عاجل خبرونه

ننگرهار @ps

د ننګرهار په هوایي ډګر کې افغان هوایی ځواک ته ۴ جنګي الوتکې وسپارل شوې

د ننګرهار په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو څلور جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته وسپارلې. د دې الوتکو د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال سليمان شاه وويل:دا دوهچورلکې اودوه جيت ته ورته الوتكې دي، چې د امريكا متحده ايالاتو له خوا افغان هوایي …

نور... »

د کابل او کونړ په ځانمرګي بریدونو کې ۷۶ کسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د شنبې په سهار د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد یوې درندې چاودنې ولړزاوه، چې په کې ۱۴ کسه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.  دغه راز په همدې ورځ مازیګر مهال دفاع وزارت ته د ننوتو په ور کې هم ځانمرګي بریدګر ۹ کسه وژلي او د ۵ …

نور... »

په كونړ كې ځانمرګي ديارلس تنه ووژل

د كونړوالي وياند وايي، چې دا بريد نن له غرمې مخکې لس بجې د كونړ په مركز اسعد آباد كې د يوه ماركيټ مخې ته شوى دى. د كونړوالي وياند عبدالغني مصمم زیاتوي؛ بريد د موترسايكل پر مټ تر سره شوى، چې ملكي خلكو ته یې مرګ و ژوبله اړولې؛ …

نور... »

د ننګرهار کانال د ځمکو له غاصبینو سره توپيري چلند کیږي

که د کورنیو جګړو پرمهال د ننګرهار کانال وسایل لوټ شول؛ نو د حامد کرزي په واکمنۍ کې یې ځمکې چور شوې. د ننګرهار کانال سرپرست رییسوايي؛ نه یوازې دا، چې لازم اقدامات نه کیږي، بلکې مسوولین د غاصبینو په نیولو کې توپيري چلند کوي او د ولسمشر پرحکم تجارت …

نور... »

د ننگرهار ولایت په اچین کې د داعش په وړاندې نوي عملیات پیل شوي

د ننگرهار ولایت د ۱۲۰ سیلاب قول اردو د څلورمې لوا قومندان جنرال محمد نسیم سنگین وایي، دا ځل به د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي پاڅون له غړیو په سیمه کې امنیتي پوستې هم جوړې کړي. د نوموړي په وینا؛ سیمه به له داعشیانو پاکه شي، بېځایه …

نور... »

په کونړ کې د پولیو د ۳ واکسیناتورانو مړي موندل شوي

د کونړ ولایت والي ویاند محمد غني مصمم ویلی، چې د دغو درې واکسیناتورانو له مړو څخه یو یې د غازي آباد ولسوالۍ د واکسینو د بهیر سوپروایزر، بل یې د وانت وایلگل د روغتیایي مرکز واکسیناتور او دريیم یې عادي رضاکار و،چې په کمپاینونو کې به یې ماشومانو ته …

نور... »

د ننگرهار په اچین کې ۲۸ وسلوال مخالفین وژل شوي

د ننگرهار ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په اچین او بټيکوټ ولسوالیو کې د بي پیلوته الوتکې په برید او مخامخ جگړه کي د شپاړس پاکستانيو او داعش جنگیالیو په گډون اته ویشت وسلوال وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د اچین ولسوال غالب مجاهد ویلي، چې …

نور... »

په ننگرهار کي د علي بابا شرکت درې تنه ټپیان شوي

په جلال آباد کې د لاسي بم د چاودنې له کبله د علي بابا شرکت درې تنه کارکوونکي ټپیان شوي. د ننگرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د علي بابا شرکت د ساتوونکیو په لاس کې ددوی له خپل یو لاسي بم څخه په تيروتنه کیلي وتلې او چاودنه یې …

نور... »

د کونړ ولایت د سرکاڼو امنیه قوماندان او ملي امنیت مدیر ووژل شول

په کونړ کې د سرکاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان اوملي امنیت مدیر د یوه ماین چاودنې په ترڅ کې ووژل شول. چارواکي وايي، د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ امنیه قومندان او استخباراتو مدیرد سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. پېښه تېره ورځ مازدیگر ناوخته را منځته شوې، …

نور... »

د ننگرهار فرهنگي سلاکار الحاج زبیر خاکسار وژل شوی

د ننگرهار والي فرهنگي سلاكار او د دغه ولايت د ملي راديو تلويزيون طناز الحاج محمد زبير خاكسار تيره شپه اته بجي او دېرش دقيقې د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ كې د وسلوالو له خوا وژل شوى دى. د ننگرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، چې زبير خاكسار …

نور... »

په ننگرهار پوهنتون کې یوشمېر زدکړیالو ناقانونه لاسوهنې پیل کړي

څه موده وړاندې د ننگرهار پوهنتون یوشميرزدکړیالو(محصلینو) د وسلوالو مخالیفنو تر بیرغونو لاندې د حکومت پرضدلاریون وکړاو ملي بیرغ یې څېرې کړ. د زدکړیالو دې کار حکومت په غصه کړاو نهه ویشت محصلین یې له مخالفینو سره د لاس لرلو په تور ونیول. له دې وروسته افغان ولسمشرننگرهار پوهنتون ته …

نور... »

حکومت دې له سوله کوونکیو وسلوالو سره سوله وکړي- مسلمیار

د مشرانو جرگې رییس د ولسي جرگې د غړي عصمت الله شینواري د کورنۍ د غړیود جنازو په مراسمیو کې له حکومته غوښتنه کړې،چې له سوله کوونکیو وسلوالو سره سوله وکړي. هر وخت، چې افغان حکومت د سولې خبرې پیل کړي ورسره بریدونو هم زور اخستي. د يكشنبي په ورځ( …

نور... »

په ننگرهار کې ځانمرگي ۲۹ تنو ته مرگ و ژوبله رامنځته کړې

د ولسي جرگې دغړي عصمت الله شنیواري او د ولایتي شورا دغړی عبیدالله شینواري په یو میلمستون کې ځانمرگی برید شوی. شاوخوا نهه میاشتې وړاندې وسله والو مخالیفنو په اچین ولسوالۍ کې د عبیدالله شینواري یو ورور نیولی و، چې څو ورځې وړاندې د وسلوالو مخالیفنو له څو تنو سره …

نور... »

په ننگرهار كې دوه څلويښت داعشيان وژل شوي

د ننگرهار ولایت په هسكه مېنه ولسوالې كې دوه څلويښت داعشي وسلوال پر دوه هوايي بريدونو وژل شوي دي.   د ننگرهار چارواكي وايي، دا بريدونه پرون د هسكې مينې ولسوالې په شابۍ سيمه كې تر سره شوي دي. د ننگرهار والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي؛ په لومړي بريد كې، …

نور... »

په ننگرهار کې د ظاهر قدیر سلگونه وسلوال له دولت سره یوځای شول

اچین، هسکه مېنه او نازیان د ننګگرهارهغه ولسوالۍ دي،چې له تير یوه کال راهیسې په کې داعش له سلگونه کسانو سرونه پرې کړي او لسگونه زره کورنۍ یې دخپلو کورنو پریښودو ته اړ کړي. درې میاشتې وړاندې دولسي جرگې لومړي مرستیال ظاهرقدیر په سیمه کې درې سوه تنه د داعش …

نور... »

د افغانستان له پاره د داعش مشر حافظ سعید وژل شوی دی

د ننگرهار ولایت چارواکي وایي، چې د داعش له خوا افغانستان ته نومول شوی مشر حافظ سعید په اچین ولسوالۍ کې د امریکایانو د څارگرې الوتکې په بمبارد کې وژل شوی دی. د اچین ولسوال غالب مجاهد رسنیو ته ویلي، چې د داعش مشران د اچین ولسوالۍ د عادل خېلو …

نور... »

په ننگرهار كې پوليسو يو محلي سوداگر د كانال د ځمكو د غصب په تور نيولى

د ننگرهار ولایت امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وایي، غلام فاروق نومی سیمه ییز سوداگر د کانال د ۲۵ هکتار ځمکو د غصب په تور نیول شوی دی.   نوموړی زیاتوي، دا سوداگر د خلکو له اندېښنو او د یو شمېر رسنیو له څرگندونو وروسته ونیول شو.   ښاغلي شېرزاد …

نور... »

په ننگرهار كې يوې چاودنې درې تنه ووژل

نن له غرمې مخکې په يوولس بجو د ننگرهار ولایت د كامې ولسوالې ميرزاخېلو ليسې ته څيرمه چاودنه شوې ده.   د ننگرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، چې چاوديدونكي توكي د سړك په غاړه ځاى په ځاى شوي وه.   په دې چاودنه كې درې تنه، چې له سيمې …

نور... »

لوی درستیز په ننگرهار کې د شخصي ملیشو جوړول وغندل

په ننگرهارکې د داعش روانو هڅو اود شخصي ملېشو جوړولو لوی درستیز اړکړ، چې ننگرهارته سفر وکړي.   د وسلوال پوځ لوی درستیز په اچین ولسوالۍ کې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې که د خپل سرو ملیشو جوړونکي له خپلې کړنې په شاه نه شي له قانوني چلند سره …

نور... »

د ننگرهار په هسکې مېنه کې د داعش څلور مرکزونه بمبارد شول

د افغانستان د ملي اردو جنگي الوتکو تيره شپه د ننگرهار په هسکې مېنه ولسوالۍ کې د داعش جنگیاليو څلور مرکزونه بمبارد کړي.   د ننگرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا بمبارد د هسکې مينې ولسوالۍ په قلعه شیخان، دیوانه بابا او صندوق شاه سیمو کې شوی، چې په …

نور... »