سیمه ییز خبرونه

د ننګرهار په ښیوه کې د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې

مسوولین وايي، د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې د دوه نیم میلیون دالرو پر ارزښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې، چې درې نیم زره هکتاره ځمکه پرې خړوبېږي. د ننګرهار د ښېوې پر ځمکه کونړی سیند بهېږي او له تېرو اتلس کالونو راپدیخوا چاپاني انجېنران هڅه کوي، …

نور... »

په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ د ویزې پر ورکړه هوکړه کړې

د ننګرهار ولایتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د پاکستان قونسلګرۍ د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره له هوکړې وروسته د یکشنبې پر ورځ( دتلې ۱۵) د نوي پلان له مخې د ویزو پر ورکړه پیل کوي. د خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان هېواد د ویزو ټول اخیستونکي هره …

نور... »

له بایو متریک بارکودونو پرته به ټولې رایې باطلې شي- کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ هغه رایې به باطلې اعلام شي، چې د بایومتریک بارکودونه ونلري.  بایومتریک دستګاوې به له تنظیمیدو وروسته د یکشنبې پر ورځ ولایتونو ته ولیږل شي؛ خو دا وسایل د رای ورکوونکیو په تړاو اطلاعات څه ډول ثبتوي؟ کمیسیون وایي: لومړی باید د ښي لاس د …

نور... »

په واشنګتن کې د بلخاب د مسو او د بدخشان د سرو زرو تړونونه لاسلیک شول

په واشنګتن کې د ښار جوړولو له پخواني وزیر سره د بلخاب د مسو او د بدخشان د سرو زرو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي دي. د سید سعادت منصور نادري اړوند دوه شرکتونو په واشنګتن کې د بدخشان د سرو زرو او د سرپل د مسو د استخراج …

نور... »

امنیتي ځواکونه د غور ولایت پر لعل و سرجنګل ولسوالۍ برلاسي شول

چارواکو ویلي، چې د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې علی پور نومي یو نامسووله وسلوال قومندان غوښتل، چې امنیتي ستونزې رامنځته کړي؛ خو د امنیتي ځواکونو تر محاصرې لاندې ونیول شو. د خلکو د څرګندونو له مخې؛ د یاد نامسووله قومندان د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر …

نور... »

په ننګرهار کې د جعلي ټاکنیزو ستیکرونو څلور لیږدوونکي نیول شوي

د ننګرهار ولایت د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړې قطعې ځواکونو د دغه ولایت په سرحدي ښارګوټي تورخم کې څلور کسان د ۴۴۶۶ جعلي  ټاکنیزو ستیکرونو د لیږدولو پر تور نیولي دي. د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شویو کسانو هر یو د لارۍ چلوونکی بادام ګل د …

نور... »

کابل ځوانانو د پکتیا پینترز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د غوره لیګ سیالیو له پرانیستې وروسته په لومړۍ سیالۍ کې د کابل ځوانان او د پکتیا پینترز لوبډلې مخ شوې، چې د کابل ځوانانو د پکتیا پينترز لوبډلې د ۲۱۹ منډو هدف پوره کړ. په ګلبهار غوره لیګ کې په لومړۍ ورځ په ۳۹.۱ اورونو کې ۴۳۸ …

نور... »

یو شمېر نوماندانو په ټاکنیزو هڅو کې قانون نقض کړی

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مني، چې د ولسي جرګې ځینو نوماندانو په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ټاکنو قانون تر پښو لاندې کړی؛ خو هغه شکایتونه به ونه څېړل شي، چې اسناد ونلري. په کابل ښار کې ټاکنیزو کمپاینونو نوی رنګ او نوی شان خپل کړی؛ ځینو نوماندانو او ملاتړیو …

نور... »

افغان حکومت د ټاکنو امنیت ته ۵۴ زره ځواکونه ګمارلي

 امنیتي بنسټونه وایي، د ټاکنو له ۵ زره ډېرو او ۲۱ زره سیمو د امنیت ساتنې لپاره ۵۴ زره ځواکونه ګمارل شوي، چې هوایي ملاتړ هم لري. دغه بنسټونه وایي، ټولو ولایتونو ته ټاکنیز توکي رسیدلي؛  خو اوس هم د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو د امنیت په تړاو اندېښمن …

نور... »

په کندهار کې ماین چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندهار ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د کندهار په ژیړي ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماین چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۶ نور ټپیان دي.  د کندهار پولیسو ویاند احمد ضیاء درانی وایي، د پنجشنبې پر ورځ ( د تلې ۱۲) له غرمې وروسته د ژیړي ولسوالۍ په تانګړۍ …

نور... »

په ننګرهار کې چاودنې ۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ( د تلې ۱۲) د خوږیاڼو ولسوالۍ په کږه بازار کې له غرمې وروسته د ولسي تړون په یوه دفتر کې د ځای پرځای شویو چاویدونکیو توکو له کبله چاودنه رامنځته شوې ده. د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، …

نور... »

عبدالله عبدالله د اندونیزیا له ولسمشر سره ولیدل

د افغانستان د سولې په هلو ځلو کې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد سولې ته د زمینې رامنځته کولو لپاره افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات، قطر او سعودي عربستان ته سفر کوي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلام کړې؛ د زلمي خلیلزاد موخه له دغو سفرونو داده، …

نور... »

د اوسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د هېواد سوداګر وایي؛ په کابل کې د اوسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې  پرې شل میلیون دالر پانګونه شوې ده. د هېواد یو ملي سوداګر په نړیوال معیار برابره د وسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده. د …

نور... »

که غوښتنې مو ونه منل شي، د مرګ تر بریده به ودریږو- نور

عطا محمد نور خبرداری ورکړ، چې که د ولسي جرګې په ټاکنو کې بایومتریک سیستم پلی نه شي؛ بېرته به خپل اعتراضونه پیل کړي. سیاسي ګوندونه د دې لپاره، چې وکړای شي د ټاکنو په بهیر کې بدلون رامنځته کړي؛ د ټاکنو کمیسیون د څو ولایتي دفترونو دروازې وتړلې؛ خو …

نور... »

په کابل کې د مهاتما ګاندي۱۵۰ کلیزه ونمانځل شوه

په کابل کې د هند سفیر او ځینو دیپلوماتانو د هند د خپلواکۍ د پلار مهاتما ګاندي یو سل و پنځوسمه کلیزه ونمانځله. په کابل کې د هند سفیر ویني کمار، ګاندي جي رښتینی، د سولې او پخلاینې غوښتونکی یاد کړ او ټینګار یې وکړ؛ کوم هېوادونه، چې غواړي سولې …

نور... »

په ننګرهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند په غونډه کې ځانمرګی برید شوی

 د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیانی وایي، د دې ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند په غونډه کې ځانمرګی برید شوی. شاهدان وايي؛ دفتر ته عام خلک د یوې غونډې لپاره  راټول شوي وه او کله، چې خلک ډوډۍ خوړلو ته کېناستل  چاودنه …

نور... »

په پکتیا کې پر وسلوالو طالبانو هوایي او ځمکني بریدونو شوي

په سویل ختيځ زون پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو امنیتي مسوولین وایي، په زرمت ولسوالۍ کې پر هوایي او ځمکنیو بریدونو وسلوالو طالبانو ته درانده زیانونه اوښتي دي. د ۲۰۳ تندر قول اردو امنیتي مسوولین زیاتوي، چې د دې ولایت د زرمت ولسولۍ د بکاوه، کوتي خېل او …

نور... »

په ارګ کې د ښاروالانو درېیمه ناسته جوړه شوه

د افغانستان ولسمشرۍ د افغانستان د ښاروالانو د درېیمې ناستې کوربتوب وکړ او ولسمشر غني په کې د ښاري پراختیا په برخه کې د حکومت له ناکامیو ګیله وکړه او وایي، چې د ښاروالیو بدې حکومت دارۍ او نیمګړیو لنډمهال پروګرامونو په هېواد کې د ښار او ښاري اوسیدا کړکیچ …

نور... »

د پارلماني ټاکنو د رای ورکوونکیو لومړنی نوملړ اعلام شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د رای ورکوونکیو د لومړني نوملړ له مخې، اته میلیون او اته سوه زره کسان کولی شي د ټاکنو پر ورځ خپلې رایې وکاروي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول رای ورکوونکي په معلوماتي بانک کې راجستر کړي او په څلور ورځني ځنډ یې د رای …

نور... »

که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ په درې ورځو کې نیسو-عطامحمد نور

د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس حکومت ته خبرداری ورکوي او وایي: که د بهرنیانو لاسوهنه نه وي، ارګ به په درې ورځو کې ونیسو. د (حزب جمعیت اسلامي) اجرائیه رییس عطامحمد نور، چې یو مهال یې د حکومت له پتې د هېواد په شمال کې امپراطوري کوله؛ اوس د …

نور... »