سیمه ییز خبرونه

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو د اسنادو ارزونه پیل شوه

چارواکو ویلي، چې په ټاکنو خپلواک کميسیون کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د احتمالي نوماندانو د اسنادو ارزونه پیل شوې ده. د رایه ورکوونکیو او نوماندانو د نوملیکنې بهیر پای ته رسیدلی او اوس په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د احتمالي نوماندانو د اسنادو ارزونه پیل …

نور... »

سولې ته د رسیدو لپاره به ټولې دروازې وټکوو- اقبال خیبر

د هلمند د سولي کاروان، چې کابل ته یې ۶۳۰ کیلو متره لار پلې وهلې؛ د سولي پيغام راوړی؛ له ولسمشر سره یې وکتل او له نړیوالو هم ځانګړې غوښتنې لري. د سولي کاروان غړی اقبال خیبر وایي: زمونږ د خوزښت موخه د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ …

نور... »

په ارګ کې د سیاسي او جهادي مشرانو مشورتي ناسته تر سره شوه

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۹) له غرمې مخکې ولسمشر غني د هېواد له جهادي او سیاسي مشرانو سره د سولې بهیر او اوربند په اړه مشورتي ناسته تر سره کړه. ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې حاضرو ټولو سیاسي …

نور... »

طالبان د سیمې د استخباراتو پر نغوته سوله نه غواړي- سناتوران

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د اوربند پر درېیمه ورځ د وسلوالو طالبانو د بریدونو له پیلیدو څرګندیږي، چې دوی د سیمې د استخباراتو پر نغوته(اشاره) نه غواړي په هېواد کې سوله ټينګه شي. د اختر په درې ورځو کې د وسلوالو طالبانو لخوا د اوربند له …

نور... »

وسلوالو طالبانو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر سرحدي پوليسو بريد کړى

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه يوه بجه د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په حکیم آباد سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوه ټولي وسلوال بريد کړى. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى بريد تائيدوي او وايي، په بريد کې دواړو خواوو ته ځاني زیانونه …

نور... »

د ننګرهار د غنی خېلو ولسوالی سرپرست په یوه برید کې ووژل شو

د ننګرهار دغني خېلو ولسوال له خپل یوه ساتوونکي سره په یو وسلوال برید کې وژل شوی او درې ملکي وګړي ټپیان دي. په ننګرهار کې د اختر وروستۍ دوه ورځې د داعش د بریدونو له امله ډېرې خونړۍ وې؛ خو څلورمه ورځ  د طالبانو پریوه داسې برید پیل شوه، …

نور... »

له آریانا پرته نورې انځوریزې رسنۍ د فوتبال نړیوال جام سیالیو د خپرولو حق نلري

آریانا تلویزیون د خپلې څارنې په لړ کې موندلې، چې  په روسیه کې د فوتبال نړیوال جام سیالۍ په غیر قانوني توګه لس نورې تلویزیوني رسنۍ هم خپروي. په روسیه کې د دوه زره اتلسم کال د فوتبال نړیوال جام سیالۍ د غبرګولي له پېنځمې پیل شوي، چې په افغانستان …

نور... »

کابل ته په درې ورځني اوربند کې ۲۵۰۰ طالبان رادننه شول- دفاع وزارت

د افغانستان ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د اوربند په ورځو کې کابل ته له رادننه شویو دوه زره پېنځه سوه وسلوالو طالبانو سم نیم په کابل کې پاتې شوي دي. د حکومت او وسلوالو طالبانو د اعلان شوي اوربند په ورځو کې د افغان سرتېرو او وسلوالو …

نور... »

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان کابل ته راورسیده

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان له  یوې میاشتي او درې ورځو مزله وروسته تېره شپه د هېواد پلازمېنې کابل ته راورسیده. هلمندي ځوانان، چې د لښکرګاه له ښاره یې روژه په خوله پلی مزل پیل کړی و؛ په تڼاکو پښو او ستړي وجود نن منزل ته را ورسید؛ خو …

نور... »

د سرپل ولایتي شورا غړیو د چاڼیزو عملیاتو غوښتنه کړې

د سرپل ولایتي شورا غړي وایي، که چاڼیز عملیات ونشي؛ نو ځینې ولسوالۍ به سقوط شي. د سرپل د ولایتي شورا منشی معصومه رمضاني وایي، د خلکو او حکومتی مسوولینو له غوښتنې سره سره تراوسه هم عملیات د یوې ژمنې په توګه پاتې ده. د سرپل د ولایتي شورا غړی …

نور... »

په ننګرهار کې ځانمرګي بریدګر ۷۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار د چارواکو د څرګندونو له مخې نن مازیګر د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې داعشي ځانمرګي بریدګر ۲۵ کسان وژلي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي،  دغه چاودنه هعه مهال رامنځته شوې، چې عامو خلکو، افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو له …

نور... »

بلک هاک چورلکې د روسي چورلکو په پرتله کمزورې دي- امریکا

د امریکا دفاع وزارت ویلي؛ په امریکا کې جوړې شوې بلک هاک چورلکې، چې د افغانستان حکومت ته ورکړ شوي؛ په ځینو چارو کې د روسي چورلکو په پرتله کمزورې دي. د پنتاگون د ځانگړي مفتیش په تازه درې میاشتني راپور کې راغلي؛ بلک هاک چورلکې څو ستونزې لري، چې …

نور... »

د اوربند پر دوه یمه ورځ ځینې طالبان کابل ښار ته راغلل

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند پر دوه یمه ورځ ځینې طالبان کابل ښار ته راغلل؛ خپل بیرغونه یې ولیږدول او د سولې غوښتونکي شول. د حکومت او طالبانو تر منځ دوه اړخیز اوربند یو شمېر طالبانو ته د دې موقع ورکړه، چې کابل ته راشي او …

نور... »

هغه نباتات د کر وړ دي، چې ښه بازار ولري- کرنې وزارت

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، هغه نباتات د کر وړ دي، چې ښه بازار ولري او له وخت مخکې مارکیت ته وړاندې شي. مسوولین وایي، له دې سره به افغان بزګران ډېره ګټه وکړي او محصولات به یې د واردیدونکیو محصولاتو ځای ونیسي.  د کرني او مالدارۍ وزارت …

نور... »

ولسمشر اشرف غني د طالب مشر ملا فضل الله وژل کیدل تائید کړل

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره په تیلیفوني خبرو کې د پاکستانیو طالبانو د مشر ملا فضل الله وژل کیدل تائید کړي او د دغه هېواد د پوځ له مشره یې وغوښتل، چې په پاکستان کې میشت افغان وسلوال طالبان د …

نور... »

د حزب اسلامي څه باندې۱۸۰ بندیان خوشې شول

د حزب اسلامي  څه باندې یو سل و اتیا بندیان د ولسمشر په فرمان د بګرام او څرخي پله له زندانونو خوشې شول، چې د ناامنیو په جرم بندیان شوي وه.  د حزب اسلامي څه باندې یوسلو اتیا بندیان د ولسمشر په فرمان د بګرام او څرخي پله له زندانونو …

نور... »

د جعلي پېژندپاڼو د پېر او پلور په تور لسګونه کسان نیول شوي- لویه څارنوالي

لویې څارنوالۍ ویلي، د جعلي تذکرو او د ټاکنیزو تاپو د غلا په تور له دوی سره ۲۴ دوسیې ثبت شوې او د دغو دوسیو اړوند ۵۸ تورن کسان نیول شوي دي. د ټاکنو د لومړي پړاو او د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې د بهیر له پیلیدو سره بیا هم …

نور... »

په ننګرهار کې یو شمېر ښځو له ښکېلو خواوو د اوربند غزول وغوښتل

په ننګرهار کې یو شمېر ښځو د لاریون په تر سره کولو حکومت او وسلوالو طالبانو ته پلو وغوړاوه، چې نور جنګ بس کړئ. په تورماښام کې له مهربانۍ ډک سوله غوښتونکي ګامونه سولې ته د رسیدو په هیله واخیستل شول او د اوربند غزول یې زم زمه کړل. په …

نور... »

د غزني په مالستان کې ماین چاودنې د یوې کورنې ۵ غړي ووژل

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ په یوه کور کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي دي.   د غزني ولایت د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت د پېښې پخلی کوي او وایي، چې دغې چاودنې دوه نرینه او درې میرمنې وژلي دي. …

نور... »

په ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو پریوه قومندان چاودنه شوې

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د پيوې کنډو په سیمه کې د دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پرقومندان چاودنه شوې.  د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دې چاودنه کې د روداتو د سیمه ییزو پولیسو قومندان امان الله او د ټاکنو خپلواک کمیسون د رایه ورکوونکیو د …

نور... »