عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار کې د یوه خصوصي رادیو تلویزیون بنسټوال تښتول شوی

نن ماښام مهال د انعکاس رادیو تلویزیون موسس انجینر زلمی له دفتره کور ته روان و، چې د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو د ده موتر درولی؛ ساتوونکی یې وژلی او دی یې له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولی دی. د ننګرهار …

نور... »

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له قوانینو څخه سرغړونو اندېښمن کړی

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د اویايمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې اندېښنه څرګنده کړه، چې سږ کال د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د ولسي تلفاتو شمېر لوړه شوی دی. د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له تصویب څخه …

نور... »

د ارګ په اړه د ( شیدا محمد ابدالي) ناویلې څرګندونې!

په هند کې د افغانستان پخوانی افغان سفیر له آریانا نیوز سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ترې په کاري موده کې د سفارتي کارونو راپورونه غوښتي دي. په داسې حال کې، چې د ده په خبره د راپور ورکولو مرجع د بهرنیو چارو وزارت دی او …

نور... »

په کابل کې تمیم شنسب له خپلو ۱۸ وسلوالو سره ونیول شو

د تمیم شنسب وسلوال، چې په تمیم وردک هم مشهور دی له پولیسو سره د دوشنبې پر ورځ له غرمي وروسته د یوه غصب شوي کور د تخلیې پر سر ونښتل او په دې پېښه کې یو امنیتي مامور ووژل شو او د یوه خبریال په ګډون شپږ نور ټپیان …

نور... »

طالبانو په سمنګان کې د ډبرو سکرو له موترو د مالیې اخیستل پیل کړل

سرچینې وايي، چې هره ورځ له دره صوف څخه د ډبرو سکرو څه نا څه دوه سوه لارۍ باریږي او طالبان هره میاشت له هر موتره اووه زره افغانۍ مالیه اخلي. وروسته له هغې، چې وسلوالو طالبانو په سمنګان کې د دره صوف د ډبرو سکرو د لیږدوونکیو موترو یو …

نور... »

ملا عبدالمنان څوک و او مړینه به یې پر طالبانو څه اغېز ولري؟!

ملا رحیم، چې په ملا عبدالمنان مشهور و؛ د وسلوالو طالبانو لخوا د هلمند والي او جګپوړی پوځي قومندان بلل کیده. ده نه یوازې په هلمند کې پوځي چارې سمبالولې، بلکې هلمند ته د ورڅیرمه، کندهار، روزګان او زابل ولایتونو پوځي مسوولیت هم ور په غاړه و. ملا عبدالمنان اخند …

نور... »

په غزني ولایت کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي

د غزني ولایت د ګیلان او جاغوري ولسوالیو په اړوند سیمو کې کوماندو ځواکونو۳۰ طالب جنګیالي وژلي دي.   د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې؛ تېره ورځ مازیګر مهال د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې، چې د ګیلان ولسوالۍ پر رسنه او د جاغوري ولسوالۍ پر حوتقول …

نور... »

په کابل کې له یوه ځایي زورواکي سره په نښته کې یو پولیس وژل شوی او ۵ نور او یو خبریال ټپیان شول

کورنیو چارو وزارت ویلي؛ نن له غرمې وروسته څه نا څه درې بجې عسکرو د محکمې په امر د سيمې  یوه زورواکي ته په ډاګه کړه، چې غصب شوی کور دې تش کړي؛ خو زورواکي انکار کړی، چې له امله يې د ځايي زورواکي د وسلوالو او عسکرو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. امنیتي ځواکونو …

نور... »

د فاریاب په پښتونکوټ کې کلابند کسان لوږې وهلي

د فاریاب ولایتي شورا یو غړی وایي؛ د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې وسلوالو طالبانو یوه سیمه کلابنده کړې، چې له کبله یې لسګونه کسان د لوږې او ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. د فاریاب ولایتي شورا غړی عبدالاحدالبیک وایي، طالبانو له تېرو څو میاشتو …

نور... »

د ننګرهار له زندانه انسان تښتونکی ریاض پر تېښته بریالی شوی

د ننګرهار له زندان څخه په ۱۶ کاله بند محکوم د انسان تښتوونکیو د ډلې مشر ریاض نومی  پر تېښته بریالی شوی دی. د تېرې شنبې پر ورځ د ننګرهار له زندان څخه د ریاض په نوم د انسان تښتوونکو د ډلې دا مهم مشر تښتېدلی. د انسان تښتوونکیو د …

نور... »

په تالقان ښار کې نامسوول قومندان نوید نومی له ۷ وسلوالو سره ونیول شو

امنیتي ځواکونو د تالقانو ښار په یوه روغتون کې تېره شپه ناوخته له ۲۴ ساعتونو کلابندۍ وروسته نامسوول قومندان نوید نومی له ۷ وسلوالو سره ژوندی نیولی دی. پر قومندان نوید تورونه دي، چې له خلکو یې باج اخیستی او ځورولي یې دي. د قومندان نوید د نیولو عملیاتو قومندان …

نور... »

په هلمند کې طالب والي ملا رحیم له خپلو ۴ ملګرو سره ووژل شو

د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحيم مشهور په ملا عبدالمنان له خيلو ملګرو سره ووژل شو. د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې تېره شپه د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحيم مشهور په ملا عبدالمنان د دغه ولایت په …

نور... »

طالبانو په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو ۶۰ دریوران تښتولي

طالبانو د یکشنبې پر سهار د سمنګان ولایت د دره صوف پایین په جرخشک سیمه کې د ډبرو سکرو ۶۰ لارۍ درولي؛ ۱۲۰ دریوران او د هغو ملګري یې له ځان سره وړي دي. د بغلان والي ویاند د دریورانو د ۶۰ ملګرو له خوشې کیدو خبر ورکوي او وایي، …

نور... »

په غزني ولایت کې ۶۴ وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د سویل ختیځ زون امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې په غزني ولایت کې (۶۴) وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.  د خبرپاڼې له مخې؛ افغان امینتي او ائتلافي هوایي ځواکونو د غزني ولایت په اندړ، ده یک، قره باغ، ګیرو ولسوالیو او مرکز پورې اړوند سیمو کې د …

نور... »

په پکتیا کې بهرنیو ځواکونو ۱۱ عام وګړي وژلي-عام خلک

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکي وایي؛ تېره شپه د سهاکو اړوند په شملزي سیمه کې بهرنیو ځواکونو هوایي برید کړی، چې د سیمو د خلکو په خبره ۱۱ عام وګړي یې وژلي دي.  د دوی جسدونه د ولایت مقام مخې ته په اعتراضي توګه راوړل شوي دي.  امنیتي مسوولینو ویلي، …

نور... »

په هېواد کې د انارو۳۰ سلنه ډېر شوي او په صادراتو کې یې هم زیاتوالی راغلی

د سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي، چې په هېواد کې د انارو حاصلات ډېر شوي او ور سره جوخت یې بهر ته صادرات هم زیات شوي دي. انار ډېر سوداګریز ارزښت لري او حاصلات یې په وروستۍ لسیزه کې د پام وړ ډېر شوي دي. په کندهار کې بڼوال وایی، که …

نور... »

فوتبال فدراسیون پر ښځینه غړیو د فزیکي او جنسي ځورونې تورونه رد کړل

د افغانستان فوتبال فدراسیون هغه راپورونه رد کړل، چې ګویا د فوتبال ښځینه ملي لوبډلې غړي له فزیکي او جنسي ځورونې سره مخ دي. په وروستیو کې ګاردین ورځپاڼې د افغانستان د ښځینه فوتبال ملي لوبډلې د ځینو پخوانیو غړیو له خولې ویلي، د دې لوبډلې غړي له جنسي ځورونې …

نور... »

که د پکتیا د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي، په ټاکنو کې ګډون نکوو- خلک

د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکیو ویلي، که د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون نه کوو. د احمدابا ولسوالۍ قومي مشران او ځوانان وايي، که مرکزي  حکومت د مچلغو برښنا بند د جوړیدو چارې پيل نکړي په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې به …

نور... »

امنیتي ځواکونو د کندوز ولایت یو سیمه ییز قومندان محاصره کړی

امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ سیمه ییز قومندان نوید نومی، چې دولتي ضد فعالیتونه یې تر سره کول محاصره کړی دی. په تخار ولایت کې پولیس وایي؛ نوید نومي یو نامسووله سیمه ییز قومندان دي، چې د تخار ولایت مولانا روغتیایي مرکز …

نور... »

په سویس کې د ملي وحدت مشرانو د نویو مرستو ژمنې تر لاسه کړې

د ملي وحدت حکومت وایي؛ د هېواد مشران د ژنیو په ناسته کې بریالي شول، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې باور خپل او د نویو مرستو ژمنې تر لاسه کړي. د لیندۍ پر ۶ او ۷ چې د نومبر له ۲۷ او ۲۸ سره برابره ده؛ سویس د …

نور... »