عاجل خبرونه

ننگرهار @ps

په ننګرهار کې ۴ وسلوال طالبان نیول شوي

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د مومندرې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړیو ځواکونو تېره شپه د قاري رحمت الله په نوم د وسلوالو طالبانو د یو ماین جوړوونکي سرګروپ په ګډون ۴ تنه وسلوال طالبان ژوندي نیولي دي. د خبرپاڼې له …

نور... »

د ننګرهار ولایت په مرکز کې یو ځانمرګی وژل شوی

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې تېر ماښام یو ځانمرګی برید کوونکی موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی دی. د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیاڼي رسنیو ته په ډاګه کړې، چې تېره شپه د جلال آباد ښار د ۶ ناحیې د فامیلیو په اړوند سیمه کې یو …

نور... »

سیمه ییزې ملیشې په ننګرهار کې له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ننګرهار ولایت د څلور ولسوالیو(اچین، کوټ، خوږیاڼو او پچیر اګام ) د خلکو پاڅونوال د داعش پر وړاندې له امنیتي ځواکونو سره همغږي شوي دي. په ننګرهار ولایت کې د څلور ولسوالیو د ملیشو د همغږۍ مشر حاجي حیات الله خان وایي، چې د …

نور... »

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې ناڅرګندو وسلوالو یو کس پر ډزو وژلی

نن له غرمې وروسته څلور ناپېژانده وسلوالو د جلال آباد ښار د دوسرکې په څلورلاري کې یو کسو، چې پر موتر سایکل سپور و پر ډزو وژلی دی. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، څرګنده نه ده، چې وژل شوی کس څوک دی؛ خو قاتلین له سمې پر تېښته …

نور... »

په ننګرهار کې د ۴ قومندانانو په ګډون۲۳ طالبان وژل شوي

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې تېره شپه د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د سورډاګ په سیمه کې د طالبانو پر دوه پوځي مرکزونو عملیات تر سره شوي، چې په کې د څلور قومندانانو په ګډون ۲۳ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د دغه بنسټ …

نور... »

د ختیځو ولایتونو استوګن په جلال آباد کې هوايي ډګرغواړي

شپږ لسیزې وړاندې په جلال آباد کې هوايي ډکرجوړ شوی؛ خو له یوې نیمې لیسزې راهسې بهرنیو ځواکونو نیولی او ملکي پروازونو ته ترې اجازه نه ورکوي. ولسي استازي له حکومت غواړي، چې د ملکي پرازونو لپاره نوی هوايي ډکرجوړ کړي. د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری …

نور... »

په لغمان کې ۱۴ داعشیان وژل شوي- کورنیو چارو وزارت

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې ده، چې د هېواد په لغمان ولایت کې پر۳ لوړيوړیو داعشیانو سربېره د دې ډلې ۱۱ جنګیالي په هوايي برید کې وژل شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواکونو تېره ورځ د الینګار ولسوالۍ په مسور، کنده ګل …

نور... »

د جلال آباد ښار په مقام خان ادیره کې چاودنې ۳۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په مقام خان ادیره کې چاودنې د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازي ۱۵ ګډونوال وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي. د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د تره زوی ملنګ جان وايي، چې یو ځانمرګي …

نور... »

په جلال آباد کې صرافانو کار بندیز کړی

د ننګرهار په پلازمېنه جلال آباد کې صرافانو کار بندیز کړی او په ډاګه کوي، چې سراو مال یې له جدي خطر سره مخ دی؛ خو حکومت یې د مخنیوي لپاره لازم اقدم نه کوي. صرافانو د احتجاج په توګه د ولایت مخې ته خیمه درولې  او وايي، چې که …

نور... »

په جلال آباد کې د وطني تولیداتو او تاریخي آثارو نندارتون جوړ شوی

په جلال آباد کې د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د ورېښمو لارې د فرهنګي اوونۍ پًه ویاړ د وطني تولیداتو اوتاریخي آثارو فرهنګي نندارتون جوړ شوی، چې موخه یې داخلي تولیداتو ته بازار موندنه او له تاریخي آثارو سره آشنایي ده. د نندارتون یو مینوال محمد حسن کمالزی وایي، …

نور... »

په ننګرهار کې د افغان سرتېرو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

د ملي اردو قومندان وايي، د ننګرهار په خوږیاڼيو کې د افغان سرتېرو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې په کې د داعش یو دېرش جنګیالي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. جګړن حقیق الله ولې زاده وایي، د خوږیاڼو وزیر سیمه د اووه ورځو راهیسې د …

نور... »

د جګړې له کبله د ننګرهار له خوږیاڼو ۵۲ زره وګړي بې ځایه شوي

د نښتو له کبله د ننګرهار له خوږیاڼو ولسوالۍ دوه پنځوس زره وګړي بې ځایه شوي او اجرائیه ریاست د دغو بې ځایه شویو له کورنیو سره د ۱۵ میلیون افغانیو، ۵۰۰ ټنه غنمو، ۱۵۰ ټنو وریجو، ۳۷۰ ترپالونه او بېلابېلو توکو د مرستې تابیا کړې ده. په ننګرهارکې د …

نور... »

په ننګرهار کې له یوې ترافیکي پېښې درې امریکایانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امریکايي ځواکونو په ډاګه کړې، چې په ننگرهار کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله يو امريکايي سرتېری وژل شوى او ٢ نورټپيان دي. د خبرپاڼې له مخې ټپیان تر درملنې لاندې دي. د امريکايي ځواکونو په خبرپاڼه کې د تلفاتو دقيق ځای او د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه …

نور... »

په کابل کې دې د امریکا سفارت وتړل شي- د ننګرهار لاریونوال

په ننګرهار کې سلګونه کسانو په کابل کې د امریکا سفارت د تړلو غوښتنه کړې ده. دوی د امریکا د هغې پرېکړې په غبرګون کې لاریون کړی، چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی دی. د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د نجم …

نور... »

په ننګرهار کې د انسان تښتوونکیو له منګولو یو اتلس کلن ځوان ژغورل شوی

  په ننګرهار کې ملي امنیت د انسان تښتوونکیو یوه لس کسیزه ډله نیولې او ترې یو اتلس کلن ځوان ژغورل شوی دی. د انسان تښتونې په تور نیول شوې مخ پټې لس کسیزې ډلې پېنځه ویشت ورځې وړاندې ایمل نومی یو اتلس کلن ځوان له کامې ولسوالۍ څخه تښتولی …

نور... »

د ننگرهار د خوږیاڼو ولسوالی د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شو

د ننگرهار په خوږیاڼو ولسوالی کې چاودنې د دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان حبیب الرحمن وژلی دی. یوه امنیتي سرچینه وايي، چې دا چاودنه نن غرمه د خوږیاڼو ولسوالۍ په کږه بازار کې د سیمه ییزو پولیسو په موتر کې رامنځته شوې، چې له کبله یی قومندان حبیب …

نور... »

په ننګرهار کې ځانمرګي برید ۷ کسه ووژل او ۱۳ نور یی ټپيان کړل

  د شنبې په ورځ په کندهار کې د حکومت یو شمېر سیاسي مخالیفن راټول شوي وه، چې د ارګ پر مشرانو د ګڼو نیوکو ترڅنګ یې د لویې جرګې د رابللو غږ هم پورته کړ. په ننګرهار کې ځينو کسانو د دې غږ د تتولو لپاره د یکشنبې په …

نور... »

د کندوز مدني فعالانو د پوځي عملیاتو پر دوامداره دریدو اندېښنه ښودلې

په کندوز کې مدني فعالان وایي، چې په دې ولایت کې د پوځي عملیاتو دوامداره ودریدل د اندېښنې وړدي. یوه میاشت کیږي، چې په کندوز ولایت کې پوځي عملیات درول شوي او امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي. مدني فعال بشیر ساپی د عملیاتو پر دریدو نیوکه کوي او …

نور... »

په ننګرهار کې درې پرلپسې چاودنو مرګ و ژوبله اړولې

  د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي د شنبې په ورځ له غرمې وړاندې د ښار د څلورمې ناحیې اړوند انعکاس تلویزیون ودانۍ ته څیرمه درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې په کې د ملي امنیت ښاري مدیر او دوه سرتېري و وژل شول او شپږ سرتېري ټپیان شول. …

نور... »

د ننګرهار ولایت د لغمان په اډه کې چاودنه شوې

د ننگرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار د لغمان اډې په یوه لښتي کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې، چې په کې دوه عام وګړي ټپیان شوي دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د پېښې رامنځته کیدل منلي او وایي، چې د چاودنې  موخه د …

نور... »