ننگرهار @ps

د نورستان د دواب پر ولسوالۍ د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایی،  چې وسلوالو له څلور خواوو څخه پردوآب ولسوالۍ برید وکړ؛خو د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او پرشا وتمبول شول. د والي په وینا؛ په دې جګړه کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي. طالبانو تر دې دمه په دې اړه …

نور... »

د ننګرهار ولایت په ښیوه ولسوالۍ کې ۵ کسه بهرنیان نیول شوي

د ننګرهار ولایت چارواکي او سیمه ییز اوسیدونکي وایي؛ د ملي امنییت چارواکو په ښیوه ولسوالۍ کې ۵ تنه ، چې په غالب   ګومان روسان دي نیولي. یو امنیتی چارواکی، چې نه غواړي نوم یې یاد شي په یاده ولسوالۍ کې د پېنځه کسو نیول منلي؛ خو وایي، دوه …

نور... »

ترکیه په هرات کې قونسلګري او په ننګرهارکې د دیني زد کړو مرکز جوړوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې ترکیه په دغه ولایت کې د دیني علومو یو مرکز جوړوي. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، د ترکیې د خلکو استازي او د الفلاح تعلیمي مرکز مشر نورالدین د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي سره په کتنه کې ویلي، چې په جلال …

نور... »

طالبانو تائید کړه، چې یو مهم مشر یې په ننګرهار کې وژل شوی دی

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.  د طالبانو په وینا؛ مولوي محمد ولي حقاني د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې وژل شوی دی.  په دې برید کې، چې طالبان وايي؛ ډېر سخت و او څلور ساعته یې دوام وکړ، له …

نور... »

په ننګرهار کې د افغان سرحدي پولیسو او پاکستاني فوځ ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ د انارګي په سیمه کې د افغان سرحدي پولیسو او پاکستاني فوځ ترمنځ نښته شوې. په ختیځ کې د د ۳۰۱ زون د سرحدي پولیسو قومندان ولې خان شینوراری وايي؛ لومړی پاکسانیو ځواکونو د افغان سرحدي پولیسو پر پوستو برید کړی، چې په غبرګون کې …

نور... »

د ښځینه وو او نرینه وو ناسم چلند د ماشومانو روحیه زیانمنه کړې- رولا غني

د یکشنبې په ورځ دمارچ د اتمې د نمانځلو له پاره د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې ګڼې ښځې، چې د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني هم په کې وه راټولې شوې. د ننګرهار والي وویل، دغلته له پېنځه زره ډېرې ښځې په ادارو کې دندې ترسره کوي او …

نور... »

د ننګرهار په هوایي ډګر کې افغان هوایی ځواک ته ۴ جنګي الوتکې وسپارل شوې

د ننګرهار په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو څلور جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته وسپارلې. د دې الوتکو د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال سليمان شاه وويل:دا دوهچورلکې اودوه جيت ته ورته الوتكې دي، چې د امريكا متحده ايالاتو له خوا افغان هوایي …

نور... »

د کابل او کونړ په ځانمرګي بریدونو کې ۷۶ کسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د شنبې په سهار د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد یوې درندې چاودنې ولړزاوه، چې په کې ۱۴ کسه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.  دغه راز په همدې ورځ مازیګر مهال دفاع وزارت ته د ننوتو په ور کې هم ځانمرګي بریدګر ۹ کسه وژلي او د ۵ …

نور... »

په كونړ كې ځانمرګي ديارلس تنه ووژل

د كونړوالي وياند وايي، چې دا بريد نن له غرمې مخکې لس بجې د كونړ په مركز اسعد آباد كې د يوه ماركيټ مخې ته شوى دى. د كونړوالي وياند عبدالغني مصمم زیاتوي؛ بريد د موترسايكل پر مټ تر سره شوى، چې ملكي خلكو ته یې مرګ و ژوبله اړولې؛ …

نور... »

د ننګرهار کانال د ځمکو له غاصبینو سره توپيري چلند کیږي

که د کورنیو جګړو پرمهال د ننګرهار کانال وسایل لوټ شول؛ نو د حامد کرزي په واکمنۍ کې یې ځمکې چور شوې. د ننګرهار کانال سرپرست رییسوايي؛ نه یوازې دا، چې لازم اقدامات نه کیږي، بلکې مسوولین د غاصبینو په نیولو کې توپيري چلند کوي او د ولسمشر پرحکم تجارت …

نور... »

د ننگرهار ولایت په اچین کې د داعش په وړاندې نوي عملیات پیل شوي

د ننگرهار ولایت د ۱۲۰ سیلاب قول اردو د څلورمې لوا قومندان جنرال محمد نسیم سنگین وایي، دا ځل به د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي پاڅون له غړیو په سیمه کې امنیتي پوستې هم جوړې کړي. د نوموړي په وینا؛ سیمه به له داعشیانو پاکه شي، بېځایه …

نور... »

په کونړ کې د پولیو د ۳ واکسیناتورانو مړي موندل شوي

د کونړ ولایت والي ویاند محمد غني مصمم ویلی، چې د دغو درې واکسیناتورانو له مړو څخه یو یې د غازي آباد ولسوالۍ د واکسینو د بهیر سوپروایزر، بل یې د وانت وایلگل د روغتیایي مرکز واکسیناتور او دريیم یې عادي رضاکار و،چې په کمپاینونو کې به یې ماشومانو ته …

نور... »

د ننگرهار په اچین کې ۲۸ وسلوال مخالفین وژل شوي

د ننگرهار ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په اچین او بټيکوټ ولسوالیو کې د بي پیلوته الوتکې په برید او مخامخ جگړه کي د شپاړس پاکستانيو او داعش جنگیالیو په گډون اته ویشت وسلوال وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د اچین ولسوال غالب مجاهد ویلي، چې …

نور... »

په ننگرهار کي د علي بابا شرکت درې تنه ټپیان شوي

په جلال آباد کې د لاسي بم د چاودنې له کبله د علي بابا شرکت درې تنه کارکوونکي ټپیان شوي. د ننگرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د علي بابا شرکت د ساتوونکیو په لاس کې ددوی له خپل یو لاسي بم څخه په تيروتنه کیلي وتلې او چاودنه یې …

نور... »

د کونړ ولایت د سرکاڼو امنیه قوماندان او ملي امنیت مدیر ووژل شول

په کونړ کې د سرکاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان اوملي امنیت مدیر د یوه ماین چاودنې په ترڅ کې ووژل شول. چارواکي وايي، د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ امنیه قومندان او استخباراتو مدیرد سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. پېښه تېره ورځ مازدیگر ناوخته را منځته شوې، …

نور... »

د ننگرهار فرهنگي سلاکار الحاج زبیر خاکسار وژل شوی

د ننگرهار والي فرهنگي سلاكار او د دغه ولايت د ملي راديو تلويزيون طناز الحاج محمد زبير خاكسار تيره شپه اته بجي او دېرش دقيقې د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ كې د وسلوالو له خوا وژل شوى دى. د ننگرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، چې زبير خاكسار …

نور... »

په ننگرهار پوهنتون کې یوشمېر زدکړیالو ناقانونه لاسوهنې پیل کړي

څه موده وړاندې د ننگرهار پوهنتون یوشميرزدکړیالو(محصلینو) د وسلوالو مخالیفنو تر بیرغونو لاندې د حکومت پرضدلاریون وکړاو ملي بیرغ یې څېرې کړ. د زدکړیالو دې کار حکومت په غصه کړاو نهه ویشت محصلین یې له مخالفینو سره د لاس لرلو په تور ونیول. له دې وروسته افغان ولسمشرننگرهار پوهنتون ته …

نور... »

حکومت دې له سوله کوونکیو وسلوالو سره سوله وکړي- مسلمیار

د مشرانو جرگې رییس د ولسي جرگې د غړي عصمت الله شینواري د کورنۍ د غړیود جنازو په مراسمیو کې له حکومته غوښتنه کړې،چې له سوله کوونکیو وسلوالو سره سوله وکړي. هر وخت، چې افغان حکومت د سولې خبرې پیل کړي ورسره بریدونو هم زور اخستي. د يكشنبي په ورځ( …

نور... »

په ننگرهار کې ځانمرگي ۲۹ تنو ته مرگ و ژوبله رامنځته کړې

د ولسي جرگې دغړي عصمت الله شنیواري او د ولایتي شورا دغړی عبیدالله شینواري په یو میلمستون کې ځانمرگی برید شوی. شاوخوا نهه میاشتې وړاندې وسله والو مخالیفنو په اچین ولسوالۍ کې د عبیدالله شینواري یو ورور نیولی و، چې څو ورځې وړاندې د وسلوالو مخالیفنو له څو تنو سره …

نور... »

په ننگرهار كې دوه څلويښت داعشيان وژل شوي

د ننگرهار ولایت په هسكه مېنه ولسوالې كې دوه څلويښت داعشي وسلوال پر دوه هوايي بريدونو وژل شوي دي.   د ننگرهار چارواكي وايي، دا بريدونه پرون د هسكې مينې ولسوالې په شابۍ سيمه كې تر سره شوي دي. د ننگرهار والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي؛ په لومړي بريد كې، …

نور... »