عاجل خبرونه

کندهار @ps

په هلمند کې د بست تصدي تړل شوې

د بوست تصدۍ رییس وايي، د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پنبې د رانیولو لپاره ۳۰۰ میلیون افغانۍ د شيږ نويیم مالی کال په بودجه کې دې فابریکې ته ځانګړې شوې وې، چې هلمند ته ندي رارسیدلي او له همدې کبله د دغې تصدۍ فعالیت بند شوی دی. …

نور... »

په غزني کې ۶ پولیس د غلا او قتل په تورنیول شوي

دغزني امنیتي چارواکو ويلي، چې د غزني ولایت د قره باغ او ګیلان ولسوالیو په اړوند سیمو کې۶ پولیس او دوه د دوی ملاتړي نیول شوي، چي د کابل ـ کندهار پر لویه لار به یې د خلکو پرځورونه او وسلوالو غلاوو لاس پورې کاوه. د غزني امنیه قومندان محمد …

نور... »

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د هلمند به ګرشک ولسوالۍ کي د ترافیکي پېښي له کبله ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.  د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي، چي د دوشنبې په ورځ ۱۱ بجې د ګرشک ولسوالۍ د کندهار اډې په سیمه کي یو سراچه موتر او ۳۰۴ دوله موتر ټکر …

نور... »

د خوست پولیسو ۵ کسان د موتر تښتوونې او قتلونو په تور نیولي

د خوست امنیه قومندانۍ هغه ۵ کسان رسنیو ته وښودل، چې د غلاوو او قتلونو په تور د پولیسو له لوري نیول شوي دي. د خوست امنیه قومندان جنرال محمد داود امین وایي، له دې کسانو دوه غلا شوي موتر هم ترلاسه شوي دي. نوموړی زیاتوي؛ د غلو او قاتلینو …

نور... »

په خوست کې د غونډو یو تالار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په  خوست ښار کې د غونډو یو دوه پوړییز تالار د ښار او کور جوړونې وزارت د ۲۸ میلیون افغانیو پر لګښت اخیستنې ته وسپارل شو، چې په یوه وخت کې د ۱۶ سوه کسانو د ځایدو وړتیا لري. د خوست ښار او کور جوړونې رییس ابراهیم الله  ولیزی وایي، …

نور... »

په میدان وردګ کې د یو قومندان په ګډون ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي

د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سلطان خېلو په اړوند سیمو کې خیبر ۷ نومو عملیاتو په لړ کې د یو مشهور قومندان  په ګډون ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي. د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا عملیات پیل …

نور... »

د پکتیا د مچلغو برښنا بند تړون له یو روسیې شرکت سره لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د مچلغو برښنا بند د جوړولو تړون د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۳) د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او د روسي شرکت( پراجکت ډیزاین ایجسنۍ کمپنۍ) ترمنځ لاسلیک شو. اجرائیه رییس وویل، د مچلغو بند جوړیدل د پکتیاوالو پخوانۍ هیله وه، چې …

نور... »

محمد داود امین د خوست نوی امنیه قومندان ټاکل شوی

د خوست نوی امنیه قومندان ویلي، چې د پولیسو په لیکو کې به د فساد ضد جدي مبارزه وکړي.  د خوست نوی امنیه  قومندان محمد داود امین د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲) په رسمي توګه دنده پیل او محلي چارواکو ته ور وپېژندل شو. د خوست د پخواني …

نور... »

په هلمند کي ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي

  د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې نن سهار نهه بجې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي. د هلمند والي ویاند عمر ځواک ویلي، چي د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې د ملکي وګړیو پر تونس موتر د سړک غاړي …

نور... »

افغانان هیڅوګ پر سمتي، قومي او ژبنيو تعصباتو بیلولی نشي

د ملي امنیت شورا مرستیال د خوست په سفر کې په ډاګه کړې، چې افغانان یو موټی دي او نفاق اچوونکي د دین او هېواد دښمنان دي او چا ته به اجازه ورنه کړ شي، چې د ملي یووالې ضد هڅې وکړي. دین محمد جرآت د ملي امنیت شورا مرستیال …

نور... »

په غزني کې رسنۍ طالبانو ته مالیات ورکوي

په غزني کې د رسنیو یو شمېر مسوولینو ویلي، چې د بیان آزادۍ د ارزښتونو د ساتنې او د کارکوونکیو د خوندیتوب لپاره یې هر کال طالبانو ته تر دوه سوه زره پاکستانۍ کلدارې د مالیې په توګه ورکړي دي. په غزني کې د خبریالانو په وړاندې د ګواښونو تر …

نور... »

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ځانمرګی برید رامنځته شوی

د هلمند ولایت چارواکو ویلي، چې د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې د بولان په سیمه کې پر یوې سرحدي پوستې ځانمرګی برید رامنځته شوی دی. د هلمند والي ویاند عمر ځواک زیاتوي، نن ماښام ۶ بجې یو ځانمرګي بریدکوونکي خپل موتر بم د سرحدي پولیسو پر  پوسته چولی …

نور... »

په کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو موتر بم چاودنه شوې

د سیمې د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې،  شېبه وړاندې د کندهار ولایت هوایي ډګر ته نږدې د شوراندام  په اړوند سیمه کې یو سرف ډوله موتر د بهرنیو ځواکونو له موترو سره جنګول شوی دی. سرچینې دا هم څرګنده کړې، چې په پېښه کې تلفات رامنځته شوي؛ خو …

نور... »

په روزګان کې سرتېري له لوږې او تندې ځوریږي

په روزګان کې له وسلوالو طالبانو سره جنګیدونکیو ځواکونو ته په ورځو- ورځو خواړه او اوبه نه رسیږي. په چنارتو ولسوالۍ کې د ملي پولیسو سرتېری کریم الله وایي؛ په ورځو ورځو داسې شوي، چې په لوږه او تنده له طالبانو سره جنګیږو؛ خو د حکومت لخوا هیڅ مرسته نه …

نور... »

په روزګان کې ټیټ عمره هلکان له وسلوالو طالبانو سره جنګیږي

په روزګان کې د جګړې په لومړیو کرښو کې ټیټ عمره هلکان له وسلوالو طالبانو سره جنګیږي. د آریانا نیوز اخیستل شوي انځورونه ښیي؛ هغه هلکان د جګړې په لومړیو کرښو کې شته، چې پر مخ یې ږیره نه ده راغلې. د ملي اردو سرتېری انعام الله وایي، په ترینکوټ …

نور... »

په هلمند کې ١٤ پولیس د طالبانو په کمین کې وژل شوي

په هلمند کې چارواکي وایي، چې د دې ولایت ١٤هغه پولیس او نامسوول وسلوال طالبانو وژلي، چې پخپل سر د قاچاق وړونکیو د نیولو په نيت دښتو ته وتلي وه. د هلمند والي حیات الله حیات وايي؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو ډېره برخه ملکي وګړي …

نور... »

د کجکي د دوه یم فاز د جوړیدو چارې ژر پیل کیږي

د هلمند سیند د نورو سیندونو پر پرتله ‌ډېرې اوبه لري؛ خو د دې اوبو د سمې کارونې په برخه کې حکومت کار نه دی کړی. په کندهار او هلمند ولایتونو کې ناامنیو د دې بند چارې له ستونزو سره مخ کړي دي. د مالیې وزارت ویاند وایي، په دې …

نور... »

په عزنې کې طالبانو پر عشر او ذکات نه ورکوونکیو لویې لارې تړلي

د غزني ولایتي شورا غړي وایي، د عزنې د قرباغ ولسوالۍ د څو کلیو اوسیدونکيو، چې طالبانو ته یې د عشر او ذکات له ورکولو ډاډه کړې؛ طالبانو پرې دغو کلیو ته د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي. د غزني ولایتي شورا غړی حس رضا یوسفي وایي، وسلوالو طالبانو …

نور... »

په روزګان کې ځينې قومندانان پر طالبانو پوستې پلوري-سرتېري

په روزګان ولایت کې افغان سرتېرو په ډاګه کړې، چې ځينې قومندانان پر وسلوالو طالبانو پوستې پلوري او د دوی پر وینو معامله کوي. پولیس سرتېري کریم الله ادعا کوي، چې په روزګان کې پېچلې جګړه د دوی پر وینو روانه او  قومندانان د دوی او خلکو پر وینو معامله …

نور... »

طالبان د ملي اردو سرتېري له پاکولو، کفن او نمانځه پرته ښخوي

په روزګان ولایت کې د ملي اردو سرتېرو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې کیږي؛ خو طالبان یې له پاکولو، کفن او نمانځه پرته  ښخوي. په روزګان ولایت کې پوځیانو ادعا کړې، چې د امنیتي ځړواکونو وژل شویو سرتېرو ته ان د فاتحې او دعا کولو مراسم هم نه …

نور... »