عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

ولسمشر غني طالبانو ته د دفتر جوړولو لپاره چمتوالی وښود

ولسمشر غنى د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د څو اړوند ولسوالیو قومي مشرانو او خلکو ته په خبرو کې طالبانو ته په ننګرهار، کابل او کندهار ولایتونو کې د دفتر جوړولو وړاندیز وکړ. افغان ولسمشر د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې …

نور... »

امنیتي ځواکونو په فاریاب کې د یو طالب ملا په ګډون اته کسان نیولي

۲۰۹ شاهین قول اردو څرګنده کړې، چې په فاریاب ولایت کې طالب ملا عزت الله له خپلو اته کسانو سره نیول شوی دی. دوی ویلي، چې امنیتي ځواکونو پر خپلو ځانګړیو عملیاتو د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوه ۹ کسیزه ډله د ملا …

نور... »

په بلخ ولسوالۍ کې د یو جهادي قومندان په ګډون ۵ کسان وژل شوی

د بلخ ولایت وسلوالو مخالفانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ د سیمه ییزو پاڅونوالو او پولیسو پر پوسته وسلوال برید  کړی، چې په کې د یو جهادي قومندان په ګډون د دغو ځواکونو ۵  کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي. د بلخ والي ویاند منیر احمد فرهاد د …

نور... »

په لوګر ولایت کې یو موتر له چاودیدونکیو توکو ډک نیول شوی

د لوګر امنیه قومنداني ویاند وایي؛ تېره شپه ۱۰:۳۰ بجې د دې ولایت اړوند په تنګي واغجان سیمه کې ملي پولیسو له چاودیدونکیو توکو ډک کرولا موتر له یوه بریدکوونکي سره، چې ناصر نومیږي نیولی دی. د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزی زیاتوي؛ بریدګر د هلمند ولایت د ګرشګ …

نور... »

په غزني کې له یوې ترافیکي پېښې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په غزني کې روغتیایي چارواکو ویلي، چې له یوې ترافیکي پېښې ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.  دا پیښه نن غرمه د کابل ـ کندهار پر لار د اندړ ولسوالۍ په ملا نوح بابا سیمه کې شوې ده. د غزني ولایتي روغتون رییس بازمحمد همت …

نور... »

سید شاه محمود میاخېل د ننګرهار والي په توګه دنده پیل کړه

د ننګرهار مقام ته د نوي والي د پېژندلو په جوړه شوې ناسته کې د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې مرستیال روح الله نیازي د ولسمشر هغه فرمان ولوست، چې سید شاه محمود میاخېل په کې دغه ولایت ته د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی. نوي والي ژمنه …

نور... »

د داکتر شریف فایض مړینه هېواد او هېوادوالو ته لویه ضایعه ده

په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون بنسټ ایښودونکی، استاد او څېړونکی داکتر شریف فایض تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر اشرف غني د نوموړي کورنۍ او د افغانستان علمي ټولنې ته پر پېښه خواشیني ښیي او څرګندوي؛ د لوړو …

نور... »

ولسمشر کابل ښاروال او د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر معرفي کړل

ولسمشر اشرف غني په چهار چنار ماڼۍ کې ( د شنبې پر ورځ د سلواغې ۲۰) په یو لړ مراسمو کې اجمل احمدي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست او احمد ذکي سرفراز د کابل ښاروال په توګه معرفي کړل. ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې نړیوال بانک د ښو اصلاحاتو …

نور... »

په کابل ښار کې د پوهنتون یو استاد داعشیانو ته د جلب و جذب په تور نیول شوی

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د ۵ ناحیې په اړوند سیمه کې د داعش جنګیالیو د جلب و جذب مسوول نیولی دی. د اړوند ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د سیخ محمدیانو د لوی جومات خطیب او د پوهنتون استاد ابو عبیدالله متوکل د داعش ډلې په …

نور... »

د ولسي جرګې ټاکنې تر ټولو بدې او بدنامه وې- څارونکي

ځینې څارونکې ډلې وایي؛ د ولسي جرګې ټاکنې تر ټولو بدې او بدنامه وې؛ ځکه، چې د پایلو په اعلام کې ځنډ د پټو معاملو او فساد پایله ده. که څه هم مخکې له دې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تېره اوونۍ ویلي وه، چې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلامیږي؛ خو …

نور... »

په روان کال کې ۹۳ زره ټنه ممیز او طبي بوټي صادر شوي

د هېواد د ممیزو صادراتو ادارې مسوولین وايي؛ په روان کال کې ۹۳ زره ټنه ممیز او طبي بوټي صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ممیزو صادراتو ادارې مسوولین وايي؛ دې ادارې دا ظرفیت …

نور... »

آریانا افغان هوايي شرکت د یوه مسافر وړونکي الوتکه پېرودلې- نادرعمر

آریانا افغان هوايي شرکت د دوه اشاریه پېنځه څلوېښت میلیون دالرو پر ارزښت یوه مسافر وړونکي الوتکه پېرودلې ده. د آریانا افغان هوايي شرکت دغې الوتکې په نورو هېوادونو کې هم له دې مخکې الوتنې کړي. د یاد شرکت مسوولین وایي،  د نوې الو تکي د پېرودلو لپاره مو پوره …

نور... »

ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو یوه ډله انسان تښتوونکي نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو انسان تښتوونکیو په وژنو، وسلوالو غلاوو او له سوداګرو څخه د پیسو په اخیستو کې هم لاس درلود. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغې ډلې په کابل کې د رییس عبید په مشرۍ ورانکارې هڅې تر سره کولې. د خبرپاڼې د …

نور... »

د ټاکنیز قانون له تعدیل سره سم به د کمیسیونونو کمیشنران ګوښه شي- حکومتي سرچینې

حکومتي سرچینې وايي، چې د ټاکنو قانون له تعدیل وروسته به د کمیسیونونو ټول کمیشنران له دندو ګوښه شي. د ټاکنو د کمیسیونونو په اړه د فساد د تورونو له زیاتیدو وروسته اوس حکومتي سرچینې وايي، چې د ټاکنو قانون له تعدیل وروسته به ټول کمیشنران له دندو ګوښه شي. …

نور... »

حکومتي مشران د سولې ملي اجماع په رامنځته کولو کې بریالي نشول- عبدالله عبدالله

د حکومت اجرائیه رييس وايي، چې حکومتي چارواکي بریالي نشول، چې په خلکو او مدني بنسټونو کې د سولې لپاره د ملي اجماع استازیتوب رامنځته کړي. د سولې په اړه روانو هڅو د اجرائيه رییس اندېښنې را وپارولې او وايي؛ حکومت ندی توانیدلی، چې د سولې د اجماع استازیتوب وکړي. …

نور... »

په ننګرهار کې د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو ورکوونکی ونیول شو

په ننګرهار کې چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو د ورکړې مدیر ظابط خان د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د هغوی د حقونو د ورکړې پر مهال د رشوت په تور نیول شوی دی.  د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، د ولایت مقام …

نور... »

د افغان سیاستوالو پلاوي د مسکو غونډې ته چمتوالی ښودلی

د افغان سیاستوالو پلاوي ټینګار کړی، چې د افغانانو تر منځ د خبرو او د یوې نیمې لسیزې له لاسته راوړنو څخه د دفاع لپاره غواړي د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر منلې، چې له یو شمېر سیاستوالو …

نور... »

بیات بنیاد د کابل په قمبر څلورلاري کې اړو کورنیو ته البسه او خوراکي توکي ووېشل

بیات بنیاد له اړو کسانو سره د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل ښار د قمبر څلورلاري لسګونه اړې کورنۍ له خپلو مرستو برخمنې کړې. بیات بنیاد، چې په هر ژمي کې له اړو کورنیو سره د مرستو تابیا نیسي دا ځل یې د کابل په قمبر …

نور... »

سوله له ډاډ پرته د منلو نده- اشرف غني

ولسمشر غني ويلي، د سولې هغه هوکړه به لاسلیک نکړي، چې افغان امنیتي ځواکونه، آزادي او دیموکراسي په کې خوندي نه وي. ولسشر غني تېر ماښام د شنبې پر ورځ( د سلواغې ۱۳) په چارچنار ماڼۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خپلو ځانګړیو خبرو کې وویل: هغه کسان، …

نور... »

تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو بودجې ته اړتیا نلرو- سادات

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو بودجې ته اړتیا نلرو. په افغانستان کې ټاکنې له هماغه پیله له ډېرو ننګونو سره مخ وې؛ د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بې نظمیو وروسته اوس د ولسمشرۍ ټاکنې د دې بنسټ بله لویه ستونزه ده. که څه …

نور... »