عاجل خبرونه

ننگرهار @ps

په ننګرهار کې یو زوی خپل پلار، مور او میرمن وژلي دي

د ننګرهار والي ویاند وايي، د جلال آباد ښار د ۵ ناحيې اړوند په عبدالحق مېنه کې تېره شپه یو زوی خپل پلار، میرنۍ مور او میرمن وژلي دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې نورمحمد نومی د شېرزاد ولسوالۍ اصلي اوسيدونکی دی؛ هغه د کورني تاوتريخوالي له …

نور... »

په ننګرهار کې دوه داعشیان وژل شوي او یو طالب نیول شوی دی

 د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبې پر ورځ( د وري ۱۶) د دوه داعشیانو له وژلو او د یو طالب له نیولو خبر ورکړ. په هغه خبرپاڼه کې، چې د دې ولایت د رسنیو دفتر خپره کړې؛ راغلي: تېره ورځ د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې امنیتي …

نور... »

داعش هڅه کوي د کونړ مهمې سیمې ونیسي

د کونړ ولایت ځايي استوګن وايي؛ د هېواد په ختیځ کې له ننګرهار وروسته دا دی داعش د کونړ د مهمو سیمو د نیولو هڅه کوي. په کونړ کې د طالبانو پر فعالیتونو سربېره په دې وروستیو کې له دغه ولایت څخه د داعش د فعالیتونو راپورونه هم ترلاسه کېږي. …

نور... »

په ننګرهار کې، د داعش د وسلو یوه زیرمه موندل شوې

د ملي اردو سرتېرو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې، د داعش د وسلو یوه زیرمه نیولې، چې په کې درندې وسلې او ځانمرګي واسکټونه ساتل کیدل. داعش په ننګرهار کې اوس هم ستر خطردی او داسې اندېښنې هم شته، چې د اوړي په موسم کې به خپل فعالیتونه پراخه …

نور... »

په جلال آباد ښار کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

  د ننګرهار ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې نن غرمه مهال د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې بهسودو پله ته نږدې یوې چاودنې درې کسه ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خویاني د څرګندونو له مخې؛ ټپیان د ننګرهار ولایت …

نور... »

په ننګرهار کې داعش د پرمختګ په حال کې دی

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدیر د دغه ولایت د بېلابېلو قومي مشرانو ناستې ته په ډاګه کړې، چې داعش د پرمختګ په حال کې دی. د ظاهر قدیر پر هڅو د ننګرهار د بېلابیلو سیمو مشرانو  د چارواکو د ناسمو کړنو په غبرګون کې راټول او …

نور... »

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په عملیاتو کې لس کسان وژل شوي

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د هِدیه خېلو او مندرخېلو اوسیدونکي وایي، چې د شنبې شپې په شپنیوعملیاتو کې لس ولسي وګړي وژل شوي. د اړوند سیمې خلکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه په ماڼو، ګراتک او مندرخېلو کلیو کې د ګډو عملیاتو  پر مهال لس هغه ملکیان …

نور... »

په ننګرهار کې پولیسو د یوې کورنۍ ۶ غړي د انسان تښتونې پر تور نیولي

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې پولیسو د یوې کورنۍ څلور تنه نرینه او دوه ښځینه د یوې څلورکلنې ماشومې د تښتونې په تور نیولي؛ خو نیول شویو کسانو د ځان په اړه دا یوه دسیسه ګڼلې ده. د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، دې …

نور... »

په ننګرهار کې پر یو توغول شوي توغندي ۷ ملکي وګړي وژل شوي

د ننګرهار والي ویاند وایي، چې د دغه ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ په نبي خېلو سيمه کې تېره شپه اته نیمې بجې د وسلوالو په یو توغندیز بريد کې د دوه ميرمنو او درې ماشومانو په گډون ۷ ملکي وگړي وژل شوي او ۲  ټپيان دي. خبرپاڼې په ډاګه کړې؛ …

نور... »

په ننګرهار کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي نیول شوي

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د ددغه ولایت د مرکز جلال آباد ښار په اړوند سیمه کې د مرورې ساپۍ په نوم د یوې داکترې له کتنځي( معاینه خانه)  یو ماشوم تښتول شوی و؛ خو د اته میاشتو دا ماشوم د تښتوونکیو له منګولو آزاد او په …

نور... »

د نورستان ۵ ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د نورستان قومي مشرانو او ولسي استازيو د ننګرهار د قبایلو په ریاست کې احتجاجي غونډه کړې او وايي، چې مخالفینو د ولسوالیو ترمنځ ټولې لارې تړلي او پېنځه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي. د نورستان سلګونه قومي مشرانو په یوه احتجاجیه غونډه کې ارګ ته خبرداری …

نور... »

په ننګرهار کې وسلوالو یو ښوونځي سوځولی

  د ننګرهار ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه د دې ولایت د مومند درې ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې یو شمېر وسلوالو د ایمل خان ښوونځی سوځولی دی. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، څلور وسلوال د شپې ښوونځي ته ورغلي دوه ساتونکي یې تړلي او …

نور... »

ارواښاد عبدالله بختانی د خپل کلي په پلارنۍ ادېره کې خارو ته وسپارل شو

د هېواد ستر فرهنګي، شاعر او لیکوال سرمحقق عبدالله خدمتګار بختانی، د خپل کلي په پلارنۍ ادیره کې خارو ته وسپارل شو. د استاد بختاني د جنازې مراسیمو ته پر ګڼو لوړپوړیو حکومتي چاراکو سربېره له لر و بر څخه ګڼ لیکوالان، شاعران، ژورنالیستان او فرهنګپال راټول شوي وه. لیکوالان …

نور... »

د ننګرهار په مرکز کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ننګرهار والي ویاند وایي، نن غرمه مهال دولس نیمې بجې په جلال آباد ښار کې د يوې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوږياڼی زیاتوي، چې چاودنه د دوه یمې امنيتي حوزې اړوند د برښنا سب ستیشن ته …

نور... »

په ننګرهار کې د ۹ کسانو ډله ییز قبر موندل شوی

په ننګرهار کې د هغو ۱۲ کسانو له ډلې د نهه کسانو ډله ییز قبر موندل شوی، چې یونیم کال وړاندې داعش له کوټ ولسوالۍ تښتولي وه. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږياڼی وايي، دا قبر تېره ورځ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مومندرې سیمه کې موندل شوی دی. …

نور... »

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ د هېواد ختیځ ته ورسیده

بیات بنیاد په ننګرهار کې له سلګونه بېوزلو او اړو کورنیو  سره، چې د ژمې په یخه هوا کې، په نیمه خېټه د ژوند سختې شپې تېروي؛ د خوراکي توکو او ژمنیو کالیو مرسته کړېده. بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ د ننګرهار ولایت سلګونه اړو، بېځایه شویو او …

نور... »

په ننګرهار ولایت کې ۳۴ وسلوال مخالفین وژل شوي

ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې؛ د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې په اړوند سیمه کې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي، چې په کې د درې قومندانانو په ګډون ۹ وسلوال طالبان وژل شوي او یو شکمن کس هم ژوندی نیول شوی دی. د …

نور... »

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د جلب او جذب مسوول نیول شوی

 د ننګرهار د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دې ولایت په مرکز جلال آباد ښار او شېرزاد ولسوالۍ کې ملي امنيت مسوولينو د وسلوالو طالبانو د جلب او جذب مسوول او يو بل غړی نيولي دي. د څرګندونو له مخې؛ له مخې د وسلوالو طالبانو د جلب او …

نور... »

په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال ولسوال وژل شوی

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د سره رود ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو تش په نوم مرستیال ولسوال ووژل شو. د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په باغوانۍ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړیو ځواکونو …

نور... »

پاکستان د افغانستان د مڼو د صادراتو مخه نیولې

پاکستان خپلې خاورې ته د افغان مڼو پر ورتګ بندیز لګولی او له مڼو بار لسګونه موتر دمګړۍ په تورخم کې درول شوي دي. د سبو   سوداګر  خواجه محمد قاضي خېل وايي، د میلیونونو افغانیو پر ارزښت، سلګونه ټنه مڼې مو د خرابېدو په حال کې دي. د ننګرهار د …

نور... »