عاجل خبرونه

ننگرهار @ps

د ننګرهار په ملنګ جان واټ کې چاودنې ۱۰ عام وګړي ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د ملنګ جان واټ په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو پر یوه ملي بس چاودنې د دوه ښځو او دوه ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي ټپيان کړي دي. له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د ننګرهار چارواکو په جلال آباد ښار کې …

نور... »

په کابل او ننګرهار کې له داعشیانو سره د همکارۍ پرتور ۱۶ کسان نیول شوي

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په کابل او ننګرهار ولایتونو کې له داعش سره د همکارۍ پر تور  د ۱۶ کسانو له نیولو خبر ورکوي. د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوي کسان په دوه بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي؛ په کابل او …

نور... »

په ننګرهار کې نارنج ګل میله او مشاعره سوله ییزه تر سره شوه

په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره سوله ییزه تر سره شوه، چې په کې د هېواد له بېلابیلو سیمو څخه راغلیو لیکوالو او شاعرانو ګډون کړی و. د شنبې پر ورځ( د وري لسمه) د نارنج ګل په عطرین چاپېریال کې جلال آباد ښار د نارنج …

نور... »

طالبانو د رولا غني له دفتره لیږل شوې پیسې وسوځولې

طالبانو په ننګرهار کې د هغو پيسو یوه برخه سوځولې، چې رولاغني دغه ولایت ته د ټاکنیز کمپاین لپاره استولې وې. طالبانو پر دې کار غبرګون ښودلی او لسګونه روغتیايي مرکزونه یې تړلي دي. طالبان وايي، دا پیسې د ولسمشر د میرمن رولاغني له دفترڅخه په مجهول ډول ننګرهار ولایت …

نور... »

په ننګرهار کې د کروندګر جشن ونمانځل شوه

په ننګرهار کې د کال پر لومړۍ ورځ د کروندګرو جشن په شانداره مراسمو ونمانځل شو. ننګرهار به پخوا د کال پر لومړۍ ورځ د بېلابیلو نوروزي دودونو او میلو شاهد و؛ خو اوس هغه حالت نشته. دلته اوس تش د تېریاد د ساتنې هڅه کېږي. د ۱۳۹۸ کال پر …

نور... »

د افغانستان لومړنی مشر یم، چې د خلکو په اراده واک ته رسیدلی یم- اشرف غني

ولسمشر غني د کونړ ولایت له خلکو سره په یوه ناسته کې ویلي، له احمدشاه بابا تر حامد کرزي ټولو پر زور قدرت نیولی په داسې حال کې، چې دی د امریکایي تانګونو له زور پرته واک ته رسیدلی دی. د ملي وحدت حکومت  دوره ډېره له شور او ځوږ …

نور... »

په ننګرهار کې د طالبانو پر یوه مرکز شپني عملیات تر سره شوي

تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د خوږیاڼي ولسوالۍ د ټټنګ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر يو مرکز شپني عملیات کړي دي.  د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي، په دې عملياتو کې نهه تنه طالب وسلوال وژل شوي او يو جنګي مرکز یې، چې سپکې او …

نور... »

د لغمان په قرغي ولسوالۍ کې پر سراچه موتر ماین چاودنه شوې

نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې، د لغمان د قرغي ولسوالۍ اړوند د سرخکانو د ګډوالو کمپ په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو پر يوه سراچه موتر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.  د لغمان والي وياند اسدالله دولتزى وايي؛ په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي، چې …

نور... »

ننګرهار والي د سمنتو په بوریو کې د چاویدونکیو توکو له نیولو خبر ورکوي

د ننګرهاروالي وايي، د (ISI) پر لارښوونه ننګرهار ته د خونړیو چاودنو لپاره لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي راستول شوي، چې ونیول شوه.  د ننګرهار نوی والي سید شاه محمود میاخېل زیاتوي؛ دغه چاودیدونکي توکي د تورخم – جلال آباد پر لویه لار، چې د سمنتوپه بوریو کې ځای …

نور... »

په ننګرهار کې د قتیل خوږیاڼي لومړی تلین ونمانځل شو

په ننګرهار کې د لیکوال او شاعر عبدالروف قتیل خوږیاڼي د لومړي تلین یاد غونډه جوړه او تر سره شوه. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تالار کې د شنبې پر ورځ( د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومي پر ۲۹) د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر نوښت پوهانو، …

نور... »

د پامیر قرغزیانو ته۴۵۰ کیلو متره پوخ او اساسي سړک جوړیږي

د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د لومړي ځل لپاره به د پامیر قرغزیانو لپاره پوخ سړک جوړ او ورسره به کاري آسانتیاوې هم رامنځته شي. د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره به د بدخشان پامیر سیمې هغو اوسیدونکیو ته پوخ …

نور... »

په ننګرهار کې چارواکي د ۲۷ داعشیانو له وژلو خبر ورکوي

د ننګرهار والي ویاند وایي؛ د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ د مامند درې په شلخي سیمه کې د صفر دوه ځواکونو له خوا هوایي او ځمکني عملیات تر سره شوي، چې په کې د داعش د استخباراتو د مسوول او یو شمېر قومندانانو په ګډون ۲۷ داعشیان وژل شوي …

نور... »

په هوایي بریدونو کې کونړیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې- ولسي استازي

د کونړ ولایتي ولسي استازي وايي، د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې افغان او بهرنیو ځواکونو پر شپنیو عملیاتو شاوخوا شل ملکي وګړي وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي. دوه ورځې وړاندې افغان او بهرنیو ځواکونو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په سنو سیمه کې ځانګړي عملیات کړي دي. …

نور... »

ملي امنیت په ننګرهار کې اووه داعش او دوه طالب جنګیالي نیولي

د ننګرهار چارواکو ویلي، چې ملي امنیت ریاست په مخ پټو جنګیالیو کې اووه داعشیان او دوه له طالب سره د ملګرتیا پر تور نیولي دي.  د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، په دې ډله کې د داعش مالي او د جلب جذب مسوولین هم شته او زیاتوي؛ ټول …

نور... »

په ننګرهار کې د یوه خصوصي رادیو تلویزیون بنسټوال تښتول شوی

نن ماښام مهال د انعکاس رادیو تلویزیون موسس انجینر زلمی له دفتره کور ته روان و، چې د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو د ده موتر درولی؛ ساتوونکی یې وژلی او دی یې له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولی دی. د ننګرهار …

نور... »

د ننګرهار ولایت سپین غر هوتل ته نږدې ماین چاودنه شوې

چارواکي وایي، چې ماښام ٦ بجې جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سپین غر هوتل ته نږدې یوه موتر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین له کبله چاودنه رامنځته شوې ده.  د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې د جلال آباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند سپین غر هوټل …

نور... »

په ننګرهار کې ۵۴ طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول

په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي وایي، د څلور طالب قومندانانو په مشرۍ پنځوس طالب جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای شوي؛ ۵۴ میله سپکه او درنده وسله یې هم حکومت ته سپارلې ده. داسې برېښي، چې شپینو او چاڼیزو عملیاتو په ننګرهار کې پر وسلوالو جنګیالیو د ژوند …

نور... »

په ننګرهار کې د دوه ځانمرګو په ګډون ۱۱ داعشیان نیول شوي

ملي امنیت د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د دوه ځانمرګو په ګډون د داعش یوولس جنګیالي نیولي، چې پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی. د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د ملي امنیت سرتېرو د ننګرهار په خوږیاڼو، پچیرآګام، چپرهار، نازیان او د ښار په بېلابیلو سیمو کې …

نور... »

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي او لسګونه میله سپکه او درنده وسله یې سرتېرو ته سپارلې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي؛ د دغه ولایت په نازیانو کې د داعش ۲۴ جنګیالي تسلیم شوي، چې ۹ یې …

نور... »

د ننګرهار د درې نور په ټاکنو کې ښځو او زورواکو درغلۍ کړي-خلک

د ننګرهار د درې نور ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، که ټاکنیز کمیسیونونه په دې ولسوالۍ کې د شویو ټاکنیزو درغلیو سمه څېړنه ونه کړي؛ دوی به له حکومت سره پرېکون وکړي. د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۷)  له درې نور ولسوالۍ څخه ولایتي شورا ته په احتجاج راغليو خلکو ادعا …

نور... »