عاجل خبرونه

ننگرهار @ps

په ننګرهار کې د داعش په وړاندې قومي تړه شوې

د ننګرهار د خوږیاڼيو ولسوالیو اوسیدونکیو د داعش پر ضد قومي پرېکړه کړې او زرګونه ځوانان یې داعش سره جګړې ته  تیار کړي؛ خو په دې شرط، چې حکومت یې لیکې بمبارد نه کړي. د قوم  تړون مشر فضل کریم  وایي، په ننګرهار کې د حکومت د یوې وسلوالې مخالیفې …

نور... »

افغان ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار په تورلرگي سیمه کې عملیات کړي

افغان ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ په تورلرگي سیمه کې عملیات کړي. د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وايي، د عملیاتو پرمهال په سیمه کې له یوه کور څخه پر امنیتي ځواکونو برید شوی، چې په ځوابیه برید کې پېنځه شکمن کسان وژل شوي او پېنځه …

نور... »

د پاکستان قونسلګرۍ دوه دیپلوماتان تورخم ته پر لار ورک شوي

په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرې دوه کارکوونکي د تورخم ـ جلال آباد په لار ورک شوي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه موضوع یې افغان چارواکو سره شریکه کړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوي؛ پاکستان د …

نور... »

توره بوړه د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې راغله

د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، کمانډو ځواکونه او د کورنیو چارو وزارت ځانګړي قطعات اوس د تورې بوړې په لمنو کې شتون لري او دغه سیمه یې نیولې ده. څو ورځې مخکې داعش ډلې دغه ستراتیژیکه سیمه نیولې وه؛ خو اوس ملي دفاع وزارت وایي؛ افغان ځواکونه توانیدلي، چې …

نور... »

په تورخم کې هره ورځ ۲۰ میلیون افغانۍ فساد کیږي

ولسي استازي وايي، چې د ننګرهار ولایت په  تورخم کې هره ورځ و شپه شل میلیون افغانۍ فساد کیږي. د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لال محمد دُرانی وايي، چې  په تورخم کې هره ورځ د حکومتي ادارو مسوولین شل میلیون افغانۍ فساد کوي او برخه یې ان تر پلازمېنې کابل …

نور... »

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۴ کسه وژل شوي او یو ټپي دی

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د اړوند سیمې د یو سیمه ییز قومندان او د جلال آباد ښاروالۍ د یو قراردادي تر منځ په وسلواله نښته کې څلور کسه وژل شوي او یو ټپي دی. د خوږیاڼو ولسوال وایي، نن سهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې په بازار کې …

نور... »

داعش د تورې بوړې له نیولو وروسته هڅه کوي ولسوالي ونیسي

د داعش جنګیالي د تورې بوړې له نیولو وروسته هڅه کوي د خوږياڼو ولسوالي ونیسي؛ خو د ځايي اوسیدونکیو له مقاومت سره مخ دي. په شینواروکې د ګڼو سیمو له نیولو وروسته داعش هڅه کوي د خوږیاڼو درې ولسوالۍ تر ولکې لاندې راولي. دې هدف ته د رسیدو لپاره لومړی …

نور... »

په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو پرکاروان ماین چاودنه شوې

تېره شپه يوه بجه د ننګرهار ولایت د غني خېلو په کاميزای سيمه کې د بهرنیو ځواکونو پر زغره وال ټانک چاودنه رامنځته شوې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي پېښه تائید کړې او وایي، چې په پېښه کې بهرنیو ځواکونو ته د رامنځته شویو ځاني تلفاتو په اړه …

نور... »

ملي امنیت د طالبانو له منګولو د یوزدکړیال له ژغورلو خبر ورکوي

د ملي امنیت لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ د یو خصوصي پوهنتون زدکړیال(محصل) خیرالله د زمرک زوی، څه موده وړاندې د کابل- جلال آباد له لویې لارې تښتول شوی و؛ د ملي امنیت لوی ریاست د کارکوونکیو لخوا د ننګرهار ولایت په ښیوه ولسوالۍ کې د …

نور... »

د امریکا دفاع وزارت په ننګرهار کې د خپلو ۳ سرتېرو وژنه ومنله

د امریکا د دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د خپلو ۳ سرتېرو وژنه ومنله او په ډاګه شوې؛ یوه افغان سرتېري پر امریکایانو ډزې وکړې، چې په کې ۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او یو بل یې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ د پېښې څېړنه روانه ده، …

نور... »

بیات بنیاد په لغمان کې له سلګونه بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې

بیات بنیاد په هره روژه کې له اړمنو سره مرستې کوي، چې دا ځل یې د لغمان له هغو سلګونو کورنیو سره د بېلابېلو خوراکي توکیو مرسته وکړه، چې د ناامنیو له امله د تن په جامو کې له خپلو کورنو بې ځایه شوي. د مرستو د وېش پرمهال د …

نور... »

د ننګرهار د سپين جومات د کار ۴۳ میلیون افغانۍ غلا شوي

په جلال آباد کې د شاهي ماڼۍ تر څنګ د سپين جومات د جوړولو په چارو کې دريڅلوېښت میلیون افغانۍ ورکې او د جومات د جوړلو قرارداد د بډو په بدل کې د اووه میلیونو دالرو پرځای په  دولس میلیون شوی. په جلال آباد کې د سپين جومات د جوړلو …

نور... »

د ننګرهار د هوايي ډګر پر ساتوونکیو ځانمرګی برید شوی

د ننګرهار والي ویاند وايي، په د دغه ولایت د  هوايي ډګر پر ساتوونکیو ځانمرګی برید شوی، چې په کې یو افغان سرتېری او برید ګر وژل شوي او دوه افغان سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ځانمرګي برید ګر خپل کورلا …

نور... »

د لغمان ولایت په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

د لغمان ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې نن ماسپښين دوه بجې له مرکز مهترلام څخه الیشنګ ولسوالۍ ته په لاره له سپرلیو ډک سوپر موتر له مسیر اوښتې او د چپه کیدو په پېښه کې يې ۱۲ تنه هېواد وال شهیدان او ۱۴ نور ټپيان دي. ویل …

نور... »

د ننګرهار په مارکو بازار کې ۱۲۵بورۍ امونيم نايتريت نيول شوي

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په ننګرهار ولایت کې د دغه وزارت اړوند پولیسو ۶۲۵۰ کیلو ګرام امونیم نایتریت، چې جلال آپاد ښار ته لیږدیدل نیولي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مواد له پاکستان څخه د راستنیدونو کډوالو د کور په کاليو کې …

نور... »

په تورخم ښارګوټي کې کډوالو ته د ښه خدمت یو مرکز کټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننکرهار د کډوالو چارو ریاست او د IOM موسسې له لوري په تورخم ښارګوټي کې د پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو ته د ښه خدمت په موخه د یو نیم میلیون دالرو پر ارزښت یو مرکز له جوړیدو وروسته کټې اخیستنې ته وسپارل شو.  د پرانستی په مراسمو کې د …

نور... »

د افغان ځواکونو پر هوایي برید د داعش یو رادیوي مرکز ویجاړ شو

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش یو رادیوي مرکز د دې ډلې له ۳۴ غړیو سره له منځه وړل شوی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ( د غویي۱۸) خپره شوي؛ په ډاګه کوي، چې امنیتي ځواکونو …

نور... »

په افغانستان کې د داعش د دوه یم سیمه ییز مشر عبدالحسیب وژنه تائید شوه

افغان حکومت او امریکایي ځواکونو ومنله، چې د داعش د وسلوالې سختدریځې ډلې سیمه ییز مشر عبدالحسیب  د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی. د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر او د امریکایي ځواکونو قومندانۍ په ډاګه کړې، چې حسیب د داعش له څو نورو مهمو …

نور... »

په تورخم کې سرحدي پولیس له خلکو ناقانونه پیسې اخلي

په تورخم کې سرحدي پولیس، نه یوازې اته ځایه له خلکو ناقانونه پیسې اخلي، بلکې په پراخه قاچاق کې هم ښکېل دي. د لارۍ موتر چلوونکی شربت خان وایي، د تورخم ځنځیر په لس مترۍ کې د سرحدي پولیسو یوه کوټه د ناقانونه پیسو ټولونې لومړنی ځای دی. د نوموړي …

نور... »

طالبان په لغمان کې له بندیانو هره ورځ ۵۰۰ افغانۍ اخلي

د لغمان ولایتي شورا مرستیال وایي، طالبان د علیشنګ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د روزنې مرکزونه او زندانونه لري، چې له بندیانو څخه هره ورځ د ډوډۍ ۵۰۰ افغانۍ اخلي. د لغمان د ولایتي شورا مرستیال عبدالعزیز لغمانی زیاتوي، طالبان د علیشنګ له سیمو څخه پر مهترلام او  د …

نور... »