عاجل خبرونه

ننگرهار @ps

په ننګرهارکې۷۶ وسلوال طالبان وژل شوي

افغان ځواکونو نن سهار د ننګرهارولایت د چپریهار ولسوالۍ د څپري په سیمه کې ځانګړي عملیات کړي. ځايي حکومتي سرچینې وايي، وسلوالو طالبانو په عبدالرحمان نومي جومات کې ځانګړې ناسته درلوده، چې د افغان ځواکونو له برید سره مخ شول. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دې عملیاتو …

نور... »

په ننګرهار کې د داعــش او طالبانو اته کسه نیول شوي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د هېواد د ختیځ ننګرهار ولایت له اړوند سیمو څخه د داعش او طالبانو د اته وسلوالو له نیولو خبر ورکوي. په هغه خبرپاڼه کې، چې دغه بنسټ خپره کړې په ډاګه شوې؛ د دې ادارې کارمندانو په یو لړ عملیاتو کې دداعش …

نور... »

د ننګرهار په حصارک کې ۶ پولیسو ځان وژنه کړې او۷ نور نیول شوي

حصارک د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د وسلوالو طالبانو له خوا ترسختې محاصرې لاندې دی.  د ننګرهار ولایتي شورا رییس وايي، په حصارک ولسوالۍ کې ۶ پولیسو ځان وژنه کړې او اووه وسلوالو طالبانو ژوندي نیولي. د نوموړي په وینا؛ دلته شپږ سرتېرو د امکاناتو د نشتوالي پرلامل ځان وژنه …

نور... »

په لغمان کې کروندګر د سبزیو لپاره د سړو خونو له نشتوالي اندېښمن شوي

د لغمان ولایت کروند ګر د خپلو تولیداتو د ساتنې لپاره د سړخونو له نشتوالي اندېښمن شوي دي. کروندګر سید نظیر په ډاګه کړې؛  چې په میلونونو دالرو جوړې شوې یو شمېر سړې خونې له پېنځه کالونو راهیسې یو شمېر چارواکو د بایسکلونو د ترمیم لپاره یو تن ته په …

نور... »

د ننګرهار پر حصارک ولسوالۍ اوس هم توده جګړه روانه ده

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د انګړ تر څنګ اوس هم د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. د حصارک ولسوال عبدالخالق وايي، سلګونه جنګیالیو د ولسوالۍ د نیولو له پاره د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی او اووه پوستې یې له سرتېرو نیولي دي. ولسوال زیاتوي، …

نور... »

طالبانو د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالي نیولې

له څو ورځنیو پرله پسې خونړيو نښتو وروسته طالب جنګياليو د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالي ونيوله. د سیمې خلکو ویلي، چې طالبانو تېره ورځ د ولسوالۍ مرکز ته نږدې شپږ پوستې او يوه پوځي قرارګاه نيولې وه او نن سهار وختي د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه ونیول شو. د …

نور... »

په نورستان ولایت کې طالبانو پر امنیتي پوستو برید کړی

وسلوالو طالبانو نن سهار د نورستان ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ پر ۵ امنیتي پوستو برید کړی دی. په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازی مولوي احمد الله موحد آریانا نیوز ته په ډاګه کړه؛ دغه پوستې له څو ورځو راهیسې تر محاصرې لاندې وې، چې د هوایي مرستې …

نور... »

د داعش مشر حافظ سعيد په اچين كې وژل شوى

د خراسان له پاره د داعش مشر حافظ سعيد په اچين كې وژل شوى دى. د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان جنرال محمد زمان وزيری وايي، چې حافظ سعيد د داعش له ۲۳ سرګروپانو سره د اچين په عملياتو كې ووژل شو او مرستيال يې ژوندى نيول شوى دى. هغه …

نور... »

په ننګرهار کې داعشیانو له دوه افغانانو سرونه غوڅ کړي

په ننګرهار کې داعش د خلافت په وړاندې د مبارزې په تورد دوه افغانانو سرونه غوڅ کړي دي.  په ننګرهار کې د داعش رسنیز دفتر د دوه افغانانو انځورونه خپاره کړي، چې تېره ورځ ترې دې ډلې له افغان دولت څخه د ملاتړ په تور سرونه غوڅ کړي دي. داعش …

نور... »

د لغمان ولایتي شورا رییس په یوه چاودنه کې ټپي شو

د دغه ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک وایي، چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د مرکز مهترلام د سراج کلا په سیمه کې را منځته شوې ده. سرچینه وایي، چې په چاودنه کې د احمد طاووس عادل دوه ساتونکي وژل شوي او د دوه پولیسو په ګډون نهه …

نور... »

په ننګرهار كې ۲۰ داعش وسلوال وژل شوي دي

د ننګرهاروالي وياند عطا الله خوږياڼى وايي، د ننګرهار ولایت په کوټ او اچین ولسوالیو کې د تېرو څلیریشت ساعتونو د هوایي او توپچي بریدونو پر عملیاتو د دعش۲۰جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. دغه عملیات او بریدونه د کوټ ولسوالۍ په وچ تنګي او الیاس بابا سیمو …

نور... »

د ننګرهار داعش ځپلیو سیمو ته بې ځایه شوې کورنۍ بیا راغلې

د ننګرهار ولایت له کوټ او ده بالا ولسوالیو بې ځایه شوې سلګونه کورنۍ خپلو کورونو ته راسنې شوې او له دغو سیمو څخه پراچین ولسوالۍ، چې دداعش مرکز دی د سیلاب قهر عملیات روان ساتل شوي دي. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هدایت له مخې، چې تېره …

نور... »

د امریکا د متحد ایالتونو ۵ پوځیان د افغانستان په ختیځ کې ټپیان شوي

د امریکا د متحد ایالتونو ۵ پوځیان د افغانستان په ختیځ کې د داعش له وسلوالو سره د جګړې پر مهال ټپیان شوي.  په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن وایي، چې په ننګرهار کې پېنځه امریکایي پوځیان له داعش سره د جګړې پر مهال په …

نور... »

په ننګرهارکې د داعش یو ماهر ماین جوړوونکی ونیول شو

د ملي امنیت لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په وټه پورکلي کې د داعش یو ماهر ماین جوړ,ونکی ونیول شو. د داعش دغه غړی د ملي امنیت د منسوبینو په عملیاتو کې نیول شوی دی. ملي امنیت وایي؛ نیول شوی کس …

نور... »

د لغمان د استناف څارنوالۍ پر څارنوال د ماین چاودنه شوې

نن سهار اووه بجې او څلویښت دقیقې د عمرزیو په ادوخېلو سیمه کې د لغمان د استناف څارنوالۍ د اطفال متفرقه د بخش پر یو څارنوال رضا خان ولد مامور مناف، چې له کوره وظیفې ته روان و؛ د مخالفینو له لوري پرې د سرک د غاړې یو ځای پر …

نور... »

په ننګرهار كې دوه ويشت داعش وسلوال وژل شوي

 د ننګرهار ولایت په اچین او هسکه مینه ولسوالۍ کې دوه ویشت داعش وسلوال وژل شوي دي. د چارواکو په وینا؛ دې ډلې ته دعه تلفات د تېرو څلیریشت ساعتونو په عملیاتو کې رامنځته شوي دي. د  ننګرهاروالي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، په دې عملياتو كې د اچین ولسوالۍ په …

نور... »

په ننګرهار کې ۳۸ داعش وسلوال ووژل شول

د ننګرهار والي وياند عطالله خوږياڼى وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې په تېرو څلیریشت ساعتونو  کې د کورنیو ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال اته دېرش داعشیان وژل شوي دي. هغه وايي،دغه عملیات، چې د شپږ هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د کوټ په پروشاخېل پل …

نور... »

په ننګرهار کې۵۰ داعشیان او وسلوال طالبان وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، په ننګرهار کې۵۰ داعشیان او وسلوال طالبان وژل شوي دي.  دا کسان تېره شپه په هغه هوایي بریدونو کي وژل شوي، چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د مامند درې په باندړ خوړ،ګردي سر او یو شمېر نورو سیمو کې تر سره شوي. د ننګرهار …

نور... »

په ننګرهار کې داعش پر پېنځه ولسوالیو د همهاله برید نیت لري

له هغې دوه ورځې وروسته، چې ولسمشرمحمد اشرف غني په ننګرهار کې د داعش پرضد شفق نومي عملیات اعلان کړل؛ په ننګرهار کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال د خلکو یوې غونډې ته وویل، چې داعش په یوه وخت د ننګرهار پر پېنځه ولسوالیود برید نېت لري. د ولسي جرګې …

نور... »

په ننګرهار کې ۲۳ داعشیان وژل شوي دي

د ننګرهار والي وياند عطا الله خوږياڼى وايي،۲۳ داعشيان  د ننګرهار ولایت په کوټ او نازیانو ولسوالیو کې له  تېرو ۲۴ساعتونو وژل شوي  دي.  هغه زیاتوي،  د نازیانو د سپینې ژۍ په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر هوايي بريدونو د یو مهم قومندان په ګډون ۱۵ داعشیان وژل …

نور... »