سیمه ییز خبرونه

په غزني کې د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي

په غزني کې د ائتلافي ځواکونو پر هوایي بریدونو د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي دي. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې دغه طالب جنګیالي د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو په څلور هوایي بریدونو کې تېرمازیګر( د غویی ۷) …

نور... »

د سولې مشورتې جرګه به د ۱۸ بنسټونو په نه ګډون جوړه شي

د سولې مشورتي لویه جرګه به دوه ورځې وروسته د نږدې لس سترو سیاسي ګوندونو، اته ټاکنیزو ډلو د استازیو او یو شمېر نورو بنسټونو د استازیو په نشتون کې جوړه شي.  هغه جرګه، چې غواړي د سولې په بهیر کې اجماع را منځته کړي؛ خو همداوس د جمیعت، جنبش، …

نور... »

حامد کرزي له ولسمشر غني غوښتي، چې د سولې مشورتي جرګه وځنډوي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د شنبې پر ورځ( د ۱۳۹۸ لمریز کال د غویی پر ۷) په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني دې د سولې مشورتې جرګې تر سره کول وځنډوي، چې د سولې پر روانو خبرو ناوړه اغېز رامنځته نکړي.   نوموړي څرګنده کړې؛ …

نور... »

د پروان ولایت د امنیتي عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي

د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان ویلي، چې د پروان ولایت د مرکزي سیمو د عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي دي.   د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان الوزي احمدي زیاته کړې، چې دغه عملیات له طالبانو څخه د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ د خلازیو او …

نور... »

په بغلان کې د پولیسو اومعترضو نوماندانو په نښته کې یو کس وژل شوی

په بغلان کې د پولیسو او پارلماني ټاکنو د معترضو نوماندانو د پلویانو په نښته کې یو کس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ تېره ورځ د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام په غبرګون کې د یو شمېر معترضو نوماندانو پلویانو د …

نور... »

د سولې مشورتي جرګې له تحریموونکیو سره خبرې پیل شوي

د  سولې مشورتي جرګې د چمتووالي کمیسیون له هغو کسانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی ټاکلی، چې د سولې مشورتي جرګه یې تحریم کړې ده. د سولې مشورتي جرګې جوړیدو ته چمتوالی بشپړ شوی؛ خو ځینو دولتی چارواکو او سیاسیونو جرګه تحریم کړې، چې په کې اجرائیه رییس، د …

نور... »

د کندوز، وردک، بغلان او کوچیانو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن (جمعه د غویی ۶) غرمه مهال د کابل او پکتیا د وروستیو پایلو له څرګندولو پرته د کندوز، وردک، بغلان ولایتونو او کوچیانو حوزې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړې. د اعلام شویو پایلو له مخې؛ په میدان وردک ولایت کې۱- الحاج عبدالاحمد دراني …

نور... »

طالبانو په فراه ښار کې د واده له مراسمو سندرغاړي تښتولي

وسلوال طالبان تېره شپه د فراه ښار د چاربرجک په اړوند سیمه کې د واده مراسمو ته وردننه شوي او د سندرغاړو د ټنګ ټکور ټول سامان یې ورته سوځولی دی. د فراه ولایتي شورا غړي داد الله قانع ویلي، چې طالبانو د واده د دغې نندارې سندرغاړي او د …

نور... »

د ملي شورا اووه لسمه دوره پرانستل شوه

د ملي شورا اووه لسمه دوره د جمعې پر ورځ( د غویی ۶)  د ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر د دوه یم مرستیال سروردانش او نورو لوړپوړیو دولتي او حکومتي مشرانو په ګډون پرانستل شوه.   د ملي شورا لپاره ټاکنې د تېر کال په تله …

نور... »

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو نومونه په رای پاڼو کې څرګند شول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ د ولسمشریزو ټاکنو د ۱۸ نوماندانو نومونه په رای پاڼو کې ترتیب شوي، چې د رای پاڼو په سر کې د رحمت الله نبیل او  په پای کې د زلمی رسول نومونه راغلي دي. د رای پاڼو په نوملړ کې لومړی د رحمت الله نبیل، …

نور... »

اجرائیه رییس د جرمني د دفاع وزارت له مرستیال سره ولیدل

د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن غرم( پنجشنبه د غویی ۵) په سپیدارماڼۍ کې د جرمني د دفاع وزیر له مرستیال توماس سلبرهون سره ولیدل. د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې له ملي …

نور... »

په کاپیسا ولایت کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي-اعتراض کوونکي

د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې سیلابونو نجراب – تګاب ولسوالیو ته ورغلي لارې تړلي دي. د اړوند سیمو اوسیدونکیو د پنجشنبې پر ورځ( د غویی ۵) یو اعتراضي لاریون کړی او په دې ولایت کې یې له سیلاب ځپلیو سره د مرستي او د سړکونو د …

نور... »

داعش ډلې په ننګرهار کې طالبان په شا تمبولي

ننګرهار کې د داعش جنګیالي شیرزادو ته رسېدلي. دمګړۍ د شیرزادو په سور راغه او خدرخیلو کې د دواړو خواو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. حکومت د نښتو پخلی کوي خو د مرګ ژوبلې معلومات نه لري. د نښتو له امله د شیرزادو او خوږیاڼيو له غرنیو کلیو سلګونه کورنۍ  …

نور... »

په لوګر ولایت کې ۷۹۰ کیلو ګرامه ګرمه چرس ونیول شول

د لوګر ولایت پولیسو څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې پولیسو ۷۹۰ کیلو ګرامه ګرمه چرس کشف او دری تنه وسلوال ساتونکي یې ووژل شول. د لوګر ولایت امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص تېره ورځ رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې یاد عملیات تېره شپه د …

نور... »

په غزني کې د یوه قومندان په ګډون ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي

په غزني ولایت کې د ګډو ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې، چې د افغان او پرېکنده ماموریت ځواکونو له هوایي ملاتړه برخمن ول؛ د یوه قومندان په ګډون ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي. د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي؛ دغه عملیات د غزني ولایت د مرکز په ګډون …

نور... »

په پکتیکا کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي

د پکتیکا ولایت اد امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وایي، تېره شپه افغان ګډو امنیتي ځواکونو د پکتیکا په سرروضه ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي، چې شپږ تنه طالبان یې وژلي او د دوی دوه مهم مرکزونه ویجاړ او یو شمېر چاودیدونکي توکي، ماینونه او مهمات یې کشف کړي …

نور... »

د قطر ناسته د ناسم مدیریت له کبله تر سره نشوه- عبدالله عبدالله

د هېواد اجرائیه مشر وايي، چې په قطر کې د افغانانو خپلمنځي غونډه د ناسم مدیریت له کبله تر سره نه شوه. په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له لغوه کیدو پېنځه ورځې وروسته اجرائيه مشر عبدالله عبدالله د غونډې د نه تر سره کیدو پر لامل وغږید. …

نور... »

په غزني کې ۹ طالبان وژل شوي او له زندانه یې لس بندیان خوشې شوي

د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې ځانګړیو امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ د لیلیزي او واله و تواله په اړوند …

نور... »

د هېواد په ۴ ولایتونو کې د سړک جوړونې چارې پیلیږي

د ترانسپورت وزارت لخوا د هېواد په څلورو ولایتونو کې د اته سوه اته میلیون افغانیو پر ارزښت د سړک جوړونې د پروژو تړونونه لاسلیک شول. د دغه وزارت مسوولینو په کاپیسا، پنجشیر، نیمروز او بامیان ولایتونو کې له ۸ سوه میلیون څخه د ډېرو افغانیو پر لګښت په سلګونه …

نور... »

په تخار کې د آی خانم بندر کمیساري طالبانو محاصره کړې

د تخار د آی خانم بندر کمیساري له شپږ ورځو را په دیخوا د طالبانو له خوا کلابنده او جګړه د دشت قلعه بازار تر څیرمه روانه ده. د تخار دشت قلعه ولسوالي د طالبانو له پاره یوه مهمه ولسوالي ده، چې هره ورځ یی ځینې سیمې د طالبانو او …

نور... »