عاجل خبرونه

کندهار @ps

د روزګان په چوره ولسوالۍ کې ۱۷ وسلوال وژل شوي

کورنیو چارو وزارت د روزګان په چوره ولسوالۍ کې د ۱۷ وسلوالو له وژلو خبر ورکوي. د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وایي، چې دا وسلوال تېره ورځ د چورې ولسوالۍ په بارکزي سیمه کې پر هوایي برید وژل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې په برید کې۱۰ نور …

نور... »

په خوست کې د کرنۍ او وترنرۍ انستیتیوت نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په خوست کې د ۴۲ میلیون افغانیو پر مالي لګښت د کرنۍ او وترنرۍ انستیتیوت ته نوې جوړه شوې وداني ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.  د مسؤلینو په وینا؛ دا ودانۍ دوه پوړه لري، چې مالي لګښت یې آلمان هېواد ورکړی دی. د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، پر …

نور... »

د دایکندي په هوایي ډګر کې یوه الوتکه له لیکې وتلې

سرچینو په ډاګه کړې، چې په پېښه کې چاته زیان نه دی رسیدلی؛ خو مسافر وړونکې پوځي الوتکه زیانمنه شوې ده. ټاکل شوې نن د دایکندي نوی والي محمود بلیغ د دغه ولایت خلکو ته وروپېژندل شي او په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره له کابل څخه  هم میلمنو …

نور... »

په هلمند کي امنیتي ځواکونو ته د نه همغږۍ له کبله مرګ و ژوبله اوړي-حیات

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، چې د ګرشک ولسوالۍ د تېرې ورځی برید د امنیتی ځواکونو د ناسم راپور ورکولو له کبله را منخته شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي. د هلمند والی حیات الله حیات وایي د ګرشک ولسوالۍ په هوایي برید کی ۱۲ تنه امنیتي سرتېري …

نور... »

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه بمبارد شوي

په هلمند ولایت کې ماښام  مهال پر یو هوایي برید ۹ امنیتي  سرتېري  وژل شوي او۱۰ نور ټپیا ن دي. د هلمند ولايت وياند عمر ځواک په يوه لنډ پيغام کې رسنیو ته منلې، چې په ګریشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې هوايي بريد شوی؛ خو په دې …

نور... »

د غزني د جنایي مدیریت چارواکی پر بې غږه تفنګچې ترور شوی

د  غزني امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې سیمه ییز آمرحمید ودان نن په یوه وسلوال برید کې ووژل شو. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، حمید ودان دندې ته روان و، چې د غزني ښار د درېیم پلان په سیمه کې وسلوالو پر بې غږه …

نور... »

په کندهار ولایت کي ځانمرګي ۱۷ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ځانمرګي ۱۳  سرتېري وژلي دي. د کندهار امنیيه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، تېر ماښام د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په لومړي قراول کې د هاموی موتر په وسیله شوي برید ۱۳ سرتېري وژلي دي. هغه زیاته کړې، چې په وژل شویو کي …

نور... »

افغان وسلوال مخالفین په پاکستان کې ځپل کیږي- چارواکي

د هېواد اجرائیه رییس عبد الله عبدالله وايي، د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د مرکزونو له منځه وړل د امریکا د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده. د امریکا نوې ستراتیژي د افغان حکومت د رهبرانو په زړونو کې د تاو تریخوالي د کمښت او په افغانستان کې د …

نور... »

په کندهار ښار کې چاودنې دوه پولیس وژلي

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د کندهار ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند میرویس روغتون ته نږدې د پولیسو پر ګزمه چاودنه شوې، چې په کې دوه پولیس وژل شوي دي.  د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، په دې چاودنه کې یو پولیس وژل …

نور... »

په هلمند کې یوې ترافیکي پېښی ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په هلمند کې یوې ترافیکي پېښې له څلور کسانو ژوند اخیستی او څوارلس نور ټپیان دي.  د هلمند والي ویاند عمرځواک وايي، نن سهار د هلمندـ هرات پر لار په واشیر ولسوالۍ کې یو ۳۰۳ بس  چپه شوی، چې څلور کسه په کې مړه شوي او څوارلس نور ټپیان دي. …

نور... »

په کندهار کې د لس ميګاواته لمريزې برښنا جوړيدو چارې پيل شوې

څلور کاله وړاندي په دې ولايت کي د لس ميګاواته  لمريزي برښنا د جوړيدو لومړني کارونه پيل شول، چي په سر کي ورته لس ميليون امريکايي دالره ځانګړي شوي وه؛ خو اوس ورته ١٩ ميليون دالر ځانګړي شوي، چې ټولي برخي يې په اساسي ډول جوړې شي. د ملي وحدت …

نور... »

په روزګان ولایت کې ۵۷ روغتیایي مرکزونه تړل شوي

سیمه یزو چارواکو ښکاره کړې، چې په روزګان ولایت کي ټول ۵۷ روغتیایي مرکزونه د طالبانو له خوا تړل شوي دي.  ویل کیږي نن وروستی روغتیایي مرکز د روزګان په مرکز ترینکوت کې د والي د دفتر په لس متری کې وتړل شو. د روزګان والي ویاند دوست محمد نایاب …

نور... »

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ امنیه قومندان وو‎ژل شو

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ امنیه قومندان عمرجان حقمل د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې و‎ژل شوی دی.  یوه باوري سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې حقمل نن مازیګر ګزمې ته وتلی و؛ خو د لیږد پر موتر یې د طالبانو لخوا د دوه اویا ملي …

نور... »

د غزني د جغتو امنیه قومندان په ماین چاودنه کې ووژل شو

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، د غزني د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان میراجان د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی او یو ساتونکی یي ټپی دی. له دې لس ورځې وړاندې د دغې ولسوالۍ بل امنیه قومندان هم په یوه چاودنه کې ووژل شو او دوه …

نور... »

د افغانستان هوایي ځواک له بلک هاک چورلکې برخمن شو

د ناتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په ډاګه کړې، چې لومړنۍ بلک هاک چورلکه د افغانستان هوایي ځواک ته وسپارل شوه. پرون د وږي پر ۲۷ د کندهار هوایي ډګر ته بلاک هاک چورلکو لومړنۍ جوپه رارسیدلې ده. ناتو ځواکونو ویلي، چې د افغانستان هوایي ځواک به د …

نور... »

په زابل کې د ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په زابل کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.  د زابل د شهر صفا ولسوال عبدالصمد درانی وايي، نن غرمه یو ۳۰۳ بس د شهر صفا بازار ته نږدې له یوه فولدر موتر سره ټکر …

نور... »

په خوست کې چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د یکشنبې پر ورځ د غرمې په ۱۱:۳۰ بجو د خوست ښار د ښاروالۍ اړوند حمام مارکیت په تلخونه کې چاودنه وشوه . د خوست عامې روغتیا رییس داکتر حبیب شاه انصاري وایي، له دې چاودنې روغتونو ته څلور مړي او ۱۵ ټپیان وروړل شوې، چې ټول ملکي وګړې دي. …

نور... »

په غزني کې پر یو هوایي برید ۵ وسلوال وژل شوي

د غزني امنیه قومنداني وايي، دا برید پرون له غرمې وروسته  د اندړ ولسوالۍ د میریاڼو او حیات والو کلیو تر منځ شوی دی. سرچینه په ډاګه کوي، چې  په دغه ځای کې په یوه باغ  کي د ملا ادریس د ګروپ پېنځه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان …

نور... »

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

د غزني ولایت امنیه قومندان محمد زمان خوستی وایي، چې د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اسحاق جلیلي له خپل یو ساتونکي سره د چغتو ولسوالۍ د ګلبوري په کلي کې د سړک غاړي د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوی دی. د غزني ولایتي شورا سرپرست حسن رضا …

نور... »

په لوګر کي د طالبانو یو قومندان له خپلو درې ملګرو سره وژل شوی

د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې تېر ماښام د چرخ ولسوالی په آب جوش سیمه کې د افغان ځواکونو پر هوایي برید د طالبانو یو مشهور قومندان قاري اسماعیل مشهور په میر محمدي له خپلو درې همکارانو سره وژل شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، …

نور... »