ننگرهار @ps

د ننګرهار په ښیوه کې یو زورواکي دوه خویندې په نکاح کړي

هغه ښځه د عدالت غوښتنه لري؛ چې میړه یې د نکاح پر شپه په دې پلمه بدمامه کړې، چې باکره نه وه، له کوره شړلې او د هغې له وړې خور سره یې نکاح کړې ده. صایمه نومې، چې په ننګرهار کې اوس ژوند کوي وایي، میړه یې د نکاح …

نور... »

په ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر نیول شوي

چارواکي وايي؛ په ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر، چې د کوزې پښتونخوا د باړې استوګن دي ونیول شول. دوی غوښتل، چې په جلال آباد ښار کې پر مهمو دولتي بنسټونو ځانمرګي بریدونه ترسره وړکړي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا دواړه په جلال آباد کې پر مهمو دولتي …

نور... »

د ننګرهار پچیراګام له داعش پاک شو؛ خو۵۰ ملکي وګړي ووژل شول

له یوې نیمې میاشتې خونړیو نښتو وروسته افغان ګډو ځواکونو داعش په پچیراګام کې بېرته مات کړی دی.   د ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل  وايي، له داعش سره په نښتو کې سلګونه  داعش وسلوال وژل شوي او هغوی، چې ژوندي پاتې شوي؛ بېرته د هسکې مېنې ولسوالۍ مرکزونو ته تښتېدلي …

نور... »

د ننګرهار په روداتو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د درې څلویښت میلیون افغانیو پر لګښت د پنځوس بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې. ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې د روداتو، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو اوسیدونکیو درملنه به په کې کیږي.   د ننګرهار د عامې روغتیا رییس داکترنجیب الله …

نور... »

په کابل کې د داعش ډلې اړوند دوه کسه ځانمرګي ونیول شول

د ملي امنیت لوی ریاست خبر ورکوي؛ ددغه ریاست کارکوونکیو دکابل ښار په پېنځمه حوزه  کېدوه تنکی ځوانان هر یو جلیل احمد د سیداحمد او حامد د امین الله زامن، چې د ځانمرګو اوترهګریزو بریدونو د زدکړې لپاره ننګرهار ولایت ته روان ول، ونیول شول.  د خبرپاڼې له مخې نیول …

نور... »

په جلال آباد ښار کې درې بېلابېلو چاودنو ۵ کسان وژلي او ۴۱ نور ټپیان دي

په جلال آباد ښار کې د سړک غاړې پر درې بېلابېلو چاودنو پېنځه کسان وژل شوي او یوڅلویښت نور ټپیان دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د جمعې پرسهارشاوخوا لس بجې  د ښارد څلورم ماموریت اړوند د ۴۰ متره سړک په اړوند سیمه کې د امنیه قومندانۍ د …

نور... »

په جلال آباد ښار کې يو انسان تښتوونکی ونيول شو

جلال آباد ښار ته نږدې د نوي ګمرک په سيمه کې يو انسان تښتوونکی، چې پلان یې درلود يو تن ملي تجار وتښتوي او يا يې ووژني د ملي امنيت موظفينو له لوري موخې ته له رسیدو وړاندې له يو ميل تومانچې سره ونيول شو. د ملي امنيت رياست د …

نور... »

د نورستان په دواب ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته ۵ ورځنۍ شوه

د نورستان پهدواب ولسوالۍ کې له۵ورځو راهیسېد وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي. د نورستان سرپرست حافظ عبدالقیوم وایي، تېر ماښام طالبانو ته په دې ولسوالۍ کې تلفات هم اوښتي دي. هغه زیاتوي، په دې نښتو کې درې طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. نوموړي …

نور... »

داعش په ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی

د ننګرهاروالي ویاند وايي داعش وسلوالو د روداتو ولسوالۍ په اخون کلي کې تېره شپه د مولوی عبدالصمد په نوم یو دیني عالم، چې د یاد کلي د ملا امام ترڅنګ خطیب هم و،له ځآن سره وړی او بیا يې وژلی دی. سرچینه زیاتوي، پېنځه څلوېښت کلن مولوی عبدالصمد حکومتي …

نور... »

په ننګرهار ولایت کې د ملا بزرګ په ګډون ۷ داعش وسلوال ووژل شول

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په لغړ جوی سیمه کې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو بې پيلوته الوتکې د برید له کبله د داعش ډلې د یو مهم قوماندان ملا بزرګ په ګډون ۷ داعش وسلووژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې تخریب شول . د معلوماتو …

نور... »

په کونړ کې د داعش ۳ پاکستانی ترهګر نیول شوي

د ملي امنیت لوی ریاست کارکوونکيو د یکشنبې په ورځ  په کونړ کې د داعش د ۳ پاکستانیو ترهګرو له نیولو خبر ورکړ. د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې دغو کسانو غوښتل له کونړه ننګرهار ته ولاړ شي او په اچین کې د دغې ډلې له نورو غړیو سره …

نور... »

د ننګرهار شیخ مصري صنعتي ښارګوټی ته ورغلې لار غاصبینو تړلې

د ننګرهار ولایت په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې پنځوس بېلابېلې صنعتي فابریکې فعالیت کوي؛ خو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې دې ښارګوټی ته ورغلې لار د یو شمېر کسانو له خوا، چې سوداګر او چارواکي یې غاصبین بولي؛ د موترو د دوړو پورته کیدو پر پلمه تړلې ده. د …

نور... »

د بټیکوټ ولسوال غالب مجاهد په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی

د افغانستان په ختیځ کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن سهار د کابل- جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت په دوه لارې کې د ننګرهار ولایت د بټیکوټ ولسوال غالب مجاهد پر موتر نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.   د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په …

نور... »

د جلال آباد ښار د خلص بابا په فامیلیو کې ځانمرګي قومي مشران په نښه کړي

نن له غرمې وروسته د جلال آباد ښار په لسمه ناحیه( د خالص بابا فامیلي) کې پر قومي مشرانو ځانمرګی برید شوی. په جلال آباد ښار کې د آریانا نیوز خبریال رحمت الله زیارمل وايي، د جلال آباد ښار د خالص بابا په فامیلیو کې ځانمرګي بریدګر د پچیر اګام …

نور... »

په ننګرهار ولایت کې د بهرنيو هوایي ځواک ملکي وګړي بمبارد کړي

د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د بهرني هوایي ځواک په بمبارد کې، چې تېره ورځ د طالب قومندان مولوي محمد علم پر کور تر سره شوی؛ څلور عام وګړي وژل شوي …

نور... »

د ننګرهار په پچیراګام کې د داعش او ځايي پاڅونوالو ترمنځ جګړه روانه ده

د ننګرهار ولایت په پچیراګام کې د داعش او ځايي پاڅونوالو ترمنځ جګړه له درې ورځو را په ديخوا روانه ده. د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي، د ولسمشر او امنیت شورا په لارښوونه د پچیراګام د حالت د څېړلو او  د خلکو د ژغورنې په موخه  ننګرهار …

نور... »

د ننګرهار ولایت مقام ته نږدې، یو صراف ووژل شو

 ناپېژنده وسلوالو نن سهار د اووه بجو په شاوخوا كې د ننګرهار ولایت مقام ته نږدې، یو صراف وژلی دی. عیني شاهدان وايي، د شاهدالله په نوم یو ځوان، چې د شېرندل پلازې مخې ته یې صرافي کوله د دوه تنو موترسایکلسپرو له خوا و ویشتل شو او ځای پرځای …

نور... »

په لغمان ولایت کې د خونړیو بریدونو مخه ونیول شوه

د افغانستان د ملي امنیت کارمندانو په لغمان ولایت کې د ترهګریزو بریدونو یوه درې کسیزه ډله نیولې، چې غوښتل یې د مهترلام بابا په ښاري سیمه کې ځانمرګي او ترهګریز بریدونه تر سره کړي.  له ملي امنیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو ته اړوند درې …

نور... »

پر تورخم راستانه شوي کډوال تر شنه آسمان لاندې سختې شپې تېروي

له پاکستان څخه پر تورخم راستانه شوي کډوال د ننګرهار  په دښتو کې تر شنه اسمان لاندې سختې شپې تېروي. په راستنیدوونکیو کې هغوی طالع لري، چې پاکستان کې ثبت شوي؛ خو کیسه د هغوی خرابه ده، چې نه پاکستان کې راشن ورکول شوی او نه اوس د مرستو مستحق …

نور... »

د ننګرهار په بټی کوټ کې د طالبانو تر منځ نښته شوې

په ننګرهار كې د وسلوالو طالبانو ترمنځ په خپلمنځي نښته كې شپږ وسلوال وژل شوي او اته نورټپيان دي. د ننګرهار والي مطبوعاتي دفتر وايي، دا نښته تېر مازيګر د  ننګرهار بټيکوټ ولسوالۍ د امبار خانې په ترکي کلا سيمه کې د وسلوالو طالبانو د دوه ډلو ترمنځ رامنځته شوې، …

نور... »