سیمه ییز خبرونه

په هېواد کې ۱.۲ میلیون ماشومان شاقه کارونه کوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ ۱.۲ میلیون ماشومان په شاقه کارونو کې بوخت دي او حکومت هڅه کوي، چې  د نړیوالو ادارو په همکارۍ دا شمېر راټيټ کړي. د لړم ۲۹، چې د نومبر له ۲۰ سره برابري کوي؛ د ماشومانو د حقونو نړیواله ورځ  نومول شوې ده. …

نور... »

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې د کرکې جنګ، وحشت او ناامنیو ستر لامل له اسلامي ارزښتونو سره واټن او د حضرت محمد (ص) له سیرته بې خبري ده.    د میلادالنبي په دې مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف په ګډون …

نور... »

پاکستان د ترمپ د څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښکاره کړی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نوموړي دې د پاکستان د ملامتولو پر ځای په افغانستان کې خپله ماته وارزوي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د یکشنبې پر ورځ( دلړم ۲۷، چې د نومبر له ۱۸ …

نور... »

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ لاریونکوني د برښنا غوښتونکي شول

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ اوسیدونکیو لاریون کړی او له حکومت څخه د وراداتي برښنا او د مچلغو د بند جوړیدو غوښتنه کوي. د محمد ابا اوسیدونکي د یوه لاریون په ترڅ کې د دغه ولایت د اته ولسوالیو لارهم د څو ساعتونو لپاره وتړله. لاریون کوونکي د وراداتي …

نور... »

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ۱۷۴ محلونو رايې باطلې کړې

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو او نیمګړیتاوو په اړه دولس زره شکایتونه لاسته ورغلي، چې لس زره شکایتونه څېړل شوي او د یو سل و څلور اویا محلونو رایې یې باطلې کړې دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي علي رضا روحاني وایي: …

نور... »

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په نننیو(دوشنبه د لړم ۲۸) خبرو کې په ډاګه کړې، چې شرایطو ته په پام تر بل هر وخت د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده.  …

نور... »

په ننګرهار کې د دوه ځانمرګو په ګډون ۱۱ داعشیان نیول شوي

ملي امنیت د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د دوه ځانمرګو په ګډون د داعش یوولس جنګیالي نیولي، چې پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی. د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د ملي امنیت سرتېرو د ننګرهار په خوږیاڼو، پچیرآګام، چپرهار، نازیان او د ښار په بېلابیلو سیمو کې …

نور... »

طالبانو د بهرنیو استخباراتو په همکارۍ د فراه سقوط غوښته- فراه والي

د فراه سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې وسلوالو طالبانو غوښتل د بهرنیو استخباراتو په همکارۍ فراه سقوط کړي؛ خو بریالي نشول. د فراه والي محمد شعیب ثابت وایي، په زرګونه وسلوال طالبان، چې له هلمند، غور او د هرات له شینډنډ ولسوالۍ فراه ته راغلي وه؛ د بهرنیو استخباراتو په …

نور... »

په غزني کې د مالستان ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه شوه

امنیتي چارواکو ویلي، چې په غزني کې د مالستان ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه او په جاغوري ولسوالۍ کې د ځانګړیو پولیس ځواکونو تر څنګ کوماندو او د امنیت د چټک غبرګون ځواکونو له دواړو خواوو ځمکني او هوایي بریدونه روان ساتلي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند …

نور... »

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي او لسګونه میله سپکه او درنده وسله یې سرتېرو ته سپارلې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي؛ د دغه ولایت په نازیانو کې د داعش ۲۴ جنګیالي تسلیم شوي، چې ۹ یې …

نور... »

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د یوې خبري ناستې خبریالانو ته څرګنده کړې؛ مونږ هیله من یو، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې(د وري ۳۱ کال ۱۳۹۸) د سولې په اړه له طالبانو سره هوکړې ته ورسیږو او له طالبانو هم …

نور... »

د سولې مشورتي بورد او د سولې عالي شورا موازي بنسټونه ندي- اشرف غني

د افغانستان ولسمشر ویلي؛ د سولې مشورتي بورد، چې د جوړیدو په حال کې دی، له سولې عالي شورا سره موازي بنسټ ندی. د افغانستان ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې مخکې د سولې …

نور... »

د ناتو پر هوایي ملاتړ دغزني او روزګان په ګډون په ټول هېواد کې عملیات روان دي

د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د لوی درستیز په مشرۍ د ملي اردو ځمکني عملیات روان دي؛ د مالستان د لومان، زیرک او پاتو سیمې له طالبانو پاکې او د ناتو هوایي ځواکونه د افغان ځواکونو ملاتړ کوي. امنیتي مسوولین وايي، د غزني او روزګان تر څنګ …

نور... »

له طالبانو سره په خبرو کې دې ۱۷ کلنې لاسته راوړنې په پام کې ونیول شي- سپنتا

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دې په سیاسي مشارکت کې د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې په پام کې ولري. د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا له آریانا نیوز سره په …

نور... »

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب استازیو او زلمي خلیلزاد په وروستۍ کتنه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړه کړې وي. د سولې عالي شورا مرستیال، چې په مسکو کې یې د طالبانو له استازیو سره لیدنه درلوده وایي، دغه ډله …

نور... »

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه ولایت نومیالی ممثل قدوس فرهمند د ناپېژاندو وسلوالو پر ډزو ووژل شو. د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شېر جان دراني منلې، چې ارواښاد فرهمند له وسلوالو غلو سره له لفظي شخړې وروسته پر ډزو وژل شوی او ملګری یې د …

نور... »

وسلوالو طالبانو د کندوز- تخار د لویې لار پر پوستو بریدونه کړي

امنیتي چارواکو ویلي، چې طالبانو د کندوز- تخار پر لویه لار د ملرغې او چرخ آب پر پوستو  بریدونه کړي دي. د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه دوه بجې پر یادو پوستو بریدونه وکړل، چې له څوساعتونو وروسته یې بریدونه پر شا وتمبول شول؛ …

نور... »

په بغلان ولایت کې درې کلي له وسلوالو طالبانو پاک شول

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې د ملي اردو سرتېرو د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي دي. د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې اته طالب وسلوال وژل شوي، لس ټپيان دي او یو میل …

نور... »

حکمتیار د لنډمهالي حکومت له جوړیدو او د ولسمشرۍ د ټاکنو له ځنډیدو سره مخالفت څرګند کړ

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو او ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي ځنډیددو له طرحې سره مخالفت څرګند کړی دی. که څه هم ولسمشریزو ټاکنو ته پېنځه میاشتې پاتې دي؛ خو اوس یې د ځنډیدو اوازې ګرمې او په اړه یې بېلابېل غبرګونونه ښکاره شوي …

نور... »

د غزني مالستان او جاغوري ته پوره ځواکونه ندي رسیدلي- اړوند خلک

د غزني د مالستان او جاغوري ولسوالیو بې ځایه شوي اوسیدونکي وایي، د جګړو د کابو کولو لپاره پوره ځواکونه اړوند سیمو ته ندي رسیدلي. اته ورځې کیږي، چې د غزني په اجرستان، جاغوري او د روزګان په خاص روزګان ولسوالیو کې جګړو او تاوتریخوالي له خلکو امنیت اخیستی دی. …

نور... »