عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

په تخار کې د پولیسو اووه پوستې وسلوالو نیولې دي

  د تخار امنیه قومندانۍ ویاند ویلي؛ د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو اووه پوستې وسلوالو مخالفانو تر برید وروسته ونیولې، چې په کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او درې نور ټپيان دي. د تخار امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر زیاته کړې، چې د …

نور... »

د پکتیا په ګردیز ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال وژل شوی

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال وسلوالو وژلی او یو پولیس ټپي شوی دی.  د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي، نن سهار پېنځه بجې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال او یو پولیس له مرکز ګردیز څخه چوڼۍ نومې سیمې ته د لارې …

نور... »

له ۱۶۰۰ کسانو ډېرو د نوماندۍ فورمې تر لاسه کړي- د ټاکنو کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې یوازې په کابل کې له زر کسانو ډېرو ولسي جرګې او شپږ سوه پنځوس کسانو د ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو په توګه نوملیکنه کړې ده. دا ځل د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د نوماندانو په توګه له بېلا بېلو …

نور... »

په غزني، زابل او کندهار کې د شریعت غږ رادیو خپرونو اندېښنې راپارولي

د غزني یو شمېر اوسیدونکي د طالبانو د شریعت رادیو خپرونې د اندېښنې وړ بولي او له حکومت غواړي، چې ژر یې مخه ونسي. شریعت غږ رادیو له لس کلونو راپدیخوا په غزني کې محدود نشرات درلودل؛ خو اوس پراخ شوي او حتا تر کندهار او زابل ولایتونو اوریدل کیږي. …

نور... »

ولسي جرګې د نوملیکنې او تذکرو استازي استجواب کړل

ولسي جرګې د ټاکنو خپلواکمیسیون د دارالانشا سرپرست او د وګړیو د ثبت ادارې رییس د کاغذي تذکرو د وېش د څرنګوالي او د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې په اړه د ځواب ویلو لپاره غوښتي وه. د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، اوسني وضعیت ته په کتو حکومت د رڼو …

نور... »

راتلونکیو ټاکنو ته د نوماندانو د نوملیکنې بهیر پیل شو

د شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۵)  په ټول هېواد کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو د نوملیکنې بهیر پیل شو. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د  نوماندانو د نوملیکنې پر لومړی ورځ دوه پیغامه لري؛ یو پیغام یې نوماندانو ته او بل هم هغو …

نور... »

د غزني له ولسوالیو بېځایه شوي له ستونزو سره مخ دي

ځینې کورنۍ، چې د غزني له ولسوالیو څخه د جګړو له کبله بې ځایه شوي وایي، د جګړو پر مهال یې هر څه له لاسه ورکړي. د ده یک له ولسوالۍ څخه تښتیدلی محمد حبیب توانیدلي، چې له خپلې میرمن او درې وړو ماشومانو سره له هغه ځایه راووځي. هغه …

نور... »

د ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر به د شنبې پر ورځ پیل شي

ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر دوه ورځې وروسته(د غبرګولي ۵) پیلیږي. د شنبې پر ورځ د هغو کسانو د نوملیکنې لړۍ پیلیږي، چې غواړي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون …

نور... »

بهرنیو چارو وزارت د مافیا لاسونو ته لویدلی

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون په ډاګه کړې، چې: بهرنیو چارو وزارت د مافیا لاسونو ته لویدلی او زیاتره دیپلوتان او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي د حکومتي چارواکو خپلوان او د ملي شورا د یو شمېر غړیو لخوا ورپېژندل شوي دي. د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو …

نور... »

په لغمان ولایت کې یو ځانمرګي برید شنډ شوی

د ملي امنیت ریاست په ډاګه کړې، چې د دغه ریاست ځانګړیو ځواکونو په لغمان کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده. د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ملي امنیت ځواکونو په لغمان ولایت کې هارون نومی د محمد حبیب زوی؛ د قومندان …

نور... »

پولیس د جګړې په میدانونو کې وږي دي-مراد علی مراد

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین مراد علي مراد د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي لومړۍ) د نوي امنیتي معین د پېژندلو په مراسمو کې ومنله، چې پولیس په بد حالت کې دي؛ ډوډۍ او نور اړین توکي نه وررسيږي. کورنیو چارو وزارت د مراد علي مراد پر ځای …

نور... »

د هلمندي ځوانانو د سولې پلی کاروان د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلی

د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي خوزښت کاروان له کندهار ښار څخه د زابل لوري ته پلی تګ پیل کړی، چي دا مهال د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلي دي. له هلمنده اووه کسانو د کابل پر لوري پلی تګ پیل کړ او غوښتنه يي کوله، چې د جګړې …

نور... »

په کندهار ښار کې موتر بم چاودنې ۵۵ کسانو ته مرګ وژوبله اړولې

د کندهار ښار سیمه ییزو چارواکو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د د غه ښار په ۴ امنیتي حوزه کې موتر بم چاودنه د تونس ډوله موتر پر مټ رامنخته شوې، چې په کې ۵۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د کندهار والي ویاند عمر ځواک …

نور... »

په ګردیز کې د افغان ځواکونو یوه پوسته وسلوالو مخالفانو ونیوله

په پکتیا کې د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې طالبانو تېره شپه د ګردیز ښار پر منصور پوسته برید کړی او نیولې یې ده. سرچینو په ډاګه کړې، چې په دې برید کې ۴ پولیس وژل شوي او درې نور طالبانو له ځان سره وړي دي. د پکتیا د ولایتي …

نور... »

د غزني په اجرستان کې لسګونه طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

  سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ ته د رارسیدلیو تازه دمو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۳ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري څرګنده کړې، چې د تازه دمو ځواکونو په رارسیدو طالبانو له دې ولسوالۍ تېښته …

نور... »

طالبانو د فاریاب په خواجه سبز پوش کې دوه پوستې نیولي

  د فاریاب ولایتي شورا ویلي، چې وسلوالو تېره شپه د فاریاب د خواجه سبز پوش ولسوالې پر مرکز برید کړی او دوه پوستې یی نیولې دي. د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیک وايي، چې په دې برید کې یو د ملی اردو سرتېري ژوند له لاسه ورکړی …

نور... »

د کندوز ولایت په قلعه زال کې درې طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت د کندوز په قلعه زال ولسوالې کې د دوه وسلوالو طالبانو له وژلو خبر ورکوي. ۲۰۹ شاهین قول اردو په ډاګه کړې، چې د قلعه زال په آق تپه، تانګ تېل او خانه نظري اړوند سیمو کې د طوفان اته عملیات روان دي. سرچینې زیاته کړې، …

نور... »

په کندهار کې وسلوالو د یوې موسسې ۵ کارکوونکي وژلي

  په کندهار کې د وسلوالو په برید کي د تاپی پروژې ۵ ماینپاکان  وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.   په کندهار کې د  موسسې مسوولین وایي، په ملنګ کاریز سیمه کې مو کارکوونکي پر کار بوخت ول، چې وسلوالو پرې برید کړی او دوی یې ووژل. …

نور... »

په ننګرهار کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې په مرکز کې چاودنې شوي

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیانی وایي، نن سهار په ۹ بجې د ښیوې ولسوالۍ د شامل سیمې په یوه جومات کې، چې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې مرکز په کې و؛ دوه چاودنې شوې دي. هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې یو پولیس ټپي شوی او …

نور... »

په تېرو ۵ میاشتو کې یو میلیون کسان په کور دننه بیځایه شوي

د کډوالو چارو وزارت مسوولین وايي؛ په افغانستان کې د سږ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې سل زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي، چې ډېر شمېر یې د جګړو د شدت او ناامنیو له کبله د خپلو کورنیو پرېښودو ته اړ شوي دي.  روانې جګړې او تاوتریخوالي تر …

نور... »