عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

افغان سیاستوالو پر امنیتي تړون د بیاکتنې غوښتنه کړې

د ۱۳۹۳ کال د تلې پر اتمه د ملي وحدت حکومت مشرانو له ملي ژمنې وروسته د ولسمشر اشرف غني په حضور کې د هغه وخت امنیتي سلاکار حنیف اتمر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. اوس، چې د دغه تړون له لاسلیکه ۱۴۴۰ ورځې تېریږي؛ نوموړی او د …

نور... »

ملګري ملتونه په افغانستان کې عامه وژنې وحشي کړنې بولي

د ملګرو ملتونو ټولنه د ۲۰۱۸ کال په دوه وروستیو میاشتو کی د ملکي وګړیو وژنې وحشی کړنه بولي. په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د بشري حقونو مسووله دانیل بیل آریانا نیوز ته په خبرو کی ویلي، چی جدی هڅی کولی شي؛ د جګړې له خطره …

نور... »

افغان ځواکونو په پکتیا کې دیرش وسلوال طالبان وژلي

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو امنیتي مسوولین وايي ۳۰ وسلوال طالبان په تندر ۲ نومو عملیاتو کې وژل شوي او شپېته نور ټپیان دي. د ۲۰۳ تندر قول اردو درستيزوال روح الله خلیل اوغلو ویلي؛ د پکتیا په هغو سیمو کې یې د وسلوالو پر …

نور... »

د چهارشنبې پر ورځ په هند کې سوداګریز نړیوال نندارتون جوړیږي

د چهارشنبې پر ورځ د هند په ممبي ښار کې د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې پر ملاتړ د دغه هېواد او افغان پانګوالو سوداګریز دوه یم کلنی نړیوال نندارتون جوړیږي. د امریکا سفیر دا نندارتون د کابل او ډیلي تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي …

نور... »

د تورخم – جلال آباد پر لویه لار ځانمرګي ۱۶۰ لاریونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار چارواکي وایي، د تورخم– جلال آباد پر لویه لار د مومند درې د اړوند سیمې په ډکه کې د څلور ولسوالیو پر لاریونوالو ځانمرګی برید شوی، چې ۱۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې. ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼې وایي، په دې پېښه کې ۳۲ کسان وژل شوي …

نور... »

کانونو وزارت خلکو ته له ملي پروژو د څارنې زمینه برابره کړه

د افغانستان د کانونو وزارت او یوه اروپايي بنسټ تر منځ داسې هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به عادي افغانان هم د کانونو له پروژو څارنه کولی شي. د کانونو وزارت د لویو او ملي پروژو څخه خلکو ته د څارنې لپاره د اروپا له یوې ټولنې سره هوکړه …

نور... »

سیاسي ډلو له وسلوالو طالبانو سره د خبرو هڅې پیل کړې

د افغانستان د خلکو د لوی ملي ائتلاف غړي، حکومت له وسلوالو طالبانو سره په خبرو کې ناکام ګڼي او ټينګار کوي، چې اوس سیاسي ډلې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو هڅې کوي. د احمد شاه مسعود د ترور په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې یو ځل بیا د …

نور... »

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۴۰ افغان سرتېري وژل شوي

په تېرو اته څلوېښت ساعتونو کې د رسمي څرګندونو له مخې؛ د وسلوالو طالبانو په بریدونو کې یو سل و څلوېښت افغان سرتېري وژل شوي دي.  اریانا نیوز ته باوري سرچینو ویلي، چې په دغو تازه بریدونو کې وسلوالو طالبانو د جوزجان خماب، د وردګو دایمیرداد ولسوالي، د سرپل د …

نور... »

په جوزجان ولایت کې طالبانو د خم آب ولسولي ونیوله

چارواکو ویلي، چې د جوزجان ولایت خم آب ولسولي له یوې اوږدې نښتې وروسته د دوشنبې پر سهار طالبانو ونیوله. د جوزجان د ولایتي شورا غړی شېرمحمد نور زیاته کړې، چې په ځلونو مو چارواکي د اړوند ولسوالۍ او سیمو له سقوطه خبر کړي؛ خو چا ورته پاملرنه نده کړې. …

نور... »

ولسمشر غني د سیاسي ګوندونو د منحلیدو ګوتڅنډنه کړی- محمد محقق

د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق ادعا کړې، چې: ولسمشر غني سیاسي ګوندونو ته ګوتڅنډنه کړې، چې که پخپلو غوښتونو ټينګار وکړي؛ نو ګوندونه به یې منحل کړي. پارلماني ټاکنو ته له دوه میاشتو لږ وخت پاتې دی؛ خو حکومتي چارواکي او د سیاسي ګوندونو غړي سر له …

نور... »

ملي وحدت حکومت د امنیت په ټینګښت کې بې پروايي کړې- سروردانش

په کابل کې د شهید اوونۍ او احمد شاه مسعود د اووه لسم تلین په مراسمو کې  احمد شاه مسعود د جګړې د ډګر او آزادۍ سړی ونومول شو او د ولسمشر دوه یم مرستیال ومنله، چې د ملي وحدت حکومت د امنیت په ټینګښت کې بې پروايي کړې ده. …

نور... »

د احمد شاه مسعود د تلین پر هوایي ډزو او ځانمرګي برید کې ۴۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

چارواکو ویلي، چې د احمد شاه مسعود د ۱۷ تلین په مناسبت ښار ته د راوتلیو کسانو د ناتاره هوایي ډزو پر لامل ۱۳ کسان ټپیان شوي او دغه راز ځانمرګي ۳۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې؛ خو پولیسو ۱۰۰ ناقانونه وسلوال نیولي دي. د سنبلې اتلسمه په قانون …

نور... »

افغانستان د لومړي ځل لپاره د لاجورد له لارې اروپايي بازارونو ته مخه پیدا کوي

چارواکي وایي، له اته اوونیو وروسته به د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې، زعفران او میوه د لاجورد له لارې اروپايي بازارونو ته ورسیږي. د چارواکو په وینا؛ افغانستان د ترکمنستان ازبکستان او آذربایجان له لارې له اروپا سره نښلي. مسوولین وايي، چې د لاجورد لارې له فعالیدو سره به افغانستان …

نور... »

جهادي رهبرانو او حکومتي مشرانو د مسعود د شهادت ورځ ونمانځله

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د هېواد بېلابېلو سیاسي او جهادي څېرو د یکشنې پر سهار(د وږي ۱۸)  په کابل کې د ملي اتل احمدشاه مسعود د ۱۷ تلین په مناسبت د نوموړي پر نوم جوړشوي څلي ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده او د شهیدانو سپیڅلي روح ته یې خپلې …

نور... »

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د امنیتي مسوولینو د استیضاح غوښتنه وکړه

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې امنیتي مسوولین د امنیت ساتنې توان نلري او ژر باید د ولسي جرګې لخوا استیضاح او سلب صلاحیت شي. په ولسي جرګه کې د اوړي له رخصتۍ وروسته پر حکومت بېلابېلې نیوکې وشوې. په ولسي جرګه کې د کندهار استازی محمد نعیم …

نور... »

د ولسمشرغني امنیتي طرحو د خونړیو بریدونو مخنیوی ندی کړی

پخواني پوځیان او څارونکي وایي، چې د  پلازمېنې د امنیت ساتنې لپاره د ولسمشر غني امنیتي طرحې ناکامې وې او ویې نشو کړای، چې په کابل ښار کې د خونړیو بریدونو مخنیوی وکړي. په داسې حال کې، چې ولسمشراشرف غني د پلازمېنې د امنیت ساتنې لپاره بېلابېلې امنیتي طرحې وړاندې …

نور... »

د تاپي پروژې کار بې پاملرنې پاتې شوی

د سوداګرۍ خونه وایي، د تاپي پروژې عملي کار سم نه پلی کیږي او حکومت د دې پروژې په تړاو پوره پاملرنه نده کړې او کار یې پڅ روان دی. په افغانستان کې د تاپي پروژې د کار شپږ میاشتې تېریږي؛ خو باور دا دی، چې د دې پروژې په …

نور... »

د کندهار- هرات پر لویه لار له ترافيکي پېښې ۴۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د کندهار- هرات پر لویه لار په ترافيکي پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۲۵ نورټپیان دي. دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د کندهار د ژیړي ولسوالۍ د حوض مدد په اړوند سيمه کې د یوه مازدا او ۴۰۴ موترو تر …

نور... »

په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې یو سرتېری پر مرګ محکوم شو

په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې یو سرتېری د پوځي محکمې له خوا پر مرګ محکوم شو. پر مرګ محکوم محمد ابرار نومی هغه سرتېری دی، چې د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالې د ګورکاب په پوسته کې یې دنده درلوده او دوه کاله مخکې له طالبانو سره یوځای او …

نور... »

امریکایي چارواکو په هند کې د امریکا او افغانستان په اړه خبرې کړي

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په هند کې د دغه هېواد له چارواکو سره د هند او امریکا پر دوه اړخیزو پوځي اړیکو او د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیران هند ته تللي او په سیمه کې د ترهګرو پر …

نور... »