عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

په هلمند کې طالب والي ملا رحیم له خپلو ۴ ملګرو سره ووژل شو

د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحيم مشهور په ملا عبدالمنان له خيلو ملګرو سره ووژل شو. د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې تېره شپه د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحيم مشهور په ملا عبدالمنان د دغه ولایت په …

نور... »

طالبانو په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو ۶۰ دریوران تښتولي

طالبانو د یکشنبې پر سهار د سمنګان ولایت د دره صوف پایین په جرخشک سیمه کې د ډبرو سکرو ۶۰ لارۍ درولي؛ ۱۲۰ دریوران او د هغو ملګري یې له ځان سره وړي دي. د بغلان والي ویاند د دریورانو د ۶۰ ملګرو له خوشې کیدو خبر ورکوي او وایي، …

نور... »

په غزني ولایت کې ۶۴ وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د سویل ختیځ زون امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې په غزني ولایت کې (۶۴) وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.  د خبرپاڼې له مخې؛ افغان امینتي او ائتلافي هوایي ځواکونو د غزني ولایت په اندړ، ده یک، قره باغ، ګیرو ولسوالیو او مرکز پورې اړوند سیمو کې د …

نور... »

په پکتیا کې بهرنیو ځواکونو ۱۱ عام وګړي وژلي-عام خلک

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکي وایي؛ تېره شپه د سهاکو اړوند په شملزي سیمه کې بهرنیو ځواکونو هوایي برید کړی، چې د سیمو د خلکو په خبره ۱۱ عام وګړي یې وژلي دي.  د دوی جسدونه د ولایت مقام مخې ته په اعتراضي توګه راوړل شوي دي.  امنیتي مسوولینو ویلي، …

نور... »

په هېواد کې د انارو۳۰ سلنه ډېر شوي او په صادراتو کې یې هم زیاتوالی راغلی

د سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي، چې په هېواد کې د انارو حاصلات ډېر شوي او ور سره جوخت یې بهر ته صادرات هم زیات شوي دي. انار ډېر سوداګریز ارزښت لري او حاصلات یې په وروستۍ لسیزه کې د پام وړ ډېر شوي دي. په کندهار کې بڼوال وایی، که …

نور... »

فوتبال فدراسیون پر ښځینه غړیو د فزیکي او جنسي ځورونې تورونه رد کړل

د افغانستان فوتبال فدراسیون هغه راپورونه رد کړل، چې ګویا د فوتبال ښځینه ملي لوبډلې غړي له فزیکي او جنسي ځورونې سره مخ دي. په وروستیو کې ګاردین ورځپاڼې د افغانستان د ښځینه فوتبال ملي لوبډلې د ځینو پخوانیو غړیو له خولې ویلي، د دې لوبډلې غړي له جنسي ځورونې …

نور... »

که د پکتیا د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي، په ټاکنو کې ګډون نکوو- خلک

د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکیو ویلي، که د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون نه کوو. د احمدابا ولسوالۍ قومي مشران او ځوانان وايي، که مرکزي  حکومت د مچلغو برښنا بند د جوړیدو چارې پيل نکړي په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې به …

نور... »

امنیتي ځواکونو د کندوز ولایت یو سیمه ییز قومندان محاصره کړی

امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ سیمه ییز قومندان نوید نومی، چې دولتي ضد فعالیتونه یې تر سره کول محاصره کړی دی. په تخار ولایت کې پولیس وایي؛ نوید نومي یو نامسووله سیمه ییز قومندان دي، چې د تخار ولایت مولانا روغتیایي مرکز …

نور... »

په سویس کې د ملي وحدت مشرانو د نویو مرستو ژمنې تر لاسه کړې

د ملي وحدت حکومت وایي؛ د هېواد مشران د ژنیو په ناسته کې بریالي شول، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې باور خپل او د نویو مرستو ژمنې تر لاسه کړي. د لیندۍ پر ۶ او ۷ چې د نومبر له ۲۷ او ۲۸ سره برابره ده؛ سویس د …

نور... »

د ننګرهار ولایت سپین غر هوتل ته نږدې ماین چاودنه شوې

چارواکي وایي، چې ماښام ٦ بجې جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سپین غر هوتل ته نږدې یوه موتر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین له کبله چاودنه رامنځته شوې ده.  د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې د جلال آباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند سپین غر هوټل …

نور... »

مونږ له طالبانو سره؛ خو طالبان له امریکایانو سره د سولې خبرې کوي

د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشرانو د ژنیو دوه ورځنۍ ناستې کې څرګنده کړې، چې حکومت له طالبانو سره مذاکره کوي؛ خو د سولې خبرې به د افغانانو تر مشرۍ لاندې وي. په داسې حال کې، چې طالبانو د ژنیو په ناسته کې د ولسمشر اشرف غني څرګندونې رد …

نور... »

امریکا غواړي د افغانستان ستراتیژي په بیړه پای ته ورسوي- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی وایي؛ د امریکا متحده ایالتونه له طالبانو سره سولې او د افغانستان د شخړې پای ته رسولو لپاره بیړه لري. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا یوې خبري سرچینې ته په خبرو کې ویلي؛ متحد …

نور... »

په کابل کې پر یوه بهرني شرکت د برید په پایله کې ۳۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکو ویلي؛ په کابل کې پر یوه بهرني شرکت برید له لس ساعتونو وروسته پای ته رسیدلی، چې په کې لس کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. دغه برید تېر ماښام( د لیندۍ ۷) شپږ نیمې د کابل ښار د نهمې حوزې د کابل– جلال آباد د …

نور... »

ثبات ته د رسیدو لپاره باید پروګرامونه او تګلارې بدلې شي- اشرف غني

ولسمشر غني د ژنیو ناستې ته په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې ثبات ته د رسیدو لپاره اړتیا ده، چې پروګرامونه او تګلارې بدلې شي. د افغانستان ولسمشراشرف غني د ژنیو ناستې اقتصادي برخې ته په خبرو کې وویل؛ په افغانستان کې د ودې لپاره ډېرې زمینې شته او اړتیا …

نور... »

د خوست او تخار ولایتونو د ولسي جرګې پایلې اعلان شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ماښام مهال د سې شنبې پر ورځ (د لیندۍ ۶) ولسي جرګې ته د خوست او تخار ولایتونو د ولسي جرګې د بریالیو نوماندانو ټاکنیزې پایلې اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه، چې له خوست ولایت څخه کمال ناصر اصولي، انجنیر …

نور... »

فراه ولایت ته درې سوه کمانډو سرتېري رسیدلي

د فراه سیمه ییز چارواکي وایي؛ ټاکل شوې، چې د درې سوه کوماندو سرتېرو تر څنګ د ملي اردو ۴۰۰ نور تازه دمه سرتېري هم، چې پر پرمختللیو وسلو سمبال دي، فراه ولایت ته راورسیږي. فراه کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته دې ولایت ته درې سوه کمانډو ځواکونه …

نور... »

په افغانستان کې ۶ امریکایي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په افغانستان کې پرېکنده ملاتړ ماموریت څرګنده کړې، چې نن سې شنبه د غزني ښار ته نږدې په یوه چاودنه کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د ناتو  د څرګندونو له مخې یو امریکایي قراردادي هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی. دوی دا …

نور... »

په غزني کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي

د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۵ وسلوال طالبان وژلي دي. د غزني والي د رسنیو د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د ګیلان ولسوالۍ د چیرلي کلي په یوه کمین …

نور... »

برښنا شرکت تر راتلونکې جمعې د پرچاوۍ له ډېریدو خبر ورکوي

د برښنا شرکت ویاند له آریانا نیوز سره په اړیکه کې ویلي؛ دغه پرچاوي له ازبکستان څخه د رالیږدوونکې برښنا په مزو کې د تخنیکي ستونزو له کبله رامنځته کیږي.   دغه شرکت د کابل ښار له ټولو اوسیدونکیو څخه هیله کړې، چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره …

نور... »

طالبانو له بلخ ولایت څخه سرپل ته د روان موتر ۲۵ مسافر تښتولي

د سرپل ولایتي شورا یوغړي په ډاګه کړې، چې یو طالب قومندان مهدي مجاهد نومي د دې ولایت د بلخاب ولسوالۍ د آق کبرک په اړوند سیمه کې د یوه موتر ۲۵ سپرلۍ تښتولي دي. د سرپل ولایتي شوراغړی اسدالله خرم زیاتوي، دغه مسافر له بلخ ولایت څخه د سرپل …

نور... »