ننگرهار @ps

امریکا په ننګرهار کې پر داعشیانو زورور غيراټومي بم کارولی

د امریکا هوایي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش پر پټنځايونو تر ټولو زورور غيراټومي بم کارولی دی. دغه بريد د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې له ځايي وخت سره سم د ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې تر سره شوی دی. د سپینې ماڼۍ رسنیزې برخې مشر شان سپایسر …

نور... »

په ننګرهار کې د امریکایي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی

پنټاګون تائید کړه، چې د امریکا ځانګړیو ځواکونو یو سرتېری په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وړاندې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی. د پنټاګونو په راپور کې د دغه سرتېري هویت ندي څرګند شوی. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت منلې، چې د امریکا د ځانګړیو …

نور... »

په ننګرهار کې نارنج ګل میله او مشاعره جوړه شوه

نارنج ګل ننګرهار خوندور کړی او ننګرهاریان پسرلي ته؛ ځکه ډېرخوشحاله دي، چې د نارنج ګل وږمو یې د کال خفه زړونه ټکور کړي دي. په دې مشاعره کې د هېواد له لر و برڅخه د شاعرانو ترڅنګ د قبایلو او کلتور سرپرست وزیرانو، د ملي شورا غړیو، د ولمسشر …

نور... »

د هېواد په ختیځ کې د پولیو پر ضد د واکسینو درې ورځينی کمپاین پیل شو

د هېواد په ختیځ کې د پولیو پر ضد دواکسینو د درې ورځينی کمپاین له پیل سره،  چې په ترڅ کې به یې یومیلیون ماشومان واکسین شي؛ د جلال آباد د ویالو په اوبو کې د پولیو ویروس وموندل شو. د پولیو پرضد د واکسینو دغه درې ورځینی کمپاین په …

نور... »

د نورستان په کامدېش کې د شري له ناروغۍ ۱۵ ماشومان مړه شوي

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د شري یا سرخکان ناروغۍ خپره شوې، چې د چارواکو په وینا تر دې دمه یې پېنځلس ماشومان مړه کړي دي. چارواکي وايي؛ وسلوالې ډلې اړوند کارکوونکي نه پرېږدي، چې ناروغانو ته د شري ضد واکسین ورسوي. د کامدېش ځینې اوسیدونکي وايي؛ له …

نور... »

د جنبش روشنایي پر لاریونوالو د برید مشر مو وواژه-ملي امنیت

د افغانستان ملي امنیت ریاست د کابل د دهمزنګ په عبدالوکیل خان نورستاني څلورلاري کې د جنبش روشنایي پر لاریونوالو د ځانمرګي برید د مشر له وژلو خبر ورکوي. دغه ریاست د شنبې په ورځ(د کب ۲۱) په ډاګه کړې، چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د لیوني بابا …

نور... »

داعش دننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې مدرسې او ښوونځي تړلي

داعش د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې دیني مدرسو او ښوونځیو ته د زدکوونکیو او طالبانو په ورتګ بندیز لګولی دی. په ننګرهار کې له داعش سره روانې جګړې د پوهنې پر بهیر هم ناوړه اغېز کړی؛ ښوونځي نړیدلي او د کتابونو پاڼې په هر ځای کې باد وهي. …

نور... »

په ننګرهار کې د داعش پر ضد پیل شوي عملیات پای ته رسیدلي

 د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیات پای ته رسیدلي دي. شل ورځې وړاندې افغان ځواکونو په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پرضد عملیات پيل کړل او مسولینو ویلي وه، چې عملیات به د داعش تر بشپړې ماتې روان وي؛ …

نور... »

په ننګرهار کې له دوه تنکیو ځوانانو سرونه پرې شوي

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له دوه تنکیو ځوانانو سرونه پرې شوي دي.  د اچین ولسوال عیسی خان ځواک وايي؛ دا دواړه تنکي ځوانان، چې عمرونه یې د پېنځلس او شپاړس  کالونو ترمنځ دي د اچین د مامندو اوسیدونکي دي، چې تېره ورځ ترې داعش په باندر سیمه کې …

نور... »

په ننګرهار کې داعشیانو ۴۲ نیول شوي بندیان خوشې کړي

د ننگرهار ولایت مسوولینو رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د قومي مشرانو په هلو ځلو د پچیراگام ۴۲ اوسیدونکي، چې څلور میاشتې مخکې داعش نیولي وه، خوشې کړي دي. د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي ویلي، چې راخوشې شوي خلک د ننگرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو …

نور... »

بیات بنیاد په لغمان کې پر اړو کورنیو خپلې ژمنۍ مرستې ووېشلې

بیات بنیاد په لغمان کې له هغو اړو او بېوزلو کورنیو سره، چې ځینې یې د ژمې په دې سړه هوا کې په نیمه خېټه په باران وهلو خیموکې ژوند کوي د خوراکي توکیو او ژمنیو کالیو مرسته وکړه. د دغو مرستو د وېش پرمهال د بیات بنیاد مرستیال حاجي …

نور... »

د لغمان په مهترلام کې د یو ښوونځي پر ټولګي توغندی لګیدلی

د لغمان ولایت چارواکي وایي، چې نن سهار لس بجې د لغمان ولایت د مرکز په بسرام سیمه کې د یوه ښوونځي پر ټولګي یو توغندی لګیدلی، چې دوه زرکوونکي یې وژلي او د یو ښوونکي په ګډون ۶ نور ټپیان دي. د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک ویلي، چې …

نور... »

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یو پلار د خپل زوی په ویر کې کوڼ او له خبرو پاتې شو

 د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو سړی له هغې وروسته  کوڼ او له خبرو پاتې شو، چې داعشیانو یې  د زوی  سر د هغه د سترګو په وړاندې پرې کړ. په جګړه ځپلي ننګرهار کې د هغې کورنۍ غړي د خپل زوی په ویر کې اوښکې تویوي، چې داعشیانو …

نور... »

په لغمان کې ناڅرګندو کسانو د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

د لغمان د باد پښ ولسوالۍ په مروت کڅ  سیمه کې تېره شپه ناپېژندو کسانو د ملکي وګړیو یوه کور ته دوه لاسي بمونه غورزولي، چې په کې د یوه کور لس کسان وژل شوي او څلور ټپيان دي. د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وايي، په وژل شویو کې …

نور... »

د داعش د هغو غړیو نیول، چې د فیسبوک له لارې ورسره یوځای شوي وه

د داعش یو شمېر نیول شوي جګړه مار وايي، چې د ټولنیزو شبکو او په ځانکړې توګه د فیسبوک له لارې له داعش سره ملګري شوي وه.  په ننګرهار کې د داعش دغه نیول شوي جګړه ماران زیاتره له شل کلونو ټيټ عمر لري. دوی وايي، چې پر کابل سربېره …

نور... »

په ننګرهار کې له داعش سره په نښته کې۲۰ داعشیان او ۱۷ سرتېري وژل شوي

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش ترمنځ په خونړیو نښتو کې شل داعشیان او اووه لس افغان سرتېري وژل شوي. هسکه مېنه د دیورند پرکرښه یوه هغه ولسوالۍ ده، چې داعش وسلوالو په کې خوندي مرکزونه جوړ کړي او له همدې ځایه پر افغان …

نور... »

د ننګرهار پر سرحدي ولسوالۍ لعلپورې توغندي توغول شوي

د دیورند کرښې له هغې غاړې د ننګرهار پر سرحدي ولسوالۍ لعلپورې له سهار راهیسې سلګونه توغندي توغول شوي دي. د سیمې خلکو او رسمي سرچینو په ډاګه کړې، چې  تر دې دمه دوه ماشومان ټپیان او شاوخوا سل کورنۍ امن سیمو ته کډه  شوې دي. د ننګرهار والي ویاند …

نور... »

داعش په ننګرهار کې لسګونه ښځې او نجونې په زور په نکاح کړي

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ خلک د داعش له ظلمونو تر پوزې راغلي او څرګندوي، چې داعش یو شمېر ښځې او نجونې په زور په نکاح کړي دي.   داعش په خپلو واک سیمو کې خلکو ته ویلي وه، چې د خپلو پېغلو لوڼو د شمېر په تناسب پخپلو …

نور... »

د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه کې د داعش پر وړاندې پوځي عملیات پیل شول

د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پر وړاندې پراخ ځمکني او هوايي عملیات پیل شوي دي. د ۲۰۱سیلاب قل اردو ویاند ډګروال شیرین آقا وایي ګډو ځواکونو د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش د ځپلو په موخه پراخه عملیات پیل …

نور... »

په ننګرهار کې د شولو پروسس ته فابریکه جوړه شوه

په ننګرهار کې د شولو پروسس فابریکي مسوولین وايي؛ دا په ختیځ ولایتونو کي د شولو د پروسس لومړنۍ فابریکه ده، چي په هرساعت کي ۵ ټنه وریجی پروسس او تیارولی شي. د مسوولینو په وینا؛ دا فابریکه د  ننګرهار په بهسودو کې جوړه شوې، چې  یونیم میلیون امریکايي دالر …

نور... »