عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

طالبان د کابل په قره باغ کې پراخ حضور لري

طالبان د کابل د قره باغ  ولسوالۍ په څو کلیو کې پراخ حضور لري او صحرایی محکمې تر سره کوي. یو شمېر پوځیانو او د سیمې اوسیدونکیو آریانا نیوز خبریال باعث حیات ته ویلي، چې د دې کلیو ټولې عدلیې او قضایي چارې د طالبانو لخوا حل او دولتي ځواکونه …

نور... »

په ننګرهار کې افغان او بهرنیو هوایي ځواکونو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

افغان او بهرنیو ځواکونو د ننګرهار د هسکې مېنې پر اړوند سیمې بمبارد کړی، چې په کې یوولس کسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي. ځايي خلک وايي، له تېرو درې ورځو راپدیخوا افغان او بهرني ځواکونه د داعش د ځپلو لپاره د هسکې مېنې  په بېلابېلو سیمو کې ملکي …

نور... »

د حکومت ناسم مدیریت کرنیز صادرات زیانمن کړي دي

د سوداګرۍ خونه وایي؛ په بڼوالۍ او کرنېزو چارو کې د حکومت ناسم مدیریت د دې سبب شوی، چې کرنیز صادرات زیانمن شي. دا مهال د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر منځ له ځمکې تر آسمان واټن شته، په کرنیزو  چارو کې هم افغانستان د پام وړ تولیدات او …

نور... »

ځینې حکومتي کړۍ له ترهګرو سره همکاري کوي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې په حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ پلازمېنې کابل او د هېواد یو شمېر نورو سیمو ته د ترهګرو په رالیږدولو کې لاس لري. دوی وایي، چې ډېري ترهګر په هغو مرمۍ ضد موترو کې رالیږدول کیږي، چې په هېواد کې یې …

نور... »

د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ څو ساعته سقوط خلک زیانمن کړل

سیمه ییز چازواکي وایي، چې د تخار د دشت قلعه ولسوالي د چهارشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۱۱) څو ساعته د طالبانو تر واک لاندې راغله او طالبانو په دې موده کې خلک زیانمن او یو شمېر دولتي تاسیسات وسوځول. د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ هغه شمېر اوسیدونکي، چې …

نور... »

د حکومتي مشرانو ورستي پروګرامونه تبلیغاتي او ټاکنیز اړخ لري

ځینې سیاسي بهیرونه او د ملي شورا غړي وایي، په وړو او کوچنیو پروګرامونو کې د ولسمشر او اجرائیه رییس د ښکېلتیا پر دلیل داسې حالات واکمن شوي، چې له کنتروله وتلي دي. یو شمېر کارپوهان وايي، چې په دې ورځو کې د حکومتي مشرانو دسترخوان تر بل هر وخت …

نور... »

احتمالي نوماندانو دوه میلیون او اته سوه پېژندپاڼې وړاندې کړي- کمیسیون

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو احتمالي نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته دوه میلیون او اته سوه پېژندپاڼې وړاندې کړي. په داسې حال کې، چې د رایه ورکوونکیو شمېر اوس له څلور میلیون کسانو اوړي. د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې، اوس څلور میلیون او دوه …

نور... »

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان له طالبانو سره له پټو خبرو پرده پورته کړه

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان وایي، د طالبانو له یو شمېر لوړپوړیو او منځنیو کسانو سره د سولې پر سر پټې خبرې روانې دي.   د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان له کابله امریکايي خبریالانو ته په  یو ویدیو کنفرانس کې ویلي، چې د وسلوالو طالبانو له یو شمېر لوړ پوړیو …

نور... »

په هلمند کې د طالبانو له زندانه یو سل و پېنځه بندیان خوشې شول

د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کماندو د اووم کندک ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د سره کاریز او ده بابا کلیو په اړوند سیمو کې د افغان هوایي ځواکونو پر ملاتړ د ۵ ښځو په ګډون …

نور... »

په ۴۲ ورځو کې د څه باندې ۴ میلیون وګړیو پر تذکرو ستیکرونه لګیدلي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په ۴۲ ورځو کې د څه باندې څلور میلیون وګړیو پر تذکرو ستیکرونه لګول شوي او نږدې دوه زره کسانو د ولسي جرګې لپاره د نوماندۍ فورمې اخیستي او اتلس سوه کسانو د ولسوالیو شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی …

نور... »

د نیمه خپلواکو قبایلي سیمو ادغام نه منل کیږي-قبایلي استازي

د دیورند کرښې د هغې غاړې میشت پښتانه وایي؛ د پاکستان له خیبر پښتونخوا سره د نیمه خپلواکو قبایلي سیمو تړل د قانون خلاف عمل دی، چې نه منل کیږي. د پاکستان د پارلمان دې پرېکړې، چې قبایلي سیمې د پاکستان له پښتونخوا سره تړي، په کابل کې غبرګونونه را …

نور... »

په مشرانو جرګه کې د امنیتي تړون پر لغوه کولو ټينګار وشو

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون پر لغوه کولو ټينګار کوي. په هېواد کې د ناامنیو او جګړو شدت او د تلفات لوړیدو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي اندېښمن کړي دي.  د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې نړیواله ټولنه …

نور... »

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې ۱۷کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه د دغه ولایت د چپريهار ولسوالۍ د چينو په کلي کې افغان ځانګړیو ځواکونو هوايي او ځمنکي عمليات کړي، چې په کې نهه تنه وژل شوي او د یوې ښځې او ماشومې په ګډون ۸ تنه نور ټپيان دي. محمد …

نور... »

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي له هېواده بهرسفر نشي کولی

د ولسمشرۍ ماڼي د دستور له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت ټول چارواکي له هېواده بهرسفر نشي کولی؛ ځکه، چې د پکتیا ولایت د مچلغو د برښنا بند پروژې په اړه بشپړ پلان ولسمشرۍ ماڼې ته وړاندې نکړای شو. د یاد د ستور پر بنسټ دا اقدام؛ ځکه غوره …

نور... »

تر راتلونکیو ۳ کلونو به نږدې درې میلیارد دالره پانګونه وکړو- سادات

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي؛ د مخابراتو په سکتور کې په کافي اندازه ظرفیت شته، چې تر راتلونکیو درې کلونو به شاوخوا دوه میلیارد دالره نوره پانګونه هم په دغه سکتور کې تر سره شي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت څرګنده کړې، چې خصوصي سکتور لپاره …

نور... »

د هرات د چشت ولسوالۍ د نوملیکنې مرکز کارکوونکی او یو پولیس وژل شوي

د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د نوملیکنې د مرکز یو کارمند او یو پولیس سرتېری وسلوالو مخالفانو وژلي دي. د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، چې تېره شپه نهه بجې وسلوالو مخالفانو دوه کسان له کورونو راویستلي او بیا یې وژلي دي. نوموړي زیاته …

نور... »

په تخار کې د پولیسو اووه پوستې وسلوالو نیولې دي

  د تخار امنیه قومندانۍ ویاند ویلي؛ د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو اووه پوستې وسلوالو مخالفانو تر برید وروسته ونیولې، چې په کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او درې نور ټپيان دي. د تخار امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر زیاته کړې، چې د …

نور... »

د پکتیا په ګردیز ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال وژل شوی

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال وسلوالو وژلی او یو پولیس ټپي شوی دی.  د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي، نن سهار پېنځه بجې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال او یو پولیس له مرکز ګردیز څخه چوڼۍ نومې سیمې ته د لارې …

نور... »

له ۱۶۰۰ کسانو ډېرو د نوماندۍ فورمې تر لاسه کړي- د ټاکنو کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې یوازې په کابل کې له زر کسانو ډېرو ولسي جرګې او شپږ سوه پنځوس کسانو د ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو په توګه نوملیکنه کړې ده. دا ځل د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د نوماندانو په توګه له بېلا بېلو …

نور... »

په غزني، زابل او کندهار کې د شریعت غږ رادیو خپرونو اندېښنې راپارولي

د غزني یو شمېر اوسیدونکي د طالبانو د شریعت رادیو خپرونې د اندېښنې وړ بولي او له حکومت غواړي، چې ژر یې مخه ونسي. شریعت غږ رادیو له لس کلونو راپدیخوا په غزني کې محدود نشرات درلودل؛ خو اوس پراخ شوي او حتا تر کندهار او زابل ولایتونو اوریدل کیږي. …

نور... »