عاجل خبرونه

ننگرهار @ps

د اعشیانو د ننګرهار په خوږیاڼو کې شپږ کلي نیولي او جګړه روانه ده

د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، چې د داعش جنګیالیو په حیرانوونکې توګه د اګام د سلیمانخېلو د تنګي له لارې ځانونه د خوږیاڼو د وزیرو تر تنګي رسولي؛ د دې ولسوالۍ شپږ غرني کلي یې لاندې کړي او په سیمه کې د وسلوالو طالبانو، ځايي خلکو او …

نور... »

هغه پانګوال، چې نوې پانګونه کوي؛ درې کلنه مالیه یې بښل کیږي

د مالیې  وزارت وايي؛ هغه پا نګوال، چې غواړي په افغانستان کې نوي  پا نګونه وکړي؛ د تولید له پیله به تر درې کلونو له مالیاتو وبښل شي. د ماليي وزارت دعوا یدو او ګمرکاتو معینیت چارواکي وايي، په هېواد کې د بېکارۍ د له منځه وړلو او د پانګونې …

نور... »

ګاونډ هېوادونه د ترهګرو پرمټ خپلې موخې ترلاسه کولی نشي- عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس  د یکشنبې په ورځ( د تلې ۲۳) د کابینې د یو شمېر غړیو په مشرۍ لغمان ولایت ته د بیارغونې په جشن کې د ګډون په موخه سفر کړی و. هغه د دغه جشن ګنډوالو ته وویل، چې، د رغونې پر وړاندې ستر …

نور... »

په کونړ ولایت کې ۱۲ داعشیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

چارواکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه داعشیانو د کونړ ولایت د مرکز اسعد آباد  په شګۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د پولیسو له بشپړ ټینګار سره مخ  شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په اړوند سیمه کې له امنیتي …

نور... »

د کونړ د غاښي کنډو ۵ تږي او وږي سرحدي پولیس وژل شوي

پاکستانيو ځواکونو د هغو پېنځه افغان سرحدي پولیسو مړي په کونړ کې خلکو ته سپارلي، چې دوه ورځې وړاندې د وسلوالو په یوه کمین کې وژل شوي او مړي یی د باجوړ خلکو خپلې سیمې ته وړي وه. په کونړ کې د سرحدي پولیسو د دوه یم کنډک قومندان نقیب …

نور... »

پاکستان د ننګرهار پر بېلابېلو ولسوالیو توغندي توغولي

پاکستان دیورند کرښې ته نږدې د ننګرهار د درې ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي. پاکستانیو ځواکونو د ننګرهار د نازیانو، اچین اولال پورې ولسوالیو پرکلیو توغندیز بریدونه کړي دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په درې اوونیو کې له پورې غاړې څخه پر یادو ولسوالیو …

نور... »

په ننګرهار کې د اووه پاکستانیانو په ګډون ۲۲ وسلوال وژل شوي

په ننګرهار کي چارواکي د عملیاتو په ترڅ کې د اووه پاکستانیانو په ګډون د ۲۲ وسلوالو له وژلو خبر ورکوي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د لعلپورې ولسوالې په بېله سیمه کې تېره شپه په ځانګړیو عملیاتو کې اووه پاکستاني طالبان وژل شوي دي. هغه زیاتوي، د …

نور... »

د ننګرهار د مرکز داکترانو او درمل پلورونکیو کار بندیز کړی

په ننګرهار کې د دولتي او خصوصي روغتونو داکترانو او درمل پلورونکیو د غلا، انسان تښتونو او نا امنیو له کبله کار بندیز کړی. د جلال آباد ښار داکتران او  درمل پلورونکي، چې د ښار د روغتیا په مارکت او ولایتي شورا کې د احتجاج په توګه په ډاګه کړه، …

نور... »

د ظاهر قدیر ساتونکیو د ځانمرګي پر شک قومي مشر وژلی

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدیر ساتونکیو یو قومي مشر د ځانمرګي برید کوونکي پر شک وژلی دی. د ننګرهار ولایت قومي مشرانو د ننګرهار ولایت مخې ته د غبرګون ښودلو په موخه راټول شول او وایي، چې د ظاهر قدیر شخصي ساتونکیو له یوه قومي مشر …

نور... »

په ننګرهار کې د ظاهر قدیر د کور پر ساتونکیو د برید مخه ونیول شوه

په ننګرهار کې هغه کس ووژل شو، چې غوښتل یي د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر پر ساتونکیو برید وکړي. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند سیمه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي عبدالظاهر …

نور... »

په لغمان کې د یوه توغندي پر لګیدو شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي

په لغمان ولایت کې د یوه توغندي پر لګیدو شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وايي، نن سهار نهه نیمې بجې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د قرغیو د سرکونډو بابا په سیمه کې یو توغندی، چې له تور غره توغول …

نور... »

په نورستان ولایت کې د ۴ ودانیزو پرژو چارې پیل شوې

د ښار او کور جوړونې وزارت په نورستان ولایت کې د څلور ودانیزو پرژو چارې پیل کړې. نورستان د افغانستان د ختیځ په لوړو غرونو کې ایسار ولایت دی، چې سړکونه یې پاخه نه دي او خلک یې له دولت څخه په دې ګیله من دي، چې د نورستان رغونې …

نور... »

په ننګرهار کې داعشیانو او پاڅونوالو نښته کړې

 د ننګرهار په نازیان ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکیو او داعش وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.  د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، دا نښته تېره شپه د نازیانو ولسوالۍ د مورچل په سیمه کی رامنځته شوې، چی په کی د درې پاکستانیانو په ګډون پاڅلور داعش …

نور... »

د نورستان پر برګمټال ولسوالی برید له ماتې سره مخ شو

د دوشنبې پر سهار۱۵۰ وسلوالو د نورستان پر برګمټال ولسوالی برید پیل کړ؛ خو له ماتې سره مخ شول. د نورستان والي  حافظ عبدالقیوم وایي، چې له یوې اوونۍ راهیسې له طالبانو سره جګړه روانه وه؛ خو نن سهار یې د پاکستانیو بادارانو په ملاتړ برید وکړ؛ خو له ماتې …

نور... »

ځينې سیاسي مشران د شهیدانو پر وینو تجارت کوي

په ننګرهار کې د شهید د اوونۍ په نمانځغونډه کې د شهیدانو د کورنۍ غړیو پر حکومت نیوکه کړې، چې حقوق یې پروخت نه ورکوي او ځينې سیاسي مشران د شهیدانو پر وینو تجارت کوي. شهیدانوته د درناوي په خاطر د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ادارې هم د …

نور... »

په ننګرهار ولایت کې د داعشیانو مرکزونه بمبارد شوي

د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ په بېلابېلو  سیمو کې بهرنیو ځواکونو د داعش څو مرکزونه بمبارد کړي دي. د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، په دې بمبارد کې د داعش اتلس جنګیالي وژل شوي او اووه ټپيان دي. هغه زیاته کړې، چې په دغو …

نور... »

په ننګرهار کې د دفاع وزارت د ساحوي کشف مدیر احسان الله وژل شوی

په ننګرهار کي د دفاع وزارت د ساحوي کشف مدیر احسان الله تېر ماښام د وسلوالو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.  د ننګرهار د امنیی قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایي، نوموړی د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په سیمه کې له کوره جومات ته روان …

نور... »

په لغمان کې یو شمېر کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د کرنې وزارت په نوښت د چرګوړو پېنځلس  فارمونه او د اوبه خوړ اته شبکې ګټې اخستنې ته سپارل شوي او پر کروندګرو تراکتورونه هم ووېشل شول. د لغمان والي  عبدالجبار نعیمي ویلي؛ کرنې وزارت په قرغیو ولسوالۍ کې پېنځلس فارمونه جوړ کړي، چې …

نور... »

د افغانستان په ختیځ کې ټپي شوي امریکايي سرتېري ساه ورکړې

په افغانستان کې د پریکنده ماموریت ځواکونو په ډاګه کړې، چې د افغانستان په ختیځ کې له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو پرمهال یوه ټپي شوي امریکایي سرتېري ساه ورکړې ده. امریکايي رسنیو څرګنده کړې، چې د افغانستان په ختيځ کې يو امریکايي پوځي وژل شوی او يو شمېر …

نور... »

په ننګرهار کې یو توغول شوي توغندي شپږ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

چارواکي وايي، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یو توغندي د لګیدو له کبله د یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي؛ د یادې ولسوالۍ د فتح الله په اړوند سیمه کې د طالبانو او امنیتي …

نور... »