کندهار @ps

په غزني کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر هوایي او ځمکنیو عملیاتود غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي. د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې تېره شپه د هېواد …

نور... »

په لوګر ولایت کې له ماین چاودنې ۶ کسان وژل شوي

د لوګر ولایت امنیتي چارواکو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې تېر ماښام ناوخته له پل عالم څخه  څرخ ولسوالۍ ته پر لاره د ملکي وګړیو پر یو سراچه موتر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې په کې سپرو ۶ ملکي وګړيو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی. …

نور... »

په کندهار کې طالب ولسوال او پوځي مسوول وژل شوی

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې تېره شپه په یو هوایی برید کی  د ميوند ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال او نظامي مسوول وژل شوی دی.  د کندهار والي ویاند ویلي، چې دا بمبارد د ميوند ولسوالۍ د چولاوک په سيمه کي  تر سره شوی، چې د طالبانو ولسوال او …

نور... »

په پکتیا کې د پاڅونوالو توغندي د یوه کور ۷ غړیو ته مرګ و ژوبله اړولې- خلک

د سیمې اوسیدونکي وايي، د ګردې اړوند په ابراهیم خېلو سمیه کې د پاڅونوالو له لوري یو توغندی توغول شوی او د ملکي خلکو پر کور لګیدلی، چې په کې د یوې کورنۍ دری غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي وايي، …

نور... »

په لوګر کې له یوې ترافیکي پېښې ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د لوګر امنیه قومندانۍ ویلي؛ نن نهه نیمې بجې د لوګر د التیمور په سیمه کې د یوه سراچه او امبولانس ډوله موتر ترمنځ له ټکره ۷ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان دي، چې کوچنیان، ښځې او غټان هم په کې هم شته. د …

نور... »

امنیتي ځواکونو د لښکرګاه ښار څلورمه امنیتي حوزه ونیوله

چارواکو ویلي، چې امنیتي ځواکونو له درې کلني ځنډ وروسته د هلمند د لښکرګاه ښار څلورمه امنیتي حوزه له وسله والو طالبانو ونیوله او پر اړوند سړک یې تګ راتګ پیل کړ.  د لښکرګاه ښار پدې امنیتي حوزه کي دوه کاله وړاندي سختي جګړې وشوې، چي ډېريو امنيتي سرتېرو ته …

نور... »

په کندهار کې د یوې چورلکې پر راغورزیدو ۵ کسان ټپیان شول

امنیني چارواکو په ډاګه کړې؛ تېره شپه لس بجې د کندهار په هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې یوه پوځي چورلکه راغورزیدلې، چې په کې پېنځه کسان ټپيان شوي دي.  777 نومې دغې چورلکې د ښوونیزو زدکړو او تمریناتو لپاره الوت کاوه.  د کندهار د 205 اتل قول مرستیال ویاند صادق عیسی زیاته …

نور... »

په پکتیکا کې طالب والي له خپلو څلور ملګرو سره ووژل شو

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ په ده خلیفه کلي کې د دغه ولایت طالب والي د امنیتي ځواکونو لخوا له خپلو څلور ملګرو سره ووژل شو. د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ولایت لپاره نومول شوی طالب والي پیرآغا …

نور... »

ملا عبدالمنان څوک و او مړینه به یې پر طالبانو څه اغېز ولري؟!

ملا رحیم، چې په ملا عبدالمنان مشهور و؛ د وسلوالو طالبانو لخوا د هلمند والي او جګپوړی پوځي قومندان بلل کیده. ده نه یوازې په هلمند کې پوځي چارې سمبالولې، بلکې هلمند ته د ورڅیرمه، کندهار، روزګان او زابل ولایتونو پوځي مسوولیت هم ور په غاړه و. ملا عبدالمنان اخند …

نور... »

په غزني ولایت کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي

د غزني ولایت د ګیلان او جاغوري ولسوالیو په اړوند سیمو کې کوماندو ځواکونو۳۰ طالب جنګیالي وژلي دي.   د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې؛ تېره ورځ مازیګر مهال د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې، چې د ګیلان ولسوالۍ پر رسنه او د جاغوري ولسوالۍ پر حوتقول …

نور... »

په هلمند کې طالب والي ملا رحیم له خپلو ۴ ملګرو سره ووژل شو

د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحيم مشهور په ملا عبدالمنان له خيلو ملګرو سره ووژل شو. د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې تېره شپه د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحيم مشهور په ملا عبدالمنان د دغه ولایت په …

نور... »

په غزني ولایت کې ۶۴ وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د سویل ختیځ زون امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې په غزني ولایت کې (۶۴) وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.  د خبرپاڼې له مخې؛ افغان امینتي او ائتلافي هوایي ځواکونو د غزني ولایت په اندړ، ده یک، قره باغ، ګیرو ولسوالیو او مرکز پورې اړوند سیمو کې د …

نور... »

په پکتیا کې بهرنیو ځواکونو ۱۱ عام وګړي وژلي-عام خلک

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکي وایي؛ تېره شپه د سهاکو اړوند په شملزي سیمه کې بهرنیو ځواکونو هوایي برید کړی، چې د سیمو د خلکو په خبره ۱۱ عام وګړي یې وژلي دي.  د دوی جسدونه د ولایت مقام مخې ته په اعتراضي توګه راوړل شوي دي.  امنیتي مسوولینو ویلي، …

نور... »

په هېواد کې د انارو۳۰ سلنه ډېر شوي او په صادراتو کې یې هم زیاتوالی راغلی

د سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي، چې په هېواد کې د انارو حاصلات ډېر شوي او ور سره جوخت یې بهر ته صادرات هم زیات شوي دي. انار ډېر سوداګریز ارزښت لري او حاصلات یې په وروستۍ لسیزه کې د پام وړ ډېر شوي دي. په کندهار کې بڼوال وایی، که …

نور... »

که د پکتیا د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي، په ټاکنو کې ګډون نکوو- خلک

د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکیو ویلي، که د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون نه کوو. د احمدابا ولسوالۍ قومي مشران او ځوانان وايي، که مرکزي  حکومت د مچلغو برښنا بند د جوړیدو چارې پيل نکړي په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې به …

نور... »

په افغانستان کې ۶ امریکایي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په افغانستان کې پرېکنده ملاتړ ماموریت څرګنده کړې، چې نن سې شنبه د غزني ښار ته نږدې په یوه چاودنه کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د ناتو  د څرګندونو له مخې یو امریکایي قراردادي هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی. دوی دا …

نور... »

په غزني کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي

د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۵ وسلوال طالبان وژلي دي. د غزني والي د رسنیو د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د ګیلان ولسوالۍ د چیرلي کلي په یوه کمین …

نور... »

په کندهار کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه راغوزیدلې

په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو یوه اکمالاتي چورلکه راغورزیدلې ده. د کندهار امنیه قومندان تادین خان د پېښې د منلو تر څنګ ویلي؛ دغې چورلکې د یوشمېر سرتېرو له لیږدولو وروسته د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له کبله سقوط کړی دی. نوموړي زیاته …

نور... »

د لوګر د ازرې ولسوالۍ خلکو پر بایو متریک رایو خپل ټینګار څرګند کړ

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکیو نن پنجشنبه( د لیندۍ لومړۍ) د کابل ـ ګردیز لویه لار د څو ساعتونو لپاره په دې اعتراص تړلې وه ، چې له بایو متریک پرته نورې ټولې رایې دې باطلې شي. اعتراض کوونکيو په ډاګه کړې، چې مونږ د سر په بدله …

نور... »

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ لاریونکوني د برښنا غوښتونکي شول

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ اوسیدونکیو لاریون کړی او له حکومت څخه د وراداتي برښنا او د مچلغو د بند جوړیدو غوښتنه کوي. د محمد ابا اوسیدونکي د یوه لاریون په ترڅ کې د دغه ولایت د اته ولسوالیو لارهم د څو ساعتونو لپاره وتړله. لاریون کوونکي د وراداتي …

نور... »