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس عطامحمد نور، چې یو مهال یې د حکومت له پتې د هېواد په شمال کې امپراطوري کوله؛ اوس د …

نور... »

د هېواد کروندګر به له مشروع او اصلاح شویو تخمونو برخمن شي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د مشروع کښتونو د محصولاتو کمښت او بازار ته نه لاسرسی د دې سبب شوی، چې ډېري کروندګر د نشه يي توکو کښت پیل کړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین د کوکنارو د کښت پر بدیلو لارو چارو …

نور... »

بیات بنیاد کڼو ته د غوږۍ وېشلو پېنځم پړاو پیل کړ

په کابل کې د بیات بنیاد او ستارکي بنسټ له لوري کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د برښنایي غوږۍ د وېش څلور ورځنی پېنځم پړاو پیل شو. په دې پړاو کې به۱۵۰۰ کڼو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته برښنایي غوږۍ ووېشل شي. دغه لړۍ به څلور ورځې روانه وي. …

نور... »

له طالبانو مو د ملي ګټو لپاره ملاتړ کړی- پاکستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعتراف کوي، چې پاکستانيو جنرالانو او استخباراتو د پاکستان د ملي ګټو لپاره له طالبانو ملاتړ کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي؛ اوس طالبان پوهیږي، چې په افغانستان کې شرایط بدل شوي او که ورته کافي انګېزه او قناعت …

نور... »

په کندهار کې د نري رنځ د روغتون جوړولو چاري پيل شوې

 د کندهار ولايت د عامي روغتيا مسوولين وايي؛ په سويل لویديځ زون کې تر بلي هرې ناروغۍ د نري رنځ پېښې ډېرې دي؛ نو له همدې کبله اړتيا وه، چي د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د يوه مجهز روغتون د جوړولو چارې پیل شي. د کندهار د عامي روغتيا …

نور... »

د پکتیا په وزې ځدراڼ کې د برښنا سبستیشن جوړولو کار پيل شو

چارواکي وايي، د پکتیا په وزې ځندراڼ ولسوالۍ کې د برښنا سبستیشن له جوړیدو سره به د وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ او شواک ولسوالیو ته د برښنا د وېش چارې پیل او پېنځه زره کورنۍ به له رڼا برخمنې شي. د پکتیا د برښنا رییس محمد آصف نیازی وایي، د …

نور... »

په غزني کې د ولسي جرګې د تښتول شوي احتمالي نوماند مړی موندل شوی

وسلوالو طالبانو د ولسي جرګې د ټاکنو هغه احتمالي نوماند وژلی، چې نږدې یوه میاشت وړاندې تښتول شوی و. د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وایي؛ د ولسي جرګې د ټاکنو احتمالي نوماند حاجی داوود، چې وسلوالو طالبانو د غزني ښار د سقوط پرمهال له ځان سره تښتولی و؛ …

نور... »

کورنیو چارو وزارت د ترهګرو پر ضد له مبارزې هرکلی کوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند په نیویارک کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروستیو خبرو ته په نغوته کې، چې ویلي یې ول؛ اجازه نه ورکوي ترهګر له سوریې افغانستان ته ولاړ شي وایي: که ترهګر په سیمه او نړۍ کې فعالیت ولري، باید ور سره کلکه مبارزه وشي. …

نور... »

د چابهار بندر به پر ایران د امریکا له بندیزونو لیرې وساتل شي

د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز ویلي؛ هېواد یې په پام کې لري، چې د هند او افغانستان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره چابهار بندر له بندیزونو لیرې وساتي. الیس ویلز د هند خبري شبکې ته په مرکه کې څرګنده …

نور... »

په ننګرهارکې ناامنیو د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ پیکه کړي

نوماندان د کمپاینونو لپاره ارام چاپېریال غواړي؛ خو عام خلک ترې ګیله من دي، چې انځورونه او بینرونه پر ناسمو ځایونو لګوي. د برښنا ستنې د شپې واټونه روښانه کوي او د ورځې د ولسي جرګې نوماندانو ته پر چوپه خوله کمپاین تر سره کوي؛ خو د جلال آباد ښاروالۍ …

نور... »

په ننګرهار کې پر سرحدي سرتېرې برید کوونکی طالب ژوندی ونیول شو

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار سیمه کې د وسلوالو طالبانو  یو سرګروپ قدرت الله نومي، چې غوښتل یې د تفنګچې په وسیله د سرحدي ځواکونو پر یوه سرتېرې ډزې وکړې؛ د ګډو ځواکونو له لوري ژوندی …

نور... »

په بنګله دېش کې د هېواد د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیا جام سیالۍ پیل شوې

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو په خپله لومړۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته پر پېنځه ویکتو ماتې ورکړه. اماراتو لوبډلې افغان لوبډلې ته ۱۴۱ منډو هدف ورکړ، چې افغان ځوانانو وکولای شول ورکړ شوی هدف په ۲۷ اورونو کې د پېنځه لوبغاړیو په سوځیدو پوره کړ. عظمت الله …

نور... »

د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو

د سوداګرۍ خونه وایي، د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو او له دې وروسته به د افغانستان تولیدات د هوا له لارې اروپایي هېوادونو ته صادریږي. له هند، ترکیې او قزاقستان سره د هوایي دهلیز له پرانیستې وروسته دا دی د پنجشنبې پر ورځ( د …

نور... »