عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې مخالفانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې

د ۲۰۹ قول اردو چارواکو د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ایثار نومو عملیاتو له ترسره کولو او په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یې له پیلولو خبر ورکوي. د ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، چې د دولت آباد ولسوالۍ په دوه ورځنیو عملیاتو کې …

نور... »

د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

  سیمه ییز چارواکي وایي، د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپيان دي. دغه پېښه د پخوانۍ لوا سیمې ته نږدې پر لویه لار رامنځته شوې ده. عیني شاهدانو په ډاګه کړې؛ د دوه مسافر وړونکي موترو …

نور... »

په کندهار کې د وسلوالو په برید کې پېنځه پولیس وژل شوي

چارواکي وایي، تېره شپه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی، چې په کې پېنځه پولیس وژل شوي دي. د کندهار والي ویاند داوود احمدي وايي، په دغه برید کې درې سیمه ییز پولیس او دوه ملي پولیس وژل …

نور... »

ولسمشر غني او ولسمشرروحاني د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې نن مازیګر د چین په چینګداو ښار کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ایران له ولسمشرحسن روحاني سره وکتل د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا وغوښته او د نړیوال تروریزم او …

نور... »

د میرویس سواد حیاتي ښوونځي ته د بیات بنیاد رمضاني مرستې ورسیدې

د میرویس سواد حیاتي ښوونځي د کابل ښار په یوه لیرې پرته سیمه کې پروت دی، چې زدکوونکي یې میزونه او څوکۍ نه لري. د کابل ښار د نجونو له لیسو سره د بیات بنیاد د رمضاني مرستو په لړ کې دا ځل د میرویس سواد حیاتي ښوونځي زدکوونکیو، ښوونکیو …

نور... »

په ننګرهار پوهنتون کې له داعش سره د اړیکو په تور ۹ کسان نیول شوي

 چارواکو په ډاګه کړې، چې ملي امنیت په ننګرهار پوهنتون کې نهه کسان له داعش سره  د اړیکو په تور نیولي دي. چارواکي وايي، د شنبې پر شپه د داعش یو شمېر پلویان په ننګرهار پوهنتون کې د همدغو شعارونو او د داعش د بیرغونو د ځوړندلو په حال کې …

نور... »

طالبانو درې ورځنی اختریز اوربند اعلام کړ

د طالبانو رهبرۍ د حکومت د اته ورځني اوربند په غبرګون کې د کوچني اختر په ویاړ درې ورځنی اوربند اعلام کړ او ویلي یې دي، چې په دغه موده کې ان د حکومت سرتېري او مامورین د دوی تر کنترول لاندې سیمو ته هم تلی شي. طالب ویاند ذبیح …

نور... »

د اوبو او انرژۍ وزیر له دندې لیرې کړای شوی

د ولسمشرۍ د حکم له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني له دندې لیرې کړای شوی او اعلام شوې، چې ولسي جرګې ته د نوي وزیر تر ورپېژندلو به د دغه وزارت مرستیال انجنیر محمد ګل خُلمی پر خپلې دندې سربېره د سرپرست په توګه د دغه …

نور... »

د بیات بنیاد د رمضاني مرستو لړۍ د آمنه فدوي د نجونو ښوونځي ته ورسیده

د بیات بنیاد له مرستو د آمنه فدوي د نجونو ښوونځي ښوونکي، کارګران او زدکوونکي برخمن شول. بیات بنیاد هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اړمنو کسانو لاس نیوی کړی، چې دا ځل دغه بنسټ د آمنه فدوي د نجونو ښوونځي له ښوونکیو، زدکوونکیواو کارګرانو سره د …

نور... »

په جګړه کې ښکېل دېرش زره پولیسو ته معاشونه ندي ورکړ شوي

لکه توده هوا، د جګړې میدانونه هم ګرم دي؛ خو یو تازه راپورښیي، چې د ۳۰ زره پولیسو معاشونه په دې خاطر، چې بایومتریک شوي نه دي، د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف ځنډولي دي. نیویارک تایمز ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د امنیتي …

نور... »

ملي امنیت په پکتیکا کې څلور پاکستاني وسلوال نیولي

د  پکتیکا ملي امنیت ریاست په ډاګه کړې، چې د دغه ریاست کارکوونکیو د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د عملیاتو پروخت څلور پاکستاني وسلوال نیولي دي. سرچینې زیاته کړې، چې دا  څلور کسان د شمالي وزیرستان اوسیدونکې دي او غوښتل يې د ځايې قومندانانو( بودا او رحمانې) په …

نور... »

ولسمشر غني د وسلوالو افغان طالبانو پر وړاندې د اور بند اعلان وکړ

ولسمشر غني په یو انځوریز پیام کې په ډاګه کړې، چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ نېټې څخه د کوچني اختر تر پېنځمې پورې ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي، چې پر افغان وسلوالو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات ودروي؛ خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستي …

نور... »

کاپیسا ته په ناڅرګند علت د ولسمشرغني سفر ځنډیدلی

ټاکل شوې وه، چې د سې شنبې پر سهار(د غبرګولي ۱۵) ولسمشر کاپیسا ته د برښنا د ګلبهار سب ستیشن د پرانستې لپاره دغه ولایت ته سفر وکړي؛ خو په ناڅرګند علت یې سفر ځنډیدلی دی.  د سې شنبې په سهار د برښنا شرکت او ولسمشرۍ په بلنه یو شمېر …

نور... »

د افغانستان د مارشال فهیم تر مقبرې لاندې روږدو کسانو ډډې لګولي

د کابل په سرای شمالي کې د افغانستان د مارشال محمد قسیم فهیم تر مقبرې لاندې شاوخوا دوه زره په نشه يي توکو روږدو کسانو د قبرونو شناختو ډډې لګولي دي.  د سرای شمالي په دغه هدیره کې شاوخوا دوه زره معتاد کسان د مرګ په تمه شپې او ورځې تېروي. …

نور... »

په مشرانو جرګه کې پر دیني عالمانو ځانمرګی برید له تند غبرګون سره مخ شو

مشرانو جرګې په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډه ځانمرګی برید له اسلامي موازینو سره په ټکر کې وباله او څرګنده شوه، چې دا ډول بریدونه هیڅ اسلامي صبغه نلري. په پلازمېنه کابل کې پر هغو دیني عالمانو ځانمرګی برید، چې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه یې د اسلام …

نور... »

په پکتیا کې وسلوالو طالبانو ۲۲ ښوونځي تړلي!

د سیمې د خلکو په خبره؛ طالبان وايي، یاد ښوونځي به تر هغې تړلي وي، چې ولایتي ادارې او پوهنې ریاست ورته د نویو ودانیو او ځینو ښوونځیو د ترمیم چارې پیل نه کړي. وسلوالو طالبانو د پکتیا په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځیو دروازې په دې …

نور... »

د بیات بنیاد رمضاني مرستې د رابعه بلخي د نجونو ښوونځي ته ورسیدې

 بیات بنیاد د رابعه بلخي د نجونو ښوونځي زدکوونکیو، ښوونکیو او کارکوونکیو ته خپلې رمضاني مرستې ووېشلې. د بیات بنیاد په دې مرستو کې، اوړه، غوړي، وریجې، بوټان او سپورتي توکي شته، چې د دغه بنسټ د لوی مشر لخوا د رابعه بلخي د نجونو د ښوونځي زدکوونکیو، ښوونکیو، ملازمینو …

نور... »

په کابل کې د عالمانو پر ناسته طالبانو خپل غبرګون څرګند کړ

طالبانو په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې؛ په کابل کې د دیني عالمانو د تېرې ورځې ناسته یو نمایشي او امریکایي بهیر دی، چې ورته ناسې تل د امریکایانو په دستور تر سره کیږي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې د دیني عالمانو لخوا صادره شوې فتوا …

نور... »

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ په کابل کې ام البنین ښوونځي ته ورسیده

بیات بنیاد د روژې میاشتې په مناسبت د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل په کابل کې ام البنین ښوونځي له زدکوونکیو، ښوونکیو او کارګرو سره د خوراکي او سپورتي توکو مرسته وکړه. د بیات بنیاد په رمضاني مرسته کې خوراکي توکي لکه اوړه، وریجې او غوړي شته، چې …

نور... »

د جنرال دوستم زوی باتور دوستم د طالبانو له کمین روغ رمټ ووت

د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم  تېر ماښام د بلخ- جوزجان پر لویه لار د طالبانو له کمین روغ رمټ وتلی دی. د شبرغان ښاري ګارنیزیون مرستیال عبدالصمد رحماني ویلي، چې د طالبانو له لوري د جوزجان ولایت …

نور... »